لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې( یوولسمه برخه)
اتم درس: د مېرمنې او خاوند ترمنځ د اړیکې ټينګښت، له یوه بل اغېزمنېدل او پر کورنۍ د دې اړیکو انعکاس
دا په اسلامي ښوونو کې له بنسټیزو مفاهیمو څخه دی، چې په قران کریم کې د نساء سورة په لومړي ایت کې ورته اشاره شوې او نبوي سنتو هم په څرګنده تائد کړی دی، د ادم علیهالسلام له چپې پښتۍ څخه د ښځې پیدایښت، د مېرمنې او خاوند تر منځ د نه جلاکېدونکې اړیکو نښه ده. اسلام دا اړیکه په واقعي لیدلوري سره تحلیلوي او د نکاح د بنسټ په تشریع او د کورنۍ د جوړېدو په تأکید سره یې په مثبت او رغوونکې اړیکې بدلوي. دا آسماني ښوونځی، واده یو پیاوړی او بابرکته میثاق(تړون) ګڼي، چې د یو بل د مسوولیتونو منل او ژمنتیا پر بنسټ ولاړ دی. الله تعالی په دې اړه وايي:”وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُ وَقَدْ أَفْضَى بَعْضُكُمْ إِلَى بَعْضٍ وَأَخَذْنَ مِنكُم مِّيثَاقاً غَلِيظاً“.[1] ژباړه: « او تاسو یې څنګه بېرته اخېستلی شئ، حال دا چې تاسو له یو بل سره نېږدې شوي یاست او د یو بل شرمګاوې مو پېژندلې دي او ښځو له تاسو څخه د واده په وخت کې یو قوي عهد اخیستی ( او الله تعالی د همدې عهد پر بنسټ تاسو ته واده حلال کړی دی.)»
نهم درس: د ښځې د طبیعت درک کول او د هغې د ځینو کړنو زغمل
له کوږ اړخ څخه د ښځې پيدایښت ( لکه څنګه چې قران کریم او نبوي سنتو ورته اشاره کړې) د هغې د رواني او چلندي جوړښت ځانګړې نښه ده، لکه څنګه چې اړخ په ذاتي ډول کوږوالی لري او یوازې له ماتېدو سره سمېدای شي، نو د ښځې طبیعت هم امکان لري چې چلندي یا رواني کوږوالی ولري، چې مېړه یې باید د الهي جوړښت د حکمت په چوکاټ کې و زغمي. په کورنۍ کې د هغې رول ( د مور او د کور د مشرې ) په توګه له دې فطري ځانګړتیا سره تړلی دی او د هغې د اجباري اصلاح کولو هڅې، امکان لري چې د ښځې او مېړه د اړیکو د له منځه تلو لامل شي.
د ښځې او مېړه ترمنځ بخښنه او زغم: د کورنۍ ثبات بنسټ
قرآن کریم مېړه د کورنۍ د مدیر په توګه د زغم او بښنې لور ته معرفي کوي، ترڅو د مېرمنې ناخوښه چلندونه په حکمت سره وزغمي او هغه ته یادونه کوي، چې ښایي یو څه ناخوښي لنډ مهاله وي، خو تر شا به یې ډېر خیر پټ وي: “وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئاً وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْراً كَثِيراً“.[2] ژباړه: « له مېرمنو سره مو ( په خبرو او عمل کې ) په ښه ډول چلند وکړئ او که تاسو دوی نه خوښوئ ( نو بیړه مه کوئ او ژر د جلاوالي پرېکړه مه نیسئ) تاسو څه پوهېږئ، شاید هغه څه چې ستاسو ترې بد راځي، خدای جل جلاله په هغه کې خېر اچولای وي.»
پیغمبر صلی اللهعلیه وسلم هم پر دې مانا ټینګار کړی دی: « مؤمن سړی دې له مؤمنې ښځې سره دښمني نه لري؛ که چېرې له یوه خوی یې ناخوښ وي، شاید له بل خوی یې خوښ شي».[3]
د بخښنې حدود: د ذاتي ځانګړتیاوو او شرعي سرغړونو تر منځ
دا بخښنه یوازې د هغو شخصیتي او اخلاقي ځانګړتیاوو لپاره مانا لري، چې له شرعیت سره مطابقت نه لري. که چېرې ښځه له شرعي حدودو څخه وړاندې لاړه لکه: ( د ګناه کول یا د واجباتو پرېښودل) د هغې نادیده نیول روا نه دي؛ خو په مېړه لازم دي چې په نرمۍ، حکمت او نصیحت سره یې سم کړي؛ پرته له دې چې په بنسټيزو پرېکړو کې بېړه وکړي.
لسم درس: د بهرنیو لاسوهنو اورېدلو خطرونه او د کورنۍ پر تباهۍ یې اغېزې
د حضرت ادم علیهالسلام او بيبي حوا له خوا د شیطان وسوسو ته غوږ نیول او د هغه د دوکې پر وړاندې مثبت ځواب ویل داسې پایلې درلودې، چې پېښماني يې نه جبرانېدونکې وه او د جنت له تل پاتې ژوند څخه د جلاکېدو لامل شوه. له همدې امله کورنۍ ژوند چې په هر حالت کې وي باید د هر ډول بهرنیو مداخلو په وړاندې قوي وساتل شي. دا سیاست نه یوازې د کورني مرکز د پاشلو مخه نیسي؛ بلکې د اسلامي اصولو پر بنسټ کورنیو اړیکو ته خوندي ځای برابروي. قران کریم دې حقیقت ته په اشاره سره وايي، چې شیطان تل په دې لټه کې دی چې د تفرقې په اچولو سره د کورنۍ بنسټ سست کړي: “إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء“.[4] ژباړه: « شیطان غواړي چې د ( شرابو او قمار له لارې) ستاسو تر منځ کینه او دښمني پیدا کړي.»
یوولسم درس: د ښځې او مېړه له خوا د غلطیو د جبرانېدو لپاره بېړه
قران کریم د حضرت ادم علیهالسلام د توبې منلو ته په اشاره وايي: “فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ“.[5] ژباړه: « بیا ادم علیهالسلام له خپل رب څخه ځينې کلمي ترلاسه کړې (او د هغوی په ویلو یې توبه وکړه) خدای جل جلاله د هغه توبه ومنله، خدای جل جلاله توبه منونکی او مهربان دی.»
دا آيت ښځه او مېړه دواړه هڅوي چې ژرخپلې تېروتنې جبران کړي او يو بل ته د اصلاح په لاره کې مرسته وکړي. د ښځې او مېړه ګډه هڅه د تېروتنو د اصلاح او د الله تعالی لور ته د بېرته ګرځېدو لپاره، د الهي توفيق او هدايت د ترلاسه کولو زمينه برابروي. دا خپلمنځيتړون، چې د فردي او ټولنیزو مسوولیتونو پر بنسټ ولاړ دی، له دې څخه ډېر اغېزناک او ګټور دی، چې نور خلک د کورني ژوند د کمزورتياوو يا د الله تعالی په وړاندې د تېروتنو اصلاح ته مداخله وکړي. ځان اصلاحکول او د نننۍ اصلاح، د اسلامي معيارونو پر بنسټ د کورني ژوند د ټينګښت بنسټ دی.
دوولسم درس: د شرمګاوو پټول او ښکلا ته پام کول د انسان فطري خوی دی
خدای جل جلاله د حضرت ادم علیهالسلام او بيبي حوا د کیسې د بیان په اړه وايي: “وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ الْجَنَّةِ“.[6] ژباړه: « او دوی (د خپلو شرمګاوو د پټولو لپاره) د جنت د ونو د پاڼو په راټولولو پیل وکړ او هغه يې پر خپلو ځانونو واچولې.»
دا ایت د انسان په فطرت کې د حیا او د بدن د پټولو ځانګړنې ته اشاره کوي؛ داسې چې بربڼډتوب حتی د اضطراب په حالتونو کې لکه د جنت پرېښودل، د سالم عقل لرونکي انسان لپاره ناخوښ دی. پوښښ، پرته له ضروري حالاتو، د شریعت یو ثابت اصل دی. قرآن کریم په یوه بل ایت کې دا موضوع په صراحت بیانوو: ”يَا بَنِي آدَمَ قَدْ أَنزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاساً يُوَارِي سَوْءَاتِكُمْ وَرِيشاً وَلِبَاسُ التَّقْوَىَ ذَلِكَ خَيْرٌ ذَلِكَ مِنْ آيَاتِ اللّهِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ“.[7] ژباړې: «ای د آدم اولادې! موږ تاسو ته داسې لباس جوړ کړی چې ستاسو شرمګاوې پټوي او د ښکلا لباس مو درکړی دی چې پرې ځان ښکلی کړئ؛ خو باید پوه شئ چې د تقوا لباس، یعنې د الله تعالی ویره او پرهېزګاري، تر ټولو غوره لباس دی. دا (د ظاهري او باطني لباسونو پیدا کول) د الله تعالی له نښو څخه دي، ترڅو بندهګان د خپل رب نعمتونه یاد کړي او پند واخلي.»
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچينې:
. مسلم بن الحجاج، النیسابوری، صحيح مسلم، شماره حدیث3633. [3]


