لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (دولسمه برخه)
هابیل او قابیل (د ادم علیهالسلام زامن)
کله چې د ادم علیه السلام او بي بي حوا توبه د خدای جل جلاله له لوري ومنل شوه او پر ځمکه یې ژوند پیل کړ، هڅه یې وکړه چې د شیطان له وسوسو څخه ځان لېرې وساتي؛ په ځانګړي ډول هغه وسوسې چې له جنت څخه د دوی د وېستلو لامل شوې. شیطان وروسته له هغې چې ادم علیه السلام ته یې سجده ونه کړه له خدای جل جلاله سره یې ژمنه وکړه، چې د ادم علیهالسلام اولادونو د ګمراه کولو لپاره به خپله ټوله هڅه کوي، لکه څنګه چې په الهي کلام کې راغلي دي: “قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ * ثُمَّ لَآتِيَنَّهُم مِّن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَن شَمَائِلِهِمْ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ”.[1] ژباړه: « (شیطان) وویل: «نو د هغه څه په سزا کې چې تا زه ګمراه کړم، زه به ستا په مستقیمه لاره کې د دوی لپاره په انتظار کې اوسم، بیا به زه د دوی له مخې او د دوی له شا او د دوی له ښي او کیڼ اړخ څخه په دوی برید وکړم او ته به د دوی ډېره شکر ګزاري ونه مومې.»
له همدې امله خدای جل جلا له ادم علیهالسلام او د هغه اولادونه د شیطان له دښمنۍ څخه خبر کړل او دوی ته يې له دې دښمنۍ څخه د ځان ساتلو امر وکړ، لکه چې وايي: “يَا بَنِي آدَمَ لَا يَفْتِنَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُم مِّنَ الْجَنَّةِ يَنزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْءَاتِهِمَا إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ إِنَّا جَعَلْنَا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ”.[2] ژباړه: « اې د ادم اولادې! پام چې شیطان تاسو و نه غولوي، لکه څنګه چې هغه ستاسو پلار او مور له جنت څخه ووېستل او د هغوی له تن څخه یې د هغوی جامې ووېستلې، چې د هغوی د شرم ځايونه ورته ښکاره کړي. بېشکه هغه (شیطان) او د هغه قوم تاسو ویني، له هغه ځایه چې تاسو هغوی نه شئ لیدلی. موږ شيطانان د هغو خلکو دوستان ګرځولي دي، چې ایمان نه راوړي.»
دغه راز خدای جل جلا له دوی ته امر وکړ چې شیطان خپل دښمن وګني او د هغه له وسوسو څخه ځان وساتي: “إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ”.[3] ژباړه: « له شک پرته شیطان ستاسو دښمن دی، هغه دښمن ونیسئ. هغه یوازې خپلو پیروانو ته بلنه ورکوي چې د دوزخ ملګري شي.»
ادم عليه السلام او حوا عليها السلام هوډ وکړ چې په خپل منځ کې د مينې او مهربانۍ لاره غوره کړي او له نورو سره يې هم عملي کړي. دوی دواړو هغه ژوند ته مخه کړه چې خدای جل جلاله ورته غوره کړی و؛ ځمکه دې اباده کړي او خپل نسل دې ډېر کړي، چې امتونه او بېلابېل قومونه منځ ته راشي. بي بي حوا امېندواره شوه او خپله لومړنۍ امېندواري یې تجربه کړه. دوی دواړو له خدای جل جلاله څخه وغوښتل چې نېک صالح او داسې اولاد ورکړي چې له شکر کوونکو څخه وي؛ خدای جل جلاله په دې اړه وايي: “فَلَمَّا تَغَشَّاهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِيفًا فَمَرَّتْ بِهِ فَلَمَّا أَثْقَلَت دَّعَوَا اللَّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحًا لَّنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ”.[4]
ژباړه: « ډېری وخت داسې پېښیږي، کله چې مېړونه له خپلو مېرمنو سره جنسي اړیکه نیسي، مېرمنې یو سپک بار، چې د جنین په نوم یادېږي، په غاړه لري او په اسانۍ سره ورسره ژوند کوي؛ مګر کله چې د دوی بار دروند شي، مېړونه او میرمنې خپل رب ته فریاد کوي او وايي: که ته موږ ته یو روغ او وړ ماشوم راکړې، نو موږ به له شکر کوونکو څخه شوو.»
حوا علیها السلام زېږون وکړ او دوه ګوني ماشومان یې وزېږول، چې یو زوی و او بله لور وه؛ په همدې ډول بیا بیا حامله شوه او زېږونونو دوام وکړ، داسې هېڅ ماشوم یې و نه زېږوه چې له هغه سره دې یوه لور نه وي زېږدلي. ادم علیه السلام د یوې څانګې زوی، د بلې څانګې له لور سره او د بلې څانګې لور د دې ځانګې له زوی سره په نکاح کړل؛ هغه وخت د څانګو جلا والی د نسبونو د جلا والي پر ځای ودرېده، تر دې چې دوه زامن یې وزېږېدل چې هابیل او قابیل يې ورته ویل. قابیل بزګر او هابيل شپون و، په دې معنا چې لومړی زوی یې بزګر او دویم زوی یې شپون او قابیل له خپلو دوو ورونو څخه مشر و.[5]
د ادم علیه السلام له اولادونو سره د شیطان دښمني
شیطان د ادم علیه السلام د اولادونو پر وړاندې خپلې شیطاني دندې پیل کړې او له هغوی څخه یې یو په وسوسه کې واچوه، بدي او سرغړونه یې ورته ښکلې وښودله. شیطان د قابيل پر دوکه کولو بريالی شو، پر هغه يې تسلط پيدا کړ، د ځان لوري ته يې متوجه او د شر کندې ته يې وغورځاوه، تر دې چې د خپل ورور هابيل د وژلو جرم يې پرې ترسره کړ.[6]
لاندې آیتونه د هغه د ګمراه زوی کیسه بیانوي او له هغه خطرناک جرم څخه خبر ورکوي، چې د شیطان په لارښوونه یې ترسره کړ. خدای جل جلاله په دې اړه فرمايي: “وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الْآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ * لَئِن بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ * إِنِّي أُرِيدُ أَن تَبُوءَ بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ وَذَلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ * فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ * فَبَعَثَ اللَّهُ غُرَابًا يَبْحَثُ فِي الْأَرْضِ لِيُرِيَهُ كَيْفَ يُوَارِي سَوْءَةَ أَخِيهِ قَالَ يَا وَيْلَتَا أَعَجَزْتُ أَنْ أَكُونَ مِثْلَ هَـذَا الْغُرَابِ فَأُوَارِيَ سَوْءَةَ أَخِي فَأَصْبَحَ مِنَ النَّادِمِينَ”.[7] ژباړه: «یهودیانو او نورو خلکو ته د ادم علیهالسلام د دوو زامنو ( قابيل و هابيل) کیسه په هغه ډول بیان کړه، لکه څنګه چې ده، چې پوه شي، د ګناه پایله څه ده او د تقوا اجر څه دی: کله چې دواړو د الله تعالی د رضا لپاره قرباني وکړه، د یوه (هابیل) چې صادق و قرباني یې قبوله شوه، خو د بل (قابیل) چې صادق نه و قبوله نه شوه. قابیل هابیل ته وویل: زه به خامخا تا ووژنم! هابیل ورته وویل: ما څه ګناه کړې؟ خدای جل جلاله خو یوازې د پرهېز ګارانو عملونه قبلوي، که ته خپل لاس زما د وژلو لپاره اوږد کړې، زه به خپل لاس ستا د وژلو لپاره اوږد نه کړم؛ ځکه زه له خپل رب چې د کایناتو رب دی وېره لرم. زه غواړم چې ته زما او خپلو ګناهونو سره د قیامت په ورځ د الله تعالی حضور ته حاضر شې او د دوزخیانو له ډلې څخه اوسې او دا د خدای له لوري د ظالمانو لپاره عادلانه سزا ده.
د قابیل سرکشه نفس ورته کرار کرار د خپل ورور وژلو خیال ښکلی کړ او هغه یې د هابیل وژلو ته وهڅوه، بالاخره چې هغه يې وواژه! او له زیان کارانو څخه شو، خپل ورور او ايمان يې دواړه له لاسه ورکړل.
وروسته له هغه یې چې ورور یې وواژو نه پوهېده چې د ورور پر جسد څه وکړي. الله تعالی یو کارغه راولېږه، چې بل کارغه یې وواژه، هغه ولیدل چې څنګه یې خاوره وسپړله او جسد یې پکې پټ کړ. قابیل وویل: افسوس پر ما! ایا زه نه شم کولای لکه دا کارغه د خپل ورور جسد پټ کړم؟ نو بالاخره پښېمانه شو او د پښېمانو له ډلې څخه شو.»
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
. شهاب الدین محمود، الآلوسی، روح المعانی، بیروت: دارإحیاء التراث العربی، 1405ق، ج6، ص111. [5]
. صلاح، الخالدی، مع قصص السابقین فی القرآن دروس فی الإیمان و الدعوه و الجهاد، دمشق: دار القلم، 1415ق، ج3، ص89. [6]


