لیکوال: ابو عائشه
شېن تو دین (برخه: ۱۲)
مېلې (جشنونه)
مېلې یا جشنونه د شېن تو (Shinto) دین تر ټولو مهم دیني اړخ ګڼل کېږي، چې زیاتره یې په معبدونو او یا هم عامه ځایونو کې ترسره کېږي. د معبدونو جشنونه تر ډېره یوه ټاکلې دودیزه بڼه لري. لوی مذهبي مراسم په عمومي ډول لاندې پړاوونه لري:
طهور یا پاکوالی، د لوی راهب تر شا پلی تګ، د عبادت ځای دروازه پرانیستل، د خوړو ډالۍ وړاندې کول (له غوښې پرته)، دعا او عبادت، مقدسه موسیقي او ګډا، د ګډونوالو له لوري د ساکاکي (Sakaki) له مقدسې ونې څخه د وړو څانګو وړاندې کول او کله ناکله د ګډونوالو له لوري د همدې خوراکي ډالیو خوړل.
د وخت له مخې د معبد مراسم دوه ډوله دي:
-
کلني مراسم، لکه: د پسرلي مراسم چې د ښه حاصل لپاره پکې دعا کېږي.
-
ګاهني مراسم، لکه: د معبد د انتقال یا د ځای د بدلون مراسم.
هغه جشنونه چې له معبد څخه بهر ترسره کېږي ټاکلې بڼه نه لري، بلکې د مراسمو له موخې سره تړاو لري. د دغو مراسمو له ډلې ځینې یې دا دي: د سومو (Sumo) کشتي/ غېږ نيونه، د آس ځغلول، د غشي ویشتل، او د شېن تو ګډا.
د شېن تو د هغو جشنونو له ډلې چې له معبد څخه د باندې ترسره کېږي یو یې د شېنکو (Shinko) جشن دی. په دې مراسمو کې چې په ډېر شور او شوق ترسره کېږي، ځوانان یو کوچنی او د انتقال وړ معبد پر اوږو وړي. ډېری شېنتويي جشنونه له مېلمستیاوو، خوړو، څښاک، موسیقۍ، سندرو، ګډا، دعا او شکرانې سره مل وي.[۱]
د څېړنو له مخې د دې دین په بېلابېلو دورو کې بېلابېل جشنونه دود شوي دي. د مشهورو مراسمو له ډلې یې يو د نهي نامه ( د نوي حاصل لومړنۍ مېله) نومېږي، چې د وريژو لومړني حاصل د خوند څکلو په پار د کال په یوولسمه میاشت کې ترسره.[۲]
ودونه
شېن تو دین کې د ودونو مراسم یو مقدس عمل ګڼل کېږي او د ودونو مراسمو ته د کامي (Kami) په شتون کې واده ویل کېږي. دا دود د یوه راهب په شتون کې ځينې وخت په معبدونو او ډېر کله په کورونو او عامه تالارونو کې ترسره کېږي. جاپان ته د مسیحیت تر راتګ وړاندې د څو ښځو درلودل غیرې معمولي کار نه ګڼل کېده، خو وروسته یو واده ( تکهمسري) د یوه ټولنیزې ارزښت په توګه ومنل شو.[۳]
که څه هم دا دود اوس ډېر کم لیدل کېږي، خو د واده دودیز مراسم لا هم د شېن تو په زیارت ځایونو کې د روحاني مراسمو په توګه ترسره کېږي. یاد مراسم په عمومي ډول د ناوې، زوم او د دوی د کورنيو د نږدې غړو په شتون کې سرته رسېږي، چې نذر، د ګوتمې تبادله، دعا، خوراک، څښاک او د کامي (Kami) لپاره قرباني ورکول پکې شامل دي.[۴]
زیارت
د زیارت یا (Ankei) دود او له معبدونو لیدنه د شېن تو دین له مهمو مذهبي اعمالو څخه دي او دا هرڅه کامي سره د تړون د بیا نوي کولو څرګندونه ده. یاد دود ځینې وخت هر کال او کله هم هره ورځ ترسره کېږي. ځینې زیارتونه په ډلییز ډول ترسره کېږي، چې زرګونه کسان په ګډه د کوم ځانګړي معبد یا د یو ځانګړي کامي د زیارت لپاره روانېږي. د زیارت د شمېر په اړه دقیق څه نه شته خو د ځینو معبدونو، لکه: (د ایسه (Ise) معبد چې مخکې په تفصیل سره ترې یادونه وشوه) زیارت کول په ټول ژوند کې لږ تر لږه یو ځل د هر شېنتویي لپاره یو لازمي عمل بلل کېږي.[۵]
مرګ
شېن تو دین کې مرګ یو شریر او ناپاک عمل بلل کېږي. د مړو د ښخولو مسؤلیت د هغوی د خپلوانو په غاړه دی. د مرګ مراسم يې په عمومي ډول خاورو ته د سپارلو (دفن) په بڼه ترسره کېږي او اوږد تاریخي شالید لري؛ د ډبرينو قبرونو پاتې شوني يې شاو خوا (۳۰۰ م) کال ته رسېږي. سره له دې چې هدیرې يې د معبدونو تر څنګ موقعیت لري، خو راهبان د دفن کولو په مراسمو کې هېڅ ونډه نه لري، چې دا د مړو د سپکاوي په مانا نه ده. کله کله د یوه ملي اتل یا مشهور شخصیت د درناوي لپاره یو معبد د هغه په نوم جوړوي. سربېره پر دې د مړو زیارت کول، د نوي حاصل ډالۍ ورکول او د ځانګړو دعاګانو لوستل پکې د مړو د ارواحو د سکون سبب ګڼل کېږي.[۶]
د شېن تو د عقیدې له مخې ټول انسانان له مرګ وروسته په کامي (Kami) بدلېږي، ځکه په دې دین کې پر اخرت یا له مرګ وروسته پر ژوند عقیده نه شته. د دوی باور دا دی چې د انسان روح له وفات وروسته د بدن له مادي قید څخه ازاديږي او د طبیعت له روحونو او ځواکمنو قواوو سره یوځای کېږي.[۷]
یادونه
په هغه دین کې چې نه پر خدای عقیده موجوده وي او نه د اخرت پر ورځ ایمان؛ د انسان د اعمالو نتیجه یوازې له دنیوي ژوند سره تړلې وي، مرګ یوازې له منځه تګ او فنا کېدل وي، نه بلې نړۍ ته تګ، نه د ثواب تمه موجوده وي او نه له عذاب وېره؛ نو خود به يې پیروان مرګ ناپاک، شریر او ناسم ګڼي.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[1] . ابراهیم، علیرضا، آیین شینتو؛ نگاهی از فراز، بیتا، ص 95.
[۲] . سایت دائرة المعارف طهور، عنوان مقاله: نیایش و مراسم مذهبی در دین شینتویی.
[۳]. ابراهیم، علیرضا، آیین شینتو؛ نگاهی از فراز، بیتا، ص 95.
[۴]. سایت حقوق نیوز، عنوان مقاله: ریشهها و اعتقادات مذهب شینتو؛ مذهبی که خدایی ندارد.
[۵]. سایت د. مهدی رهبری، عنوان مقاله: دین شینتو، دین رسمی ژاپن، تاریخ نشر مقاله: 1392 هجری شمسی.
[۶]. ابراهیم، علیرضا، آیین شینتو؛ نگاهی از فراز، بیتا، ص 95.
[۷]. بشیر، خالد، عنوان المقال: ماذا تعرف عن دیانة الشینتو الیابانیة؟ نشر المقال في حفریات، تاریخ نشر المقال: 2025 م.


