Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»کپټالیزم»کپيټلېزم (برخه: ۱)
کپټالیزم پنجشنبه _29 _جنوري _2026AH 29-1-2026AD

کپيټلېزم (برخه: ۱)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ­زهي
کپيټلېزم (برخه: ۱)
لنډیز
کپيټلېزم (Capitalism) یا د پانګوالۍ نظام نن ورځ په نړۍ کې له مهمو اقتصادي او ټولنیزو نظامونو څخه دی چې پر شخصي ملکیت، ازاد بازار او د ګټې اخیستنې پر هڅو ولاړ دی. دا نظام پر دې اصل ولاړ دی چې خلک او شرکتونه د دولت له پراخې لاسوهنې پرته کولی شي توکي او خدمتونه تولید کړي او په سیالۍ کې برخه واخلي.
پانګوال نظام له تېرو پېړیو څخه د نړيوال اقتصاد له مهمو ستنو څخه ګڼل کېږي او لا هم يې د ګټو، زیانونو، ټولنیزو اغېزو او راتلونکي په اړه پراخ بحثونه جريان لري.
نن سبا پانګوال نظام (کپيټلېزم) د نړۍ د اقتصاد په ډګر کې یوازینی واکمن نظام ګڼل کېږي او د خپلو پانګوالو د پراخو اعلانونو په مرسته، ځان یوازینی اغېزمن او د منلو وړ اقتصادي نظام معرفي کوي؛ ان تر دې چې ډېر کم خلک دا جرات کوي چې په دې سیستم کې د بې کفایتۍ او جوړښتي ستونزو په اړه خبرې وکړي.
د نړيوال کېدو په اوسني چټک بهير کې د هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکو ته ورځ تر بلې ډېره پاملرنه کېږي. د دې ستر نړيوال بدلون دوام يو خوندي او ارام چاپېریال ته اړتيا لري؛ ځکه چې يو هېواد يوازې هغه وخت د خلکو هوساينه تضمينولی او د هېواد اقتصادي نظام په سالم ډول کار کولی شي، چې د اقتصادي اخلاقو لرل د يو بنسټيز شرط په توګه شتون ولري.
بشري ټولنه په عمومي ډول له افراط او تفریط سره لاس او ګرېوان پاتې شوې ده. وړاندې تر دې چې اقتصاد د نن ورځې په څېر یو عصري علم شي، اقتصادي مسایل د اخلاقو د علم د یوې څانګې په توګه تدریسېدل، خو وروسته ورو ورو له اخلاقو لرې شول، تر دې چې ګڼو پوهانو هڅه وکړه اقتصاد په بشپړ ډول له دین او اخلاقو څخه جلا کړي، چې دې کار د بشري ټولنې لپاره ډېر زیانونه درلودل. په تدریجي ډول ځینو اقتصاد پوهانو، لکه کینز، رابینسن، سرافا، میردال، شومپیتر او هایک له اخلاقو څخه د اقتصاد د جلا کولو په اړه نیوکې وکړې.
له همدې امله په وروستیو لسیزو کې په اروپا او امریکا کې د اقتصادي اخلاقو پر لور نوې لېوالتیا رامنځته شوې ده، چې دا باید یو نېک فال وګڼل شي، خو دا وېره هم شته چې دغه نوې لېوالتیا ښایي تر ډېره د ګټې غوښتنې پر اخلاقو تمرکز ولري. د دې علت هم روښانه دی؛ ځکه د لیبرال پانګوال او کمونېستي نظامونه د انسان او د هغه رښتیني کمال سم تفسیر نه شي وړاندې کولی، په داسې حال کې چې اسلام له پیل څخه خپلې پراخې اقتصادي ښوونې له اخلاقي ارزښتونو سره یو ځای کړې دي. دې ته په پام سره چې د اوسني او عام نړيوال اقتصاد له بنسټيزو ستونزو څخه یوه د همدې نظامونو دننه اخلاقي ستونزې دي او د دې لپاره چې د اسلامي اقتصاد بنسټ پر اخلاقو، احکامو او دیني قوانینو ولاړ دی، نو یو بنسټیز ضرورت دی چې د یادو دوو نظامونو اخلاقي ستونزې د اسلامي اقتصاد په چوکاټ کې تر پوښتنې لاندې ونیول شي.
کلیدي کلمې: ازادي، حقوق، پانګوالي، كپيټالېزم، شخصي ملکیت ، شحصي ګټه او سود
سریزه
د اقتصادي پرمختګونو بهیر له دوو پېړیو راهیسې په چټکۍ سره روان دی، خو له دې سره چې په دې ډېرېدونکې اقتصادي وده کې اخلاق او اخلاقي اړخونه څنډې ته شوي، د انسانانو  په ټولنیز ژوند کې لوی زیانونه منځته راغلي دي.
پانګوالي یا د پانګوالۍ نظام (کپيټلېزم) د نړۍ له مشهورو اقتصادي نظامونو څخه دی چې په هغه کې شخصي اشخاص یا سوداګرۍ د پانګې توکي لري.
د کپيټلېزم نظام تر ټولو خالص ډول ازاد بازار یا ازاده پانګوالي (Laissez-faire Capitalism) ده چې په هغه کې افراد له ټولو بندیزونو څخه ازاد دي. دوی کولی شي په خپله دا وټاکي چې چېرته غواړي پانګونه وکړي، څه تولید کړي یا وپلوري، توکي او خدمتونه په کومه بیه تبادله کړي. ازاد بازار له چک کولو او کنترولو پرته کار کوي.
هغه بازار چې کپيټلېزم د خپل ځان لپاره جوړ کړی او په هغه کې ‌فعالیت کوي، د نورو د اقتصاي ښوونځویو له بازارونو سره توپیر لري. د پانګوالۍ د بازار اصلي ځانګړنه د اقتصادي ګټې د ترلاسه کولو لپاره په هره بیه د توکو تولیدول دي. په پانګوال بازار کې ګټه لومړیتوب او د انسانانو اړتیاوې په دویمو او وروسته درجو کې ارزښت لري.
په پانګوال نظام کې حکومتونه هڅه کوي چې د ټولنې د ټولو غړو لپاره د مساوي سیالۍ شرایط برابر کړي. د کرایې او انحصار ټول ډولونه له منځه وړل کېږي چې د ودې فرصتونه په مساوي ډول ټولو ته برابر شي. وروسته دا د ټولنې غړي دي چې د خپلو مهارتونو په کارولو او د برابرې سیالۍ په ډګر کې په ګډون کولو سره ډېره یا لږه شتمني ترلاسه کوي.
په پانګوال نظام کې ټول اقتصادي فعالیتونه، لکه پانګونه، تولید، عرضه، د محصولاتو او خدمتونو پلور د دولت له لاسوهنې پرته، یوازې د ټولنې د فعالو اشخاصو له لوري په شخصي پرېکړو سره ټاکل کېږي. د توکو او خدمتونو تولید په لومړي سر کې د لا ډېرې ګټې د ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي، نه دا چې د انسانانو اړتیاوې پوره کړي.
ازادو کاروبارونو په خپلو بېلابېلو بڼو او ټولنو کې له پخوا راهیسې شتون درلود، خو هغه ازاد کاروبارونه چې موږ یې نن ورځ په اړه فکر کوو ځانګړی ډول لري، دا کاروبارونه یوازې د پیر او پلور له ازادۍ سره تړاو نه لري، بلکې د پانګې را ټولولو او کارولو سره هم بوخت دي. دا هغه مفهوم دی چې د پانګوالۍ په نړۍ کې مطرح شو.
دوام لري…

راتلونکې برخه

ازاد کاروبارونه ازادي حقوق شخصي ملکیت کپیټلېزم
Previous Articleشیطان ‌پرستي (برخه: ۲۶)
Next Article فراماسونري (برخه: ۱۲)

اړوند منځپانګې

ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD
نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۹)

سه شنبه _1 _سپتمبر _2026AH 1-9-2026AD
نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۸)

شنبه _29 _اگست _2026AH 29-8-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD42 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱) اووم بحث: د حرم احکام د بیت…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD32 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰) امام…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD33 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)  د اکثریتو حکومت؛ د اقلیتونو…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD23 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.