(۹)حسد (هغه ناروغي ده چې د ځمکې پر مخ د لومړي قتل تر شا ولاړه ده)
د قابیل زړه د حسد ناروغۍ ونیوه؛ ځکه چې خدای جل جلاله د ده د ورور (هابیل) قرباني قبوله کړه او د ده قرباني یې قبوله نه کړه، چې دې کار هغه دې ستر جرم ته وهڅاوه. دا موږ ته څرګندوي چې حسد د بشر په وجود کې يوه پخوانۍ ناروغي ده او له نفس څخه يې له منځه وړل او ريښې وېستل يوازې د ژور ايمان، پوهې، بصيرت او نفس د تزکيې له لارې ممکنې دي. له دې امله چې دا ناروغي د روح او ټولنې لپاره ډېره زياته خطروناکه ده، نو په لاندې ډول پرې په تفصيل سره بحث کوو.
(۱) د حسد پېژندنه: حسد د نورو د نعمتونو د له منځه تلو هیله ده. دا د غبطې پر خلاف دی؛ ځکه غبطه دا معنا لري چې انسان غواړي د نورو په څېر نعمت ولري، خو نه غواړي چې هغه نعمت له هغوی څخه لرې يا واخيستل شي.
(الف) هغهزیانونه چې حسد کوونکي ترې اغېزمنېږي: د حسد زیانونه پر حسود له بېلابېلو اړخونو تاثير لري، لکه: حسد انسان دې ته اړ باسي چې پر نورو کبر وکړي او حق رد کړي. د همدې لپاره، کله چې ملعون ابلیس له ادم علیهالسلام سره حسد وکړ، نو حسد هغه دې ته وهڅاوه چې د الله جل جلاله د حکم پر وړاندې تکبر وکړي او ادم ته سجده و نه کړي. قران په دې اړه وايي: “قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ.”[1] ژباړه:« ویې ویل: زه له هغه څخه غوره یم، تا زه له اور څخه پیدا کړی یم او هغه دې له خټې څخه.»
نو خدای جل جلاله هغه له جنت څخه وشړه او ويې فرمایل: “قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْؤُوماً مَّدْحُوراً لَّمَن تَبِعَكَ مِنْهُمْ لأَمْلأنَّ جَهَنَّمَ مِنكُمْ أَجْمَعِينَ.”[2] ژباړه: « خدای جل جلاله وویل: خوار، حقیر، شړل شوی او ذلیل له دې (پاک او سپڅلي ځایه) ووځه؛ زه قسم خورم چې دوزخ به له تا او له ټولو هغو کسانو څخه ډک کړم چې ستا پیروي کوي.»
(۱) حسد د حسد کوونکي په زړه کې غم او اندېښنه راولي، د هغو نعمتونو لپاره چې الله جل جلاله نورو ته ورکړي وي. حسد کوونکی تر هغه وخته په دې غم او اندېښنه کې پاتې کېږي، تر هغې چې دا نعمتونه شتون ولري. که چېرې نعمتونه د هغوی له صاحبانو څخه واخيستل شي، نو د حسود غم او اندېښنه هم له منځه ځي او پر ځای یې خوشحالي راځي. په دې اړه خدای جل جلاله فرمايلي دي: ژباړه: « که تاسو ته خېر ورسېږي دوی خفه کېږي او که تاسو ته بدي ورسېږي دوی پرې خوشڅالېږي.»
(۲) حسد انسان دې ته اړ باسي چې د الله جل جلاله د حکم پر وړاندې مخالفت وکړي.
(۳) حسد کوونکی انسان د هغه چا په څېر دی چې د الله جل جلاله پر حکم او قضا او قدر باندې غوسه وي او د الله جل جلاله پر وړاندې اعتراض کوي؛ ځکه هغه نورو ته نعمتونه ورکړي دي. دا موضوع ډېره خطرناک ده؛ ځکه چې د انسان پر عقیدې اغېز کوي او کېدای شي هغې ته زیان ورسوي، چې په پایله کې د دنیا او اخرت بدې پایلې رامنځته کوي. له همدې امله موږ له خدای جل جلاله څخه پناه غواړو.
(ب)د حسد زیانونه د هغه کس لپاره چې پرې حسد کېږي(محسود): حسد هغه کس ته چې ورسره حسد کېږي (محسود) ته هم زیان رسوي، که څه هم حسد کوونکی خپل حسد په خبرو یا عمل کې ښکاره کړي او که یې پټ وساتي. خدای جل جلاله په دې اړه فرمايلي دي: “قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ * مِن شَرِّ مَا خَلَقَ * وَمِن شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ * وَمِن شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ * وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ.”[3] ژباړه: « ووایه: زه د سپېدې له رب څخه څخه پناه غواړم، له هر هغه شر څخه چې الله پیدا کړي دي او د شپې له شر څخه، هغه مهال چې په بشپړ ډول راځي (او نړۍ تر خپلې تیارې لاندې نیسي) او د هغو کسانو له شر څخه چې په ګروهو کې پوک وهي (او د خپلو چلونو او فریبونو په وسیله ارادې، ایمانونه، عقیدې، مینه او اړیکې کمزورې کوي او فساد او تباهي رامنځته کوي) او د حسد کوونکي له شر څخه، هغه مهال چې حسد کوي.» په دې ایت کې استعاذه (د الله تعالی پناه غوښتل) د حسد د غوښتنو پر عمل کولو پورې تړلې نه ده.
سربېره پر دې یوازې د انسان د روح خالق، یعنې الله تعالی کولی شي د هغه ژوروالی درک کړي او د هغه جزیات، ځانګړتیاوې، قدرتونه او اغېزې وپیژني؛ له همدې امله، حسد په خپل ځان کې زیان رسونکی دی او له همدې امله دا روا ده چې له هغه څخه الله ته پناه وېوړل شي.
شهید سید قطب رحمه الله په خپل تفسیر کې د “وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ”.[4] ایت په اړه وايي: حسد د الله تعالی د نعمت پر وړاندې د انسان دنننۍ اغېزمنتیا ده، چې د هغه د زوال هیله ورسره مل وي. که څه هم حسد کوونکی دا اغېزمنتیا د کینې او غوسې تر اغېز لاندې، د نعمت د له منځه وړلو په هڅه بدله کړي او که یوازې د رواني اغېزمنتیا په کچه پاتې شي، له دې حالت څخه شر راپیدا کېدای شي. نو که حسد کوونکی حسد وکړي او دا ځانګړې رواني اغېزمنتیا د محسود پر لور متوجه کړي، د دې اغېز د انکار هېڅ لاره نشته؛ ځکه چې زموږ پوهه او د ازموینې وسایل د دې راز او څرنګوالي ته لاسرسی نه لري. موږ په دې برخه کې یوازې لږ څه پوهېږو او همدا لږ څه هم ډېری وخت په تصادفي ډول رابرسېره کېږي او بیا د یوه ثابت حقیقت په توګه منل کېږي. له همدې امله دلته یو شر موجود دی چې باید له هغه څخه الله ته پناه وېوړل شي او د هغه په پناه کې پاتې شو او دا خدای جل جلاله دی چې په خپل رحمت او فضل سره يې خپل رسول صلی الله علیهوسلم او د هغه امت ته لارښوونه کړې، چې له دې ډول شرونو څخه له هغه پناه وغواړي او بېشکه هر کله چې هغوی د هغه په امر الله ته پناه یوسي، الله تعالی به هغوی له دې شرونو، که لوی وي او که کوچني، وساتي او خوندي به یې کړي.[5]