Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»شین‌تو دین (لسمه برخه)
دینونه یکشنبه _5 _اکتوبر _2025AH 5-10-2025AD

شین‌تو دین (لسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعائشه
شین‌تو دین (لسمه برخه)
په اوسني عصر کې د شینتو معبدونه 
په ۱۹۴۵ کال کې هغه مهال کله چې د شینتو دین یو سل او لس زره (۱۱۰,۰۰۰) زیارتونه او محرابونه چې تر هغه وخته د جاپان د داخله وزارت تر مستقیمې ادارې لاندې وو له دولتي څار او کنټرول څخه آزاد او خپلواک شول او مالي مرستې پرې بندې شوې، نو په اداره او تشکیلاتو کې یې یو څه ګډوډي او بې‌نظمۍ رامنځته شوه،  کارونه یې له ځنډ او زوال سره مخ شول او روحانیان (کشیشان) چې تر هغه وخته یې په مستقیم ډول د چارو مسئولیت پر غاړه درلود د څه مودې لپاره بې‌تکلیفه او سرګردانه پاتې شول.
خو ډېر ژر بېرته نظم او ثبات ټینګ شو او شېنتو معبدونو د یوه ملي مذهب بڼه خپله کړه. د خلکو تګ‌راتګ، لېوالتیا او عبادت له سره رواج وموند او دغو معبدونو ته د ټولنې د عامو وګړو پام بېرته را واوښت. ډېری معبدونه له سره ورغول شول او د هېواد په ګوټ ګوټ کې له دغو معبدونو د ساتنې او ملاتړ لپاره ملي او محلي ټولنې او انجمنونه رامنځته شول.
د خلکو له نذرونو او ډالیو نوې مالي سرچینې برابرې شوې، تر دې چې د شېنتو شاوخوا شپږ اتیا زره (۸۶,۰۰۰) زیارتونه د ملي انجمنونو تر ملاتړ لاندې راغلل. فعالیتونه یې بېرته پیل شول او یو ځل بیا د خلکو د پاملرنې او عقیدې په مرکزونه بدل شول.[۱]
په هر کلي او بانډه کې د شېنتو ځانګړي زیارتونه او معبدونه جوړ شول، چې د شنو او ښایستو ونو او ګلانو په منځ کې یې یو ښکلی او روحاني منظر رامنځته کړی و. د هر معبد لپاره یو مستطیل‌شکله انګړ جوړ شو چې شاوخوا یې د مقدسو نباتاتو کټارې راتاو شوې وې او د ننوتلو په مرکزي برخه کې د شېنتو مشهوره دروازه «توري» (Torii) پرانستل شوې وه. دا ډول دروازې د اسلامي جوماتونو د منارو او د بودایانو د مخروط‌شکله «پاګودا» معبدونو په څېر مقدس او محترم ځایونه ګڼل کېږي.
هغه زائرین چې رښتینې عقیده لري له دغې دروازې تېرېږي او له یوې لارې چې دواړه خواوې یې د مقدسو ونو تر سیوري لاندې دي د مرکزي زیارت په لور حرکت کوي. په منځ کې یې یوه ښکلې او ظریفه ودانۍ لیدل کېږي چې لاندې یې یو کوچنی زنګ ځوړند دی. کله چې زائرین دې ځای ته رسېږي، نو لومړی خپل لاسونه او خوله مینځي، وروسته خپله خولۍ او جامه له بدن څخه لرې کوي، د زیارت پر زینې پورته کیږي، دواړه لاسونه د جاپانیانو د ځانګړي دود له مخې یو له بل سره نښلوي، تعظیم پر ځای کوي او وروسته د زیارت زنګ وهي. وروسته هم خپل سر ټیټوي، د ډېرې خضوع او عاجزۍ په حالت کې د اړتیا د پوره کولو په موخه په دستمال تړلې تحفه د ډالیو په ځانګړي ځای کې ږدي. ورپسې دعا کوي، د رکوع او کرنش په حالت کې ټیټېږي، له درناوي او چوپتیا ډکه فضا کې د مراقبې او تفکر لپاره درېږي. څو شېبې وروسته په هماغه ارام او درانه حالت کې ورو ورو بېرته راګرځي او کله چې دروازې ته رسېږي، یو ځل بیا شا را اړوي، تعظیم کوي او له معبد څخه وځي.[۲]
په همدې انګړ کې له مرکزي زیارت سره نږدې یو بل مقدس ځای شتون لري چې د یوه سرپټ دهلیز له لارې له اصلي زیارت سره نښلول شوی دی. دغه ځای د «هوندون» (Honden) په نوم یایدیږي. زائرینو ته عموماً د دې ځای د لیدو اجازه نه ورکول کېږي، خو د کلي یا سیمې ټولو خلکو ته معلومه ده چې د همدې ځای په دننه کې د معبد تر ټولو مقدس شی ساتل کېږي. دغي شي ته «شینتای» (Shintai) وایي یعنې «سپېڅلی بدن» یا «نیک جسم».
دا مقدس شی عموماً پټ ساتل کېږي او یوازې په ځانګړو مراسمو یا ځانګړو ورځو کې ښکاره کیږي. دا شی مادي ارزښت نه لري خو عموماً د یوه کوچني توکي په بڼه په ورېښمین دستمال کې تاو شوی او په څو ظریفو بکسونو کې یو پر بل ایښودل شوی وي. دغه توکي کېدای شي زاړه توره، لرغونی خنجر، ښیښه‌یي بلور، یا د پوستکي طومار چې مقدسې کلمې پرې لیکل شوې وي واوسي.
د سیمې خلک او د قبیلې مشران له پخوا زمانو راهیسې له دې مقدس شي سره ځانګړې مینه لري او درناوی یې کوي، ځکه دا د هغوی د نیکونو او لرغونو نیاکانو یادګار دی او د یوه فوق‌الطبیعي یا مافوق بشري قوت نښه بلل کېږي.
هر کال یو ځل د کلني مذهبي جشن پر مهال د کلي اوسېدونکي همدا مقدس شی په یوه سپېڅلي آس‌ګډۍ کې ږدي او د ښار یا کلي په لارو او کوڅو کې یې ګرځوي. د آس‌ګډۍ مخې ته بیرغونه او جنډې روانې وي، او له شا یې موسیقي‌وهونکي او منادیان له عجیبو او رنګینو نقابونو سره تعقیبوي. ښایسته نجونې د دمبورې، نی او د موسیقۍ نورو آلو ته آټن کوي.[۳]
لاندې د شېنتو دین له ځینو مشهورو معبدونو څخه یادونه کوو:
۱. د فوشيمي اېناري تايشا معبد
فوشيمي اېناري تايشا د شېنتو یو ډېر مقدس معبد دی چې د وريجو خدای، یعنې «اېناري» ته ځانګړی شوی دی. یاد معبد د زرګونو سور رنګه دروازو (توري Torii) له امله شهرت لري، کومې چې له ځنګله د مقدس معبد تر انګړه یوه ښکلې لاره جوړوي.[۴]
د فوشيمي اېناري معبد د جوړېدو د دقیق تاریخ په اړه بېلابېل نظرونه او روایتونه موجود دي ځکه چې د دې معبد ټولې برخې په یو وخت نه دي جوړې شوې. ډېری تاریخپوهان وایي چې دا عبادت‌ځای د «هې‌آن» (Heian) په دوره کې، یعنې له ۷۹۴ څخه تر ۱۱۸۵ میلادي کلونو پورې جوړ شوی و. د هې‌آن دوره د جاپان د لرغوني تاریخ وروستۍ مرحله ګڼل کېږي، له دې دورې وروسته د فېوډاليزم دور پیل شوه.
د فوشيمي اېناري معبد د ۱۸۷۱ او ۱۹۴۶ کلونو ترمنځ خورا محبوب وګرځېد او په همدې موده کې په رسمي ډول د جاپان تر ټولو مهم او بهترین عبادت‌ځای وګڼل شو.
ځینې سرچینې وایي چې د ۸۱۶ میلادي کال په شاوخوا کې د فوشيمي اېناري معبد لپاره ځای وټاکل شو، ځکه یوه لوی جاپاني راهب «کوکای» (Kukai) غوښتل چې په فوشيمي سیمه کې همداسې یو سپېڅلی معبد جوړ شي.[۵]
۲. د میجي‌ګو معبد
د هغو لومړنیو امپراتورانو له ډلې چې په مدرنه دوره کې یې جاپان د نړۍ د مهمو قدرتونو په کتار کې ودروو، یو هم «میجي» و. یاد امپراتور په جاپان کې دومره محبوب و چې د ده او د ده د مېرمنې په یاد یو سپېڅلی معبد رامنځته شو. د نوي کال په ورځو کې له درې میلیونو زیات خلک د «هاتسوموده» د دعا لپاره دې زیارت ته راځي، او د کال په نورو ورځو کې یاد معبد عموماً د شېنتو د دودیزو ودونو د مراسمو کوربه وي.[۶]
د دغې معبد د جوړېدو په اړه هم بېلابېل روایتونه او نظرونه موجود دي.
۳. د هېداسانوګو معبد
د هېداسانوګو معبد د شېنتو دین له مهمو معبدونو څخه دی چې د جاپان په تاکایاما ښار کې موقعیت لري. یاد معبد د ځانګړې جاپاني معمارۍ له امله شهرت لري او د ښکلا او لرغونتوب بېلګه ده. په دې معبد کې هر کال د «سانو ماتسوري» په نوم یو ستر مذهبي او کلتوري جشن ترسره کېږي چې ګڼ شمېر سیلانیان یې د لیدو لپاره تاکایاما ښار ته سفر کوي.[۷]
۴. د یاساکا معبد
د شېنتو د ښایسته او مشهورو معبدونو له ډلې یو یې هم د کیوټو ښار د «یاساکا معبد» دی.[۸] د یاساکا معبد په حقیقت کې یوه پنځه‌پوړیزه بت‌خانه ده چې د کیوټو په ختیځ کې پرته ده. یاد معبد د «ګیون معبد» په نوم هم یادېږي او د «ګیون جشن» مرکزي ځای دی.
د یاساکا معبد د شېنتو خدای «سوسانو نو میکوتو» ته منسوب دی چې د اوومې پېړۍ په شاوخوا کې جوړ شوی او د برکت، نېکمرغۍ او د آفتونو پر ضد د ساتنې نښه ګڼل کېږي.
د هغو دودونو له جملې چې د یاساکا په معبد کې ترسره کېږي یو یې دا دی چې زائرین خپلې دعاوې، هیلې یا فکرونه په وړو کاغذونو لیکي او بیا یې د هغه ونې له څانګو سره تړي چې د وړو کاغذي کمانونو په واسطه پوښل شوی، دا عمل د نېکمرغۍ او د هیلو د پوره کېدو نښه بلل کېږي.[۹]
۵. د کاميګامو جينجا معبد
۶. د ماتسو تايشا معبد
۷. د کينانو تنمانګو معبد
۸. د سيمي کيوتو معبد
توري دروازه
د هغو مقدسو نښو له جملې چې په شېنتو دین کې ډېر شهرت او ارزښت لري یوه یې هم د «توري» دروازه ده. یاده دروازه د جاپاني وګړو لپاره ځانګړې مانا لري، ځکه دوی یاده دروازه معبدونو او ایزده‌کدو (مقدسو ځایونو) ته د داخلیدو دروازه بولي. د هر معبد د توري دروازو شمېر یو له بل سره توپیر لري، ځینې معبدونه ډېرې دروازې لري، ځینې یې کمې.
توري دروازې د شېنتو معبدونو د اصلي دروازو په توګه پېژندل کېږي او توري دروازه هغه حد یا پوله ده چې د انسانانو نړۍ د خدایانو له نړۍ څخه جلا کوي. د شېنتو د عقیدې له مخې «توري» د نېکو ارواحو د تېرېدو لار ده، بدې اروګانې او شیاطین ترې شړل کېږي.
اکثره توري دروازې سور رنګ لري او له لرګي یا ډبرې جوړې دي. جاپانيان کله چې له دې دروازې تېرېږي، لومړی تعظیم کوي او وروسته د احترام په ډول د دروازې له څنډې تېرېږي، نه د دروتزې له منځ څخه، ځکه د دروازې منځنۍ لاره د خدایانو یا «کامي‌» (Kami) د تېرېدو ځانګړې لاره ده چې عموماً د وړو ډبرو یا شګو په واسطه پوښل شوې وي.[۱۰]
یادونه ۱
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه د شېنتو دین معبدونه خورا زیات دي، هغه ځایونه چې خلک پکې عبادت کوي او مذهبي مراسم ترسره کوي. زموږ موخه دا نه وه چې د ټولو معبدونو یادونه وکړو، ځکه که وغواړو هر معبد جلا جلا معریفو کړو، نو د «اویا منه مثنوي» په څېر اوږدې رسالې ته اړتیا ده چې دا چاره زموږ له وسه پورته ده او ښايي د لوستونکي لپاره هم ګټوره و نه اوسي.
 یوازې د جاپان په لرغوني ښار «کيوتـو» کې د شېنتو ۴۰۰ معبدونه شتون لري. «کيوتـو یو تاریخي او لرغونی ښار دی چې له څلورو سوو څخه زیات د شېنتو معبدونه لري.»[۱۱]
په دې څېړنه کې مو هڅه کړې چې د شېنتو دین یو څو مهم او مشهور معبدونه په لنډ ډول معرفي کړو.
یادونه ۲
د شېنتو دین د معبدونو او ایزده‌کدو له یادولو موخه دا ده چې لوستونکي له دې دین سره ښه بلدتیا پیدا کړي او پوه شي چې د دې دین پیروان چیرې او څه ډول عبادت ترسره کوي. زموږ هدف دا نه دی چې د جاپان د سیاحت لپاره تبلیغات وکړو.
د معبدونو یادونه په هر دین او آیین کې ځانګړی اهمیت لري او له پامه نه شي غورځېدای؛ ځکه معبدونه د هر مذهب د روحاني ژوند مهم مرکزونه وي، او د خلکو د بیدارۍ، مینې، یووالي او الفت د رامنځته کولو اساسي بنسټونه دي.
د بېلګې په توګه په اسلام کې جماعتونه د اسلامي حکومت د پیل بنسټونه وو؛ جماعت هغه ځای و چې د دیني او اجتماعي چارو منظم او دقیق پروګرامونه ترې را پیل شول. ډلې ډلې خلک جوماتونو ته راتلل، او د دعوت، جهاد او د ژوند د نورو چارو لپاره پکې پلانونه جوړېدل.
موږ هم له همدې اړخه د شېنتو دین له معبدونو او ایزده‌کدو یادونه وکړه، تر څو پوه شو چې دا مقدس ځایونه د خلکو په ژوند کې څه رول لري او له دغو معبدونو سره د هغوی اړیکه او تړاو څه ډول دی.
په دې اړه یو لیکوال لیکي: «د شېنتو دین معبدونه نن سبا د ټولنیزو چارو، عامه رفاه او خیریه ټولنو په ملاتړ کې مهمه ونډه لري؛ او دا هغه پدیده ده چې د خلکو په زړونو کې پر کامي (Kami) د خلکو باور لا پیاوړی کوي.»[۱۲]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچينې:
۱. جان ناس، د اديانو عمومي تاريخ، د علي‌اصغر حکمت ژباړه، درېيم چاپ، ۱۳۵۴ هـ ش، د فرانکلن د خپرندوی مؤسسې په همکارۍ، مخ ۲۹۱.
۲. هماغه اثر، مخ ۲۹۲.
۳. جان ناس، د اديانو عمومي تاريخ، د علي‌اصغر حکمت ژباړه، درېيم چاپ، ۱۳۵۴ هـ ش، د فرانکلن د خپرندوی مؤسسې په همکارۍ، مخ ۲۹۲.
۴. اشرف‌نژاد، سارا، د ستاره‌ونک وېب‌پاڼه، د مقالې سرليک: «د جاپان د تر ټولو ليدلو وړ دېرش معبدونو بشپړه پېژندنه»، د خپرېدو نېټه: ۲۰۲۴ ز.
۵. د داروما وېب‌پاڼه، د مقالې ليکوال: Tsubaki، د مقالې موضوع: «د فوشيمي ایناري د معبد پېژندنه – کي‌وتو»، د ليکنې نېټه: ۱۳۹۷ هـ ش.
په دې مقاله کې د فوشيمي د شینتویي معبد په اړه تفصيلي بحث شوی دی. هغو کسانو ته چې د دې معبد په اړه د لا زياتو معلوماتو غوښتونکي وي، سپارښتنه کېږي چې يادې وېب‌پاڼې ته مراجعه وکړي.
۶. اشرف‌نژاد، سارا، د ستاره‌ونک وېب‌پاڼه، د مقالې سرليک: «د جاپان د ليدلو وړ دېرش معبدونو بشپړه پېژندنه»، د خپرېدو نېټه: ۲۰۲۴ ز.
۷. نقوي، رقيه، «د جاپان تر ټولو مشهور معبدونه»، ۱۴۰۱ هـ ش، د پول‌بانک وېب‌پاڼه.
۸. د ليکوال يادونه: دا د جاپان له سترو او مشهورو ښارونو څخه دی چې نږدې يو نيم ميليون وګړي لري. په پخوا وختونو کې د جاپان پلازمېنه وه او د ۱۱۰۰ کلونو لپاره د امپراتورانو د اوسېدو ځای پاتې شوی دی.
۹. د ژیوار وېب‌پاڼه، د مقالې سرليک: «د شینتو معبد / په کي‌وتو کې د شینتو تر ټولو ښکلي معبدونه»، د خپرېدو نېټه: ۱۴۰۱ هـ ش.
۱۰. د ملتونو د ټولنې او فرهنګ تخصصي تحليلي بنسټ وېب‌پاڼه، د مقالې سرليک: «د شینتو او بودا کتنه – د جاپان دوه مشهوره مذهبونه»، د ليکنې نېټه: ۱۴۰۰ هـ ش.
۱۱. د ژیوار وېب‌پاڼه، د مقالې سرليک: «د شینتو معبد / په کي‌وتو کې د شینتو تر ټولو ښکلي معبدونه»، د خپرېدو نېټه: ۱۴۰۱ هـ ش.
۱۲. عبدربه، ایمان بدیع، الإسلام فی الیابان، بې‌تا، مخ ۱۲.
Previous Articleد طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (لومړۍ برخه)
Next Article د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د انسان د دیني اړتیاوو ارزونه (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

دینونه

شېن ‌تو دین (دولسمه برخه)

دوشنبه _20 _اکتوبر _2025AH 20-10-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

شین‌ تو دین ( يوولسمه برخه)

دوشنبه _20 _اکتوبر _2025AH 20-10-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

شېن‌تو دین (نهمه برخه)

پنجشنبه _2 _اکتوبر _2025AH 2-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰) د…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD8 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (اوله برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD6 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.