لیکوال: ابوعائشه
شین تو دین ( يوولسمه برخه)
مقدمه: په تېره برخه کې مو د شین تو دین د معبدونو او ایزدکدو په اړه لیکلي وو او څرګنده کړې مو وه، چې په جاپان کې د معبدونو شمېر څومره دی، خلک د معبدونو په اړه څه نظر لري او معبدونه د هغوی لپاره څه اهمیت لري. عموماً کله چې د معبدونو او ایزدکدو یادونه کيږي تر ټولو اړوند موضوع ورسره د هغو مراسمو او دودونو بیان دی چې خلک یې په خپلو معبدونو کې ترسره کوي؛ په همدې اساس د څېړنې په دې برخه کې هڅه کوو چې د شین تو دین په رڼا کې د جاپاني وګړو انفرادي عبادت او ډله ییزو مراسمو څرنګوالی بیان کړو.
په شین تو دین کې د مراسمو او عبادتونو د ترسره کولو څرنګوالی
هر دین او آیین خپل ځانګړي مراسم او ځانګړي احکام لري چې د هماغه دین پیروان یې تعقیبوي او تل یې عملي کوي. د شین تو دین هم همداسې دی. شین تو دین هم بیلا بیل مراسم، دودونه، رواجونه، عبادات، نذرونه او ډالۍ لري چې د خلکو له لوري په بېلا بېلو بڼو ترسره کیږي.
د یادونې وړ ده چې د شین تو دین ډېری مراسم او احکام اجباري او لازمي نه دي؛ بلکې یوازې د نېکمرغۍ په موخه سپارښتنې یا د ښو اړیکو لپاره لارښوونې دي؛ په همدې اساس عمل نه پرې کول یې عموماً د سزا یا محرومیت سبب نه کېږي.[۱]
د شین تو مذهب هم د نورو دینونو په څېر د عبادت لپاره ځانګړي ځایونه او مقامونه لري. ایزدکدې د شین تو د خدایانو د عبادت ځایونو په توګه ټاکل شوي او په تاریخ کې د شین تو د مذهبي مراسمو اصلي ځایونه ګڼل شوي دي. اوس مهال په ټول جاپان کې له ۸۰ زره څخه زیاتې ایزدکدې موجود دي چې د دې دین پیروان یې د عبادت او مختلفو مراسمو ترسره کولو لپاره کارؤي.[۲]
آیینونه، آداب، احکام او ديني مکلفیتونه
شین تو دین له نظري اړخه ساده او کم تفصیلي مذهب دی، له همدې کبله له سامي ادیانو سره چې ژوره، پېچلي او الاهیاتي بڼه لري د پرتله کولو وړ نه دی. د دې دین پیروان د نظري بحثونو پر ځای د مذهبي مراسمو (Matsuri) پر ترسره کولو بوخت وي. له همدې امله شین تو دین آداب محوره دین ګڼل کېدای شي.
یاد مراسم دوه اړخونه لري:
لومړی اړخ یې انفرادي بڼه ده چې له ورځنیو دعاګانو او مذهبي مکلفیتونو څخه عبارت ده، او هدف یې هم د کامي (د شین تو خدایانو) اطاعت دی او یا هم د اړتیاوو د پوره کولو غوښتنه.
دوهم اړخ یې عامه یا ټولیز اړخ دی، چې زیاتره د جشنونو او مذهبي مراسمو په چوکاټ کې ترسره کېږي، او هدف ترې د شکر ادا کول، د یوې ځانګړې بلا یا ستونزې دفع کول، او یا له کامي څخه د ځانګړې اړتیا غوښتنه ده.
د شین تو دین د مراسمو د هدف له مخې یاد مناسک په دوو ډلو وېشل کېدای شي:
۱. هغه مراسم چې د دنیاوي ګټو لپاره ترسره کېږي.
۲. او هغه مراسم چې د اخروي ثواب او روحاني ګټو په موخه ترسره کیږي.[۳]
د جاپان خلک په ځانګړي ډول د شین تو دین پیروان کله چې معبدونو ته داخلېږي یا د عبادت او دعا مراسم ترسره کوي، نو یو لړ ځانګړي پړاوونه تېروي.
هغه زائرین چې خاصه عقیده لري معبدونو ته د داخلېدو پر مهال او خپلو ایزدکدو ته د ډالیو د وړاندې کولو پر وخت له هغو لارو تېرېږي چې له دواړو خواوو د مقدسو ونو تر سیوري لاندې وي. د معبد مرکزي زیارت ته ځان رسوي، د ښایسته او هنري ودانۍ لاندې یو کوچنی زنګ ځوړند وي.
کله چې زیارت کوونکی دې ځای ته ورسېږي نو لومړی خپل لاسونه او خوله مینځي، خولۍ او نیم تنه لباس له ځان لرې کوي، د معبد د زینو مخې ته د جاپاني دود له مخې لاسونه سره یوځای کوي، تعظیم کوي، زنګ وهي، او بیا په ډېر تواضع او خشوع سره خپل نذر یا هدیه، چې په دسمال کې تړل شوې وي، په ځانګړي ځای کې ږدي. وروسته دعا کوي، په تګ کې یو ځل بیا د رکوع او خضوع په حالت کې د تفکر او مراقبې حالت ته ځي، او څو شېبې وروسته په ارام او متواضع حالت کې بېرته راګرځي. کله چې دروازې ته ورسېږي، یو ځل بیا مخ را اړوي، تعظیم کوي او له معبد څخه وځي.[۴]
دا چې د جاپان خلک د خپلو عبادتونو او مراسمو د ترسره کولو لپاره کوم عناصر په پام کې نیسي، د عبادت بڼه یې څه ډول ده، د چا لپاره عبادت کوي او د عبادت انګېزه یې څه ده؟ په اړه یې پوهیدل اړین دي.
لاندې به د هغو مهمو عناصرو یادونه وکړو چې د جاپان خلک ډېره پاملرنه ورته کوي او تل یې عملي کوي.
تطهیر(پاکوالی):
د هغو مهمو مذهبي مراسمو له ډلې چې د شین تو دین ځانګړتیا ده، یو یې هم د تطهیر مراسم دي چې په جاپاني ژبه کې Harae ورته ویل کېږي. دا مراسم ځینې وخت د یوه خپلواک دود په توګه ترسره کېږي او کله هم د نورو مذهبي مراسمو د پیل یا مقدمې په توګه ترسره کېږي.
د تطهیر فلسفه دا ده چې انسان بېرته خپلې اصلي فطري پاکۍ ته را وګرځول شي. دا مراسم کله د لاسونو، مخ، خولې او ځینې وختونه د ټول بدن په پرېمنځلو سره ترسره کېږي او کله هم د کفارې په ډول د پیسو ورکولو له لارې ترسره کېږي. البته نن سبا د لرګیو د لوحو پر سر ایښودل او وړاندې کول یو معمول دود ګرځېدلی دی. دا لوحې له مخکې چمتو کېږي او د کامي په وړاندې د اعتراف او توبې نښه ګڼل کېږي.
له تطهیر موخه دا نده چې انسان د خپلو تېرو کړنو له تاوانه خلاصوي، بلکې هدف یې دا دی چې د تېرو ګناهونو د جبران لپاره یې چمتو کوي.
د هغو مهمو اصولو له ډلې چې د شین تو دین پرې ټینګار کوي یو هم پاکي او صفايي ده. د شین تو دین معبدونو ته له داخلېدو وړاندې فزیکي او معنوي تطهیر ضروري شرط ګڼل کېږي. عموماً خلک د معبد د دروازې پر سر د هغو سپېڅلو چینو پر اوبو خپل لاسونه او خوله مینځي. دا عمل د فزیکي او روحاني چټلتیا د لرې کولو لپاره دی، څو د انسان بدن او روح له کامیانو سره د اړیکې او مقدسې فضا ته د داخلېدو لپاره چمتو شي.[۶]
تطهیر یا Harae هغه مراسم دي چې د انسان یا د یوه شي د نجاست او ناپاکۍ د لرې کولو لپاره ترسره کېږي. د تطهیر تشریفات بېلابېل ډولونه لري:
-
د راهب له لوري دعا ویل کیدل
-
د اوبو یا مالګې په وسیله پاکول
-
او یا هم د خلکو د یوې لویې ډلې ګډ تطهیر.
په شین تو دین کې تطهیر څو ډولونه لري، خو تر ټولو مهم هغه یې لوی تطهیر (Ōharae) بلل کېږي. دا ډول تطهیر هر کال د جون او دسمبر په پای کې د جاپان د بېلا بېلو زیارت ځایونو په شاوخوا کې ترسره کېږي، چې هدف یې د ټول ملت د روحاني او فزیکي پاکۍ تأمین دی.
په ځینو ځانګړو حالاتو لکه د طبیعي افتونو یا ناورینونو له پېښېدو وروسته هم د تطهیر دا مراسم ترسره کېږي.[۷]
دعا (Nonito)
دعا چې په جاپاني ژبه کې ورته Nonito ویل کېږي د انسان او کامي (د شین تو خدایانو) ترمنځ د اړیکې له تر ټولو عامو لارو څخه ده. د دعا د لومړنیو بېلګو یادونه په لرغوني کتاب انګیشيکي (Engishiki) کې شوې ده. سربېره پر دې نن ورځ داسې نوې دعاګانې هم شته چې د ځانګړو مراسمو له محتوا او موقعیت سره تړاو لري.
د شین تو دین دعاګانې ډېری وخت شعري بڼه لري او عموماً د توبې، رحمت غوښتنې، د نېکمرغۍ د هیلې او پر نیکیو د پابند پاتې کېدو ژمنه پکې شامله وي.
تر نولسمې پېړۍ د جاپاني ټولنې اقتصادي بڼه کرنه او زراعت و. له همدې امله د شین تو دین ډېری آداب او مذهبي دودونه هم له کرنې سره ژور تړاو لري. د بېلګې په توګه د مشهورو دعاګانو له جملې یوه یې هغه دعا ده چې د ښه حاصل د غوښتنې او د مني حاصلاتو د شکرانې په موخه ویل کېږي.[۸]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] سایت د. مهدی رهبری، عنوان مقاله: دین شینتو، دین رسمی ژاپن، تاریخ نشر مقاله: ۱۳۹۲ هجری شمسی.
[۲] تاریخچۀ مذهب شینتو، دین در ژاپن، مذهب شینتو، سایت اسپیلت البرز، تاریخ نشر مقاله: ۱۴۰۲ هجری شمسی.
[۳] ابراهیم، علیرضا، آیین شینتو؛ نگاهی از فراز، بیتا، ص ۹۳- ۹۴.
[۴] جان ناس، تاریخ جامع أدیان، ترجمۀ علی اصغر حکمت، چاپ سوم، ۱۳۵۴ هـ. ش، با همکاری مؤسسۀ انتشارات فرانکلین، ص ، ص ۲۹۲.
[۵] ابراهیم، علیرضا، آیین شینتو؛ نگاهی از فراز، بیتا، ص ۹۴.
[۶] سایت (مجلۀ) روشنایی، گروهی از نویسندگان، تاریخ نشر مقاله ۱۴۰۳ هجری شمسی، عنوان مقاله: داستان آماتراسو، ایزدبانوی خورشید در اساطیر ژاپن.
[۷] سایت حقوق نیوز، عنوان مقاله: ریشهها و اعتقادات مذهب شینتو؛ مذهبی که خدایی ندارد.
[۸] ابراهیم، علیرضا، آیین شینتو؛ نگاهی از فراز، بیتا، ص ۹۴.


