لیکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه :۱۴)
د ماسونیت اعلان شوي اصول او موخې (دوام)
(۴) د ماسوني غړو لپاره د کار کولو، روزۍ ګټلو او مالي مرستې لازموالی
لکه څنګه مو چې مخکې وويل، ماسونيت له بې کاره او بې نفوذه کسانو څخه هرکلی نه کوي. دوی غواړي داسې فعال غړي ولري، چې مسلکي، با نفوذه او شتمن وي، چې وکولای شي د دې ټولنې څرګند او پټ اهداف پرمخ یوسي او د خپلو غړو داخلي اړتیاوې پوره کړي.
مکاریوس وایي: «ماسونیت کار کول واجب ګڼي، په داسې ډول لکه د بشريت پر ټولو وګړو چې یوه حتمي فریضه وي. له خپلو غړو څخه غواړي چې له اختیاري بېکارۍ څخه ډډه وکړي. د ماسوني ادابو پابند وي، د ورورولۍ حرمت وساتي، یو له بل سره مرسته وکړي او د ظالمانو پر وړاندې د یو بل ملاتړ وکړي.»[1]
همدا اصل د دې لامل شوی دی چې ډېری ماسونیان په خورا شدت له دې سازمان سره تړلي پاتې شي؛ ځکه په دې سره دوی له پراخو ګډو ګټو او ملاتړ څخه برخمن کېږي.
مکاریوس په دې اړوند ځينې بېلګې راوړي، نوموړی وايي: په لبنان کې د ماسونیت غړي هر کال یوه کمېټه ټاکي، چې هوټلونو او د بهرنیانو د اوسېدو ځایونو ته ورشي، د هغوی اړتیاوې پوره کړي او هغوی ته داسې احساس ورکړي چې د خپلو وروڼو تر منځ دي.
مکاریوس همدارنګه لیکي: «یو امریکایي ماسون د وبا ناروغۍ د خپرېدو پر مهال سوریې ته سفر وکړ او څه موده یې په قرنطین کې تېره کړه… کله چې ماسوني محفل د هغه له حاله خبر شو، نو را ویې غوښته، پیسې یې ورکړې او بېرته یې خپل هېواد ته ولېږه.»
نوموړی را نقلوي چې جنرال «ولسلي» [مړینه: ۱۹۱۳م.] چې په مصر کې د انګلیسي اشغالګرو ځواکونو قومندان و، ویلي دي: «ستونزې اسانه راته ښکاره شوې او له وېرونکو حالاتو څخه ونه وېرېدم؛ ځکه هر چېرې به چې تللم، نو د ماسونیت وروڼو به مې مرسته کوله او په کارونو کې به یې زما لاسنیوی کاوه. زه هېڅ شک نه لرم چې زما د بریالیتوب راز په دې کې و، چې زه د ماسونیت استاد وم.»[2]
دا ښکاره شاهدي په صراحت سره څرګندوي چې ماسونیانو له هغو اشغالګرو ځواکونو سره همکاري کړې ده، چې د هېوادونو شتمنۍ لوټوي او حکومتونه نړوي.
(۵) د خیريه کارونو ترسره کولو او اخلاقو خپرولو ته د خلکو رابلل
دا څېره تر ټولو زیاته د ماسونیت له خوا کارول کېږي. هغوی هر ځای هڅه کوي چې ځان د روغتونونو، ښوونځیو او خیريه بنسټونو جوړوونکي او د اخلاقو او فضیلت مدافعین وښيي؛ ځان (یو اخلاقي نظام چې په خیال پوښل شوی او د نښو (سمبولونو) له لارې تشریح کېږي) بولي، چې د ځان یو پاک او بې عیبه انځور وړاندې کړي.[3]
ان د هغوی ځینو دښمنانو هم کله ناکله په همدې ظاهري بڼه شاهدي ورکړې ده. «فریدریش فیشتل» وایي: «لوی ماسوني محفلونو د روزنې مرکزونه، تعلیمي موسسې، د قرض الحسنه صندوقونه، د کفن او دفن صندوقونه او روغتونونه جوړ کړي دي… ځینې محفلونه سلګونه لومړني ښوونځي اداره کوي.»[4]
مکاریوس هم وایي: «ماسونیت د خپل پیدایښت له پیل څخه تر اوسه پورې تل د اخلاقو او فضیلت د لوړولو هڅه کړې ده. د روغتونونو او ښوونځیو جوړول د هغوی له ښکاره کارونو څخه دي، خو نور ټول خیريه کارونه يې په پټه توګه ترسره کېږي.»[5]
د پورته اصولو په اړه وضاحت:
(۱) پورته اصول ګناه نه لري، خو رښتیني هم نه دي
دا هغه اصول او کارونه دي چې ماسونیت یې اعلانوي؛ په ظاهره نېک او د ستاینې وړ ښکاري، چې همدې ظاهري بڼې يې ډېری نېکان او پوهان هم تېر ایستلي دي؛ ان تر دې چې سید جمال الدین افغاني او د هغه شاګرد محمد عبده هم په یوه پړاو کې د دې ټولنې غړیتوب ومانه کړ.
خو کاش! پټ حقیقت هغه څه وای چې په ښکاره ډول ښودل کېږي! په خپله سيد جمال الدين افغاني ویلي دي: «د دې کارونو تر شا او شعارونو لاندې د هغو ډلو چې له یوې لرې او ناپېژندل شوې نقطې څخه د حکم پر وړاندې سر ټیټوي د ځان غوښتنې، غرور، له ریاست سره د مینې او نفسي غوښتنو پر بنسټ د چلند میکروبونه پټ دي.»[6]
دا اصول یوازې ظاهري او غولوونکي اصول دي، چې ماسونیت د ټیټو او ناپوهه طبقو ترمنځ تظاهر پرې کوي.
(۲) پورته اصول د زاړه ماسونیت اصول دي، نه د نوي ماسونیت
د دغو اصولو په اړه د غور او دقت په پایله کې څرګندېږي چې دا اصول په حقیقت کې عملي او پخواني ماسونیت پورې اړه لري؛ هغه ماسونیت چې په دین کې یې ریښه درلوده، موخه یې د غړو ترمنځ همکاري او له یو او بل سره مرسته کول و او سرپرستي یې د دیندارو، سیاستوالو او اصیلو کسانو په لاس کې وه.
د دې خبرې دلیل دا دی چې دغه اصول د «ماسوني قانون نامې» په کتاب کې د «(التزامات قدیمه)[7] » تر سرلیک لاندې ثبت شوي دي او څرګندوي چې نوی ماسونیت یوازې د دغو شعارونو وارث دی، خو په ناسم او نامشروع ډول یې کارولي دي.
ماسونیت له یوې مسلکي ټولنې څخه چې پر ديني اخلاقو او عام خیر ولاړه وه، واوښت او په داسې رمزي او صهیوني محوره ماسونیت بدل شو چې «قوة خفیة» پرې واکمنه ده او موخه یې د دینونو له منځه وړل او د هېوادونو ورانول دي.[8]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] الآداب الماسونية، ص 9.
[2] الآداب الماسونية، ص 61.
[3] الماسونية بين أنصارها وخصومها، ص 298.
[4] فيختل، فريدريش:
الماسونية العالمية، ص 95، ترجمة: عثمان محمد عثمان، الطبعة الأولى، 2010م، المركز القومي للترجمة. (الأصل بالألمانية).
[5] الآداب الماسونية، ص 47.
[6] خاطرات الأفغاني، ص 40–41.
[7] الماسونية العالمية، ص 14. (الأصل بالألمانية – النص المتداول عربي مترجَم).
[8] الماسونية بين أنصارها وخصومها، ص 299.


