لیکوال: دوکتور نور محمد محبي
قران تل پاتې معجزه (برخه: ۵۵)
د انسان په هاضمې سیستم کې د پيرېټونيم او معدې حیرانتیاوې
د انسان د بدن او هاضمي سيستم د پیچلي جوړښت په اړه فکر کول، د خدای جل جلاله د حکمت او قدرت ښکاره نښې دي. زموږ په بدن کې هره حجره، نسج او غشا په ناڅاپي ډول نه دي را منځته شوي، بلکې زموږ د ژوند د ساتنې لپاره په بشپړ حکمت سره رامنځته شوي دي. قران کریم په دې اړه وايي: “أَیَحسَبُ ٱلإِنسَٰنُ أَن یُترَكَ سُدًى.”[1] ژباړه: «ايا انسان ګومان کوي چې بې هدفه (چټي) به پرېښودل شي؟»
له علمي ځانګړنو او له الهي نښو څخه یو هم د انسان پيرېټونيم (مساریقي) غشا او معده ده چې د بدن حیاتي او دفاعي دندې په همغږۍ سره کنترولوي.
(۱) پيرېټونيم غشا او په کولمو کې د درد احساس
د انسان لویې او وړې کولمې د پيرېټونيم په نوم د یوې نازکې او حیاتي غشا په واسطه ساتل کېږي. دا غشا په دې برخه کې خورا مهم او حياتې رول لوبوي:
(1) د کولمو د انعطاف او حرکت ساتل: کولمې د هضم په بهیر کې حرکت ته اړتیا لري او دغه غشا يې حرکت اسانوي او په یوې حیرانوونکې همغږۍ سره د انقباضاتو او میخانیکي حرکتونو امکان برابروي.
(2) د بدن امنیتي ساتنه: پيرېټونيم غشا په «عصبي پایو او لمفاوي مرکزونو» سمبال ده. دغه مرکزونه د بدن د دفاعي واحدونو په توګه عمل کوي، که کولمې وپړسېږي یا سورۍ شي، پيرېټونيم غشا په چټکۍ سره التهابي مایع تولیدوي، چې میکروبونه له منځه یوسي او د خپرېدو مخه یې ونیسي.
(3) د درد د خبرداري سرچینه: هغه عصاب چې په دې غشا کې موجود دي، د دې لامل کېږي چې انسان د کولمو د سخت زیان یا پړسوب پر مهال «سخت درد احساس» کړي. مهم ټکی دا دی چې خپله کولمې د حسي عصابو لرونکې نه دي، نو دغه دردونه یوازې د پيرېټونيم غشې له لارې لېږدول کېږي. له همدې امله که یو کس «جوش اوبه وڅښي، کولمې یې درد نه کوي»، خو که کولمې سورۍ شي یا پړسوب وکړي، نو انسان به یو نه زغمل کېدونکی درد تجربه کړي: «وَسُقُوا مَاءً حَمِیماً فَقَطَّعَ أَمعَاءَهُم»[2] ژباړه:«او هغوی ته به ګرمې او جوش شوې اوبه ورڅښل شي (هغه اوبه چې د څښلو سره سم) د هغوی دننه برخې او کولمې ټوټې ټوټې کوي او له یو بل څخه یې بېلوي.»
دا ایت له معاصرو علمي موندنو سره همغږی دی چې ښيي د کولمو د درد احساس د پيرېټونيم غشې د زیان له امله وي، نه خپله د کولمو له امله.
(۲) معده او د هغې حیرانوونکی جوړښت
د انسان معده هم د الهي خلقت له معجزو څخه ګڼل کېږي. د هغې ځینې حیرانوونکې ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:
(1) څلور پوړیز جوړښت او بېلا بېل عضلات: معده څلور غشا ګانې او څو عضلې لري چې عبارت دي له:
-
دایروي عضلې.
-
مستقیمې عضلې.
-
مایل عضلې.
دا عضلاتي جوړښت د بېلابېلو انقباضاتو د ترسره کولو لپاره اجازه ورکوي چې د خوړو په میخانیکي او کیمیاوي هضم کې غوروالی را منځته کوي.
(2) د هاضمي غدو فوق العاده شمېر: معده له «۳۵ میلیونو څخه ډېرې هاضمي غدې» لري چې په اوسط ډول په هر سانتي متر مربع کې مربع (۸۰۰) غدې دي. دغه غدې انزایمونه او «هایدرو کلوریک اسید» ترشح کوي، چې د غوښې په ګډون د خوړو د حل او هضم وړتیا لري.
(3) له معدې څخه ساتنه: سره له دې چې معده د هضم لوړ قدرت لري، خو خپله ځان نه هضموي؛ ځکه چې د« مقاومت لرونکې مخاطي غشا» له خوا پوښل شوې ده او د دېوال حجرې په دوامداره توګه د معدې داخلي سطحې د سالم ساتلو لپاره د جوړولو ماده تولیدوي.
(۳) د «کاسل عامل» او (B12) ویټامین:
د معدې د رول یو بل حیرانوونکی اړخ د « B12ویټامین » په جذب کې دی، دا ویټامین د « د وينې د سرو حجرو د بلوغ» لپاره اړین دی. له هغه پروټیني عامل پرته چې «د کاسل عامل» (Castle) په نوم یادېږي او د معدې له خوا ترشح کېږي، (B12) ویټامین نه شي کولی وینې او ځیګر ته ورسېږي. دغه پروټیني عامل لوړ مالیکولي وزن لري او یوازې د هغه په مرسته (B12) ویټامین جذب او ذخیره کېږي. که د انسان معده لرې شي یا د کاسل عامل تولید نه شي، نو سخته کم خوني، عصبي ګډوډي، د ژبې پړسوب، د ملا د تیر زیانمنېدل او نورې ګڼې ستونزې رامنځته کېږي.
ځیګر دومره (B12) ویټامین ذخیره کوي چې د “پنځو کلونو” لپاره د بدن ورځني اړتیاوې پوره کړي، چې دا د انسان په تخلیق کې دقیق جوړښت او حیرانوونکې همغږي ښیي.
په لنډ ډول ویلای شو چې د انسان معده او پرېټونيم غشا د انسان په بدن کې د الهي حکمت، نظم او دقت نښې دي.
پيرېټونيم غشا د کولمو د حرکت د زیانونو او انتانونو پر وړاندې د چټکې خبردارۍ مسوؤله ده. معده د څلور پوړیز جوړښت، میلیونو غدو او ځانګړې ساتنې په وسیله خواړه هضموي او ویټامینونه په غوره ډول په بدن کې ذخیره کوي. د کاسل عامل د اندامونو او غذایي موادو تر منځ د دقیقې همغږۍ یوه بېلګه ده.
په دې دقیق سيستم کې فکر کول انسان دې ته متوجه کوي چې خدای ته سجده وکړي او د قران کریم ایتونه په خپل بدن کې لمس کړي: «أَیَحسَبُ ٱلإِنسَٰنُ أَن یُترَكَ سُدًى»[3] ژباړه: «ايا انسان ګومان کوي چې بې هدفه (چټي) به پرېښودل شي؟»
دا ایت موږ ته یادونه کوي چې د انسان د بدن هره برخه په حکیمانه تدبیر سره د ځانګړې موخې لپاره پیدا شوې ده.[4]
د څښاک اوبو لپاره د ځيګر حيرانونکې او روغتيايي لارښوونې
د انسان ځیګر د بدن له تر ټولو لویو او پېچلو غړو څخه دی او د ژوند په ساتلو کې حیاتي رول لري. قران کریم او نبوي احادیث په ساده او روانه ژبه دې علمي حقیقت او د هغه د ساتنې ارزښت ته اشاره کوي. «فَلیَنظُرِ ٱلإِنسَٰنُ مِمَّ خُلِقَ»[5] ژباړه: « انسان باید وګوري او فکر وکړي چې له څه شي څخه پیدا شوی دی؟»
(الف) ځیکر (د ژوند فابریکه او زېرمه)
ځیګر د بدن تر ټولو لوی داخلي غړی دی او له ځيګر پرته انسان له دېوو ساعتونو څخه زيات ژوندی نه شي پاتې کېدلای. د ځیګر حیرنتیاوې په څو اړخونو کې د پام وړ دي، لکه:
(1) د بیا رغونې غوره وړتیا: که چېرې یو جراح د ځیګر څلور پنځمه برخه لرې کړي، دا غړی په حیرانوونکې چټکۍ سره ځان بیا رغوي. تر ټولو ګړندۍ وېشل کیدونکې حجرې د ځیګر حجرې دي، چې دا وړتیا د ژوند ساتنه تضمینوي.
(2) بېلا بېلې او حیاتي دندې: د علمي څېړنو له مخې ځیګر په زرګونو دندې تر سره کوي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي یې:
(۱) د وینې زېرمه کول: دا تر (۱۵۰۰) سي سي پورې وینه ذخیره کوي او په بېړنیو حالاتو، لکه د وینې بهېدنه یا د زېږون پر مهال، د ادرنالین هورمون په امر يې خوشې کوي.
(۲) د غذایي موادو زېرمه کول: چې قند، غوړ، پروټین او ویټامینونه پکې شامل دي؛ د خوړو د کموالي یا سختې وینې بهېدنې پر مهال، ځیګر دغه مواد بدن ته رسوي.
(۳) د خوړو بدلون: ځیګر وړتیا لري چې قند په پروټین، پروټین په قند، غوړ په قند او بر عکس قند په غوړ بدل کړي. دا وړتیا په بېړنیو حالاتو کې د انسان ژوند تضمینوي.
(۴) د وینې د قند او غوړو تنظیمول: ځیګر بدن ته د مغذي موادو ننوتل تنظیموي، چې وینه په غوره حالت کې وساتي.
(۵) د وینې د ټینګېدو او نرۍ کېدو عواملو تولیدول: دا یو حیاتي توازن دی؛ پرته له دې وینه په چټکۍ سره ټینګه یا نرۍ کېږي او د انسان ژوند له خطر سره مخ کوي.
(۶) د بدن د اوبو تنظیمول: د مایعاتو توازن د ځیګر د ترشح شویو پروټینونو له لارې ساتل کېږي؛ د ځیګر ګډوډي د مايعاتي ناروغیو لکه استسقاء لامل کېږي.
(۷) د زهرجنو مواد پاکول: ځیګر زهرجن مواد پېژني، دا مواد بې اغېزې کوي او یا یې له بدن څخه وباسي.
(۸) د صفرا تولید: صفرا د مړو سرو کرویاتو له تجزیې څخه جوړېږي او د غوړو په هضم او د کولمو په پاکولو کې مهم رول لري.
دا ټول د حیرانوونکې همغږۍ او د خلقت د دقیق تدبیر نښې دي. د ځیګر هره حجره په یوازې ځان دغه دندې ترسره کوي، بې له کوم غږ او ګډوډۍ څخه.
(ب) ځیګر او له زیانونو څخه مخنیوی
(۱) د ځیګر پړسوب او یرقان (ژېړ والی): په میکروبونو ککړ خواړه یا وسایل د ځیګر د پړسېدو لامل کېږي. نبوي احادیث په مکرار ډول د پاکوالي او صحي اصولو د رعایت ارزښت ته اشاره کوي.
(۲) د ځیګر تشمع او الکول: د الکولي مشروباتو کارول د ځیګر د زیانمنېدو تر ټولو لوی لامل دي او د هغه حیاتي دندې دروي. قران کریم د شرابو په حرامولو سره دغه علمي حقیقت تایید کړی دی: «یَٰأَیُّهَا ٱلَّذِینَ ءَامَنُوا إِنَّمَا ٱلخَمرُ وَٱلمَیسِرُ وَٱلأَنصَابُ وَٱلأَزلَٰمُ رِجسٌ مِّن عَمَلِ ٱلشَّیطَٰنِ فَٱجتَنِبُوهُ لَعَلَّكُم تُفلِحُونَ»[6] ژباړه:« ای مومنانو! د شرابو څښل، قمار، بتان (هغه ډبرې چې تر څنګ یې قرباني کوئ) او غشي (ډبرې او پاڼې چې د بخت د ازموینې او غیب ویینې لپاره یې کاروئ)، ټول له معنوي پلوه ناپاک او شيطاني کارونه دي، نو ډډه ترې وکړئ چې بريالي شئ.»
ځیګر (حیرانوونکې فابریکه) نه یوازې غذایي مواد او وینه زېرمه او تنظیموي، بلکې زهرجن مواد بې اغېزې کوي او صفرا هم تولیدوي.
(ج) د اوبو سم څښل
نبوي احادیث هم د اوبو د کارولو په اړه علمي او صحي ټکو ته اشاره کوي:
(1) درې پړاويز څښاک: رسول الله صلی اللهعلیه وسلم چې اوبه څښلې، په درېوو غړپونو کې یې څښلې او د هر غړپ تر منځ یې ساه اخیسته. دا طریقه د «واګ عصب» (هغه دماغي عصب چې له زړه او معدې سره تړاو لري) له سخت تحریک څخه مخنیوی کوي او د زړه روغتیا تضمینوي.
(2) په ګرمو حالاتو او سخت فعالیت کې د اوبو څښل: د اوبو ډېر څښل په ګرمو شرایطو یا سخت فعالیت کې د بدن د زیانمنېدو لامل کېدای شي. قران کریم د طالوت د کیسې او د سیند له تېرېدو سره د سختو شرایطو پر مهال، د اوبو د مصرف د مدیریت ارزښت ته اشاره کړې ده: «قَالَ إِنَّ ٱللَّهَ مُبتَلِیكُم بِنَهَرٍ فَمَن شَرِبَ مِنهُ فَلَیسَ مِنِّی وَمَن لَّم یَطعَمهُ فَإِنَّهُۥ مِنِّیۤ إِلَّا مَنِ ٱغتَرَفَ غُرفَةَ بِیَدِهِۦۚ»[7]؛ ژباړه:« ویې ویل: خدای تاسو د یوه سیند په وسیله ازمايي. هغه څوک چې له دې سیند څخه اوبه وڅښې زما له پیروانو څخه نه دي او هغه څوک چې یوازې د یو غړپ په اندازه ترې وڅښي، زما له یارانو څخه دي.»
دا طریقې نه یوازې دا چې له علمي حکمت سره سمون لري، بلکې د انسان د روغتیا په ساتنه کې د الهي تدبیر نښې دي.
په لنډه توګه دا (ځیګر) حیاتي او حیرانوونکی غړی «د حکمت لرونکي خدای د دقیق تخلیق او پلان جوړونې» یوه بیلګه ده چې له هغه پرته انسان څو ساعتونه هم ژوندی نه شي پاتې کېدلای. د ځیګر د فعالیت همغږي کول، د روغتیا ساتنه او د اوبو سمه کارونه د پوهې او وحې ترمنځ د اړیکو مثالونه دي چې انسان د خدای سجدې کولو ته هڅوي: «أَم خُلِقُوا مِن غَیرِ شَیءٍ أَم هُمُٱلخَٰلِقُونَ» [8] ژباړه:« ایا دوی (له نشت څخه راټوکېدلي دي) بې له کوم خالق څخه پیدا شوي دي؟ او که دا چې (خپله یې ځانونه پیدا کړي دي) او خپله خالقان دي؟» [9]
دوام لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. القیامة: 36.
[2]. محمد: 15.
[3]. القیامة: 36.
[4]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 162-166.
[5]. الطارق: 5.
[6]. المائدة: 90.
[7]. البقرة: 249.
[8]. الطور: 35.
[9]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 166-171.


