لیکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۷)
د عملي لرغونې دورې پړاو (۷۱۵ ق.م – ۱۷۱۷م)
په تېره برخه کې مو وویل چې فراماسونرۍ دوه مهم پړاوونه تېر کړې دي. په دې برخه کې يې لومړی (لرغونی پړاو) څېړو، هغه پړاو چې ريښې يې له ميلاد څخه مخکې د اتمې پېړۍ پيل ته رسېږي او تر اتلسمې ميلادي پېړۍ پورې دوام کوي.
د دې دورې تر ټولو مهمې ځانګړنې او پېښې په لاندې ډول دي:
(۱) د بنایانو د لومړنیو ښوونځیو رامنځته کېدل
رومي واکمن «نوما پومپیلیوس» (د روم دويم پاچا) له میلاد څخه مخکې له (۷۱۵ ) کال څخه تر (۶۷۳) کال پورې د بنایۍ مسلک د خاوندانو لپاره لومړني ځانګړي ښوونځي رامنځته کړل. دغه ښوونځي د «مدارس البنائین» (د بنایانو ښوونځي) په نامه یادېدل او له درېوو طبقو څخه جوړ وو:
(۱) شاګردان
(۲) ملګري (همراهان)
(۳) استادان
په دغو ښوونځیو کې د دې مسلک رازونه د نښو، سمبولونو او اشارو له لارې ښودل کېدل، چې له غړو پرته يې بل څوک ترې خبر نه شي؛ ځکه په هغه وخت کې دا مسلک «راز لرونکی» بلل کېده او «ځانګړی مقام» یې درلود.[۱]
د دې لپاره چې د استعمار د موخو په برخه کې د دغو ښوونځیو اهمیت ډېر زیات و، نو ځانګړي امتیازات او واکونه یې درلودل، تر دې چې د دولتي موسسو په سر کې ځای پر ځای شوی و او د واکمن تر مستقیم څار لاندې و؛ ځکه استعمارګر واکمن به له دوی څخه د خپل هېواد د نفوذ پراخولو او په نیول شويو سیمو کې د خپلې معمارۍ او بنایي فرهنګ او دودونو د خپرولو لپاره ګټه اخيسته.
په دې توګه که څه هم دغو ښوونځيو په ښکاره ډول بشپړه مسلکي بڼه درلوده، خو په حقیقت کې د واک او نفوذ د پراخولو سیاسي وسایل و؛ د روم د واکمنۍ له پراخېدو سره به یې وده کوله او د هغې له کمزوري کېدو سره به یې شاتګ کاوه.[۲]
یو وخت کې په روم کې د یهودي انجنیرانو یوه ډله موجوده وه چې د واکمن تر ملاتړ لاندې یې ژوند کاوه. واکمن هغوی ته اجازه ورکړه چې د بنایانو ښوونځیو ته ور ننوځي او همدا چاره دې ټولنې ته د یهودي ښوونو او سمبولونو د لېږد پیل و.[۳]
د لومړۍ میلادي پېړۍ له نیمایي څخه تر (۲۸۰م) کال پورې د بنایانو د ښوونځیو حالت د زوال پر لور لاړه؛ دا زوال د واکمنانو د بې پروايۍ او ان د ځینو له لوري، هغه مهال چې د دې مسلک پیروانو مسیحیت ومانه، د دوی د ځورونې له امله رامنځته شو. تر دې چې بنایان اړ شول د خپلې ټولنې لپاره د پټو نومونو تر سیوري لاندې څانګې رامنځته کړي، لکه د (جمعیة الفنون). خو په (۲۸۷م) کال کې یو رومي قومندان پر بریتانیا واکمن شو او هلته یې خپلواکي ترلاسه کړه. هغه د بنایانو امتیازات بېرته ورکړل او د هغوی نوم ته یې د «ازاد» (Free) لقب ورزیات کړ؛ په همدې اساس له همدې وخت وروسته هغوی د «البنّایانو الأحرار» یا «Freemasons» په نوم وپېژندل شول او د بریتانیا د «یورک» ښار د دوی د محفلونو او غونډو مرکز شو.[۴]
دلته باید یادونه وشي چې دا پېښه څرګندوي چې د «ماسونیانو» یا «ازادو بنایانو» نوم په بریتانیا کې له درېیمې میلادي پېړۍ راهیسې شتون درلود، که څه هم د هغوی د ودې اصلي کلونه اوومه او دیارلسمه میلادي پېړۍ وه، لکه څنګه چې غیرماسوني څېړونکو هم دا خبره تایید کړې ده؛ د هغو کسانو د ادعا پر خلاف چې وایي د (۱۷۱۶م) کال د اګست له (۲۵) مې څخه مخکې اصلا د ماسونرۍ نوم وجود نه درلود.[۵]
په (۹۲۶م) کال کې د اروپا له بېلا بېلو سیمو څخه د ماسوني محفلونو مشران د یورک په ښار کې سره را ټول شول او د هغو قوانینو او اصولو پر یوې ټولګې هوکړې ته ورسېدل چې د نړۍ په کچه د ماسوني ټولنو د تنظیم چارې پر مخ وړي. دغه قوانین د «لائحة یورک» په نوم تدوین شول او تر ټولو مهم مواد یې په لاندې ډول دي:
(الف) هر ماسوني باید د خدای تعالی درناوی او تعظیم وکړي او د «نوح د یوه الهي شرعي اصل» پر اساس یې عبادت وکړي.
(ب) په کوم هېواد کې چې ژوند کوي د هماغه هېواد د پاچا یا واکمن پر وړاندې باید وفادار او مطیع وي؛ د ماسوني وروڼو ترمنځ او نورو خلکو پر وړاندې امانتداري مراعت کړي.
(ج) هر شاګرد او ملګری باید د مسلک له استاد څخه اطاعت وکړي او استاد باید تر هغې چې د اوو کلونو د ازموینې او تجربې دوره یې نه وي بشپړه کړې هېڅ شاګرد ونه مني؛ همدارنګه د غیر ماسوني کس منل او هغوی ته د مسلک رازونه ورښودل روا نه دي. سربېره پر دې نه استاد او نه هم ملګری حق لري چې د شاګرد د منلو په بدل کې اجرت واخلي.
(د) هر ماسوني باید یو ناپېژندل شوی ماسوني ورور (که د پټې پېژندنې کومه نښې ښکاره کړي) ومني او که د مرستې غوښتنه وکړي، نو د خپلې وسې تر بریده ورسره مرسته وکړي.
د دیارلسمې میلادي پېړۍ له نیمایي څخه ماسوني ټولنې وده او پراختیا ومونده او په المان، ایټالیا، فرانسه، سکاټلنډ او د اروپا په نورو هېوادونو کې یې خپلې څانګې رامنځته کړې او د «ازادو بنایانو» لقب پرې غالب شو.[۶]
پاچاهان او شهزادګان هم په دغو ټولنو کې د افتخاري ریاست د مقام ترلاسه کولو لپاره لیوال وو، لکه څنګه چې په (۱۳۵۰م) کال کې د انګلستان پاچا «درېیم اډوارډ» (مړینه، ۱۳۷۷م) امر وکړ چې د «لائحة یورک» ځینې مادې دې اصلاح او نوې مادې دې ورزیاتې شي، چې تر ټولو مهمې یې مادې يې په لاندې ډول دي:
(الف) د یوه ماسوني ورور د منلو پر مهال باید د ماسونرۍ قوانین پرې ولوستل شي.
(ب) د ماسوني استادانو د حالت په اړه باید پلټنه وشي او ازموینې ترې واخیستل شي، چې د ټولنې او پاچاه پر وړاندې یې وفاداري ثابته شي.
(ج) کله چې د یوه ماسوني محفل ريیس له خپلو دوو مرستیالانو سره (چې «منبهین» بلل کېږي) غونډه جوړوي، نو د هېواد والي یا واکمن باید د غونډې ځای ته نږدې حاضر وي، چې د اړتیا پر مهال مرسته ورسره وکړي.[۷]
ښکاره خبره ده چې دغه مواد د ماسوني استادانو پر وړاندې د امنیتي څارنې رنګ او بوی لري؛ ځکه پاچاهانو په نړیواله کچه د ماسوني محفلونو له خطر څخه ځان خبر کړی و.
د شپاړسمې میلادي پېړۍ په پیل کې ځینې ماسوني محفلونه دې ته مایل شول چې د مفکرانو او عالمانو ځینې ډلې د «افتخاري مېلمنو» په توګه جذب کړي. په همدې پړاو کې د دوی سیاسي انګېزې څرګندې شوې او د بنّایۍ مسلکي انګېزې یې ورو ورو کمزورې شوې او دا د زړې طریقې د پرېښودو د تمایل پیل و.[۸]
په (۱۷۰۳م) کال کې انګلېسي ماسونیان د لندن په «قدیس پولس» محفل کې راټول او د عملي ماسوني ټولنو د زوال په اړه یې بحث وکړ، هغه ټولنې چې د ړنګېدو تر پولو رسېدلې وې او د عملي طریقې پر ځای رمزي طریقې ته د بدلون تمایل رامنځته شو. یعنې د هغو کسانو رسمي منل چې نه بنّایان وو او نه انجنیران؛ ځکه له دې وړاندې ډېری داسې کسان په عملي ډول د «افتخاري غړو» په توګه منل شوي وو.
له همدې امله پرېکړه وشوه چې د فراماسونرۍ ګټې او امتیازات دې نور یوازې تر فعالو بنّایانو نه وي محدود، بلکې د نورو مسلکونو خاوندان هم باید په دې شرط چې منل یې په رسمي ډول تصویب شي ترې برخمن شي. دا پرېکړه چې د «لائحة لندن» په نوم یاده شوه د انګلستان، سکاټلنډ او د نورو سیمو د ماسونیانو ترمنځ د پراخو اختلافاتو له امله په عملي ډول د تطبیق مرحلې ته ونه رسېده.[۹]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. شلش، علي، الماسونية في مصر، مخ: (۲۱)، د معاصر مصر د اسنادو او تاریخ مرکز، (۱۹۹۳م)؛ همدارنګه: تاريخ الجمعيات السرية والحركات الهدّامة، مخ: (۹۲).
[۲]. الحقائق الأصلية في تاريخ الماسونية العملية، مخ: (۳۳).
[۳]. هماغه منبع، مخ: (۸۵).
[۴]. تاريخ الماسونية العام، مخ: (۳۸).
[۵]. تبديد الظلام أو أصل الماسونية، مخ: (۴۹).
[۶]. الماسونية بين أنصارها وخصومها، مخ: (۲۶۷).
[۷]. الحقائق الأصلية في الماسونية العملية، مخونه: (۵۷–۵۸) او تاريخ الماسونية العام، مخ: (۵۲).
[۸]. هماغه منبع، مخ: (۵۲).
[۹]. الماسونية بين أنصارها وخصومها، مخ: (۲۶۹).


