Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن؛ تل پاتې معجزه (برخه: ۶۲)
اسلام یکشنبه _8 _فبروري _2026AH 8-2-2026AD

قرآن؛ تل پاتې معجزه (برخه: ۶۲)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن؛ تل پاتې معجزه (برخه: ۶۲)
د دین او پوهې د تعامل په اړه د ډاکټرانو د چلند بدلون
په وروستیو لسیزو کې د طب ډګر د ژورو او دوامداره بدلونونو شاهد دی، په ځانګړي ډول د علم او دین ترمنځ د اړیکو په برخه کې. د دې بدلون یوه څرګنده بېلګه په یوه ستر پوهنتون کې لیدل کېږي، هلته چې ډاکټران نور یوازې د ناروغانو په فزیکي درملنې بسنه نه کوي، بلکې د انسان روحي او معنوي اړخونه هم تر درملنې لاندې نيسي. یو ډاکټر د معاینې په خونه کې له خپلې يوې ناروغې سره مخ شو، یوه څلور پنځوس کلنه ښځه چې تازه د زړه له ناروغۍ  سره مخ شوې وه. دې ناروغې له مزمنې ساه تنګۍ څخه شکایت درلود، خو له معاینې وروسته څرګنده شوه چې د هغې جسمي حالت ځانګړې درملنې ته اړتیا نه لري. ډاکټر د نسخې پر ځای معنوي او روحاني درملنه ورته وړاندیز کړه: دعا او لمونځ له الله تعالی سره د نږدېوالي اړیکه ده. دا ساده خو معنا لرونکی وړاندیز د درملنې په بهیر کې د معنوي اړخ ارزښت او اغېز څرګندوي.
د بېلګه د طب په برخه کې نسبتا ورو، خو د ژور بدلون انعکاس دی. هغه ډاکټران چې پخوا یې د دین او علم له یوځای کولو ډډه کوله، اوس دې پایلې ته رسېدلي دي چې له الله تعالی سره د ناروغ د اړیکې جوړول، توبه او د اخلاقي چلندونو اصلاح، د اغېزمنې درملنې یوه برخه ده. دا موندنه د عبادت یا دیني احکامو د دقیقې پلي کوونې له امله نه ده، بلکې د علمي تجربو او څېړنو له لارې رامنځته شوې ده.
په متحده ایالاتو کې څېړنې ښيي چې د ډاکټرانو په ډېرېدونکي شمېر کې د دین او علم ترمنځ دودیزې پولې له منځه وړل کېږي، د لمونځ او عبادت شفا بخښونکې ګټې په رسمیت پېژندل کېږي. په یوې کلنۍ طبي غونډه کې چې له (۲۵۰) څخه ډېر ډاکټران یې ګډونوال وو، څرګنده شوه چې (۹۹) سلنه ډاکټران د دعا معنوي اغېز پر خپلو ناروغانو مثبت او محسوس ګڼي. په نورو پوهنتونونو کې هم ورته غونډې ترسره شوې چې له زرو څخه ډېر د روغتیا متخصصین یې ګډونوال وو او د شفا او دعا ترمنځ یې اړیکه وڅېړله او څرګنده کړه.
څېړونکي او د علمي مرکزونو مشران وايي چې پخوا عام تصور دا و، چې علم او دین د يو بل ضد دي، خو اوس څرګنده شوې ده چې د ناروغانو روحي او معنوي اړخونو ته پاملرنه نه یوازې د طبابت اخلاق نه تر پښو لاندې کوي، بلکې د ناروغانو د بشپړ صحت لپاره اړین دي. هغه ناروغان چې له الله تعالی سره اړیکه ټینګه کړي، د ارامۍ او امنیت احساس کوي او دا کار په علمي توګه د هغوی د بدن د دفاعي سیستم په پیاوړتیا اغېز کوي.
د بدن دفاعي سیستم دا پېچلی او حیرانوونکی جوړښت چې د الله تعالی په فضل د ناروغیو او ګډوډیو د مقابلې لپاره پیدا شوی دی، د ارامۍ او الله تعالی پر وړاندې د باور او روحي امنیت حالت پیاوړی کوي؛ برعکس اندېښنه، پرېشاني او رواني ستونزې یې کمزوری کوي. دا علمي حقیقت له دیني روزنو سره همغږی دی: رښتینی ایمان د رواني او جسمي روغتیا ضامن دی.
د څېړنیزو موسسو ځینو مشرانو ویلي دي چې پخوا د ناروغانو په درملنه کې د دیني موضوع مطرح کول د مسلکي اخلاقو خلاف ګڼل کېده، خو اوس د دې کار اړتیا څرګنده شوې ده. د ډاکټرانو د روحي اړخونو په درملنه کې د ګډون انګېزه د ناروغانو غوښتنه ده؛ ځکه هغوی غواړي له خپل ډاکټر څخه معنوي لارښوونه هم ترلاسه کړي. وروستیو څېړنو ښودلې چې (۶۴) سلنه ناروغانو د معنوي اړیکې او دیني ژمنتیا په توګه د خپلو ناروغیو په ښه کېدو کې اغېزمن لامل تجربه کړی دی.
ډېری ناروغان راپور ورکوي چې د هغوی د باور او ارامۍ احساس هغه وخت پیاوړی کېږي، چې پوه شي ډاکټر یې له یوې لوړې قوې سره تړاو لري او د درملنې لارښوونې له هغې څخه په الهام ترلاسه کوي. دا د باور او معنوي اړيکه احساس په څرګند ډول د شفا په بهیر اغېز کوي. علمي څېړنې هم ښيي چې لمونځ او عبادت، ان په سختو او مزمنو ناروغیو کې کولای شي د درد او ناروغۍ نښې کمې کړي. څېړنو څرګنده کړې ده چې مذهبي خلک د ټیټ فشار،  وینې او د زړه ښه روغتیا لري. د دې دلیل دا دی چې فزیکي او رواني فشار د اندېښنو او ذهني ستونزو له امله رامنځته کېږي او کله چې د انسان زړه د الله تعالی په یاد ارام شي دا فشار کمېږي.
همدارنګه د مذهبي ناروغانو رواني روغتیا ښه وي؛ هغوی لږ د خپګان ښکار کېږي، لږ له مزمنو ناروغیو سره مخ کېږي او د ځان وژنې تمایل پکې لږ دی. پر الله تعالی باور، د الهي تقدیر منل او پر مطلق قدرت توکل د بدن او ذهن د پیاوړتیا لامل کېږي، لکه څنګه چې قران کریم فرمایي: “قُل لَّن یُصِیبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَنَا هُوَ مَولَىٰنَا وَعَلَى ٱللَّهِ فَلیَتَوَكَّلِ ٱلمُؤمِنُونَ.”[1] ژباړه: «ورته وايه: له هغه څه پرته چې الله راته ليکلي، بل څه به را ونه رسي، هماغه مو چارواکی دی او مومنان دې پر هماغه الله توکل وکړي.»
له معاذ بن جبل رضي ‌الله ‌عنه څخه را نقل شوی حدیث هم د عبادت او صحي عمل ترمنځ د تعادل پر ارزښت دلالت کوي: “عن معاذ رضي الله عنه، قال: «كنت ردف النبی صلی الله عليه وسلم على حمار یقال له عفیر فقال: یا معاذ هل تدری حق الله على عباده وما حق العباد على الله. قلت: الله ورسوله أعلم قال: فإن حق الله على العباد أن یعبدوه ولا یشركوا به شیئا ‌وحق ‌العباد ‌على ‌الله ‌ألا ‌یعذب من لا یشرك به شیئا. فقلت: یا رسول الله أفلا أبشر به الناس قال: لا تبشرهم فیتكلوا.»[2] ژباړه: «معاذ بن جبل رضي الله ‌عنه وايي: موږ د رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم تر شا د هغه پر خره سپاره وو، چې نوم یې «عفیر» و. رسول الله صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم وفرمایل: ای معاذ! ایا ته پوهېږې چې د الله حق پر بندګانو څه دی او د الله پر وړاندې د بندګانو اجر څه دی؟ ما وویل: الله او د الله رسول تر ټولو ښه پوهېږي. رسول الله صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم وفرمایل: د الله حق پر بندګانو دا دی چې د هغه عبادت وکړي او له هغه سره شریک ونه نیسي. د الله په وړاندې د بندګانو اجر دا دی چې هغه کسان چې له الله سره شریک نه نیسي، الله به ورته عذاب نه ورکوي. ما وویل: ای د الله رسوله! ایا دا زېری خلکو ته ورسوم؟ رسول الله صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم وفرمایل: دا زېری خلکو ته مه رسوه؛ ځکه که پرې تکیه وکړي، سست به شي او له نېکو او ګټورو کارونو به ډډه وکړي.»
علمي څېړنې او تجربې ښيي چې مذهبي ناروغ چې له الله تعالی سره اړیکه لري او توبه کوونکی وي، د هغو کسانو په پرتله چې له دې معنوي اړیکې محروم وي، ژر باثباته درملنه او روغتیا ترلاسه کوي. دا موندنې د علم او دین همغږي څرګندوي، د انسان د روغتیا ساتنې او لوړولو په لاره کې او د دې حقیقت تایید کوي چې د ناروغیو په درملنه کې روحي او معنوي اړخ حیاتي رول لري.[3]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. توبه: 51.

[2]. صحيح البخاري، کتاب الجهاد والسير، ‌‌باب اسم الفرس والحمار، رقم الحدیث: 2856، ج 4، ص 29.

[3]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 207-210.

اسلام قران تلپاتې معجزه قران کریم معاد د قران کریم له نظره
Previous Articleفراماسونري (برخه: ۱۳)
Next Article فراماسونري (برخه :۱۴)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۱)

پنجشنبه _5 _فبروري _2026AH 5-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۷)

پنجشنبه _5 _فبروري _2026AH 5-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فراماسونري

فراماسونري (برخه :۱۴)

یکشنبه _8 _فبروري _2026AH 8-2-2026AD1 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه :۱۴) د ماسونیت اعلان شوي اصول او موخې (دوام) (۴)…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تل پاتې معجزه (برخه: ۶۲)

یکشنبه _8 _فبروري _2026AH 8-2-2026AD3 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تل پاتې معجزه (برخه: ۶۲) د دین او پوهې د…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۳)

شنبه _7 _فبروري _2026AH 7-2-2026AD12 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۱۳) د فراماسونرۍ طبقې (دوام) په تېره برخه کې مو…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپيټلېزم (برخه: ۴)

شنبه _7 _فبروري _2026AH 7-2-2026AD5 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ­زهي کپيټلېزم (برخه: ۴) فیوډالیزم د پانګوالۍ ریښه پانګوالي له اروپایي…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

فراماسونري (برخه :۱۴)

یکشنبه _8 _فبروري _2026AH 8-2-2026AD

قرآن؛ تل پاتې معجزه (برخه: ۶۲)

یکشنبه _8 _فبروري _2026AH 8-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.