Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)
اسلام شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعائشه

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد

برخه: ۳

زلزله د قرآن په آیتونو کې
قرآن کریم کې له زلزلې په بېلابېلو نومونو یادونه شوې ده لکه: زلزال الأرض، الرجفة، الراجفة، الرادفة، الصیحة، الخسف، الصدع او نور.
الله سبحانه و تعالی د حج سورت په پیل کې د یوې ډېرې وېرونکې زلزلې یادونه کوي: “یا أیها الناس اتقوا ربکم إن زلزلة الساعة شيء عظیم یوم ترونها تذهل کل مرضعة عما أرضعت وتضع کل ذات حمل حملها وتری الناس سکاری وما هم بسکاری ولکن عذاب الله شدید”[۱]
ژباړه: «ای خلکو! له خپل ربه ووېرېږئ، بې شکه د قیامت زلزله یو ډېر لوی (هېبتناک) شی دی، په کومه ورځ چې تاسي ووینئ دا زلزله نو غافله به شي هره شېدې ورکوونکي میرمن له هغه بچي څخه چې شیدې ورکوي، او وبه غورځوي هر حمل والا خپل حمل لره، او ته به وېني خلکو لره نشیان؛ حال دا دی چې دوی به نشه نه وي خو د الله عذاب سخت دی».
الله متعال په سورۀ واقعه کې فرمایي: “إذا رجت الأرض رجا” [۲] ژباړه: «كله چې ځمكه په سختو لړزولو ولړزول شي».
رب العالمین په سورۀ مزمل کې فرمایي: “یوم ترجف الأرض والجبال وکانت الجبال کثیبا مهیلا”[۳] ژباړه: «هغه ورځ چې ځمكه او غرونه ولړزيږي او غرونه به د شګو خپره شوې ډېرۍ (غوندې) وي.».
په سورۀ نازعات کې فرمایي: “یوم ترجف الراجفة”[۴] ژباړه: «هغه ورځ چې لړزېدونكې ولړزېږي».
په سورۀ فجر کې فرمایي: “کلا إذا دکت الأرض دکا دکا”[۵] ژباړه: «هيڅکله نه، کله چې ځمکه په سختو ټکولو سره وټکول شي».
په سورۀ حاقه کې فرمایي: “فإذا نفخ في الصور نفخة واحدة وحملت الأرض والجبال فدکتا دکة واحدة”[۶] ژباړه: «نو كله چې په شپېلۍ كې پو كړى شي يو ځل پوكى او پورته کړل شي زمكه او غرونه، نو وبه ټکول شي په ټکولو په یو ځل».
او په سورۀ زلزال کې فرمایي: “إذا زلزلت الأرض زلزالها”[۷] ژباړه: «کله چې ځمکه په خپلو سختو خوځولو وخوځوله شي.».
هغه زلزلې چې په دې دنیا کې یې وینو چې کورونه نړوي، خلک تر خاورې لاندې کوي، او حتا لوی غرونه ړنګوي دا ټول د قیامت د زلزلې یو کوچنی مثال دی. نو دا د انسانانو لپاره یو درس دی چې ویښ شي، له غفلته راووځي، تل د آخرت په اړه فکر وکړي او نیک عملونه ترسره کړي.
د احادیثو له نظره د طبیعي پېښو عوامل
له رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم او صحابه‌ کرامو رضی‌الله‌عنهم څخه په بېلابېلو احادیثو او روایاتو کې د انسان د عذابونو او مصیبتونو ګڼ علتونه روایت شوي دي. دلته یې ځینې بېلګې رااخلو.
په یوه حدیث کې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم مهاجرینو ته وفرمایل: «ای د مهاجرینو ډلې! پنځه داسې حالتونه دي زه چې پناه ترې غواړم چې تاسې پرې ونه آزمایل شئ:
۱. کله چې یوه ټولنه کې په ښکاره فحشاء او بې‌حیایي ترسره شي نو داسې مرض به پکې خپور شي چې په پخوانیو ملتونو کې به یې ساری نه وي؛
۲. کله چې یو قوم په وزن او پیمانه کې دوکه وکړي، نو الله تعالی به یې د قحطۍ، ګرانۍ او د ظالمانو د واکمن کیدو په عذاب ونیسي؛
۳. کله چې خلک د زکات له ورکړې انکار وکړي، نو الله تعالی به د باران برکت ترې پورته کړي، او که حیوانات نه وای، نو بیخي به یې باران پرې نه وای ورولی؛
۴. کله چې یو قوم د الله تعالی او د هغه د رسول له عهد او وعدې سرغړونه وکړي، نو الله تعالی به بهرنی دښمن پرې واکمن کړي چې د دوی مالونه به لوټي او په زور به یې ترې وړي؛
۵. او کله چې د یوې ټولنې مشران د الله تعالی د کتاب احکام پلي نه کړي او هغه څه چې الله تعالی نازل کړي دي اختیار نه کړي، نو الله به د دوی ترمنځ یووالی له منځه یوسي او په منځ کې به یې جګړې او اختلافات رامنځته کړي.»
په ګڼو نورو احادیثو کې هم له رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم څخه روایت شوی دی چې د قیامت په را نږدې کېدو سره به لوی او وېرونکې زلزلې زیاتې شي.
امام بخاري رحمه‌الله له حضرت ابوهریره رضی‌الله‌عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: «لا تقوم الساعة حتی یقبض العلم و تکثر الزلازل ویتقارب الزمان و تظهر الفتن ویکثر الهرج وهو القتل وحتی یکثر فیکم المال فیفیض.» [۱۰]  ژباړه: «قیامت به تر هغې نه راځي، تر څو چې علم له منځه ولاړ نه شي، زلزلې زیاتې نه شي، وختونه یو بل ته نږدې نه شي، فتنې راښکاره نه شي، هرج و مرج (قتل او وژنې) زیاتې نه شي، او تر هغې چې د خلکو تر منځ مالونه ډېر او له اړتیا څخه زیات نه شي.»
د روایتونو او تاریخونو له مخې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د ژوند پر مهال په مکه او مدینه کې هېڅ زلزله نه ده شوې، څو صحابه‌ کرام رضی‌الله‌عنهم د هغه مبارک عکس‌العمل له نږدې لیدلی وای.
خو د حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه د خلافت پر مهال زلزله وشوه چې د ده او د اصحابو د وېرې لامل شوه.
حافظ ابن عبدالبر اندلسي رحمه‌الله په خپل کتاب «التمهید» کې لیکي: «موږ ته هېڅ داسې صحیح روایت نه دی را رسېدلی چې وښيي د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په زمانه کې دې زلزله شوې وي، خو د حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه په خلافت کې زلزله وشوه. هغه وفرمایل: تاسو په ګناهونو ککړ شوي یاست، که یو ځل بیا ځمکه ولړزېږي، نو زه به له دې ځایه ولاړ شم!»[۱۱] 
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایي: «الشهداء خمسة: المطعون والمبطون والغریق وصاحب الهدم والشهید في سبیل الله.»[۱۲] ژباړه: «شهیدان پنځه ډلې دي: هغه کس چې د طاعون د ناروغۍ له امله وفات شي، هغه کس چې د نس د ناروغۍ له امله وفات شي، هغه کس چې په اوبو کې ډوب شي، هغه کس چې د زلزلې له امل وفات شي، او هغه کس چې د الله تعالی په لار کې په شهادت ورسیږي.»
یادونه
په دې اړه چې آیا زلزلې، کسوف او خسوف او نورې طبیعي پېښې واقعاً د بندګانو د ګناهونو، معصیتونو او نافرمانیو له امله د الله سبحانه و تعالی له لوري یو خبرداری، عذاب او تنبیه ده، ترڅو را بیداره شي، توبه وباسي او د حق لاره غوره کړي په دې اړه د علماوو له لوري بېلابېل نظریات وړاندې شوې دي .
په راتلونکې برخه کې به په دې اړه د لویو علماوو، په ځانګړي ډول د مفسرینو اقوال او نظرونه بیان کړو.
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱] سورۀ حج، آیتونه: ۱-۲

[۲] سورۀ واقعه، آیت: ۴

[۳] سورۀ مزمل، آیت: ۱۴

[۴] سورۀ نازعات، آیت: ۶

[۵] سورۀ فجر، آیت: ۲۱

[۶] سورۀ حاقه، آیتونه: ۱۳-۱۴

[۷] سورۀ زلزال، آیت: ۱

[۹] تهانوي، علامه اشرف علي، سعادت و شقاوت در پرتوی اعمال، ۱۲۴۲–۱۳۲۱ ق، مخونه: ۲۲–۲۳، ژباړونکی: محمد قاسم قاسمي، خپرندوی: صدیقي، ۱۳۷۵، زاهدان.

[۱۰] صحیح بخاري، جلد ۲، باب ما قیل في الزلازل والآیات، حدیث: ۱۰۳۶

[۱۱] التمهید، ابن عبدالبر، ۳/۳۱۸

[۱۲] صحیح بخاري، جلد ۳، باب الشهادة سبع سوی القتل، حدیث: ۲۶۷۴

Previous Articleد اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (اوله برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

په اسلامي فکر کي علمي هڅې (لومړۍ برخه) 

دوشنبه _6 _اکتوبر _2025AH 6-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD3 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD8 Views

لیکوال: ابو عائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د…

نور یی ولوله
متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD18 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.