لیکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۱۳)
د فراماسونرۍ طبقې (دوام)
په تېره برخه کې مو د فراماسونرۍ ځینې طبقې وڅېړلې. په دې برخه کې د دې ټولنې دوه نورې مهمې طبقې تر څېړنې او ارزونې لاندې نیسو.
دويمه طبقه «الماسونیة الملوکیة» یا «ماسونیة العقد الملوکی»
دا طبقه منځنۍ طبقه بلل کېږي؛ په دې ډله کې هغه کسان دي چې د دې ټولنې له حقیقت او پټو واکمنانو له واقعي څېرو څخه خبر دي، خو سره له دې نه یوازې پرې راضي دي، بلکې هیله لري چې په خپله د پټې رهبرۍ د ترلاسه کولو وړتیا ومومي. له همدې امله دوی له بېلا بېلو لارو هڅه کوي چې د اصلي او واقعي مشرانو پر وړاندې خپله وړتیا، لیاقت او اغېزمنتیا ثابته کړي.
د دې طبقې ډېری غړي صهیونیستي یهودان دي؛ ځکه چې د دې ډلې ښوونې او نښې د تورات له تقدیس او د «سلیمان کلبد» د بیا رغونې له مفکورې سره تړاو لري، ځینې یې کېدای شي یهودان نه وي، خو پر صهیونیزم باور لري یا د هغه په خدمت کې وي.
مسیحي صهیونیزم
دا موضوع د تعجب وړ نه ده ځکه صهیونیزم توانېدلی چې د بېلا بېلو مذهبونو او دینونو پیروان ځان ته را جذب کړي. همدومره بس ده چې پوه شو د مسیحي پروتستانتیانو په نوم یوه ډله شتون لري چې «مسیحي صهیونیستان» بلل کېږي. د دوی مذهبي عقیده دا ده چې یهودیان باید «صهیون» یعنې د فلسطین خاورې ته بېرته را ستانه شي.
د دې بهیر له مشهورو څېرو څخه: «ناپلیون بناپارت» (مړینه: ۱۸۲۱م) او انګلیسی «لارډ بالفور» (مړینه: ۱۹۳۰م) یادولی شو، دوی هغه کسان دي چې یهودیانو ته یې د فلسطین د سپارلو ژمنه ورکړه.[1]
درېیمه او تر ټولو لوړه طبقه (الماسونیة الکونیة)
دا طبقه د «حکیمانو» طبقه ده او غړي يې هماغه خالص صهیونیستان دي چې د «صهیون حکیمانو» یا «د اسرايیلو حکیمانو» په نومونو شهرت لري. دوی د (القوة الخفیة) د پرېکړو او نظر خاوندان دي. له همدې ډلې څخه پټ مشران ټاکل کېږي او د عمومي سیاستونو د جوړولو پر مهال وروستۍ سلا او مشوره هم له همدې کسانو څخه اخیستل کېږي.[2]
د ماسونیت اعلان شوي اصول او موخې
په دې برخه کې د فراماسونرۍ هغو ټاکل شوو شعاري اصولو او موخو ته اشاره کېږي چې اعلان شوي دي. دا مطالب تر ډېره د شعار تر کچې او د ناستو او غونډو د ویناوو تر سطحې محدود دي او د هغوی پر حقیقت او واقعي ماهیت شک موجود دی، خو سره له دې یې هم ارزوو.
د (۱۷۱۷م) کال د پېښو حقیقت بیان شو او همدارنګه د نوي ماسونیت پټې موخې هم روښانه شوې، اوس اړتیا ده چې د ماسونیت تر ټولو مهمو «اعلان شوو» اصولو او اهدافو ته کتنه وکړو چې د ماسونیت تبليغ کوونکي یې د ساده خلکو د غولولو لپاره تبلیغوي؛ دوی دا کار د دوکې، د حقیقت پټولو او د ماسونیت خدمت ته د ناپوه کسانو د را جلبولو له لارې ترسره کوي.
د ماسونیت مهم اصول او موخې په لاندې ډول دي:
(۱) د «ورورولۍ»، «ازادۍ» او «برابرۍ» شعار: دا هماغه درې ګونی یا «مثلثي» شعار دی، چې ماسونیت یې د خلکو او هغو ټولنو په وړاندې مطرح کوي چې غواړي خپل محفلونه پکې جوړ کړي او ځان ته یې را جذب کړي.
شاهین مکاریوس وایي: «نن ورځ عام خلک پوهېږي چې د ماسونیت شعار درې فضیلتونه لري: ازادي، ورورولي او برابري او همدا شعار د ماسونیت د ویاړ، فضیلت او نېکمرغۍ نښه ده.»[3]
(۲) د خدای پر شتون او د انسان د روح پر تلپاتېوالي اعتراف: پورته اصل ماسونیت د خپلو عادي غړو ترمنځ خپروي، چې له ځان څخه د الحاد تورونه لرې کړي او د دیني وګړو د جذبولو وړتیا ولري، په ځانګړې توګه په هغو ټولنو کې چې دیني تمایلات پکې قوي وي.
مکاریوس وایي: «د ماسونیت یو بنسټیز اصل د یوازیني خدای پر شتون اعتراف دی، هغه خدای چې د دې لوی جهان خالق دی. ماسونیت یې عبادت ترسره کوي، درناوی یې کوي او «د جهان مهندس» یې بولي. همدارنګه د روح پر تلپاتېوالي باور هم له دې اصولو څخه دی. ماسونیت د خپلو غړو د مذهبي باورونو او سیاسي تمایلات درناوی کوي.»[4]
د «ماسوني قانون لیک» کې راغلي: «ماسوني بنا د خپل طبیعت په پام کې نیولو سره مکلف دی چې له اخلاقي قانون سره سم عمل وکړي او که په حقیقي ډول د ماسوني هنر په اړه پوه شي، نو هېڅکله به په یوه ناپوه ملحد بدل نه شي.»[5]
(۳) د هغه هېواد د قوانینو درناوي ته د خپلو غړو رابلل چې فعالیت پکې لري: د دې لپاره چې حکومتونه د ماسونیت د پټو موخو په اړه شکمن نشي، وایي: «هر ماسوني غړی باید د هغه هېواد قوانینو ته درناوی له خپلو لومړنیو مکلفیتونو څخه وګڼي چې پکې ژوند کوي.»[6] خو دا اصل د دوی له لویو غولوونکو اصولو څخه دی. هغوی په خپله اعتراف کړی چې د پردې تر شا د نظامونو په بدلولو او د انقلابونو په را پارولو کې مهم رول لري. مخکې یادونه وشوه چې «حنا ابي راشد» اعتراف کړی و: «له شپاړسمې پېړۍ راهیسې ازاد بنیان د ټولنیزو حرکتونو (که ارامه و او که له تاوتریخوالي ډک) په لومړیو قطارونو کې وو، هغه حرکتونه چې زاړه نظامونه یې نسکور کړل او د نوې دیموکراسۍ بنسټ یې کېښود.»[7]
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، ص: 293.
[2]. تاریخ الجمعیات السریة والحرکات الهدامة، ص: 104.
[3]. الآداب الماسونیة، ص: 122.
[4]. الآداب الماسونیة، ص: 8.
[5]. الماسونیة فی مصر، ص: 20.
[6]. الآداب الماسونیة، ص: 8.
[7]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، ص: 295، د حنا ابیراشد له قول څخه، ج1، ص: 152.


