لیکوال: محمد عاصم اسماعیل زهي
کپيټلېزم (برخه: ۲)
د کپيټلېزم لغوي او اصطلاحي پېژندنه
پانګوالي، پانګه محوري يا کپيټلېزم (Capitalism) یو اقتصادي نظام دی، په دې نظام کې د اقتصادي سیستم بنسټونه د تولیدي وسایلو پر شخصي مالکیت ولاړ وي او د شخصي مالکانو په لاس کې وي. له دې څخه د اقتصادي ګټې (سود) د ترلاسه کولو لپاره د سیالۍ په بازارونو کې ګټه اخيستل کېږي. دې اصل ته د شخصي مالکیت ازادي هم ویل کېږي، چې معنا یې د توکو او خدمتونو تولید او وېش دی.
د پانګوال اقتصادي نظام پر وړاندې کمونېستي اقتصادي نظام شتون لري، چې په هغه کې د کپيټلېزم پر خلاف په ځمکه کې د شخصي مالکیت سرچینې او د تولید وسایل نه شته.
د پانګوالۍ اصلي ځانګړتیاوې د پانګې راټولول، سیالي کوونکي بازارونه، د نرخ سیستم، شخصي مالکیت، د مالکیت حقونو پېژندل، رضاکارانه او د فیس پر بنسټ تبادله شامل دي.
د پانګوالۍ د بازار په اقتصاد کې پرېکړه او پانګونه د پانګې او مالي بازارونو شتمنۍ یا تولیدي ظرفیت د هر مالک له خوا ټاکل کېږي، په داسې حال کې چې د توکو او خدماتو نرخونه او وېش په عمده توګه د توکو او خدماتو بازارونو کې د سیالۍ له لارې ټاکل کېږي. [1]
د کپيټل لغوي معنا پانګه ده او په پانګه کې ځمکې، فابریکې/کارخانې او نور شامل دي. په دې نظام کې عاید لږ تر لږه په دوو بڼو وي چې له سود او معاش څخه عبارت دي. سود هغه څه دي چې د تولیدي وسایلو د مالکیت له امله هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې پانګه یې برابر کړې وي. په دې نظام کې ځمکه، انساني ځواک او پانګه د ټولنې د یوې ډلې په واک کې وي او نور خلک د مشروطې کارونې له لارې له دې سرچینو څخه، د مادي او معنوي تولید لپاره کار اخلي. ادم سمیت په (۱۷۷۶م) کال کې په خپل کتاب «د ملتونو شتمني» په خپرولو سره د کلاسیک ښوونځي بنسټ کېښود. هغه د پانګوالۍ د راتلونکي په اړه ډېر خوشبین و او باور یې درلود چې د اقتصادي ازادۍ له لارې به د ټولنې د غړو لپاره د خلکو عمومي ګټې په بازار کې برابرې شي.
په دې قانون کې دا هم معمول دی چې کرایه د هغو عوایدو په توګه وشمېرل شي چې د طبیعي سرچینو د کنترول له لارې تر لاسه کېږي او دا له هغو دوو نورو بڼو (سود او معاش) سره توپیر لري.
د پانګوالۍ په قانون کې پانګونه، تولید، وېش، عاید، د بیې ټاکنه، د موادو او خدماتو عرضه د شخصي پرېکړو له مخې د بازار په اقتصاد کې ترسره کېږي. د پانګوالۍ د قانون څرګنده ځانګړنه دا ده چې د توکو تولید په لومړي سر کې د اقتصادي سود د ترلاسه کولو لپاره کېږي، نه په لازمي ډول د انسانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره، البته په ځینو مواردو کې د سود ترلاسه کول د انساني اړتیاوو له پوره کولو سره یو ځای راځي.
په عمومي حالت کې پانګوال نظام کولای شو په درې ډوله اقتصادي نظامونو ووېشو چې عبارت دي له: اسلامي اقتصادي نظام، دولتي پانګوال نظام (لکه د شوروي اتحاد له (۱۹۲۷م) وروسته یا اوسنی چین)، غیر متمرکز او غیر دولتي پانګوال نظام (لکه د امریکا متحده ایالات).
اقتصاد پوهانو، تاریخ پوهانو، سیاسي اقتصاد پوهانو او ټولنپوهانو د پانګوالۍ په اړه په خپلو تحلیلونو کې بېلا بېل لید لوري غوره کړي او په عمل کې یې بېلاب ېل ډولونه پیژندلي دي، چې په دې کې د (laissez-faire) (دا یوازې پرېږدئ) یا د ازاد بازار پانګوالي، دولتي پانګوالي او د هوساینې پانګوالۍ شاملې دي.
د پانګوالۍ بېلا بېلې بڼې د ازادو بازارونو، عامه ملکیت، د ازادې سیالۍ خنډونو او د دولت له خوا د ټولنیزو سیاستونو د تطبیق په بېلا بېلو کچو کې څرګندېږي. د بازارونو د سیالۍ اندازه، د دولت د مداخلې او تنظیم رول او همدارنګه د دولت د مالکیت ساحه په بېلابېلو ماډلونو کې توپیر لري. د بازارونو د ازادۍ کچه او د شخصي ملکیت د تعریف قوانين د سیاست او دولتي پالیسیو له موضوعاتو څخه دي. ډېری اوسني اقتصادونه د پانګوالۍ ګډ اقتصادونه دي، چې د ازادو بازارونو عناصر د دولت له مداخلې او په ځینو مواردو کې له اقتصادي پلان جوړونې سره یو ځای کوي.
د بازار اقتصاد د بېلا بېلو دولتونو تر بڼو لاندې، په بېلا بېلو وختونو، ځایونو او کلتورونو کې شتون درلود. عصري پانګوالې ټولنې چې د پيسو پر بنسټ د ټولنیزو اړیکو نړيوال کېدو په سیستم کې د دوامدارې او پراخې مزدور طبقې (پرولتاریا) او د تولیدي وسایلو د مالک پانګوالې طبقې په واسطه مشخصې شوې، په لوېدیځې اروپا کې د هغه بهیر په ترڅ کې رامنځته شوې چې د صنعتي انقلاب لامل شو.
د پانګوالۍ سیستمونه د دولت د مستقیمې مداخلې په بېلابېلو کچو سره له همغه وخت راهیسې په لوېدیځې نړۍ کې واکمن شوي او لا هم پراخېږي. ښودل شوې ده چې پانګوالي له اقتصادي ودې سره ژوره اړیکه لري.
د پانګوالۍ منتقدین استدلال کوي چې دا د اقلیت پانګوالې طبقې په لاسونو کې واک پاتې کوي چې د اکثریت کارګرې طبقې او د دوی د کار د استحصال له لارې شتون لري. په دې نظام کې د ټولنیزو توکو، طبیعي سرچینو او چاپیریال په پرتله سود ته لومړیتوب ورکوي، چې د نا برابرۍ، فساد او اقتصادي بې ثباتۍ محرک کېږي. سربېره پر دې ډېر خلک د هغو ادعا شوو ګټو او ازادیو، لکه ازادې پانګونې ته لاسرسی نه لري.[2]
د «پانګوال» اصطلاح چې د پانګې خاوند ته ویل کېږي، د «پانګوالۍ» له اصطلاح څخه مخکې رامنځته شوې او د اوولسمې پیړۍ په نیمایي کې راځي. د «پانګوالۍ» اصطلاح د پانګې له کلمې څخه اخیستل شوې ده، چې له لاتیني کلمې (capital) څخه راځي، دا کلمه د لاتین ژبې له( caput) څخه چې د (سر) په معنا دی اخېستل شوې ده، کومه چې وروسته د «chattel» او «cow» د کلمو د رېښې په توګه هم کارېدلې، چې د منقولو ملکیتونو معنا ورکوي، البته دا معنا ډېر وروسته رامنځته شوې ده.
پانګه د (۱۲مې او ۱۳مې) پېړۍ په منځ کې راڅرګنده شوه چې د فنډونو د توکو زېرمې، د پیسو اندازه یا د سود لرونکو پیسو لپاره وکارول شوه. دا کلمه ډېر وخت له نورو کلمو سره تبادله کېده، لکه: شتمني، پیسې، پانګه، توکي او نور. (Hollantse) په الماني کې ( holländische) مرکوریوس په (۱۶۳۳ او ۱۶۵۴م) کې د «پانګوالو» اصطلاح د پانګې خاوندانو لپاره کارولې. وروسته ارتور یانګ په خپل اثر (فرانسه ته سفر) (۱۷۹۲م) کال کې دا اصطلاح وکاروله. همدارنګه ډیویډ ریکاردو په خپل کتاب اقتصاد سیاسي اصول او مالیه (۱۸۱۷م) کال کې څو ځله د «پانګوال» یادونه کړې ده.
انګلیسي شاعر سیمویل ټیلر کولریج د «پانګونې» اصطلاح په خپل اثر (Table Talk) کې کارولې وه. پییر جوزف پروډون د لومړي ځل لپاره دا اصطلاح په خپل کتاب «ملکیت څه شی دی؟» (۱۸۴۰م) کال کې د پانګې مالکینو ته اشاره وکړه.
بنیامین ډیزرایلي دا اصطلاح په (۱۸۴۵م) کال کې د «سیبل» په نوم په خپل اثر کې کارولې وه. د «پانګونې» د اصطلاح لومړنۍ کارونه د نن ورځې په معنا کې په (۱۸۵۰م) کال کې د لویس بلانک له خوا کارول شوې وه، هغه لیکلي و: «هغه څه چې زه یې پانګونه بولم، یعنې د پانګې تصاحب د ځینو له خوا د نورو په استثنا.»[3]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. بارنز، جک، آلیس، ماری، سرمایهداری و تخریب محیط زیست: در دفاع از زمین و کار، ص62، مترجم: صدیقی، حامد، سال چاپ: ۱۳۹۰هـ، نشر طلایه پر سو.
[2]. آلوی، جیمز، تاریخچهای از علم اقتصاد در جایگاه علمی اخلاقی، ص47، مترجم: نعمتی، علی، پائیز ۱۳۸۴هـ، تهران.
[3]. لنین، ولادیمیر، امپریالیسم به مثابه بالاترین سطح کاپیتالیسم،ص33، مترجم: خسروی، مرضیه، سال چاپ: ۱۳۹۴هـ، نشر روزگار نو.


