ليکوال: ابوعايشه
شېنتو دین (نهمه برخه)
د پیل خبرې:
په تېره برخه کې مو د کامیانو او جاپاني وګړو د خدایانو، اساطيرو او افسانو په اړه بحث ترسره کړ. په دې برخه کې د شېنتو دین دوه معبدونه او ايزدکدې څیړو.
معبدونه او ايزدکدې د جاپان د خلکو لپاره ډېر اهميت لري. ډېری معبدونه يې کوم کامي او يا نامتو او مشهور شخصيت پورې تړاو لري. له همدې کبله خلک د خپلو سترو شخصيتونو په څېر دغو معبدونو ته هم درناوی او پاملرنه کوي. په دې برخه کې د همدې موضوع په اړه تفصیلي بحث کوو. البته لکه څرنګه چې وويل شول ځينې معبدونه د نورو په پرتله لوړ مقام لري؛ له همدې امله ښايي څېړنه تر ډېره د شېنتو تر ټولو مشهور معبد «ايسه يا ايزه» پورې محدوده واوسي، ځکه یاد معبد ډېر نامتو او معتبر دی او منابعو هم ځانګړې توجه ورته کړې ده.
ایزدکدې او د شېنتو معبدونه
ایزدکدې چې د شېنتو دین د ربالانواعو د عبادت ځايونه دي د شېنتو دین او کلتور تر ټولو مهم مادي عنصر ګڼل کېږي. په ټول جاپان کې شاوخوا ۸۰ زره وړې او لويې شېنتويي ایزدکدې شتون لري چې ډېر تاريخي ارزښت لري. د شېنتو پيرويان پر دې باور دي چې د ایزدانو يا ربالنوعو ارواح په هغو مقدسو توکو کې حلول کړی چې په ایزدکدو کې ساتل شوې دي. د دغو ایزدکدو موقعيت د ځای طبيعي تقدس او يا هغو مقدسو مراسمو پورې تړلی چې په تېرو وختونو کې به پکې ترسره کېدل.[۱]
د شېنتو معبدونه چې د «جینجا» په نوم يادېږي، مقدس ځايونه دي او دغو ځایونو کې د کامیانو عبادت ترسره کېږي. دا ډول معبدونه عموماً په طبيعي چاپېريال کې جوړېږي او زياتره یې د سور رنګه دروازو په وسيله پېژندل کیږي چې مقدس ځای ته د داخلېدو نښه ده. په معبدونو کې خلک د خوړو، څښاک او نورو ډاليو په قربانولو سره کامیانو ته درناوی کوي او له هغوی نه د برکت، ساتنې او نېکمرغۍ غوښتنه کوي.[۲]
د اووهلسمې پېړۍ په نيمايي کې د امپراتور تنمو (۶۸۶–۶۷۳ ز.) او ملکې جیتو (۶۹۷–۶۸۶ ز.) په ملاتړ د شېنتو معبدونه له لوړ ارزښت څخه برخمن شول. همدارنګه امپراتور تنمو د جاپان د لرغوني تاريخ د ليکلو فرمان ورکړ چې په پایله کې يې دوه اثار کوجيکي (۷۱۲) او نیهونګی (۷۲۰) وليکل شول. نوموړي لوی معبدونه د امپراتورۍ تر ملاتړ لاندې راوستل او په ۶۷۴ ز. کال کې يې د «ايسه معبد» زيارت چې د ده د نياکانو معبد ګڼل کیږي وکړ.
په همدې وخت کې د آماتراسو د نسل په توګه د امپراتورې کورنۍ د تثبیت لپاره ديني او فکري هڅې روانې وي. ځکه د جاپان د لرغونو پاچاهانو او ملکو په اړه باور دا و چې د شمنۍ ځواک لري او د ستر کاهن يا کاهنې مقام ته رسېدلي دي، نو د امپراتور يا ملکې او آماتراسو ترمنځ نسبت ټينګول ګران کار نه و. له همدې امله د دربار شاعرانو تنمو او جیمو دواړه د ژوندیو کامیانو په توګه توصيف کړل.
کله چې د امپراتورې کورنۍ او شېنتو اساطيرو ترمنځ دا ډول ارتباط ټينګ شو، نو وروسته د جاپاني ملتپالنې د يو فکري محور په بڼه راڅرګند شو او همدا وجه ده چې تر ننه د ګڼو جاپانيانو لپاره حساسه موضوع ده.[۳]
د شېنتو معبدونو د زياتوالي دليل
د شېنتو دین د معبدونو په اړه یو مهم بحث دا دی چې یاد دین لکه څنګه چې د کامیانو (خدایانو) شمېر پکې زیات دی، همدا ډول د معبدونو شمېر هم پکې زیات دی. تر دې چې ځينې معبدونه د معبدوالي تر څنګ د خدایانو زيارتونه او هديرې هم ګڼل کېږي.
د ایزدکدو ارزښت د هغه کامي د درجهبندۍ له مخې ټاکل کېږي چې په همدې ایزدکاده کې شتون لري. د معتبرو ایزدکدو له ډلې تر ټولو مهم معبد ایزه يا ايسه معبد دی. ( ګڼو منابعو د دغې معبد نوم په دواړو بڼو ليکلی و، موږ هم اړ شو چې دواړه بڼې يې بيان کړو).
په لاندې برخو کې به په تفصيل سره د جاپاني وګړو ترمنځ د دغې معبد د څرنګوالي، ځانګړتياوو، ارزښت او مقام په اړه بحث وکړو.
د ايـسه معبد؛ د شېنتو تر ټولو مشهور معبد
د ایسه لوی معبد شاوخوا ۳۰۰ مېلادي کال کې جوړ شوی، هغه مهال کله چې آماتراسو د امپراتورۍ له ماڼۍ څخه بهر کړل شوه؛ ځکه امپراتور وېره درلوده چې ښايي د هغې د مقام مطابق عبادت ترسره نشي. په لومړي سر کې يې د آماتراسو ساتنه خپلې لور ته وسپارله او بيا يې عمه یامـاتو د يوه اوږده سفر په نيت روانه کړه تر څو د دغې الاهې لپاره غوره ځای ومومي.[۳] بالاخره یې يو ډېر مهم او د پام وړ ځای وموند، او هلته همدا ستر معبد ودان شو.
د دې کيسې په دوام کې ځينې اساطير او خرافات هم ګډ شوي چې زموږ له بحث سره چندان تړاو نه لري، له همدې امله ترې تیریږو. د لا زياتو جزياتو لپاره چې څه ډول دې کيسې دوام پیدا کړ او د آماتراسو لپاره مناسب ځای څنګه وموندل شو بايد پورته ذکر شوې سرچينې ته رجوع وشي.
«ایزه» Ise د جاپان د ټاپو په جنوبي سر کې د داخلي سمندر تر څنګ چې د جاپان لرغونی کلتور او مدنيت له همدې ځایه سرچينه اخلي موقعیت لري. د شېنتو تر ټولو لوی معبد چې د لمر د الاهې آماتراسو زیارت په کې دی همدلته شتون لري. او د نورو خدایانو له معبدونو لکه د طعام الاهې تویو-اوک-هیم Toyo-Ukr-Him سره د څو میله اوږدې کوڅې په وسيله چې د زاړه ځنګل د ونو پر لرګيو پوښل شوی، تړلی دی.
یاد معبد د نورو رسمي معبدونو په پرتله ډېر محترم ګڼل کېږي، تر دې چې د جاپان پر هر وګړي واجب ده چې په ژوند کې لږ تر لږه يو ځل د دغې ځای زيارت وکړي. دا معبدونه د سيدر Cedar له لرګيو جوړ شوي او د لرغوني شېنتويي معمارۍ پر بنسټ ولاړ دي. په همدې ځای کې د قېمتي خزانو يو مرکز هم شتون لري چې د مقدسو لرغونو اثارو ساتنه پکې کېږي.[۴]
د ایسه معبد ودانۍ او بناوې
شېنتويي زیارتځایونو کې د معمارۍ تر ټولو پخوانۍ دود د ایسه په ایزدکده کې ليدل کېږي چې د لرغونو لرګينو کورونو بڼه يې تر اوسه خوندي پاتې ده. د دې ودانۍ بام پر واښو پوښل شوی او دوه برخې لري چې پر دوو آزادو ستنو ولاړ دی او پر لرګينو ديوالونو تکيه کوي. دغه زیارتونه په مذهبي سيمو کې جوړ شوي او د طبيعت ځواکونو ته وقف شوي دي. ایسه ایزدکده د جاپان په ایسه ښار کې موقعيت لري او له دوو لويو مجموعو څخه جوړه شوې ده: د نایکو (داخلي ایزدکده) ګېکو (Geku) يا خارجي ایزدکده چې له لومړۍ مجموعې څخه په شپږکيلومترۍ کې پرته ده.
ایسه ایزدکده د لمر الاهې آماتراسو پورې تړاو لري. یاده ایزدکده په لومړنیو کې يوازې یوه چهاردیوالي وه. اوسنی بڼه يې د اوومې پېړۍ په نيمايي کې رامنځنه شوې او له هماغه وخته تر ننه (له يوې استثنا پرته) هر شل کاله وروسته په منظم ډول ړنګه شوې او له سره هماغه ځای ته نېږدې جوړه شوې ده.[۶]
د ایسه معبد يو ځانګړی دود د سِنگو (Sengu) رسم دی چې په ترڅ کې يې هر شل کاله وروسته د معبد ودانۍ نوې ځای ته لېږدول کېږي. دا دود په ډاګه کوي چې د شېنتو لرغونی دين د څومره هڅو او زحمتونو په پایله کې تر ننه ژوندی ساتل شوی دی او د خلکو ژوند څومره د معبد له چارو سره تړلی پاتې شوی.[۷]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱]. سایت پایگاه تخصصی تحلیلی جامعه و فرهنگ ملل، عنوان مقاله: نگاهی به شینتو و بودا، دو آیین پرطرفدار در ژاپن، تاریخ نگارش: 1400.
[۲]. سایت (مجلۀ) روشنایی، گروهی از نویسندگان، تاریخ نشر مقاله 1403 هجری شمسی، عنوان مقاله: داستان آماتراسو، ایزدبانوی خورشید در اساطیر ژاپن.
[۳]. فرهنگ ژاپن، نگاشته شده توسط برخی اندیشهورزان انسانشناسی و فرهنگی، نویسندۀ مقالۀ مذکور: امیریزدانی، حمیده، بیتا، ص 116.
[۴]. یوسا، میچیکو، دینهای ژاپنی، مترجم: حسن افشار، چاپ اول 1382 هجری شمسی، ص 29- 30.
[۵] جان ناس، تاریخ جامع أدیان، ترجمۀ علی اصغر حکمت، چاپ سوم، 1354 هـ.ش، با همکاری مؤسسۀ انتشارات فرانکلین، ص 289.
[۶]. مدقالچی، مهندس لیلا، مضامین دینی شینتو و تأثیر آن بر معماری ایزدکدههای ژاپن، 1389 هجری شمسی، ص 6.
[۷]. یوسا، میچیکو، دینهای ژاپنی، مترجم: حسن افشار، چاپ اول 1382 هجری شمسی، ص 32.


