لیکوال: عبدالحی لیان
شیطان پرستي (برخه: ۲۸)
د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې
د شیطان پرستۍ فرقه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلو افکارو او عقایدو د خپرولو په هڅه کې دي. د نړیوال صهیونیزم او لوېدیځ د ځینو مطرحو سیاسي او اقتصادي څېرو په مرسته یې داسې وسايل او لارې چارې رامنځته کړې دي، چې د دې ډلې لپاره د فعالیتونو زمینه برابروي. دا لارې چارې او وسايل له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته توپیر لري، خو يو شمېر یې نړیوال اغېز لري او په ډېرو هېوادونو کې فعال دي، لکه:
(۱) د هالیووډ سینما
د شیطان پرستۍ د پراختيا له مهمو بنسټونو، بلکې تر ټولو پیاوړې تبلیغاتي وسیله «د هالیووډ سینما» ده؛ داسې چې که چېرې یاد کلتوري مرکز نه وای، نو دغه منحرف تمایل به هېڅکله نه وای توانیدلی چې په په اسانۍ سره د خلکو ترمنځ ځان معتبر وښيي.
هنر په دې برخه کې د معجزې په څېر اغېز کوي. هنر د «پیغام رسونې په بهیر» کې په حيرانونکي ډول پر مخاطب تاثير کوي، د پیغام د تشخیص او د محتوا له قالب څخه د جلا کولو وړتیا ترې اخلي او په ډېرو مواردو کې نه یوازې له یو هنري اثر سره ملګری کېږي، بلکې په همدې ډول ځان ته پکې رول ټاکي او هڅه کوي چې همدا رول په بریالیتوب سره ادا کړي. په دې توګه ناوړه محتوا او ناسم پیغام ورو ورو د مخاطب ذهن او فکر ته ننوځي، پر زړه او روح یې اغېز کوي او په پای کې یې ځان ته را جذبوي.
نن ورځ د هالیووډ په څېر مهم مرکز چې د انځوریزو رسنیو په ډګر کې ډېر فعال او اغېزناک دی او د شیطان پرستې ډلې لپاره د یوه جدي ملاتړي په توګه خدمت کوي. دې صهیونیستي رسنۍ ته د «شیطان پرستۍ د پېغمبر» لقب ورکول له حقیقت څخه لرې نه ده؛ ځکه د شیطان پرستۍ د فرقې ماهیت او ماموریت چې نن ورځ په هالیووډ کې د «ایین او مکتب» تر نامه لاندې تبلیغ ترې کېږي، په بشپړه توګه په هالیووډي محصولاتو کې انعکاس موندلی دی.
هالیووډي فلمونو ته د یوه سطحي نظر له مخې هم جوتېږي چې هالیووډ دې ډلې ته د رسمیت ورکولو لپاره اوږد مهاله پلان لري. د دې پلان په لومړي ګام کې یو دین معرفي کېږي، په بل پړاو کې د الهي دینونو پر وړاندې د یوه سیال او بدیل په توګه وړاندې کېږي، په درېیم پړاو کې همدا دین د نورو دینونو ځایناستی کېږي، په څلورم ګام کې نور دینونه شاته تمبول کېږي او په پای کې د الهي دینونو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار کېږي.[۱]
د هالیووډ هنري محصولات په حقیقت کې مخاطب دې پایلې ته رسوي چې د ځواک، شهرت او شهوت د تر لاسه کولو لار د شیطان او شیطاني قدرتونو منل دي او شیطان نه یوازې دا چې د انسان دښمن نه دی، بلکې د انسان ژغورونکی او د ازادۍ د زېري راوړونکی دی.
په هالیووډي سینمایي اثارو کې د هالووین جشن (کلنی شیطاني جشن) ته پر دیني او ملي جشنونو برتري ورکول هېڅ تصادفي چاره نه ده. دوی د هالووین جشن مهم ښکاره کولو په مرسته د دیني مراسمو پر ځای شیطاني نښو او ورځو ته غوره والی ورکوي. د هالیووډ په شیطاني اثارو کې د شیطان او شیطان پرستۍ پرله پسې یادونه، مهم ښکاره کول او تکرار اصلي موخه ده. په همدې لړ کې د «هري پاتر» خیالي لړۍ (چې ډېر مخاطبین لري او د ماشومانو په نړۍ کې تر ټولو ډېر پلورل شوی سینمایي محصول ګڼل کېږي) په هېڅ ځای کې د دعا او پر الله تعالی د توکل نښه پکې نه لیدل کېږي.[۲]
(۲) د نشه يي توکو کارول
د اعتیاد موضوع زموږ د ټولنې له نسبتا نوو ستونزو څخه شمېرل کېږي. شیطان پرسته ډلې د موسیقۍ او نورو وسیلو تر پوښښ لاندې خپلو مخاطبينو ته د کیمیاوي نشه يي توکو د کارولو وړاندیز کوي؛ داسې توکي چې د ګولیو بڼه لري او د پخوانیو نشه يي موادو په پرتله څو چنده زیات وژونکي او ورانوونکي دي. د نشه يي توکو د استعمال نړۍ ته ننوتل د بېرته راتګ لار نه لري. په دې توګه د نوو کیمیاوي نشه يي توکو کاروونکي ښايي یوازې د یو ځل تجربې له امله د تل لپاره خپل عقل او شعور له لاسه ورکړي او د اوږدې بې هوښۍ او ناخبرۍ په حالت کې مړه شي.
شیطان پرسته ډلې په عمومي ډول د خپلو بې بنسټه افکارو د القاء لپاره له نشه يي توکو کار اخلي او هڅه کوي چې د لنډ مهاله هوساینې په ورکولو سره د مخاطبينو روحونه د دوی په اصطلاح د شیطان په واک کې ورکړي. له بده مرغه د دغو توکو دودېدل او پراختیا نن ورځ تر پخوا ډېره زیاته شوې ده او دا حالت زموږ ځوانان له ستر ګواښ سره مخ کوي. [۳]
(۳) جنسي بد اخلاقي
په تېرو بحثونو کې مو وویل چې د نوې او پخوانۍ شیطان پرستۍ بنسټونه د جنسي ارضا او شهوتونو پر پوره کولو ولاړ دي، هغه هم په بې حده، بې قیده او نامشروع ډول. دا فرضیه د دغسې ډلو له تر ټولو پخوانیو افکارو څخه ده. د هغو موضوعاتو له ډلې چې د شیطانپرستو ډلو له لوري تبلیغ او تعقیبېږي، همدا افراطي جنسي ازادي ده.
جنسي جذابیتونه د هر انسان د فطرت له مخې د هغه په دننه کې ایښودل شوي دي او د نسل د بقا لپاره د الله تعالی په حکمت کې شامل دي، خو که سمه پاملرنه ورته و نه شي، کولای شي د انسان ټول ذهن، په ځانګړي ډول د تنکۍ ځوانۍ او ځوانۍ په پړاو کې تر خپلې اغېز لاندې راولي. شیطان پرسته ډلې هڅه کوي چې د همدې ځانګړتیا په ښکاره کولو سره ځوانانو ته شنې باغچې ور وښيي؛ داسې یو جال چې ښايي هر انسان ځان پکې بند کړي.
په ځینو اسلامي هېوادونو کې د غیر اخلاقي او فحش کړنو لپاره د ځانګړو ځایونو د جوړولو پر وړاندې د سختو محدودیتونو له امله دغو ډلو هڅه کړې ده چې د جنسي بد اخلاقۍ او پورنوګرافۍ اړوند د کلېپونو او انځورونو په خپرولو سره خپل مخاطبین ځانته را جذب کړي. د انټرنېټ چاپېریال د دا ډول کړنو لپاره ډېره مناسبه فضا بلل کېږي. د مجازي ډلو جوړول او دې ته ورته نور فعالیتونه له هغو مهمو ځایونو څخه دي چې د دې پدیدې د رواجولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.[۴]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. الباش، حسن، عبده الشیطان وحرکات انحرافیة أُخری، مخ ۶۹.
[۲]. الحطاب، عبدالمعز، عُبّاد الشیطان الظاهره والعلاج، مخ ۴۵.
[۳]. السعودی، محمد فراس، مَن هُم عُبّاد الشیطان، مخ ۵۰.
[۴]. خالد، محمد عمر، «ضلال عُبّاد الشیطان»، مجلة کلیة الدعوة الإسلامیة، ګڼه ۱۹، ۲۰۰۵م، دوهم ټوک، مخ ۶۰۲.


