Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»مډرنیزم»د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)
مډرنیزم یکشنبه _2 _نوومبر _2025AH 2-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)
۴. په عربي نړۍ د مډرنیزم مخکښې څېرې
دلته موږ د هغو عربي شاعرانو او لیکوالانو مهمې او مشهورې څېرې معرفي کوو، چې په عربي نړۍ کې د مډرنیزم مفکورې په خپرولو او ترویجولو کې یې ځانکړی رول لوبولی دی:
۱- یوسف الخال: سوریې‌الصل مسیحي شاعر دی. دی د ازاد او عصري عربي شعر د بهیر له مهمو بنسټګرانو څخه دی. نوموړي د عربي عصري ادبیاتو د پراختیا لپاره ځانګړی او مهم رول لوبولی دی.
۱- ادونیس (علي احمد سعید): یو سوریايي شاعر دی چې د عربي نړۍ د مډرنیزم ښوونځي تر ټولو مهم مروّج ګڼل کېږي. هغه په خپل پوهنتوني رساله «الثابت والمتحول» چې د لبنان د «قدیس یوسف» پوهنتون کې يې د خپلې دوکتورا لپاره لیکلې وه، اسلامي تاریخ، دین او اخلاق یې له سختو نیوکو او انتقادونو سره مخ کړل. د ده شهرت تر ډېره د هغو رسنیو له امله دی چې عجیب او دود ماتوونکې څرګندونې یې روښانه کړې.
۲-ډاکټر عبدالعزیز المقالح: یو یمني شاعر او لیکوال دی، چې د صنعاء پوهنتون مشري یې کوله. دی هم د عربي نړۍ د ازاد شعر او مډرنیزمو ادبیاتو له بنسټګرانو څخه دی. «لابد من صنعاء وقراءات فی الأدب الیمنی المعاصر» د ده له مهمو اثارو څخه دي.
۳- عبدالله العروي: یو وتلی مفکر، تاریخ‌ پوه او لیکوال و، چې د مراکش او عربي نړۍ له عصري روښانفکرانو څخه شمېرل کېږي. ده هڅه وکړه چې د عصري بشري علومو په ځانګړي ډول د مارکسیسټي لیدلوري له لارې، د عربي نړۍ د شاتګ څخه د وتلو، د تمدن او پرمختګ په لور د حرکت یوه لاره ومومي. نوموړی د مارکسیسټي او سیکولریسټي فکر تر اغېز لاندې و او هڅه یې کوله چې د تاریخ‌ محورۍ، عقل‌محورۍ او سیکولریزم له لارې، په عربي ټولنه کې نوښت‌ګرایي خپره کړي.
۴- محمد عابد الجباري: یو مراکشي فیلسوف، مفکر او روښانفکره شخص و. ده د فلسفې معرفت‌پوهنې، اسلامي فکر او د عربي عقل د نقد په برخه کې مهم رول لوبولی دی. نوموړي به ویل چې د عربانو ذهنونه د تاریخ په اوږدو کې تر ډېره تر تصوف پورې محدو وو، باید د منطقي او استدلالي عقل خوا ته حرکت وکړي. «نحن والتراث، التراث والحداثة ومدخل الی القرآن الکریم» د ده له اثارو څخه ګڼل کېږي.
۵- عبدالوهاب ابیاتي: د معاصرو او مشهورو عربي شاعرانو له ډلې څخه شمېرل کېږي. ده د عربي شعر د نوښت به برخه کې ځانګړی رول لوبولی دی. دا لومړی کس و چې د کلاسیک عربي شعر چوکاټ یې مات کړ او وروسته یې نوي شعر ته مخه کړه. الموت فی الحیاة، عصافیر بلا اجنحة والحلاج او… د ده له مشهورو کتابونو څخه دي.
۶- محمود درویش: د معاصرو عربي شاعرانو له سترو شخصیتونو څخه ګڼل کېږي. نوموړی د فلسطین د مقاومت د شعر غږ و. دی د نوي شعر له مخکښانو څخه و. د فلسطین  درد یې نړیوال کړ او د مقاومت په زړونو کې یې مینه را ژوندۍ کړه. سجل! انا عربی…، ذاکرة للنسیان او… د ده له مهمو اثارو څخه ګڼل کېږي.
۷- کاتب یاسین: یو مشهور الجزایري لیکوال، شاعر او ډرامه ‌لیکونکی و. هغه د عربي نړۍ او شمالي افریقا د مقاومت د ادبیاتو له مهمو څېرو څخه شمېرل کېږي. نوموړي د خپل وطن د ساتنې، د استعمار د نقد او رد لپاره اثار ولیکل، چې له همدې امله د خلکو په منځ کې د یو زړور او مقاومت‌کوونکي شخصیت په توګه پېژندل کېږي. د هغه تر ټولو مهم اثر «ندیدا» دی، چې د الجزایر د عصري ادبیاتو له شاهکارونو څخه ګڼل کېږي.
۸- محمد ارکون: یو الجزایري‌الاصل فرانسوی مفکر، اسلام ‌پوه او د پوهنتون استاد و. هغه هڅه کوله چې د اسلامي نړۍ او د لوېدیځ عصري فکر ترمنځ یو پل جوړ کړي. خو دا نظر هم مطرح شوی و چې «دا پل به هېڅکله جوړ نه ‌شي او د دوی ترمنځ مقایسه هم ممکنه نه ده.» د هغه له مهمو آثارو څخه «نقد العقل الاسلامی»، «الفکر الاسلامی: قراءة علمیة» او «الاسلام: اصالة وممارسة» یادولای شو.
۹- صلاح عبدالصبور: یو مصري شاعر او روښانفکره شخص و، چې د نوي شعر له مخکښانو څخه شمېرل کېږي. هغه د عربي عصري ادبیاتو په پرمختګ ځانګړی اثر پرېښی دی. نوموړی له هغو لومړنیو مصري شاعرانو څخه و چې آزاد شعر (یعنې بې له دودیز وزن او قافیې) یې تجربه کړ. «الناس فی بلادی»، «احلام الفارس القدیم» او «لیلی و مجنون» د ده له مشهورو آثارو څخه دي.
په عربي نړۍ کې د مډرنیزم دعوت کوونکي ډېر دي؛ داسې چې تقریباً هېڅ عربي هېواد نشته چې پکې لسګونه مډرنیستان شتون ونه لري. هغوی د مډرنیزم فکر منلی او له بېلابېلو لارو یې د دې مفکورې د ترویج او تبلیغ هڅې کړي دي.
که په ډېر پام دې دعوت‌کوونکو ته وګورو، کولای شو په دوو برخو یې ووېشو:
۱. فکر کوونکي او نظریه جوړوونکي
دې ډلې د اوږدې مودې لپاره د مډرنیزم له فکر سره ژوند کړی، روح او ذهن یې له دې مفکورې ډک شوي او باور یې پرې پیدا کړی. د دوی اصلي موخه د مډرنیزم خپرول او د هغه د نظري بنسټونو جوړول وو.[1]
۲. سطحي او دوکه شوي پیروان
دا ډله کمزوری ایمان لري او د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي. د دوی زړه او فکر له پیاوړو دیني او روحاني باورونو څخه تش دي. له همدې امله، دوی په رواني تنګسیا بد وضعت کې ژوند کوي او له کمښتونو او رواني عقدو سره لاس او ګرېوان دي. دوی د دې تنګسیا او د یوازیتوب د احساس څخه د خلاصون لپاره، د دودونو مخالفت، د عادتونو پر ضد بغاوت او د تېر میراث پر وړاندې طغیان(سرکشي) غوره کړې ده. دوی دا لاره د شهرت مطرح کېدو او د خپلو رواني خلاوو د ډکولو لپاره تر ټولو اسانه وسیله ګڼي. مډرنیزم ورته لکه یوه ساده او د لاسرسي‌ وړ بېړۍ وه.
د مډرنیزم مشران هم له دې فرصته ګټه واخیسته او هغوی یې د ښایسته او ځلېدونکو لقبونو په ورکولو دوکه کړل، لکه: «د راتلونکي جوړوونکي ځوانان»، «فرهنګي نخبه‌ګان»، «د نوې بورژوا طبقې روښانفکران» او نور ورته لقبونه. دا فریب‌ ورکوونکې ستاینې ناپوه پیروان دومره جذب کړل، چې پرته له فکره، هره خبره او مفکوره چې له خپلو استادانو یې اورېده  که څه هم د عقیدې، شریعت یا سیاسي او ټولنیزو اصولو سره  به هم مخالفه وه خو  تکراروله یې.[2]
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچينې:

[1]. موسوعة الفکریة المعاصرة، ج ۲، ص ۲۸.

[2]. همان، ج ۲، ص ۲۸.

Previous Articleد اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

اړوند منځپانګې

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD
نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ رېښې او باورونه (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _23 _اکتوبر _2025AH 23-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)

یکشنبه _2 _نوومبر _2025AH 2-11-2025AD2 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD9 Views

لیکوال: ابو عائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د…

نور یی ولوله
متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD22 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)

یکشنبه _2 _نوومبر _2025AH 2-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.