ليکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۱۲)
د ماسونيت طبقې
په تېره برخه کې مو د فراماسونرۍ د درجو او دغو درجو لرونکو کسانو په اړه خبرې وکړې، خو بايد په دې پوه شو چې د فراماسونرۍ عام درجې ترلاسه کوونکي او هغه کسان چې دغه درجې د (پټ ځواک) له څښتنانو څخه تر لاسه کوي، يو شان نه ګڼل کېږي؛ یعنې داسې نه ده چې د ماسونيت له رښتینو او پټو رازونو دې خبر شي او یا دې د ماسونيت په ریاست او اداره کې د ګډون هیله ولري.
له کومې ورځې چې «پټ ځواک» د فراماسونرۍ ټولنې د چارو واګې په خپل لاس کې واخیستې، نو د دې موضوع په اړه یې په بشپړ ډول فیصله وکړه او د رهبرۍ حق یې یوازې ځان او هغو ځای ناستو ته چې د دوی له لوري ټاکل کېږي، که د لوړو ماسوني درجو لرونکي وي او که نه، ځانګړی کړ. یوازینی معیار دا دی چې د صهیونیزم له رنګ سره همرنګ او د هغوی له شیطاني تګلارو سره سمون ولري.
هغه ړانده کسان چې د درجو په خیال او وهم غولول شوي له نورو سره یو شان دي، له داسې ځایونو امرونه ورته کېږي چې دوی یې نه پېژني او داسې امرونه عملي کوي چې په رښتیني هدف یې نه پوهېږي.
ښايي د دې حقیقت تر ټولو روښانه دلیل د هغه چا وینا وي چې د دري دېرشمې درجې (تر ټولو لوړې ماسوني درجې) ته رسېدلی و: «دلته د ازاد فکرانو د مشایخو په ډله کې وشمېرل شوم، خو سره له دې چې په دې ستره درجه کې مې لوړ مقام درلود نه پوهېدم چې د بېلا بېلو کړنو په اړه دا “لوړ امرونه” له کوم ځای څخه موږ ته را رسېږي؛ ان زموږ د محفل ريیس هم د هغوی د لومړنۍ سرچینې په اړه نه پوهېده. ومې لیدل چې د ټولو محفلونو مشران هغو امرونو ته ژمن دي چې په رمز ناک ډول هغوی ته رسېږي، د مثال په ډول: “لکه څنګه چې موږ پابند پاتې شوي یوو، دغسې تاسې هم د لوړ امر پابند اوسئ، دا او هاغه کار ترسره کړئ.“ د هغو امرونو پر بنسټ چې قانون یې د سرچینې د څرګندولو اجازه نه ورکوي، باید دومره اندازه پیسې ورکړئ، چې د ټولنې د فعالیت ساحه او ګټې پراخې شي او دې ته ورته نور موارد.”[۱]
په همدې اساس د ماسونيت طبقې یو شان نه دي، بلکې درې پورته تلونکې(صعودي) طبقې لري:
(۱) لومړۍ او تر ټولو ټیټه طبقه: عامه رازناک ماسونيت یا «اوبیز (ابی) ماسونيت»: دا طبقه د نوو او ړندو کسانو طبقه ده، هغه کسان چې سترګې یې د «ورورولۍ، برابرۍ او ازادۍ» په شعارونو تړل شوې دي. کېدای شي دا افراد تر ټولو لوړو درجو ته هم ورسېږي او کېدای شي پاچا، امیر، لوړپوړی چارواکی یا اغېزمن شخصیت وي، خو سره له دې ټولو د هغو ړندو په څېر دي چې له داسې ځایه رهبري کېږي چې په خپله ترې خبر نه دي.
«البرټ پایک» چې د فراماسونرۍ له سترو څېرو څخه شمېرل کېږي وايي: «ابي درجې یوازې د معبد بهرنۍ انګړ یا دهلېز دی. هلته د نوو کسانو پر وړاندې د نښو (سمبولونو) یوه برخه ښکاره کېږي، خو قصدا د ناسمو توضیحاتو له لارې ګمراه کېږي. موخه دا نه ده چې هغوی دا نښې په رښتیني ډول درک کړي، بلکې موخه دا ده چې داسې وانګیري چې ګواکې پوه شوي دي. د دغو نښو اصلي معنا او رښتینی هدف د ماسونيت له پوهانو او شهزادهګانو سره خوندي ساتل کېږي او د ډېرو هغو کسانو لپاره چې ځانونه ماسوني بولي همدومره بس دی چې فکر وکړي ټول حقیقت په همدې ابي درجو کې نغښتی دی او د هر هغه چا هڅه به بېګټې وي چې وغواړي هغوی له دې وهمونو څخه خلاص کړي.»[۲]
د نامتو کسانو او با اعتباره څېرو له جلبولو څخه د ماسونيت پټ اهداف په لاندې ډول دي:
(الف) د هغوی له شتمنۍ څخه ګټه اخیستل: داسې ښکاري چې د نامتو کسانو او باور وړ څېرو لوړول او لوړې درجې ورکول په اصل کې له هغوی څخه د ګټې اخيستنې په موخه ترسره کېږي، په ځانګړي ډول د هغوی له مال او شتمنۍ څخه د ګټې اخیستنې لپاره. د «روښان ضمیرانو» د ټولنې مشر «اډام ویسهاوپت» وايي: «د شتمنو کسانو په منځ کې داسې ناپوه او ساده کسان شتون لري چې باید درناوی یې وشي او لوړ مقام ورکړل شي او هېڅ ستونزه نشته چې په لوړو درجو یې تنظیم کړو؛ ځکه موږ هغوی ته اړتیا لرو، نه د هغوی د شخصیت له امله، بلکې د هغوی د پیسو له امله… هغوی زموږ لپاره دروازې پرانېزي، نو هغوی ماسونيت ته داخل کړئ او پام کوئ چې زموږ رښتینی هدف ورته څرګند نه کړئ چې ونه تښتي.»[۳]
(ب) د ماسونيت د برات لپاره د هغوی له نوم او اعتبار څخه استفاده: چې د هغوی نوم او شهرت د وسیلې په توګه وکاروي، چې د هغو کسانو پر وړاندې دفاع وکړي چې ماسونيت رسوا کوي او پټ اهداف یې بربنډوي، لکه څنګه یې چې ماسونيان په ځواب کې وايي: «ماسونيت د پاچاهانو، شهزادهګانو، اشرافو او سیاستوالو له لوري رامنځته شوی دی، چې بېلا بېل ذوقونه او تمایلات لري. همدارنګه پوهان، فیلسوفان او د دینونو مشران هم پکې شتون لري او غړي یې میلیونونو ته رسېږي، که د ماسونيت د دښمنانو خبرې سمې وای، نو اړینه به وه چې پاچاهانو په خپله د خپل تخت پر ړنګولو لاس پورې کړی وای او ځانونه یې تباه کړي وای او همدارنګه به اړینه وه چې راهبان، مشایخو او یهودي روحانیونو خپل غړي د هغو دینونو نابودۍ ته رابللي وای چې خپله یې پر رښتینولۍ باور لري.»[۴]
همدارنګه وايي: «ماسونيت یوه عمومي وروري پاله ټولنه ده او هېڅکله یې د انقلابونو په تنظیم کې لاس نه دی لرلی او نه یې په سیاسي یا دیني چارو کې مداخله کړې ده. هغه ټولنه چې د اسلام مصري مفتي مرحوم شیخ محمد عبده یې غړی نه شي کېدای چې د دینونو مخالفه وي.»[۵]
د عام ماسونيت ځينې هغه غړي چې پر حقيقت پوه شول، خو د دغو کسانو له ډلې ځينې یې له شکونو سره مخ شول او د عقل رڼا دې ته وهڅول چې د دوکې پرده له سترګو لرې کړي او پټ حقیقت بربنډ شي. له همدې امله یې وجدان تر هغې ارام و نه موند چې له ماسونيت څخه خپله کرکه اعلان نه کړي او ناوړه پټې خبرې یې ښکاره نه کړي، د بېلګې په توګه:
(الف) سید جمالالدین اسعدابادي (افغاني)
سید جمال الدین چې په پیل کې د ماسونيت غړی و، وايي: «لومړنی شی چې زه یې د ازاد فکرانو په بنسټ کې کار کولو ته جذب کړم د ‘ازادۍ، برابرۍ او ورورولۍ’ لوی او خطرناک سرلیک و، خو وروسته راته څرګنده شوه چې دا سرلیک له دوکې پرته بل څه نه دی؛ ځکه تر شا یې د ځان غوښتنې، فرد پالنې او له ریاست سره د مینې میکروبونه پټ دي، چې د ډلو د غوښتنو او له یوه لرې مرکز څخه د اطاعت پر بنسټ عملي کېږي.»[۶]
(ب) شیخ محمد عبده
د شیخ محمد عبده شاګرد «محمد رشید رضا» وايي: «استاد امام رحمه الله علیه ډېر پخوا ماسونيت پرېښی و. کله چې له تبعید څخه مصر ته را وګرځېد، نو ماسونيانو ډېرې بلنې ور ولېږلې، خو ده ځواب ورنهکړ. نښان یې ورته را ولېږه، خو ویې نه مانه. یو ځل مې د ماسونيت د حقیقت په اړه ترې وپوښتل، ویې ویل په هغو هېوادونو کې د ماسونيت رښتینی رول پای ته رسېدلی، د کومو هېوادونو لپاره چې رامنځته شوی ؤ، یعنې په دغو هېوادونو کې د پاچاهانو او پاپانو د واک پر وړاندې درېدل. ماته یې وویل چې ماسونيت ته د ده او د ‘سید’ ورتګ یوازې د سیاسي او ټولنیز هدف لپاره و او له کلونو راهیسې یې پرېښې دی او هېڅکله به بېرته ور ونه ګرځي. همدارنګه یې وویل چې ماسونيت په مصر کې داسې ذلالت ته رسېدلې چې تر دې مخکې یې ساری نه و او دا یې هم وویل چې یو ځل یې د بیروت له والي سره مرسته وکړه چې یو ماسوني محفل وتړي؛ ځکه پوه شوی و چې د ځينو اروپایي دولتونو په لمسون د عثماني دولت پر ضد دسیسې جوړوي.»[۷]
(ج) سیاسي لیکوال (عوض خوري)
پخوا د عوض خوري د شخصیت او د هغه د «تبدید الظلام» د کتاب په اړه خبرې شوې دي. له دغو کسانو پرته ګڼ نور نامتو عرب او غیر عرب شخصیتونه هم شته چې ماسونيت لا هم د هغوی له نومونو څخه د خلکو د غولولو او ځان هغوی ته د منسوبولو له لارې ناوړه ګټه اخلي.[۸]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. تبدید الظلام أو أصل الماسونیة، مخ: ۲۱۰.
[۲]. ګای کار، ویلیام، الشیطان أمیر العالم، مخ: ۲۲۸، د عماد ابراهیم ژباړه، المکتبة الأهلیة، اردن، لومړی چاپ، ۲۰۱۴.
[۳]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، مخ: ۲۹۰.
[۴]. الأسرار الخفیة فی الجمعیة الماسونیة، مخونه: ۸–۹.
[۵]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، مخ: ۲۹۰.
[۶]. المخزومي، محمدباشا، خاطرات جمالالدین الحسیني الأفغاني، مخونه: ۴۰–۴۱، مکتبة الشروق الدولیة، ۱۴۲۳هـ.
[۷]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، مخ: ۲۹۱.
[۸]. الماسونیة فی العراء، مخ: ۸۱.


