لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۴)
د نوح علیهالسلام مېرمن او د ده د بلنې پر وړاندې د هغې غبرګون
ځینې وختونه یو دعوتکوونکی (داعي) د خپل قوم او دوستانو له خوا له ځورونې سره مخ کېږي، خو کله چې کور ته راستون شي، ارامي او سکون احساسوي. دا هماغه څه دي چې د پیغمبرانو او رسولانو خاتم، حضرت محمد صلی الله علیه و اله وسلم، د حضرت خدیجې رضي الله عنها په څنګ کې تجربه کول. حضرت خدیجه رضي الله عنها په سختۍ او اسانۍ کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم صادقه وزیر وه. رسول الله صلی الله علیه واله وسلم به هغې ته شکایت کاوه او د هغې په شتون کې به ارامېده، پر هغې به یې تکیه کوله او خدیجې رضي الله عنها به هغه ته تسلي ورکوله. هغه د ستونزو او رنځونو پر وړاندې د پیغمبر صلی الله عليه وسلم مرسته کوونکې وه او په رښتیا سره هغه ده چې قران کریم «د سکون سرچینه» بللې ده: « وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجاً لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ.»[1] ژباړه: « او د الله (د قدرت او عظمت) له نښو څخه دا ده چې ستاسو له جنس څخه یې ستاسو لپاره مېرمنې پیدا کړې، چې د هغوی په څنګ کې ارام ومومئ او ستاسو او هغوی ترمنځ یې مینه او محبت واچوه، بېشکه په دې (کارونو) کې د هغو خلکو لپاره نښې او دلایل دي چې (د نړۍ د پېښو او د الله د مخلوقاتو) په اړه فکر کوي.
حضرت خدیجه رضي الله عنها هره هڅه کوله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ستونزې لرې کړي. د هغه په غمونو او دردونو کې شریکه وه، د ده د غمونو بار یې له اوږو څخه اخیسته او د هغه د دوام او استقمامت روحیه یې پیاوړې کوله. تر دې ځایه چې هغه په رښتیا سره د یوې مؤمنې مېرمنې لپاره یوه عالي الګو وه، هغه مېرمن چې د خیر پر دعوت ایمان لري او کولای شي د خپل دعوتکوونکي خاوند د بریا، ثبات او دوام لپاره هر څه ترسره کړي.[2]
خو خدای جل جلاله حضرت نوح علیه السلام د خپل قوم او اهل بیت په وسیله و ازمایه. الله تعالی جل فرمايي: «ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا اِمْرَأَةَ نُوحٍ وَاِمْرَأَةَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئاً وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ.»[3] ژباړه:« خدای جل جلاله د کافرانو په منځ کې د نوح علیه السلام او د لوط علیه السلام د ښځو مثال وړاندې کړی دی. دوی زموږ له دوو نیکو بنده ګانو سره نکاح کړې وه، خو دوی له خپلو قومونو سره په همکارۍ او د اسرارو په افشا کولو کې له دوی دوو سره خیانت وکړ او دوی دوو د الله په حضور کې له خپلو مېرمنو سره لږه مرسته هم ونه شوه کولای او له عذاب څخه یې و نه شوې ژغورولای. کله چې د مرګ وخت را ورسېده، فرښتو ورته وویل: له ټولو هغو کسانو سره چې دوزخ ته داخلېږي، دوزخ ته ننوځئ.»
د نوح علیه السلام د ښځې خیانت دا و، چې هغې په هغه څه باور درلود چې د هغې قوم پرې باور درلود. یعنې د بتانو تقدیس او په کفر او عناد کې ډوبېدل. هغې د خپل خاوند بلنې ته هېڅ ارزښت ورنه کړ او د رد دریځ یې ونیوه. یوازې په دې يې بسنه ونه کړه، بلکې د نوح علیه السلام خبرې او اسرار یې د هغه له دښمنانو سره شریکول. هر کله به چې چا په نوح عليه السلام ایمان راوړ، هغې دا خبر د قوم زور واکو ته رسوو، نو د هغې خیانت د دین په برخه کې و، نه د عفت په برخه کې؛ ځکه د پیغمبرانو ښځې له زنا څخه پاکې دي.
د همدې خیانت له امله، هغه د دې وړ وګرځېده، چې په دنیا کې له نورو غرق شویو سره یوځای غرقه شي. الله تعالی په قران کریم کې د نوح عليه السلام د قوم غرقېدو په اړه داسې فرمایي: « حَتَّى إِذَا جَاء أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ قُلْنَا احْمِلْ فِيهَا مِن كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلاَّ مَن سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ وَمَنْ آمَنَ.»[4] ژباړه:«( نوح په خپل کار بوخت و او کافرانو مسخرې کولې)، تر هغه چې زموږ امر ( د کافرانو د له منځه وړلو) راغی او اوبه له ځمکې څخه په جوش پیل شوې ( او زموږ غضب خپل اوج ته ورسېد. موږ نوح ته وویل:« په کښتۍ کې هر ډول نارینه او ښځینه او خپله کورنۍ سپاره کړه، پرته له هغو کسانو څخه چې د هغوی د له منځه وړلو امر لا دمخه شوی دی (چې ستا ښځه او ستا یو زوی دي) او هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی او هغه کسان چې ایمان یې نه دی راوړی پرته له څو کسانو څخه.»
مفسرينو ویلي دي: «او په هغې (کښتۍ) کې خپل اهل حمل کړه» یعنې اهل بیت او خپلوان یې، پرته له هغو کسانو چې د هلاکت حکم پرې صادر شوی و او په الله تعالی یې ایمان نه و راوړی، د هغوی له ډلې څخه یې یو زوی چې یوازې پاتې شو او د نوح عليه السلام ښځه چې په الله او د هغه په رسول کافره وه.
له همدې امله د نوح عليه السلام زوی او مېرمن یې له هلاک شویو سره یوځای له منځه لاړل او دوی هم په اخرت کې له هغو کسانو سره اور ته د ننوتلو مستحق وګرځېدل، چې د داخلېدو وړ وي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمايلي دي: «وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ.»[5] ژباړه:« او وویل شول: له ټولو هغو کسانو سره چې دوزخ ته داخلېږي، دوزخ ته ننوځئ.»
له نوح علیه السلام سره د هغې واده هغېته هېڅ ګټه نه درلوده؛ ځکه د الله تعالی لپاره خپلوي هېڅ ګټه نه لري، هغه څه چې ګټه لري پر خدای جل جلاله ایمان درلودل او نېک عمل دی.
د نوح علیه السلام اولاد او د ده د بلنې پر وړاندې د هغه غبرګون
حضرت نوح علیه السلام د خپلې مېرمنې مخالفت سره، سره چې د ايمان له غږ څخه يې مخ واړوه، له سختۍ سره مخ شو او دا مصيبت يې په کور کې يوازې د مېرمنې په مخالفت سره پای ته ونه رسېده، بلکې د زوی کفر يې هم ورسره وېوړ، لکه څنګه چې د ده بدبخت مور يې هم له ځان سره وېوړ.
کله چې نوح علیه السلام خپل قوم په هلاکت سره لعنت کړ، ویې ویل: «رَّبِّ لَا تَذَرْ عَلَى الْأَرْضِ مِنَ الْكَافِرِينَ دَيَّاراً * إِنَّكَ إِن تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوا إِلَّا فَاجِراً كَفَّاراً.»[6] ژباړه:« نوح ( خپلې دعا ته دوام ورکړ) او ويې ویل: اې زما ربه! له کافرانو څخه پر ځمکه هېڅوک هم ژوندي مه پرېږده؛ که ته هغوی پرېږدې ستا بندهګان به ګمراه کړي او له مجرمینو او سرکشو کافرانو څخه به پرته بل څه ونه زېږوي.»
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] . الروم: 21.
[2] . احمد عبدالغنی، الجمل، هجره الرسول وصحابته فی القرآن والسنه، مصر: دار الوفاء، 1409ق، ص123-124.
[3] . التحریم: 10.
[4] . هود: 40.
[5] . التحریم: 10.
[6] . نوح: 26-27.


