لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (نهه شپېتمه برخه)
د علومو او تمدن جوړونې په برخه کې د مسلمانانو رول
ښه اخلاق
د هغو مهمو اصولو له جملې چې اسلامي شریعت د بېلا بېلو علومو د ترویج او لوړ تمدن رامنځته کولو لپاره وړاندې کړی یو یې هم «حُسن الخُلق» یا د ښې رویې اصل دی.
«ښه اخلاق» هغه مفهوم دی چې د تاریخ په اوږدو کې تل د انسانانو د بحث موضوع پاتې شوي. له پخوانیو فیلسوفانو نیولې تر نن ورځې پورې بشریت هیله درلوده چې ښه اخلاق به په ټولنه کې غالب وي. د همدې لپاره فیلسوفانو د «آرمان ښار» یا «مدینه فاضله» په اړه لیکنې وکړې؛ خو کله چې پوه شول د آرمان ښار رامنځته کول یو خیال دی، نو یاد مفهوم ته یې د «انسانیت» نوم ورکړ.
د اسلامي قاموس له مخې په لوېدیځ کې د «الإنسانیة» کلمه د «الرحمة» یا رحمت له کلمې سره نږدې ده، خو په اسلام کې رحمت یوازې د حُسن الخُلق یوه برخه ده، ځکه « ښه اخلاق» پراخ او ژور مفهوم دی. یاد مفهوم مهربانۍ، صبر، د خلکو له لوري د اذیت زغمل، او د حق ملاتړ هم په ځان کې رانغاړي.
امام حارث محاسبي رحمه الله فرمایي: «ومن علامة حسن الخلق احتمال الأذى في ذات الله، وكظم الغيظ، وكثرة الموافقة لأهل الحق على الحق، والمغفرة والتجافي عن الزلة.» ژباړه: د ښواخلاقو یوه نښه دا ده چې د الله تعالی په لار کې تکليف اوغوسه وزغمل شي، د اهل حق ملاتړ وشي، د خلکو تېروتنې وبخښل شي او له یادولو یې ډډه وشي. [۱]
همدارنګه امام غزالي رحمه الله فرمایي: «وليس حسن الخلق كف الأذى، بل احتمال الأذى.» ژباړه : ښه اخلاق دا نه دي چې له خلکو سره بد ونه کړې، بلکې ښه اخلاق د نورو له لوري د ازار او اذیت زغمل دي. [۲]
الله تعالی خپل رسول صلیالله علیه وسلم په ښو اخلاقو سره ستایلی او فرمایلي یې دي: “وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ” ژباړه: بېشکه ته د لوړو اخلاقو څښتن یې. [۳]
د اسلام پیغمبر صلیاللهعلیه وسلم د مسلمانانو د ایمان برتري د هغوی په اخلاقو پورې تړلې ده. تر دې چې نیک اخلاقه خلک د ایمان له پلوه تر ټولو بشپړ ګڼل شوي دي. امام بزار رحمه الله د حضرت انس بن مالک رضیاللهعنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی اللهعلیه وسلم وفرمایل: “إِنَّ أَكْمَلَ الْمُؤْمِنِينَ إِيمَانًا أَحْسَنُهُمْ خُلُقًا، وَإِنَّ حُسْنَ الْخُلُقِ لَيَبْلُغُ دَرَجَةَ الصَّوْمِ وَالصَّلاةِ” ژباړه: بېشکه د ایمان له مخې بشپړ مؤمن هغه څوک دی چې ښه اخلاق لري او ښه اخلاق د روژې او لمانځه درجه لري. [۴]
رسول الله صلیاللهعلیه وسلم فرمایلي دي چې د قیامت په ورځ به ماته تر ټولو محبوب او نېږدې خلک هغه څوک وي چې غوره اخلاق ولري: “إِنَّ مِنْ أَحَبُّكُمْ إِلَيَّ وَأَقْرَبِكُمْ مِنِّي مَجْلِسًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَحَاسِنَكُمْ أَخْلَاقًا” ژباړه: بېشکه د قیامت په ورځ به ما ته تر ټولو نېږدې او محبوب کسان هغه وي چې غوره اخلاق لري.[۵]
د قیامت په ورځ به د اعمالو په تله کې له ښو اخلاقو بل هیڅ شی دروند نه وي: “مَا مِنْ شَيْءٍ يُوضَعُ فِي الْمِيزَانِ أَثْقَلُ مِنْ حُسْنِ الْخُلُقِ.” ژباړه: د قیامت په ورځ به د اعمالو په تله کې د اخلاقو څخه هېڅ څيز دروند نه وي.[۶]
رسول الله صلیالله علیه وسلم په یوه بل ځای کې فرمایلي دي: “أَكْثَرُ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ الْجَنَّةَ تَقْوَى اللهِ وَحُسْنُ الْخُلُقِ، وَأَكْثَرُ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ النَّارَ الْفَمُ وَالْفَرْجُ.”ژباړه: تر ټولو زیات څه چې انسانان جنت ته داخلوي د الله تعالی په وړاندې تقوا او ښه اخلاق دي او تر ټولو زیات څه چې انسانان دوزخ ته داخلوي ژبه او شرمگاه ده.[۷]
رسول الله صلی الله علیه وسلم په دنیا کې خپل ټول رسالت او مأموریت په دې جمله کې راټول کړی دی: “إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الأَخْلَاقِ.” بېشکه زه یوازې د ښواخلاقو د بشپړولو لپاره استول شوی یم.[۸]
پیغمبر صلیاللهعلیه وسلم د خپل الهي رسالت د پرځای کولو لپاره ډېر زحمتونه ګاللي، انسانان یې له فضیلتونو سره اشنا کړي او د کمال درجې ته یې د هغوی د سترګو په وړاندې ایښي تر څو د بصیرت او پوهې له مخې پیروي ترې وکړي. [۹]
اخلاق ژوند ته ښکلا وربښي او د خلکو ترمنځ د رحمت، نېکۍ او خیر پر بنسټ اړیکې ټینګوي او دا هماغه موخه ده چې د ټینګښت په خاطر یې اسلام راغلی، او د اسلام ستر پیغمبر صلیالله علیه وسلم یې د پلي کېدو لپاره زحمتونه او خطرونه زغملي، په اړه یې واجبات تشریع شوي او سنتونه وضع شوي دي.
لاندې آیتونه او احادیث د همدې حقیقت ښکاره ثبتونه دي: “إِنَّ الصَّلاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ”ژباړه: بېشکه لمونځ له بدۍ او منکراتو څخه منع کوي. [۱۰]
“خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا” ژباړه: د دوى له مالونو صدقه واخله چې په دې سره يې نفسونه اومالونه پاك او اصلاح کيږې.[۱۱] “كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ” ژباړه: پر تاسې روژه فرض کړای شوې ده لکه څنګه چې ستاسي پر پخوانیو فرض کړای شوې وه، د دې لپاره چې تاسي پرهېزګاران شئ. [۱۲]
“مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالْعَمَلَ بِهِ، فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فِي أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ.” ژباړه: هر څوک چې دروغ ویل او پر دروغو عمل کول ترک نه کړي، نو الله تعالی اړتیا نه لري دې ډول خلکو(روژه نیونکي) ته چې خوراک او څښاک پرېږدي. [۱۳]
“فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ” ژباړه: نو نه دې هغه جماع (شهواني عمل) کوي، نه ګناهونه او نه جګړې د حج په ورځو کې. [۱۴]
یو کس وویل: «ای د الله رسول صلیالله علیه وسلم! فلانۍ ښځه ډېر لمونځونه کوي، روژې نیسي او خیراتونه ورکوي، خو ګاونډیانو ته د ژبې په وسیله ازار رسوي.» رسول الله صلیاللهعلیه وسلم وفرمایل: “هِيَ فِي النَّارِ” ژباړه: هغه په اور کې ده.
سړي بیا وپوښتل: «ای د الله رسول صلیاللهعلیه وسلم! فلانۍ ښځه نه ډېر لمانځونه کوي، نه ډېرې روژې نیسي، نه ډېر خیرات ورکوي، خو یوازې د پنیر ټوټې خیراتوي او خپل ګاونډیان د ژبې لارې نه ازاروي.» رسول الله صلیاللهعلیه وسلم وفرمایل: “هِيَ فِي الْجَنَّةِ” ژباړه: هغه په جنت کې ده.[۱۵]
رسول الله صلیاللهعلیه وسلم بل ځای فرمایي: “لَيْسَ الصِّيَامُ مِنَ الأَكْلِ وَالشّرْبِ، إِنَّمَا الصِّيَامُ مِنَ اللَّغْوِ وَالرَّفَثِ، فَإِنْ سَابَّكَ أَحَدٌ، أَوْ جَهِلَ عَلَيْكَ، فَقُلْ: إِنِّي صَائِمٌ، إِنِّي صَائِمٌ.” ژباړه: روژه یوازې له خوراک او څښاک څخه د ځان ساتل نه دي، بلکې له بېهوده خبرو او بدو کلمو څخه ځان ساتل دي. نو که چا بد درته وویل یا یې ناداني وکړه، نو ورته ووایه : زه روژه یم، زه روژه یم.) [۱۶]
په بل حدیث کې د الله رسول صلیاللهعلیه وسلم درې ځله قسم یاد کړی او د ګاونډي د امن مسأله یې په خورا ټینګار سره یاده کړې ده. حضرت ابوهریره رضیاللهعنه روایت کوي چې رسول الله صلیالله علیه وسلم وفرمایل: “وَاللهِ! لَا يُؤْمِنُ، وَاللهِ! لَا يُؤْمِنُ، وَاللهِ! لَا يُؤْمِنُ.” ژباړه: صحابه کرامو وویل: «ای د الله رسول صلی الله علیه وسلم ! هدف مو څه ډول کسان دي؟» هغه وفرمایل: “الَّذِي لَا يَأْمَنُ جَارُهُ بَوَائِقَهُ” ژباړه: هغه څوک چې ګاونډی یې له شر څخه په امان کې نه وي.
پورته حدیث د هغه چا ایمان نه نفي کوي چې ګاونډي ته یې ازار رسولی وي، بلکې د هغه چا د ایمان د کمال نشتوالی بیانوي چې ګاونډیان یې په دوامداره توګه له شر څخه خوندي نه وي. دا ډول لیدلوری د بشر په تاریخ کې ساری نه لري.
رسول الله صلیاللهعلیه د خپل امت د یوه داسې کس انځور وړاندې کړ چې لمونځ کوي، صدقه ورکوي او روژه نیسي خو اخلاق یې سم نه دي او دا ډول کسانو ته یې خبر ورکړ چې د قیامت په ورځ به دوزخ ته داخلیږي . نبي کریم صلیاللهعلیه وسلم وفرمایل: “أَتَدْرُونَ مَا الْمُفْلِسُ؟”
اصحابوکرامو وویل: زموږ په نظر خو مفلس هغه څوک دی چې نه درهم لري او نه مال. نبي صلیاللهعلیه وسلم وفرمایل: “إِنَّ الْمُفْلِسَ مِنْ أُمَّتِي يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِصَلَاةٍ وَصِيَامٍ وَزَكَاةٍ، وَيَأْتِي قَدْ شَتَمَ هَذَا، وَقَذَفَ هَذَا، وَأَكَلَ مَالَ هَذَا، وَسَفَكَ دَمَ هَذَا، وَضَرَبَ هَذَا، فَيُعْطَى هَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ، وَهَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ، فَإِنْ فَنِيَتْ حَسَنَاتُهُ قَبْلَ أَنْ يُقْضَى مَا عَلَيْهِ، أُخِذَ مِنْ خَطَايَاهُمْ فَطُرِحَتْ عَلَيْهِ، ثُمَّ طُرِحَ فِي النَّارِ.” ژباړه: زما په امت کې بې وسه (مفلس) انسان هغه دی چې د قیامت په ورځ به یې د لمانځه، روژې او زکات عملونو سم وي، خو یو چاته به یې بد ویلي وي، په بل به یې تهمت لږولی وي، د بل مال به یې خوړلی وي، د بل وینه به یې تویه کړې وي او بل به یې وهلی وي. نو نیکۍ به یې هغوی ته ورکړل شي چې ازار کړې یې دي، او مخکې له دې چې د ټولو حقونه پرې ادا شي خو د ده نیکۍ ختمې شي، نو د هغوی په ګناهونه به پرده واچول شي، بیا به په دوزخ کې وغورځول شي.
دا ډول انسان د ایمان رښتینې موخه نه ده پوره کړې. ښايي یو ماشوم هم د لمانځه حرکات را نقل کړي او د دعا الفاظ تکرار کړي، یا یو تمثیل کوونکی د عبادت په بڼه ځان راښکاره کړي، خو دا ډول ظاهري کارونه د ایمان حقیقت او د عبادت ستر هدف نه پوره کوي.
اسلامي تمدن د همدې اخلاقي روزنې پر اساس ژوند ته ښکلا وروبښله، تر دې چې علماوو ویلي دي: “الحسن الخلق من نفسه في راحة، والناس منه في سلامة، والسيئ الخلق الناس منه في بلاء، وهو من نفسه في عناء.” ژباړه: د ښو اخلاقو څښتن هم خپله آرام او اسوده وي،هم خلک ترې په امان کې وي؛ خو بد اخلاقه انسان هم نورخلک په ستونزو کې اچوي، او هم خپله په کړاو کې وي.[۱۸]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] المحاسبي، ابوعبدالله، آداب النفوس، ص: ۱۵۳، دارالجیل، بیروت، لبنان.
[۲] غزالي، ابوحامد محمد ابن محمد، إحیاء علوم الدین، ج:۱، ص: ۲۶۳، دارالمعرفة، بیروت، لبنان.
[۳] القلم: ۴.
[۴] ابوداوود: ۴۶۸۲.
[۵] ترمذي: ۲۰۱۸.
[۶] ترمذي: ۲۰۰۳.
[۷] مسند امام احمد: ۹۰۸۵.
[۸] مسند امام احمد: ۸۹۳۹.
[۹] ماذا قدّم المسلمون للعالم؟، ص: ۶۶۵.
[۱۰] العنکبوت: ۴۵.
[۱۱] التوبه: ۱۰۳.
[۱۲] البقره: ۱۸۳.
[۱۳] بخاري: ۱۸۰۴.
[۱۴] البقره: ۱۹۷.
[۱۵] مسند امام احمد: ۹۶۷۳.
[۱۶] حاکم: ۱۵۷۰.
[۱۷] مسلم: ۲۵۸۱
[۱۸] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۶۷


