Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۱)
متفرقه یکشنبه _1 _فبروري _2026AH 1-2-2026AD

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۱)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۱)
لنډیز
د شعبان میاشت د اسلامي تاريخ له مهمو او په عین حال کې له هېرو شوو تربیتي پړاوونو څخه ده، چې روژې میاشتې ته د ننوتلو لپاره د انسان په روحي چمتووالي کې بنسټیز رول لري. دا میاشت د رجب او روژې تر منځ د وقفې په توګه ځانګړې موقع برابروي چې انسان د عمومي غفلت په وخت کې بیدار شي، په خپل ایماني سلوک بیا کتنه وکړي او خپله اړیکه له خدای جل جلاله او مخلوق سره اصلاح کړي.
د نبوي ښوونو له مخې د شعبان میاشت د کلنيو عملونو د بخښلو، د الهي رحمت د پراخېدو او روژې میاشتې د عبادتونو د عملي تمرین میاشت ده؛ له همدې امله دې میاشتې ته په دقيق او سنجيده ډول پاملرنه کولی شي د روژې له برکتونو څخه د ګټې اخیستنې کیفیت په څرګند ډول لوړ کړي. دا لیکنه د قرآني، حدیثي او روزنیز لید له مخې، د شعبان میاشتې رښتینی مقام څرګندوي او پکې هڅه شوې چې د دې میاشتې فردي، اخلاقي او ټولنیز اړخونه د خالص مذهبي لید تر څنګ څرګند کړي او دا مياشت د ایماني روزنې په منظومه کې د یوې بنسټیزې کړۍ په توګه معرفي کړي.
کلیدي کلمې: د روژې میاشتې لپاره چمتوالی، ایماني روزنه، اسلامي ځان جوړونه، معنوي غفلت، د شعبان میاشت.
سریزه
اَلْحَمْدُ لِلّهِ نَحْمَدُهُ وَ نَسْتَعیْنُهُ وَ نَسْتَغْفِرُهُ وَ نَعُوْذُ بِاللّهِ مِنْ شُرُوْرِ اَنْفُسِنا وَ مِنْ سَیِّئاتِ اَعْمَالِنا مَنْ یَّهْدِهِ اللّهُ فَلَا مُضِلَّ لَهُ وَ مَنْ یُّضْلِلهُ فَلَا هَادِیَ لَه وَ اَشْهَدُ اَنْ لَا اِلهَ اِلَّااللّهُ وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدَاً عَبْدُهُ وَ رَسُوْلُهُ، أمّا بَعد:
د انسان په ایماني ژوند کې الله تعالی ځانګړي وختونه او فرصتونه ایښي دي چې هر یو یې د روحي ودې او د هغه د نږدوالي په لار کې د بدلون ټکی کېدای شي. دا برکت ناک وختونه ځانګړې موقع برابروي چې انسان په خپل ځان بیا غور وکړي، زړه پاک کړي او پخوانۍ نیمګړتیاوې جبران کړي. په دغو پړاوونو کې د الهي رحمت دروازې لا ډېرې پرانېستل کېږي، د بېرته ستنېدو او اصلاح زمینه لا پراخېږي او د معنوي راتلونکي د جوړولو امکان تر بل هر وخت ډېر برابرېږي. له دغو مهمو فرصتونو څخه یو چې له ډېر لوړ عظمت سره سره لږ پام ورته کېږي د شعبان میاشت ده؛ هغه میاشت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د ډېرو خلکو د غفلت میاشت بللې ده.
د شعبان میاشت نه د روژې د مبارکې میاشت هغه ښکلا او عظمت لري چې زړونه په خپله ورمات شي او نه د رجب المرجب هغه تاریخي درناوی لري چې په ذهنونو کې یې ټینګ ځای پیدا کړی وي.
همدا «منځنی حالت» د دې لامل شوی چې د بوختیاوو، ورځنیو کارونو او ان د موسمي عبادتونو د ګڼې ګوڼې په منځ کې د ډېرو له نظره پټه پاتې شي، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم په ژور او روزنیز لید سره دا عمومي غفلت د هوښیارانو او ویښو خلکو لپاره په زرین فرصت بدل کړی او فرمایلي يې دي: “ذلِكَ شَهْرٌ يَغْفُلُ النَّاسُ عَنْهُ بَيْنَ رَجَبٍ وَرَمَضَانَ، وَهُوَ شَهْرٌ تُرْفَعُ فِيهِ الأَعْمَالُ إِلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ، فَأُحِبُّ أَنْ يُرْفَعَ عَمَلِي وَأَنَا صَائِم.”[1]
دا مبارک حدیث د شعبان میاشت نه یوازې د جنتري د میاشتې په توګه معرفي کوي، بلکې د ژور روزنیز مفهوم په توګه یې معرفي کوي: د نورو د غفلت پر مهال د ویښتيا میاشت، د سترې روژې د مېلمستیا له ننوتلو څخه مخکې په هوښيارانه ډول د چمتووالي میاشت او هغه میاشت چې د انسان د یو کال عمل د رب العالمین حضور ته پکې وړاندې کېږي.
له دې لیدلوري د شعبان میاشت د عبادت له عادتونو څخه د تېرېدو پل ګڼل کېدای شي، داسې پل چې که له پامه وغورځول شي، نو د روژې په میاشت کې به عبادتونه سطحې بې‌ اغېزه او لنډ مهالې شي. فردي او ټولنیزې تجربې څرګندوي چې ډېر هغه کسان چې د روژې په جریان کې د عاجزۍ د نشتوالي، د عبادت د دروندوالي او یا له ژر ستړیا او بې‌ پامۍ څخه شکایت کوي، په حقیقت کې د شعبان د میاشتې د غفلت بیه ورکوي؛ ځکه چې روژه د پیل میاشت نه ده، بلکې د لوړې کچې میاشت ده او هرې لوړې کچې ته سریزه، تمرین او چمتووالی اړین وي.
شعبان هغه میاشت ده چې د بندګانو کلني عملونه د الله تعالی حضور ته وړاندې کېږي او دا هغه برخلیک ټاکونکې شېبه ده چې انسان د خپل ځان له رښتینې محاسبې سره مخامخ کوي. زه غواړم د خپل ژوند د یو کال دوسیه مې په کوم حالت کې وړاندې شي؟ په غفلت که په ویښتيا؟ په کینه او جلاوالي که د زړه په صفا او پخلاینه کې؟ د ګناهونو په دروند والي که د توبې په سپکوالي؟
له بلې خوا په دې میاشت کې د الهي رحمت پراخه څېرې ښکاره کېږي. هلته چې رسول الله صلی عليه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی د شعبان د میاشتې په نیمایي کې خپلو بندګانو ته د رحمت په نظر ګوري او ټولو ته بخښنه کوي، خو هغه کسان چې خپل زړونه یې په شرک یا کینه ککړ کړي وي، له دې بخښنې بې ‌برخې پاتې کېږي. دا روښانه پیغام څرګندوي چې د زړه پاکوالی، د اړیکو اصلاح او دنننۍ روغتیا روژې ته  د ننوتلو بنسټیز شرطونه دي.
دغه راز شعبان د تمرین او چمتووالي میاشت ده؛ د روژې تمرین، له قران سره د مینې تمرین، د سهار د ویښېدو تمرین، د عبادت د نظم تمرین او د زړه د ساتنې تمرین، لکه څنګه چې نیک سلف په ښکلي ډول ویلي دي: رجب د کرلو میاشت ده، شعبان د اوبو ورکولو میاشت ده او روژه د را ټولولو میاشت ده.[2]
له همدې امله دا تمه نه شي کېدای چې له کرلو او اوبه ورکولو پرته به په روژه کې خوږ حاصل تر لاسه شي. هغه څوک چې د شعبان میاشت په بې ‌پروایۍ تېروي، ډېری وخت د روژې میاشت هم یوازې په ظاهري بڼه محدودوي او له ژورو برکتونو څخه یې بې‌ برخې پاتې کېږي.
د شعبان میاشت د فردي اړخ تر څنګ ټولنیز او تمدني رول هم لري چې لږ بحث پرې شوی دی. هغه ټولنه چې  په هغه کې خلک یوازې په روښانه عبادتي موسمونو کې فعال وي، خو د دغو موسمونو تر منځ په سستۍ او خپرېدو اخته شي، ورو ورو د دیني هویت له له منځه تللو سره مخ کېږي. له همدې امله د شعبان میاشت د رغونې رول لري؛ ځکه چې د موسمي عبادت او تلپاتې دیندارۍ تر منځ اړیکه ټینګوي او اجازه نه ورکوي چې ایمان یوازې په لنډ مهاله او ناڅاپي چلند کې را کم شي.
په دې میاشت کې د دیندارۍ د رښتینولۍ معیار لا روښانېږي؛ ځکه چې د شعبان د میاشتې عملونه د عمومي چاپېریال د فشار له امله نه دي، بلکې د انسان د هوښیار انتخاب او زړه د پرېکړې پایله ده. عبادت په هغه وخت کې چې ټولنيز شور او غوغا شتون ونه لري، له الله تعالی سره د بنده د اړیکې ژورتیا او د بندګۍ په لار کې د زړه حضور څرګندوي. له همدې امله نبوي سیرت صلی الله عليه وسلم په ځانګړي ډول د دې میاشتې په بیا را ژوندي کولو ټینګار کړی او دا یې د نیتونو د پاکولو فرصت بللی دی.
د شعبان میاشت دغه راز د دیني ژوند د لومړیتوبونو د بیا کتنې لپاره مناسب فرصت دی. انسان په دې میاشت کې کولی شي له چټکتیا او فشار پرته له خپلو بنسټيزو عبادتونو، لکه لمونځ، روژې، قرآن او ذکر سره خپل تړاو وارزوي، چې ایا دا عملونه په ژوند کې مرکزي ځای لري که یوې څنډې ته شړل شوي دي؟ ایا د هغه دینداري پر دوامدار پلان ولاړه ده که موسمي او د غبرګون پر اساس ده؟ داسې پوښتنې که څه هم ساده ښکاري، خو ځواب یې د روژې میاشتې او ان د انسان د راتلونکي کال لاره ټاکي.
د روزنیز لید له مخې د شعبان میاشت د روژې  فشار لرونکې فضا ته له ننوتلو دمخه د ځان تنظیم کولو فرصت دی. ډېرې ناکامۍ په روژه کې د تکلیفونو د دروندوالي له امله نه وي، بلکې د دروني همغږۍ د نه شتون، د پروګرامونو د ګډوډۍ او د پخواني چمتووالي د نه شتون له امله رامنځته کېږي. د شعبان میاشت دا لار هواروي چې انسان په ارامۍ، تدریجي ډول او هوښیارۍ سره ځان د روژې لپاره چمتو کړي، پرته له دې چې په فشار یا زړه تنګۍ اخته شي.
بل مهم ټکی دا دی چې د شعبان میاشتې ته په پام کولو سره د انسان لید د وخت په اړه اصلاح کېږي. په اسلامي کلتور کې وخت یوازې د پېښو یو بې‌ طرفه لوښی نه دی، بلکې کیفیت، معنا او ارزښت لري. هغه څوک چې د شعبان میاشتې ته پام کوي، په حقیقت کې زده کوي چې څنګه له ځانګړو الهي وختونو سره تعامل وکړي او له هغو څخه ګټه واخلي. دا لید ورو ورو د ایماني ژوند سبک جوړوي او انسان له تصادفي او بې ‌پلانه ژوند څخه ژغوري.
په دې مقاله کې غواړو د قرآن او احاديثو په رڼا او روزنيز ليد له مخې د شعبان مياشتې رښتينی مقام وڅېړو. شعبان هغه میاشت چې که په هوښیارۍ او اګاهانه ډول ورسره مخ شو، کولی شي زموږ په ایماني ژوند کې د بدلون یو مهم ټکی شي. په دې مقاله کې به د شعبان میاشتې ته د پام کولو انګېزې، د عملونو حکمتونه او د عملي پروګرامونو مهم ټکي وڅېړو. په دې هیله چې را روانه شعبان میاشت زموږ د بندګۍ په لاره کې د ژور، دوامداره او ګټور بدلون پیل شي.
دوام لري…
سرچینې:

[1]. أخرجه النسائي -2357-؛ أحمد -21753.

[2]. امام ابن رجب، عبدالرحمن بن احمد، لطائف المعارف فیما لمواسم العام من الوظائف، بیروت: دار ابن کثیر، 1420ق، ص234.

د شعبان میاشت رمضان روژه شعبان
Previous Articleکپيټلېزم (برخه: ۲)
Next Article د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۴)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۴)

یکشنبه _1 _فبروري _2026AH 1-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۲)

چهارشنبه _21 _جنوري _2026AH 21-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۴)

یکشنبه _1 _فبروري _2026AH 1-2-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۴) د…

نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۱)

یکشنبه _1 _فبروري _2026AH 1-2-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۱) لنډیز…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپيټلېزم (برخه: ۲)

شنبه _31 _جنوري _2026AH 31-1-2026AD7 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل­ زهي کپيټلېزم (برخه: ۲) د کپيټلېزم لغوي او اصطلاحي پېژندنه پانګوالي،…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۵۹)

شنبه _31 _جنوري _2026AH 31-1-2026AD6 Views

لیکوال: دوکتور نور محمد محبي قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۵۹) د انسان په روغتیايي…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۴)

یکشنبه _1 _فبروري _2026AH 1-2-2026AD

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۱)

یکشنبه _1 _فبروري _2026AH 1-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.