
لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)
په دې وخت کې نوح علیه السلام دوی ته دعا وکړه او ویې ویل: “وَقَالَ نُوحٌ رَّبِّ لَا تَذَرْ عَلَى الْأَرْضِ مِنَ الْكَافِرِينَ دَيَّاراً * إِنَّكَ إِن تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوا إِلَّا فَاجِراً كَفَّاراً.”[1] ژباړه: «نوح خپلې دعا ته دوام ورکړ او ویې ویل: ای زما ربه! په ځمکه کې له کافرانو څخه هېڅ یو هم ژوندی مه پرېږده، که ته هغوی پرېږدې ستا بندګان به ګمراه کړي او له مجرمینو او سرکشو کافرانو څخه به پرته بل څه ونه زېږوي.»
کله چې الله تعالی نوح علیه السلام ته امر وکړ چې یوه کښتۍ جوړه کړي، چې هغه او د هغه ایمان راوړونکي کسان د کافرانو د قوم پر وړاندې د عذاب نازلېدو پر مهال وژغورل شي. نوح علیه السلام کښتۍ جوړه کړه، بیا الله تعالی ورته امر وکړ چې له هر جنس څخه دوه (نر او ښځه) او خپله کورنۍ، پرته له هغو کسانو چې د هلاکت حکم پرې شوی و او همدارنګه هغه مومنان چې ایمان یې راوړی و، په کښتۍ کې سپاره کړي. نوح علیه السلام د خپل رب له حکم سره سم عمل وکړ؛ الله تعالی هغه او د هغه ایمان راوړونکي کسان وژغورل او پاتې نور یې په اوبو کې غرق کړل؛ په دې اړه الله تعالی فرمايي: “فَكَذَّبُوهُ فَنَجَّيْنَاهُ وَمَن مَّعَهُ فِي الْفُلْكِ وَجَعَلْنَاهُمْ خَلاَئِفَ وَأَغْرَقْنَا الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنذَرِينَ.”[2] ژباړه: «دوی نوح دروغجن وباله او انکار یې ترې وکړ، نو موږ نوح او هغه کسان چې له ده سره په کښتۍ کې سپاره شول وژغورل، خو هغه کسان چې زموږ ایتونه یې رد کړي و، موږ په اوبو کې غرق کړل او مومنان مو د هغوی ځای ناستي په ځمکه وګرځول، نو وګوره چې د وېرېدونکو (نافرمانو او بې ایمانو) پایله څنګه شوه!»
دغه راز وايي: “وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا وَلاَ تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُواْ إِنَّهُم مُّغْرَقُونَ.”[3] ژباړه: «او (نوح ته وحې وشوه) چې زموږ تر څارنې لاندې او زموږ له وحې سره سم کښتۍ جوړه کړه (او پوه شه چې ته او له تا سره نور مومنان زموږ تر ساتنې لاندې یاست او د ظالمانو څخه خوندي یاست او د کښتۍ جوړولو په کار کې له غلطیو څخه خوندي یاست، نو په مشرکانو رحم مه کوه) او د ظالمانو په اړه له ما سره خبرې مه کوه (چې سزا ورته ورکړل شوې ده او) دوی به خامخا ډوب شي.»
بیا وايي: “حَتَّى إِذَا جَاء أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ قُلْنَا احْمِلْ فِيهَا مِن كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلاَّ مَن سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ وَمَنْ آمَنَ وَمَا آمَنَ مَعَهُ إِلاَّ قَلِيلٌ.”[4] ژباړه: «(نوح په خپل کار بوخت و او کافرانو مسخرې کولې)، تر هغه چې زموږ امر (د کافرانو د له منځه وړلو) راغی او اوبه له ځمکې څخه په جوش پیل شوې (او زموږ غضب خپل اوج ته ورسېد. موږ نوح ته وویل: «په کښتۍ کې هر ډول نارینه او ښځینه او خپله کورنۍ سپاره کړه، پرته له هغو کسانو څخه چې د هغوی د له منځه وړلو امر لا دمخه شوی دی (چې ستا ښځه او ستا یو زوی دي) او هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی او هغه کسان چې ایمان یې نه دی راوړی، پرته له څو کسانو څخه.»
خدای جل جلاله بيا وايي: “فَأَنجَيْنَاهُ وَمَن مَّعَهُ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ * ثُمَّ أَغْرَقْنَا بَعْدُ الْبَاقِينَ.”[5] ژباړه: «موږ نوح او هغه کسان چې ورسره وو (په کښتۍ کې چې له انسانانو، بېلابېلو حیواناتو او د هغوی د اړتیاوو سامانونو ډکه وه) وژغورل، بیا پاتې نور مو په اوبو کې غرق کړل.»
د حضرت نوح علیه السلام د کورنۍ او والدینو دریځونه د هغه د بلنې پر وړاندې
د حضرت نوح علیه السلام د کیسې او اسلام ته د هغه د اوږدې بلنې یو له مهمو اړخونو څخه د هغه د نږدې کسانو، یعنې د هغه د کورنۍ او والدینو غبرګون دی. د حضرت نوح علیه السلام د ژوند دا برخه ښيي چې څنګه يې د خپل قوم له سخت مخالفت سره د مخامخ کېدو پر مهال هم د ځينو نږدې کسانو، لکه والدینو له خوا په ایمان او وفادارۍ ملاتړ کېده. دا وفاداري د کورنۍ د ځینو نورو غړو د نافرمانۍ په مقابل کې راڅرګندېږي، چې د یو الهي پیغمبر لپاره د ایمان لويه ازموينه ګڼل کېږي.
د نوح علیهالسلام د بلنې پر وړاندې د هغه د کورنۍ غبرګون
د نوح علیه اسلام کورنۍ هم د هغو کسانو له ډلې څخه وه چې د ده پیروي یې وکړه او ایمان یې پرې راوړ. یوازې د ده مېرمن او یو زوی یې پیروي ونه کړه چې وروسته به په دې اړه هم بحث وکړو. د ده د کورنۍ د ایمان راوړلو دلیل د الله تعالی دا وینا ده چې نوح علیه السلام ته یې وکړه، هغه مهال چې ورته یې امر وکړ چې هغه کسان چې ایمان یې راوړی وي، له غرقېدو څخه د ژغورولو لپاره په کښتۍ کې سپاره کړي: “حَتَّى إِذَا جَاء أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ قُلْنَا احْمِلْ فِيهَا مِن كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلاَّ مَن سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ وَمَنْ آمَنَ.”[6] ژباړه: «(نوح په خپل کار بوخت و او کافرانو مسخرې کولې)، تر هغه چې زموږ امر (د کافرانو د له منځه وړلو) راغی او اوبه له ځمکې څخه په جوش پیل شوې (او زموږ غضب خپل اوج ته ورسېد. موږ نوح ته وویل: «په کښتۍ کې هر ډول نارینه او ښځینه او خپله کورنۍ سپاره کړه، پرته له هغو کسانو څخه چې د هغوی د له منځه وړلو امر لا دمخه شوی دی (چې ستا ښځه او ستا یو زوی دي) او هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی او هغه کسان چې ایمان یې نه دی راوړی، پرته له څو کسانو څخه.»
د نوح علیه السلام د بلنې پر وړاندې د ده د والدینو غبرګون
د نوح علیه السلام مور او پلار مومنان وو او د هغه بلنه او رسالت یې ومانه. له همدې امله، نوح علیه السلام د الله تعالی په دربار کې په خپله دعا کې د دوی لپاره بښنه وغوښته او ویې ویل: “رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِمَن دَخَلَ بَيْتِيَ مُؤْمِناً وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا تَبَارا.ً”[7] ژباړه: «ای زما ربه! ما، زما مور او پلار او ټولو هغو کسانو ته چې زما کور ته د مومنانو په توګه ننوځي او نورو مومنو نارینوو او ښځينوو ته بښنه وکړه! او کافرانو ته یوازې هلاکت او بربادي زیاته کړه!»
مفسرین وايي چې د نوح علیه السلام مور او پلار مومنان وو.[8]
استاد سید قطب رحمه الله د دغه ایت په تفسیر کې وايي: له خپل رب څخه د حضرت نوح علیه السلام د بښنې دعا د لوی او لوړ خدای په حضور کې د پیغمبرۍ غوره اخلاق دي. د بنده ادب د خپل رب پر وړاندې دا دی چې بنده دا هېڅکله نه هېروي چې هغه یو انسان دی او تېروتنه کوي. هر څومره چې عبادت او اطاعت وکړي، یوازې د خپلو عملونو په وسیله جنت ته نه داخلېږي؛ مګر هغه مهال چې خدای جل جلاله هغه په خپل فضل کې شامل کړي، لکه څنګه چې د هغه ورور ګران پیغمبر محمد صلی الله علیه واله وسلم فرمایلي دي. دا هماغه استغفار دی چې هغه خپل سرکش او خطا کار قوم ورته را وباله، خو هغوی تکبر وکړ او دا خپله پیغمبر دی چې د ټولو هڅو او زحمتونو وروسته استغفار کوي، په داسې حال کې چې د خپلو عملونو کارنامه خپل رب ته وړاندې کوي. د هغه دعا د خپل مور او پلار لپاره د خپلو مومنو والدینو پر وړاندې، د ده نیکي او احترام دی. (لکه څنګه چې موږ له دې دعا څخه پوهېږو) که هغوی مومنان نه وای، نو د دوی پر وړاندې به دی ملامت وای، لکه څنګه چې د هغه کافر زوی په اړه خطاب وشو چې له غرقېدونکو سره غرق شو، لکه څنګه چې په هود سورت کې راغلي دي. [9]
دوام لري…
سرچینې:
. نوح/27-26.[1]
. یونس/73.[2]
. هود/37.[3]
. هود/40.[4]
. الشعراء/120-119.[5]
. هود/40.[6]
. نوح/28.[7]
- علی بن احمد، الواحدی، تفسیر الوسیط، بیروت: دارالکتب العلمیه، 1415ق، ج4، ص360؛ محمد بن علی، الشوکانی، فتح القدیر الجامع بین فنّی الروایه و الدرایه من علم التفسیر، بیروت: دار الفکر، 1415ق، ج5، ص375؛ علی بن حبیب البصری، الماوردی، تفسیر الماوردی، الکویت: التراث الاسلامی، 1402ق، ج4، 316؛ محمد بن محمد العمادی، أبوسعود، ارشاد العقل السلیم إلی مزایا القرآن الکریم، بیروت: دار إحیاء التراث الإسلامی، ج9، ص42.
. محمد، سید قطب، فی ظِلال القرآن، ج6، ص3717.[9]