د زوال بحرانونه د یوه تاریخي عالم د ژوند په هغه مرحله کې رامنځته کېږي، چې ټول امکانات او استعدادونه یې له قوې څخه واقعیت ته بدل شوي وي او د مرګ له راتګ پرته د هغې لپاره بله هېڅ هیله پاتې نه وي. د زوال بحرانونه د منفي او شا تګ دورې لري او د نړۍ د بشپړ سقوط او زوال لپاره لاره هواروي، چې پکې پېښېږي. د زوال بحران د یو سیستم د پراختیا او پرمختګ پایله ده او د هغه شتون د شرایطو او اړتیاوو د یوې ټولګې محصول دی. د زوال بحران په دې معنا دی چې د یوه سیستم استعدادونه او وړتیاوې پای ته رسېدلې وي، د هغه سیستم د داخلي تضادونو او ټکرونو د کنترول میکانیزمونه کمزوري شوي وي او له دننه څخه یې د سقوط لپاره لاره هواره شوې وي.
د زوال بحرانونه د ځان ویجاړونې رنګ لري او د زوال او له منځه تلو دورې د فعالېدو لامل کېږي. کله چې یو ژوندی موجود د زوال له بحران سره مخ شي، په حقیقت کې هغه د یوې مرحلې په لور ګام اخلي چې د سستۍ، بې همتۍ، کمزورۍ او معلولیت مرحله بلل کېږي. په دې مرحله کې د ژوندي سیستم د پرمختګ او حرکت بهیر نور د استعدادونو او امکاناتو د را څرګندېدو او فعلیت موندلو پر لور نه وي، بلکې د داخلي تضادونو او ټکرونو د ډېرېدو، د داخلي یووالي د کمزورۍ او د هڅونې، انرژۍ او حرکت د وړتیا د کموالي پر لور وي.
د زوال بحران په یوه ژوندي موجود کې هغه وخت را څرګندېږي چې دغه موجود د وجودي افق او د ژوند د دوام له پلوه په کړکېچ کې وي او هر حرکت چې دا یې کوي د هغه بشپړ له منځه تلل او مرګ حتمي کوي. هغه وروستۍ اضطرابي کړۍ چې مخکې مو ترې یادونه کړې وه، د زوال د بحران په مرحله کې د نیهیلیزم یوه بڼه ده چې راڅرګندېږي. په حقیقت کې کله چې د نیهیلیزم یوه بڼه خپل وروستي پړاو او د زوال بحران ته ورسېږي، نو د هغې وروستۍ اضطرابي کړۍ څرګندېږي او فعلیت مومي. هیومنېستي نیهیلیزم د پوسټ ماډرن دورې په راتګ سره د ځان ویجاړونکي زوال له بحران سره مخ شوی دی، چې د هغه د وروستۍ اضطرابي کړۍ ماهیت جوړوي. د پوسټ ماډرن بحران د عصري نړۍ د قطعي زوال اساس دی. د زوال بحران په مرحله کې هیومنېستي نیهیلیزم د وروستۍ اضطرابي کړۍ بندي کېږي او په همدې توګه خپل او د ماډرنې نړۍ وروستی زوال ټاکي؛ ځکه چې د ماډرنې نړۍ په وروستي زوال کې د لوېدیځ ټول بالقوه استعدادونه او امکانات د تاریخي ماهیت په توګه بشپړتیا ته رسېږي، نو بشپړ له منځه تللو سره د لوېدیځ تاریخ هم خپل وروستي پای، مرګ او بشپړې ویجاړۍ ته رسېږي.
(ب) د نوښت بحرانونه
تخلیقي او رغنده کړکېچونه هغه دي چې د ودې او له یوې کچې څخه بلې لوړې کچې ته د تګ لار هواروي. هغه فشار او درد چې رامنځته کوي د زېږون له درد سره ورته دی. دا ډول کړکېچونه د ژوند په هغه پړاو کې منځته راځي چې لا هم امکانات، وړتیاوې او استعدادونه شته او د ودې هیله وي. که څه هم تخلیقي کړکېچونه د یوې مودې لپاره درد، فشار او ستونزې له ځان سره لري، خو په پای کې د نویو وړتیاوو او امکاناتو د را څرګندېدو لامل کېږي او د ودې نوې بڼه یا پړاو منځ ته راوړي. د نوښتګر بحران ځانګړتیا دا ده چې د یوه ژوندي سیستم د ژوند پایښت تضمینوي. مهم ټکی دا دی چې دا پایښت د سیستم د ذاتي امکاناتو د پراختیا او د بالقوه استعدادونو د فعلیت موندلو په لار کې وي. زېږنده او نوښتګر بحرانونه د هغو موجوداتو او سیستمونو ځانګړتیا ده، چې د خپل پرمختګ په بهیر کې لا بشپړ شوي نه وي او لا هم پرانیستی افق او بالقوه امکانات مخې ته ولري. د نوښګر بحران را څرګندېدل دې ته لار برابروي چې دغه استعدادونه او امکانات له قوې نه فعل ته واوړي او په حقیقت کې پلي شي.
د ماډرنیزم له پای ته رسېدو وروسته، ماډرن لوېدیځ د پوسټ ماډرن دورې ته داخل شوی دی. د پوسټ ماډرن دوره د پراخو زوالونو او کړکېچونو دوره ده او ماډرنه نړۍ په پوسټ ماډرن کې عموما نوښتګر بحرانونه نه لري، بلکې د هغه ټول بحرانونه د زوال بڼه لري. پوسټ ماډرنیزم د ماډرن لوېدیځ د پراخ زوال مرحله ده چې د هیومېنستي نیهیلیزم وروستۍ اضطرابي کړۍ فعلیت مومي او ماډرنه نړۍ د خپل ځان نفي کولو پر لور ځي. د ماډرن لوېدیځ زوال په خپل ځان پوهاوي کې هم انعکاس مومي. پوسټ ماډرن نیهیلیزم چې د ماډرنې نړۍ د پراختیا په دوام، د هغه د زوال په دوران او د پوسټ ماډرن په زړه کې فعلیت مومي، ځان ویجاړونکی دی، دا تاریخي نړۍ او د لوېدیځ ټول تاریخ د ویجاړۍ کندې ته غورځوي. پوسټ ماډرن نیهیلیزم د ماډرن هیومېنستي نیهیلیزم یوه بڼه ده، لکه څنګه چې د پوسټ ماډرن دوره د ماډرن لوېدیځ د پراختیا یوه مرحله ده. د پوسټ ماډرن فکر هم په ماهیت کې هیومېنستي فکر دی، خو د ماډرن فکر د څرګندېدو بڼه د ماډرنیزم د بشپړتیا په پړاو کې ده، له همدې امله یوه بې ثباته او له کړکېچ ډکه بڼه لري او له ځینو اړخونو د ماډرن فکر پر انګېرنو د انکار هڅه کوي. په ځینو مهمو پوسټ ماډرن لیدلورو کې سوبژکتیویزم او د پرمختګ فکر د ديکارتي او کانتي عقلانیت اصالت په جدي توګه تر نیوکې او شک لاندې راغلي دي. په پوسټ ماډرنیزم کې د هغه خوشبینانه نړۍ لید نښه نه لیدل کېږي، چې د اصطلاح له مخې د روښانتیا ځانګړنه وه. په پوسټ ماډرن فکر کې د لوېدیځ ماډرن فکر په یوه ډول ځان ردوي، لکه څنګه چې پوسټ ماډرن نیهیلیزم د ماډرن نیهیلیزم په پرتله ځان ویجاړونکی اړخ لري. په حقیقت کې پوسټ ماډرن نیهیلیزم د هیومنېستي نیهیلیزم وروستۍ فکري مرحله ده، چې د خپل تاریخي پرمختګ او ودې په پای کې ځان له منځه وړي. په پوسټ ماډرن نیهیلیزم کې هیومنېستي نیهیلیزم او تر هغې هاخوا نیهیلیزم د لوېدیځ د داخلي ځان په توګه خپل وروستي حقیقت او تاریخي پراختیا ته رسېږي. پوسټ ماډرن نیهیلیزم بېلا بېلې څرګندونې او ډولونه لري او نیهیلیزم د هغې اصلي ماهیت دی. په حقیقت کې ویلای شو چې د پوسټ ماډرن نیهیلیزم اصلي بڼه د بې معنا نیهیلیزم په توګه راڅرګندېږي او ان کېدای شي چې پوسټ ماډرن نیهیلیزم د بېمعنا نیهیلیزم په نوم وبلل شي.
پوسټ مادرن نیهیلیزم د هغه ایدئولوژیک نیهیلیزم ډېر مهم او بنسټيز اړخونه ردوي، چې د اصطلاح له مخې د روښانتیا ځانګړنې وې. له همدې امله دا د ماډرنې لوېدیځې نړۍ ډېر بنسټیز اړخونه هم ردوي. په پوسټ ماډرن نیهیلیزم کې هر ډول ثابت او مطلق اخلاقي سیستم، ان د بشر پالنې ډول هم ردېږي، لکه څنګه چې د حقیقت ترلاسه کولو یا ثابت او مطلق حقیقت شتون امکان لري.
په پوسټ ماډرن نیهیلیزم کې ماډرن سوبژکتیویته ( ذهنیت) له جدي شک او انکار سره مخ دی او بنسټ یې په کلکه لړزېږي. ورو ورو د شکمن نسبي لیدلوري یوه پراخه اندېښمنه بڼه د ماډرنې نړۍ پر ټولو اړخونو واکمنېږي، چې د لیبرال پانګوالې ټولنې په ډګر کې له فرد، ځان او نورو سره په اړیکو کې د یوه جدي بحران لامل کېږي. د دې حالت دوام د بېلا بېلو اخلاقي او هویتي بحرانونو د خپرېدو لامل کېږي او د دې کړکېچمنو شرایطو ځانګړې شخصي بڼه را څرګندوي. د پوسټ ماډرن نیهیلیزم اصلي او غالبه بڼه بې معنا نیهیلیزم دی چې هویت یې د بې معناوالي تر نوم لاندې تشریح کېدای شي. د پوسټ ماډرن نیهیلیزم په راڅرګندېدو او پراختیا سره، بې معناوالی ورو ورو د کلتور، اخلاقو، اقتصاد، ټولنیزو او انساني اړیکو، سیاست، ټولنپوهنې، هنر، ادبیاتو او د ماډرنو ټولنو پر نورو اړخونو لا ډېر واکمنېږي او د پوسټ ماډرن کړکېچمن ښار په بشپړه توګه د بې معناوالي تر تسلط لاندې راځي او فعلیت مومي.