لیکوال: ابوعائشه
شینتو دین (اتمه برخه)
په اسماني غار کې د آماتراسو الاهې پټېدل
آماتراسو تر دې حده د خپلې پېغلې خدمتګارې د مړینې له امله وېرېدلې وه چې ځان یې په یوه غار کې پټ کړ. په دې کار سره ټوله ځمکه په ابدي تیاره کې ډوبه شوه [ځکه چې د جاپان خلکو آماتراسو د لمر نښه بلله، او تګ یې د تیارې او ظلمت د راتګ لامل ګاڼه]. خدایان سره راټول شول تر څو د حل لاره پیدا کړي.
د پوهې کامي وویل چې تر ټولو غوره لار دا ده چې د آماتراسو د راایستلو لپاره جشن ونیول شي. له همدې امله خدایانو د غار مخې ته د «ساکاکي» مقدسه ونه کېنوله [چې د الهي روح کور ګڼل کېږي] او له څانګو یې سپېڅلي ګاڼې راوځړولې. همدارنګه یې له وښو رسۍ او یوه هنداره
جوړه کړه تر څو آماتراسو د غار پرېښودو ته وهڅوي. هغوی یو چرګ هم پیدا کړ ترڅو د سهار کیدو خبر واوروي.
د اوزومه په نوم یوې الاهې د یوه وچ لرګي پر مخ و شا نڅا پیل کړه، داسې چې د هرې پښې پر څنډلو به یې لوړ غږ پورته کیده. خدایانو هلهله او چیغې وهلې او له لاسونو به یې ټک پورته کاوه.
په غار کې دننه آماتراسو د خدایانو پر نڅا حیرانه شوه. د تجسس له مخې یې د غار دروازه لږ پرانیسته او سر یې راوایست تر څو علت معلوم کړي. یو خدای یې سملاسي مخې ته هنداره ونیوه او آماتراسو پکې ښکلی مخ ولید. هغې ځان ونه پېژانده او یوه شېبه حېران پاتې شوه. یو زورور خدای له فرصته ګټه واخیسته، د غار دروازه یې په بشپړ ډول خلاصه کړه او هغخه ېې دباندې راوویسته. بل خدای د غار خوله پر رسۍ وتړله ترڅو آماتراسو بېرته غار ته د ننه نشي. په دې توګه نړۍ له سره رڼا ترلاسه کړه.[۱]
پر ځمکه د آماتراسو نظر
د دوی په باور کله چې آماتراسو پیدا شوه، نو د ځمکې پر مخ یوه عجیبه ګډوډي رامنځته شوه او اړتیا وه چې یو خدای یې تر نظر لاندې وساتي. له همدې امله آماتراسو ځمکې ته وکتل، نو ګډوډي ختمه شوه او ځمکې ته یو نوی نظم راستون شو.
«څو کاله وروسته یوه ورځ د لمر الاهې «آماتراسو» د اسمان له لوړو ځمکې ته نظر وکړ او ویې ولیدل چې پر هغو ټاپوګانو چې د هغې تر نظر لاندې وو ډېره ګډوډي او پراخه بېنظمۍ حاکمه ده او د طوفان د خدای یو اولاد پرې واکمني کوي. له همدې امله زړهتنګې او غمجنـه شوه او د «ني ني ګي» په نوم یې خپل لمسي ته امر وکړ چې له آسمانه ځمکې ته کښته شي، ټاپوګانو ته ورشي او د هغې په استازوالۍ هلته واک وچلوي. هغه کلمې چې د لمر الاهې خپل لمسي ته ویلي د جاپاني ولس د سپېڅلو دعاوو برخه ده او لا هم هر کوچني ماشوم ته ور زده کول کیږي او تکراروي یې.»[۲]
البته موږ د دغو دعاوو د ذکر اړتیا احساس نکړه، له همدې امله مو یې له یادولو ډډه وکړه.
د نړۍ د ادیانو په څېړنه په ځانګړې ډول د غیر آسماني ادیانو په برخه کې داسې خرافات او له ځانه جوړې شوې افسانې لیدل کېږي چې انسان یې پر لیدو او اورېدو ډېر حیرانیږي او عجیب احساس ورکوي. البته دا ډول افسانې او اساطیر په شینتو دین کې تر نورو ډېرې دي؛ ځکه چې ددې دین پیروان له پیله له همدې اساطیرو سره لوی شوي او ورسره عادت شوي دي. آن نن هم خپل ماشومان له همدغو خرافاتو او افسانو سره روزي او خپلو اولادونو ته د هماغه عبادت طریقې ورزده کوي.
«شینتو» دین تر هر بل مذهب ډېر له خرافاتو ډک دی. د هوسۍ د هډوکو یا د شمشتي د سر د سوځولو او یا د کرښو په لوستلو سره ښه او بد کارونه مالوموي. په دې کار سره د یوه فرد د راتلونکي ژوند برخلیک څرګندېدیږي، او همدارنګه د سفر او واده وختونه او نور کارونه د همدې مراسمو له لارې په ډاګه کیږي.
ځکه چې د جاپان خلک او د دې مذهب پیروان ځانونه د خدای له نسل څخه ګڼي، دوی باور لري چې مفصلو او اوږدو شرعي احکامو ته اړتیا نه لري، بلکې د کارونو د ترسره کولو لپاره له خپل فطرت څخه الهام اخلي. د شینتو مذهبي مرکز د «ایسه» ښار دی چې د معبدونو په ښار مشهور دی، ځکه چې له معبدونو ډک دی[۳]. د «نارا» په نوم یو بل ښار هم ورته وضعیت لري.
په جاپان کې د «زرو بودا» بتخانه ډېره مشهوره ده په دې بتخانه کې د بې شمېره خدایانو مجسمې په بېلابېلو بڼو ځای پر ځای شوې دي. البته د جاپان په ښارونو او کلیو کې ګڼ شمېر بتخانې شتون لري.
په ۱۹۴۵ میلادي کال کې په جاپان کې د امپراتورپرستۍ عقیده لغوه شوه؛ خو سره له دې هم ډېری ساده خلک تر اوسه په همدې باور پاتې دي[۴].
پر پخواني او معاصر هنر د آماتراسو اغېز
آماتراسو د تاریخ په اوږدو کې د جاپان د پخوانیو او معاصرو هنرونو پر بېلابېلو بڼو تاثیرګذاره پاتې شوې ده. د هغې کیسې په ادبیاتو، شعر، انځورګرۍ او آن نمایشي هنرونو لکه د «نو» او «کابوکي» په تیاترونو کې هم انعکاس موندلی دی. د «اسماني غار» افسانه له مشهورو او ډېرو تکرارېدونکو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي چې پر تیاره د رڼا او پر ګډوډۍ د نظم د بریا د سیمبول په توګه کارول کېږي.
آماتراسو تر ادبیاتو او انځورګرۍ هاخوا د معمارۍ په ډیزاین او هغو تزییناتو کې هم تاثیرګذاره وه چې د روحانیت او مادیت تر منځ توازن ښيي. هغه هنرونه چې له آماتراسو څخه یې الهام اخیستی د جاپان د کلتوري هویت یوه برخه جوړوي.[۵]
په ټوله کې آماتراسو د جاپاني وګړو په مادي او معنوي ژوند کې خورا مهم او حیاتي و او تل د هغوی لپاره د الهام سرچینه او د خلاقیت منبع پاتې شوې ده. جاپاني وګړو د تاریخ په هېڅ پړاو کې د هغې ځای نه دی هېری کړی، تل یې یادوي او درناوی یې کوي.
نقد او تحلیل
که څه هم د دغو مطالبو بیانول ښايي د هغه چا لپاره چې غواړي د شیتو دین په اړه یو څه معلومات تر لاسه کړي او له عقایدو او باورونو سره یې بلدتیا پیدا کړي ډېر مهم ونه ګڼل شي؛ خو دا ټکی د خورا اهمیت وړ دی چې موږ د دغو مطالبو د لوستلو او مطالعې په مرسته پوهېږو چې د جاپان خلک په ځانګړې ډول هغه کسان چې پر دغو افسانو باور لري په خپل دین کې څه ډول انحرافي لارې او خرافاتي مسیرونه انتخاب کړې دي. داسې لارې او مسیرونه چې که د انسان عقل لږ هم سالم واوسي، نو له پوهې او درک څخه یې لرې ګڼي. داسې باورونه چې له عقل څخه کیلومتره فاصله لري او عاقل انسان یې په هېڅ صورت نه شي منلی.
د بېلګې په توګه څنګه کېدای شي چې معبود او خدای د یو چا له چپې سترګې وزېږي؟ څنګه کېدای شي په څو وړو ټاپوګانو کې تر اتو میلیونو زیات خدایان شتون ولري؟
د یوه لیکوال د اصطلاح له مخې د شینتو دین لنډیز په لاندې ډول دی: شینتوییزم یو «اساطیري دین» دی. په همدې اساس له خپلو باورونو سره د پیروانو اړیکه نه له متعارف عقل څخه سرچینه اخلي او نه هم له الهي وحې [هغه وحې چې ټوله یې رڼا، حکمت او هدایت ده، او انسان د بریا او نجات پر لور رهبري کوي او له خرافاتو، د افسانو له عبادت او اساطیرو څخه یې ژغوري].
نو هغه دین چې نه له عقل څخه سرچینه اخلي او نه له وحې، څنګه کولای شي یو ګټور او کارېدونکی دین واوسي؟ څنګه کولای شي خپل پیروان له انحرافه وژغوري؟
الله تعالی له خرافاتو، شرک او بدعتونو د انسانانو د نجات لپاره انبیا علیهمالسلام او آسماني کتابونه راولېږل. حال دا چې شینو دین د ټولو آسماني ادیانو پر خلاف انسانان خرافاتو، اساطیرو او د هغو شیانو عبادت ته رابولي چې الله تعالی خپلو بندګانو ته په واک کې ورکړي او په دې نړۍ کې یې د خپل قدرت نښه ګرځولې ده.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] یوسا، میچیکو، د جاپان دینونه، ژباړن: حسن افشار، لومړۍ چاپ، ۱۳۸۲ هـ ش، ص ۲۷.
[۲] جان ناس، تاریخ جامع ادیان، ژباړن: علي اصغر حکمت، درېیم چاپ، ۱۳۵۴ هـ ش، د فرانکلین د خپرندویه مؤسسې په همکارۍ، ص ۲۷۹.
[۳] د معبدونو، عبادت ځایونو او د هغوی د شمېر په اړه د همدې څېړنه په راتلونکې برخه کې یادونه کوو إنشاءالله .
[۴] مبلغی آبادانی، عبدالله، تاریخ ادیان و مذاهب جهان، ج ۱، بېتا، ص ۱۱۰–۱۱۱.
[۵] موقع: المجال، لیکوال: Diane Abdellatif، د مقالې د لیکلو نېټه: ۲۰۲۱م، د مقالې عنوان: الأسطورة الیابانیة أماتیراسو: کیف أخرجت إلهة الشمس العالم من الظلام؟


