لیکوال: ابو عائشه
د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)
د اسلام له نظره د زلزلې مخینه
زلزله د کسوف، خسوف او نورو ځمکنيو او اسماني پېښو په څېر د الله تعالی مخلوق او الهي پدیده ده. کله چې الله تعالی وغواړي نو ځمکه خوځېږي او اضطراب (ګډوډی) منځته راوړي. که څه هم زلزله کورونه ړنګوي، انسانان وژني، حیوانات له منځه وړي، کروندې او باغونه تباه کوي او درانه مالي زیانونه اړوي، خو دا پېښه د بنده ګانو لپاره یو خبرداری دی، ترڅو د غفلت، بې پروایۍ او نافرمانۍ له خوب څخه راویښ شي، د خپل رب لور ته را وګرځي او د زاریو او تضرع له لارې د الله تعالی درګاه ته پناه یوسي.
په دې پېښه کې ځینې ګټې او حکمتونه نغښتي دي، ځکه الله تعالی چې هر کار کوي، نو بې حکمته نه وي. الله تعالی حکیم ذات دی او حکیم ذات هېڅکله بې تدبیره او بې مصلحته کار نه کوي. له همدې امله زلزله هم د ګڼو مصلحتونو او حکمتونو په موخه رامنځته کېږي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
۱. د تخویف او وېرې لامل کیدل
الله تعالی فرمایي: «وَمَا نُرْسِلُ بِالْآيَاتِ إِلَّا تَخْوِيفًا» ژباړه: دا نښانې موږ پرته له وېرولو د بل څه لپاره نه لېږو. [د وېرې مفهوم د زلزلې له لغوي مانا سره هم نږدې تړاو لري، ځکه ډېریو لغت پوهانو د “زلزلې” یو مفهوم “تخویف” او “خبرتیا” یاد کړی دی.]
۲. د رحمت په سترګه ورته کتل.
رسول الله صلیاللهعلیه وسلم فرمایي: «أُمَّتِي هَذِهِ أُمَّةٌ مَرْحُومَةٌ، لَيْسَ عَلَيْهَا عَذَابٌ فِي الْآخِرَةِ، عَذَابُهَا فِي الدُّنْيَا الْفِتَنُ وَالزَّلَازِلُ وَالْقَتْلُ» ژباړه: زما امت هغه امت دی چې الله تعالی رحمت او مرحمت پرې لورولی دی، پر دوی به په آخرت کې عذاب نه وي، بلکې د دوی عذاب په دنیا کې فتنې، زلزلې او وژنې دي. [۲]
۳. زلزله له دنیاوي مینې او حرص څخه د انسان زړه پاکوي.
۴. بنده ګان د الله تعالی لوري ته راګرځوي.
په روایت کې راغلي دي: «إِنَّ رَبَّكُمْ يَسْتَعْتِيبُكُمْ» ژباړه: الله تعالی د زلزلې په وسیله غواړي چې تاسې قناعت حاصل کړئ.
۵. زلزله د قیامت د زلزلې یاد تازه کوي.
«إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ» ژباړه: بې شکه د قیامت زلزله یو ډېر لوی (هېبتناک) شی دی.[۳]
۶. انسان ته د ځمکې د ثبات او استقرار د نعمت قدر ور زده کوي.
۷. د زلزلو زیاتوالی د قیامت له نښو څخه ده چې په احادیثو کې یې په اړه وړاندوینه شوې ده.[۴]
له زلزلې موخه څه ده؟
زلزله په حقیقت کې د مؤمنانو لپاره د الله سبحانه وتعالی رحمت دی او د کفارو لپاره قهر او غضب.
زلزله یعنې: ای مسلمانه! دا ستا لپاره د ترسره کړې ګناه له امله خبرداری دی، نور یې مه کوه، توبه اوباسه او د خپل رب لوري ته راوګرځه.
کله چې زلزله پیښیږي او ځمکه په چټکۍ سره خوځېږي، نو الله تعالی مؤمنانو ته یو بل فرصت ورکوي، ترڅو له هغو کارونو توبه اوباسي چې د الله عزوجل د امر خلاف یې ترسره کړې وي، او بیرته د صراط مستقیم لوري ته را وګرځي.
الله تعالی فرمایي: «وَمَا نُرْسِلُ بِالْآيَاتِ إِلَّا تَخْوِيفًا» ژباړه: او (دا) نښانې موږ پرته له وېرولو د بل څه لپاره نه لېږو.[۵] نو زلزله هم د هغو آیتونو او نښو له ډلې څخه ده چې الله تعالی پرې خپل بنده ګان وېروي او بیداروي.
که څه هم نن ورځ پوهان د زلزلې لپاره طبیعي تفسیرونه او علمي تحلیلونه وړاندې کوي او وایي چې دا د ځمکې د داخلي تعاملاتو پایله ده خو شک نشته چې زلزله د الهي قهر او غضب نښه او د انسان لپاره د خطر یو زنګ دی، ترڅو له غفلت دخوب څخه راویښ شي او په سد کې راشي. له همدې امله زلزله د مؤمن لپاره پند او عبرت، خو د ګناهکار او نافرمان لپاره عذاب او سزا ده.
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم فرمایي: «تر هغې قیامت نه راځي تر څو چې ډېرې زلزله نه وي شوې.»[۶]
او په بل حدیث کې فرمایي: «له قیامت نه وړاندې به مرګونه ډېر شي او وروستي کلونه به له زلزلو ډک وي.»[۷]
امام ابن حجر عسقلاني په خپل مشهور کتاب فتح الباري شرح صحیح بخاری رحمهالله کې لیکي: «په شمال، ختیځ او لوېدیځو سیمو کې ډېرې زلزله شوې دي، خو د حدیث ظاهري معنا دا ده چې زلزلې به زیاتې، دوامدارې او په ټولو ځایونو کې یو په بلې پسې پېښې شي.»[۸]
شیخ ابو محمد امینالله وایي: زلزله بېلا بېل عوامل لري؛ ځینې یې شرعي دي او ځینې یې حسي (طبیعي). له شرعي نظره زلزله د الله سبحانه وتعالی د قدرت یو ښکاره تمثیل دی. الله تعالی غواړي خپلو بنده ګانو ته وښيي چې دا لوی ځواک یوازې د ده په واک کې دی او هېڅوک نشي کولای د ده له قدرت سره مقابله وکړي.
زلزله هغه وخت رامنځته کېږي کله چې په ټولنه کې ګناهونه او فساد ډېر شي نو زلزله د الله تعالی له لوري د بیدارۍ یو پیغام وي، تر څو خلک له ګناه لاس واخلي، توبه اوباسي او د خپل خالق لوري ته راوګرځي.[۹]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] سوره إسراء، آیت ۵۹
[۲] سنن ابوداود، باب ما یُرجی فی القتل، حدیث ۴۲۸۰، ج ۴، ص ۱۶۹، دارالکتاب العربي – بیروت
[۳] سوره حج، آیت ۱
[۴] د سنت آنلاین وېبپاڼه (له عبدالحکیم سید زاده سره مرکه)، “ماهیت و حکمتهای زلزله”، د ۱۳۹۷ هـ ش کال ګڼه
[۵] سوره الإسراء، آیت ۵۹
[۶] بخاري، صحیح بخاري، باب ما قیل فی الزلازل والآیات، ج ۲، ص ۳۳، حدیث ۱۰۳۶، دار ابن کثیر – الیمامة، بیروت
[۷] احمد بن حنبل، مسند احمد، (۴: ۱۰۴)، مؤسسة الرسالة، تحقیق شیخ شعیب الأرنؤوط
[۸] ابن حجر عسقلاني، فتحالباري، ج ۳، ص ۹۳
[۹] مسلم، ابو شاکر، چرا زلزله!، ص ۱۱، چاپ دوهم، ۱۳۹۸ هـ ش


