لیکوال: ابوعائشه
شینتو دین (اوومه برخه)
سریزه:
لکه څنګه چې په تېره برخه کې یادونه وشوه «اماتراسو» چې د لمر الهه بلل کېږي د شینتو دین له مهمو کامیانو څخه ګڼل کیږي. دا کامي او الهه د جاپان د خلکو په نظر ډېر ارزښتناک او مهم دی. تر دې چې د جاپان لوی امپراتور خپل نسل له همدې ستر کامي څخه ګڼي او د رڼا، ځلا او لمر نښه او مظاهر یې بولي.
خو د دې کامي یا د جاپاني وګړو په اصطلاح «الهې» پېژندل ځینو اسطورو او افسانو ته اړتیا لري؛ هغه اسطورې او روایتونه چې د خلکو تر منځ دود وو، د اسطورو او افسانو په کتابونو کې ذکر شوي او خلک یې په خپلو منځونو کې بیانوي.
اسطورې چې د جاپان د خاورې د زېږېدو او د لمر د الهې له کیسو سره تړاو لري، له پخوا راهیسې یې سیاسي اساس لرلی دی؛ د جاپان امپراطوره کورنۍ هم خپل ځان د «خدایانو له دورې» سره تړي. له همدې امله دغو اسطورو ته لنډ کتنه لکه څنګه چې د جاپان په لرغونو اسنادو او د ایامو په تاریخونو کې راغلي دي ګټور تمامېږي او کولای شي د «اماتراسو» کامي د دقیقې پېژندنې او د دغې (ایزدبانو) د ځانګړتیاوو په درک کولو کې له لوستونکي سره مرسته وکړي.
د خدایانو د منځته راتګ او د هغوی د واکمنۍ څرنګوالی
ویل کېږي چې په پیل کې په نړۍ یواځې ګډوډي حاکمه وه. همدې ګډوډۍ یو خدای «کامي» را وزېږوه، د وخت په تیریدو څو نسلونه وروسته نور خدایانو هم را پیدا شول او وروسته بیا د نر او ښځې په بڼه دوهګوني خدایان مطرح شول. که څه هم ټولې سرچینې یو ډول شمېر نه وړاندې کوي، خو په دې ټول موافق دي چې «ایزاناګي» (نرینه خدای چې خلکو ته دعوت ورکوي) او «ایزانامي» (ښځینه خدای چې دعوت ورکوي) د کامیانو اووم نسل وو او د جاپان ټاپوګان همدوی جوړ کړې دي.
د اسمان له ځوړند پل څخه یې سمندر ته وکتل، د اوبو مالګه یې ورټوله او یوه وړه ټاپو یې جوړه کړه او پر هغې ښکته شول. د هغوی له یوځای کېدو څخه د جاپان ټاپوګان، غرونه، سیندونه، ونې، واښه، دانې، ژوي او منرالونه وزېږېدل. کله چې «ایزانامي» د اور خدای وزېږاوه، نو پخپله سخته وسوځېده او مړه شوه او د مړو هېواد ته ولوېده.
د «ایزاناګي» میړه د سخت خفګان له امله د خپلې میرمنې د لیدو لپاره ژورې نړۍ (د مړو هېواد) ته ورغی. ایزانامي قسم وخوړ چې که (ایزاناګي) ورته ونه ګوري نو کولای شي له هغې نړۍ څخه وتښتي، او بېرته د ژوندیو نړۍ ته راستانه شي؛ خو ایزاناګي د کنجکاوی له وجهې ښځې ته وکتل، ایزاناګي یو بدرنګ او ګنده شوی بدن ولید.
ایزانامي چې د خپل بدرنګوالي له امله شرمېدلې وه، په غوسه شوه او د خپل مېړه پر وړاندې یې په زړه کې کینه او دښمني پیدا شوه او شاته ورپسې ورغله. ایزاناګي په تېښته شو او له ژورې نړۍ وتښتېد او دروازې ته یې قلف ولږوو. خو ددې لپاره چې له مړي سره یې اړیکه ټینګه شوې وه ځان یې ناپاک ګاڼه نو په یوه سیند کې یې غسل وکړ. کله یې چې چپه سترګه وینځله، نو د لمر الهه «اماتراسو» وزېږېده. له پزې یې د باد خدای «سوسانوئو» وزېږېد، او کله چې یې ښي سترګه وینځله، نو د سپوږمۍ خدای «تسوکیومي» وزېږېد.
دغه درې خدایان «د شاهي اولاد» په نوم وپېژندل شول. ایزاناګي د آسمان واکمني «اماتراسو» ته وسپارله، د سمندر پاچاهي یې «سوسانوئو» ته وسپارله او د شپې حکومت یې «تسوکیومي» ته ورکړ.[۱.۲]
اوس چې پوه شوو چې د جاپان د خلکو په افسانو او اسطورو کې د هغوی خدای «کامي اماتراسو» څنګه نړۍ ته راغله، اوس ښه ده چې خپله اماتراسو نوره هم ښه معرفي کړو، ترڅو څرګنده شي چې د جاپاني وګړو په نظر یاد کامي د څه ډول ځانګړتیاوو او صفتونو لروونکی دی.
اماتراسو د جاپاني اسطورهپېژندنې له مخې د لمر الهه ده او د شینتو په مذهب کې له تر ټولو وتلو خدایانو څخه شمېرل کېږي. هغه د رڼا، ژوند او آسماني نظم نښه ده، او ویل کېږي چې د جاپان د امپراتورې کورنۍ له نسل څخه ده. دا الهه د جاپان د خلکو په نظر خورا لوړ اعتبار لري او د هغوی له سترو او معتبرو کامیانو څخه ګڼل کېږي.
اماتراسو د شینتو د تاریخ تر ټولو مهمه کامي ده چې د اېدو له دورې وروسته ډېر پام ورته شوی دی. البته دا پام د توحید له امله نه، بلکې له له امپراتور سره د هغې د اړیکې له امله و. د اماتراسو اصلي معبد په «ایسه» کې موقعیت لري او شالید یې شاوخوا ۳۰۰ میلادي کلونو ته رسېږي.[۳]
اماتراسو (Amaterasu) د جاپاني اسطورو له مخې د لمر ایزدبانو ده چې د شینتو د مذهب له مهمو څېرو څخه ګڼل کېږي. هغه په جاپاني اسطورهيي نړۍ کې د لمر او رڼا د ایزدبانې په توګه حیاتي رول لري، او د روایتونو له مخې د جاپان د کورنۍ مستقیمه نیا ګڼل کېږي. او د شینتو اسطورو له مخې د اصلي کامیانو له جملې څخه ده.[۴]
دا کیسه همداسې پاتې شوه او افسانې سینه په سینه لېږدول کېدې. د نړۍ د پیدایښت داستان روان و، تر دې چې اوږده موده وروسته د جاپان د لومړي امپراتور په بڼه لومړنی انسان چې «جیمّو» نومېده او د اماتراسو له نسل څخه و وزېږېد.[۵]
اماتراسو د جاپان د شاهي کورنۍ د ديني مشروعيت اساسي رکن ګڼل کېږي؛ ځکه د خلکو باور دا دی چې امپراتور په مستقیم ډول د هغې له نسل څخه دی. دغه تړاو د امپراتور مقام ته يو مقدس بُعد ورکوي او د خدایانو او انسانانو تر منځ يو منځګړی ګڼل کېږي. د شینتو له لرغوني متونو څخه په ډاګه کیږي چې امپراتور د اماتراسو يو ژوندی مظهر ګڼل کېده، چې دې کار د هغه ديني او سياسي واکمني پياوړې کوله. دغه اړيکه د جاپان د ملي هويت په جوړښت کې د دين رول په ډاګه کوي؛ چرته چې لمر د اماتراسو د نښې په توګه د خلکو لپاره د ژوند او هيلې سرچينه ګڼل کېده. اماتراسو په ډېرو رسمي شینتویي مراسمو کې د عبادت وړ ګرځول کېږي او دا چاره د جاپاني وکړو په ژوند د دوامداره اغېز څرګندونه کوي. د دې ایزدبانې او د شاهي کورنۍ ترمنځ پيوند يوازې يوه تاريخي افسانه نه ده، بلکې نن ورځ هم په جاپان کې د خلکو ترمنځ مطرح ده؛ تر دې چې اماتراسو لا هم د ملي يووالي او کلتوري ميراث د يوې ژوندۍ نمونې په توګه لمانځل کیږي.[۶]
د کامیانو د رامنځته کېدو په ځانګړې توګه د «اماتراسو» کامي د پيدا کېدو په اړه چې هر څه وويل شول، يوازې اسطورې او افسانې دي؛ ځکه افسانې د جاپان د خلکو په ذهن او ژوند کې ډېر مهم ځای لري. د جاپان خلک افسانو ته په ډېر درنښت او لوړ ارزښت قایل دي او هر څه چې لري د هغې له برکته یې ګڼي. دوی د خپلو خدایانو پيدايښت له همدې افسانو سره تړلی او داسې عجيب او له عقل او منطق څخه لرې روايتونه لري.
«له دغو افسانو چې د جاپاني وګړو په ذهن او ضمير کې ځای پر ځای شوې دي څرګندېږي چې هغوی نه يوازې خپل امپراتوران د لمر د خدای «اماتراسو» مستقیم اولاد ګڼي، بلکې په دې هم باور لري چې ټول ټاپوګان او د هغوی اوسېدونکي له يوې الهي او آسماني سرچينې راوتلي دي. د يادونې وړ ټکی دا دی چې دوی دغه کيسه يوازې تر جاپان ځانګړې کوي او بل هېڅ هېواد پکې نه شاملوي. له همدې کبله په دې ټاټوبي کې د ګڼو خدایانو عبادت (پوليتېيزم) يو اصيل اصل لري او د هغوی د خدایانو شمېر له حساب او شمېرنې څخه وتلی دی. همدا لامل دی چې د لرغوني جاپان خلک خپل هېواد د «خدایانو هېواد» بللی او د خدایانو شمېر يې لومړی اتيا ډلې، وروسته اوهسوه ډلې ګڼلی چې هرې ډلې زرګونه خدایان درلودل او د هغوی ټولو په سر کې د لمر خدای «اماتراسو» و.»[۷]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] میچیکو یوسا، جاپاني دینونه، ژباړن: حسن افشار، لومړۍ چاپ ۱۳۸۲ هـ ش، ص ۲۴–۲۵.
[۲] د دغو کامیانو د پیدایښت او د هغوی د واکمنۍ د څرنګوالي په اړه افسانې او اسطورې ډېرې مفصلې دي. موږ د دې لپاره چې بحث مو ډېر اوږد نه شي، له بیانولو یې ډډه وکړه.
[۳] علیرضا ابراهیم، آیین شینتو؛ نگاهی از فراز، بېتا، ص ۹۲.
[۴] مجله «روشنایی»، د لیکوالانو ډله، د مقالې خپرېدو نېټه ۱۴۰۳ هـ ش، د مقالې عنوان: د اماتراسو کیسه، د لمر ایزدبانو په جاپاني اسطورو کې.
[۵] علیرضا ابراهیم، آیین شینتو؛ نگاهی از فراز، بېتا، ص ۹۱.
[۶] Diane Abdellatif، «الأسطورة الیابانیة أماتیراسو: کیف أخرجت إلهة الشمس العالم من الظلام؟»، المجــــال، ۲۰۲۱ م.
[۷] جان ناس، تاریخ جامع ادیان، ژباړه: علي اصغر حکمت، درېیم چاپ، ۱۳۵۴ هـ ش، د مؤسسۀ انتشارات فرانکلین په همکارۍ، ص ۲۷۹.


