Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۳)
اسلام سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۳)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۳)
حجامت؛ د حجامت ګټې او د کارولو ځايونه
حجامه په اسلامي طب کې د درملنې تر ټولو غوره او زړه طريقه ده چې ريښې يې نبوي سنت ته رسېږي. حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په ډېرو مواردو کې د حجامت په تر سره کولو ټینګار کړی دی او د انسان د روغتیا لپاره یې ډېر ګټور بللی دی.
له ابن ‌مسعود رضي الله عنه څخه روایت شوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: “حدث رسول الله صلی الله عليه وسلم عن ليلة أسري به أنه لم يمر على ملإ من الملائكة إلا أمروه أن مر ‌أمتك ‌بالحجامة.”[1] ژباړه: «رسول الله صلی الله عليه وسلم د معراج د شپې په اړه وفرمایل، کله به چې د فرښتو هره ډله تېرېدله، هغوی ټولو به ویل: ای محمده! خپل امت ته د حجامت کولو امر وکړه.»
دغه راز صحيح البخاري له انس رضي الله عنه څخه روایت کړي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: “إن ‌أمثل ‌ما ‌تداويتم به الحجامة، والقسط البحري.”[2] ژباړه: «تر ټولو غوره شی چې تاسې پرې د ځان درملنه کولای شئ، حجامت او هندي عود دي.»
د حجامت علمي او فیزیولوژیکي بنسټونه
مسلمانو علماوو د تاریخ په اوږدو کې د حجامې د ګټو او د هغې د کارونې په اړه ډېرې خبرې کړې دي. لومړنی علت او انګېزه چې هغوی د حجامت د ترسره کولو لپاره یاده کړې ده، «تبیّغ الدم» دی. تبیغ په لغت کې د وینې د زیاتېدو یا جوش په معنا دی او له علمي نظره دا د وینې د فشار د لوړوالي په توګه (یا هغه څه چې نن سبا یې «د شریاني فشار زیاتوالی» بولي) معنا لري.
د دې حالت نښې په عمومي ډول سر درد، د سر دروندوالی، سر ګرځېدل، ژر غصه کېدل او د لید ستونزې دي. ځینې ډاکټران د وینې فشار ته «د غم فشار» وایي؛ ځکه چې رواني او عاطفي فشارونه هم د هغې د ډېرېدو لامل کېږي. په پسرلي کې د هوا له تودېدو سره د وینې د ډېرېدو امکان ډېرېږي؛ له همدې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: “من أراد الحجامة فليتحر سبعة عشر، أو تسعة عشر، أو أحدا وعشرين، ولا يتبيغ ‌بأحدكم ‌الدم فيقتله.”[3] ژباړه: «هر څوک چې غواړي حجامت وکړي، نو د میاشتې په اوولسمه، نولسمه یا یوویشتمه ورځ دې ترسره کړي، چې وینه په هغه کې په جوش رانه شي او هغه هلاک نه کړي.»
حجامت او د سر د ناروغیو درملنه
له هغو ځایونو څخه چې د حجامې لپاره یاد شوي دي، یو هم د سر دردۍ درملنه ده. سر درد اکثره د وینې فشار له لوړوالي او دماغي رګونو له تنګېدو سره مل وي. په یوه حدیث شريف کې چې ابو داود روایت کړی دی، راغلي دي: “ما كان أحد يشتكي إلى رسول الله صلی الله عليه وسلم ‌وجعا ‌في ‌رأسه إلا قال: احتجم.”[4] ژباړه: «کله به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته چا له سر دردۍ څخه شکایت کاوه، نو ده به ورته وویل: حجامت وکړه.»
دغه راز حجامه د «شقیقه» یا میګرین ناروغۍ د درملنې لپاره هم سپارښتنه شوې ده. امام بخاري په خپل صحیح البخاري کې له ابن‌ عباس رضي ‌الله ‌عنهما څخه روایت کړي دي چې: “أن رسول الله صلی الله عليه وسلم احتجم وهو محرم في رأسه، ‌من ‌شقيقة ‌كانت به.” [5] ژباړه: «رسول الله صلی الله عليه وسلم په داسې حال کې چې مُحرِم و (د حج یا عمرې د عباداتونو په ترسره کولو) بوخت و، د (میګرین) یا هغه سر دردۍ له امله چې د سر په یوه اړخ کې پرې راغلې وه، د خپل  سر حجامت وکړ.»
حجامت او د وینې د حجرو روغتیا
پوهانو ویلي دي چې د بدن په هډوکو کې دننه داسې فابریکې شته، چې د وینې سرې حجرې تولیدوي، چې هغو ته «نِقی العظام» ویل کېږي. دغه فابریکې په هره ثانیه کې له دوه نیم میلیونو څخه ډېرې نوې سرې حجرې تولیدوي. د دې تر ترڅنګ ځیګر او تلی (سپلين) هم د ملاتړ کوونکو فابریکو په توګه عمل کوي او که اصلي تولید ودرېږي، د وینې د تولید مسؤولیت پر غاړه اخلي.
د وینې له خطرناکو ناروغیو څخه یوه هم د «اپلاستیک د وینې کموالی» یا غیر تولیدي کم ‌خوني ده، چې په هغې کې د سرې وینې د حجرو تولید د هډوکو په مغز کې بندېږي. څېړنو ښودلې ده چې د وینې د حجم منظم کموالی کولای شي دغه فابریکې تحریک کړي او د فعالیت او نوې جوړونې لامل شي. له همدې امله حجامت د وینې د جریان  له کمولو سره بدن دې ته اړ کوي چې نوې وینه تولید کړي، چې دا بهیر د وینې د نسجونو په روغتیا او ځوان ساتلو کې مرسته کوي.
په ښځو کې دا عمل په طبيعي ډول د میاشتني عادت (حیض) له لارې ترسره کېږي؛ له همدې امله د ځینو قلبي او وینې ناروغیو د پېښېدو اندازه په ښځو کې تر نارینه وو کمه وي؛ خو کله چې حیض بند شي دا توپیر له منځه ځي او د حجامت اړتیا په ښځو کې هم د نارینه وو په څېر مطرح کېږي.
معاصر علمي لیدلوری
نوې څېړنې چې په لوېدیځو هېوادونو کې ترسره شوې دي، د وینې د منظم کموالي مثبتې اغېزې تاییدوي. یو لوېدیځ لیکوال په یوه علمي مقاله کې لیکي: «د هر کال لږ مقدار وینې منظم کمول، کولای شي د زړه د حملې له رامنځته کېدو څخه مخنیوی وکړي.»
نورو څېړنو ښودلې ده چې د اوسپنې د غلظت زیاتوالی، د زړه د نسجونو د کمزورۍ او د زړه د حملو د را منځته کېدو لامل کېږي؛ نو ځګه حجامت د وینې د اوسپنې او نورو مالګو د کچې په تنظیمولو کې د زړه د روغتیا او زړه د حملې د مخنیوي لپاره رغنده رول لوبوي.
په اسلامي طب کې د حجامت ګټې
ابن ‌القیم رحمه ‌الله په خپل کتاب «زاد المعاد» کې د حجامت د ګټو په بیان کې لیکي: «حجامت د بدن سطحه تر فصد (رګ پرې کولو) ډېره  پاکوي او فصد د بدن په ژورو برخو کې اغېز ناک دی. “والحجامة تستخرج الدَّم من نواحي الجلد.” ژباړه: «حجامت وینه د پوستکي له نږدې طبقو څخه راباسي، په داسې حال کې چې فصد ژوره وینه راباسي.»[6]
د وخت، ځای، مزاج او عمر د توپیر له مخې کله حجامت ګټور وي او کله فصد مناسب وي. په ګرمو سیمو او فصلونو کې حجامت تر فصد غوره دی؛ ځکه په دې حالت کې وینه نرۍ وي او د بدن له سطحې د وتلو لپاره چمتو وي. ډاکټرانو هم سپارښتنه کړې چې حجامت باید د قمري میاشتې په دویمه نیمایي کې وشي، په ځانګړي ډول په (۱۷، ۱۹ او ۲۱) ورځو کې، هغه وخت چې د بدن فاضله مواد تر ټولو زیات وي.
له پیغمبر صلی الله عليه وسلم څخه په بل حدیث کې راغلي دي: “نِعْمَ ‌الدَّوَاءُ ‌الْحِجَامَةُ؛ تُذْهِبُ الدَّمَ، وَتَجْلُو الْبَصَرَ، وَتُخِفُّ الصُّلْبَ.”[7]  ژباړه: «حجامت څه نېکه درملنه ده! خرابه وینه له بدن څخه باسي، لید روښانه کوي او ملا سپکوي.»
په لنډ ډول ویلای شو چې حجامت نه یوازې ټینګ نبوي سنت دی، بلکې له علمي نظره هم څرګند فیزیولوژیکي بنسټونه لري. دا عمل د وینې د جریان په تنظیم، د شریاني فشار په کمولو، د هډوکو مغز د نوو حجرو د تولید په هڅولو او د بدن د عمومي روغتیا په پیاوړتیا کې اغېزناک رول لري او د ډېرو ناروغیو په مخنیوي او درملنه کې مرسته کوي.
په دې توګه حجامت د نبوي طب صلی الله عليه وسلم او معاصر علم ترمنځ یو پل دی او په سمه توګه په مناسبو وختونو کې د هغه ترسره کول د بدن د حیاتي توازن د ساتلو او د انسان د اوږد مهاله روغتیا د تضمین لپاره له اغېزمنو لارو څخه ګڼل کېږي.[8]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. سنن الترمذي، أبواب الطب عن رسول الله صلى‌الله‌عليه‌وسلم، ‌‌باب ما جاء في الحجامة، رقم الحدیث: 2052،  ج 4، ص 391.

[2]. صحيح البخاري، كتاب الطب، باب: الحجامة من الداء، رقم الحدیث: 5371، ج 5، ص 2156.

[3]. سنن ابن ماجه، أول أبواب الطب، في أي الأيام يحتجم، رقم الحدیث: 3486، ص741 ت هادي.

[4]. سنن أبي داود، كتاب الطب، ‌‌باب الحجامة، رقم الحدیث: 3858،  ج 4، ص 2 ط مع عون المعبود.

[5]. صحيح البخاري، كتاب الطب، باب: الحجامة من الشقيقة والصداع، رقم الحدیث: 5374 ، ج 5، ص 2156.

.[6] زاد المعاد، ‌‌فصل منافع الحجامة، ط عطاءات العلم، ج 4، ص 70.

.[7] المستدرك على الصحيحين، ‌‌كِتَابٌ: الطِّبُ، رقم الحدیث: 8502، ج 9، ص 256.

.[8] فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص  214-0210.

حجامت او د سر د ناروغیو درملنه حجامت او د وینې د حجرو روغتیا حجامت؛ د حجامت ګټې او د کارولو ځايونه د حجامت علمي او فیزیولوژیکي بنسټونه معاصر علمي لیدلوری
Previous Articleد اپسټین د دوسیې جنایتونه (برخه: ۱)
Next Article  ساينتولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۱)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۲)

یکشنبه _8 _فبروري _2026AH 8-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۶۲)

یکشنبه _8 _فبروري _2026AH 8-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۱)

پنجشنبه _5 _فبروري _2026AH 5-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهې روزنې بېلګې (برخه: ۲۸)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD2 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهې روزنې بېلګې (برخه: ۲۸) د…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

 ساينتولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۱)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD3 Views

لیکوال: مهاجر عزیزی  ساينتولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۱) (ج) نبوت د ساينتولوژۍ له نظره…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۳)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۳) حجامت؛ د حجامت ګټې او…

نور یی ولوله
متفرقه

د اپسټین د دوسیې جنایتونه (برخه: ۱)

دوشنبه _9 _فبروري _2026AH 9-2-2026AD28 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د اپسټین د دوسیې جنایتونه؛ د لوېدیځ د اخلاقي شعارونو او عملي…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهې روزنې بېلګې (برخه: ۲۸)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD

 ساينتولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۱)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.