Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»شین‌تو دین (شپږمه برخه)
دینونه سه شنبه _23 _سپتمبر _2025AH 23-9-2025AD

شین‌تو دین (شپږمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعائشه
شین‌تو دین (شپږمه برخه)
د کامي ډولونه
د بېلابېلو سرچینو له مخې کامیان په ګڼو ډلو وېشل شوي دي؛ خو موږ دلته یوازې پر ځینو ډولونو تمرکز کوو:
  • د طبیعت کامیان؛
  • د نیاکانو کامیان؛
  • د انسانانو اړوند کامیان.
د پدیدارپوهنې له نظره د کامي د وېش په برخه کې بې‌شمېره هڅې شوې دي. ډېری څېړونکي یوازې د طبیعت کامي او د نیاکانو کامي یادوي، په داسې حال کې چې ځینې نور بیا کامي په درې ډوله وېشي: د کورنۍ کامي، د سیمې کامي او د ساتونکي کامي. باید ووایو چې ډېری کامیان یوازې یوه واحده طبقه کې نه سره را ټولیږي، بلکې په یو وخت کې په څو ډلو کې د شننې وړ دي. د بېلګې په توګه د طبیعت ډېری کامیان په عین وخت کې د نیاکانو کامي، د کورنۍ کامي او د ساتونکي کامیان هم دي.[۱]
پر ځمکني کامي د اسماني کامي برتري
جاپانیان د هغو کامیانو ترمنځ هم چې د خدایانو او معبودانو په توګه یې غوره کړي توپیر کوي او ځینې یې تر نورو غوره ګڼي.
په لرغوني شین‌تو دین کې اسماني کامي تر ځمکني کامي ډېر ارزښتمن او ډېر مقدس بلل کېده او د ځانګړو شیانو په بڼه د سمبولیک تقدیس وړ ګرځېده؛ لکه د هندارې تقدیس چې د اماتراسو [۲] الهې سمبول دی او تر اوسه هم په شین‌تویي معبدونو کې د درناوی دود او رواج لري.[۳]
د کامیانو شمېر
په شین‌تو دین کې د کامیانو دقیق شمېر نه دی مالوم، بېلابېلې سرچینې یې په اړه بېلابېل نظرونه لري. خو په یوه خبره ټولې سرچینې موافقت لري او هغه دا چې د کامیانو شمېر ناپېژندل شوی او نامعلوم دی، او کوم شمېر چې وړاندې شوی د زیاتوالي او کموالي امکان لري.
د شین‌تو مذهبي اسطورې د «اته میلیونه» کامیانو یادونه کوي چې د لامحدود شمېر تعبیر دی او په دوامداره توګه وخت ناوخت د کامیانو نوې ډلې راڅرګندېږي.[۴]
له دې کار داسې مالومیږي چې د کامیانو شمېر هېڅکله معیاري نه دی؛ د هغوی سرشمېرنه او حساب ممکن نه دی، ځکه چې وخت ناوخت نوي کامیان رامنځته کېږي او دا چاره د شمېرنې او حسابولو کار ستونزمنوي. له همدې کبله ویلای شو چې د کامیانو شمېر نامعلوم دی.
د کامیانو شمېر ډېر زیات دی، تر دې چې ویل کېږي په جاپان کې شاوخوا اته میلیونه کامیان پېژندل شوي او د هغوی پر شتون کلک باور موجود دی. د ټولو کامیانو ټولګې ته «یائوزورو» هم ویل شوي دي. ډیری دغه کامیان یې په ملي کچه محبوبیت لري، خو نور بیا یوازې د کلیوالو ټولنو او ان د کورنیو په کچه شتون لري. د بېلګې په توګه هره کورنۍ کېدای شي د خپلو نیاکانو ځانګړی کامي ولري.[۵]
ځینې بیا وايي چې د اته میلیونو کامیانو یادونه د لامحدود شمېر تعبیر دی[۶] ځکه لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه ډېری جاپانیان په خپلو کورونو کې د نیاکانو یو کامي لري، درناوی او احترام یې کوي. په دې حساب داسې ښکاري چې د کامیانو شمېر تر دې هم زیات دی چې دلته بیان شوی؛ ځکه کامیان یوازې په کورونو کې نه، بلکې په معبدونو کې هم شتون لري. باید وویل شي چې د جاپان خلک هر هغه څه چې طبیعت پورې تړلي وي کامي ګڼي.
په داسې یوه دین کې چې زرګونه کامیان (یا د جاپاني وګړو په اصطلاح خدایان) شتون ولري، دا پوښتنه راپورته کېږي چې پیروان یې څنګه کولای شي د عبادت چارې ترسره کړي؟ د دوی او د جاهلیت د زمانې د عربو تر منځ ډېر نږدې ورته والی موندل کېږي؛ هلته هم هر کس ځانته خپل ځانګړی بوت درلود او عبادت به یې کاوه، ځینې وخت به کورني بوتان هم موجود وو او ګڼ شمېر بوتان به یې په خپلو معبدونو کې ځای پر ځای کړي وو (په ځانګړي ډول د کعبې په کور کې چې سلګونه بوتان پکې موجود وو).
په شین‌تو دین کې د کامي اهمیت او مقام 
په شین‌تو دین کې کامي تر ټولو مهمه کلمه ده. په شین‌تو کې کامي ډېر بنسټیز او مقدس مقام لري. باید پوه شو چې په شین‌تو دین کې د کامي ځای ریښوي او محوري ارزښت لري، تر دې چې د کامي له درک او د هغه د مقام له پېژندلو پرته په عملي ډول پر شین‌تو دین پوهېدل ناشوني دي. په دې دین کې د کامي رول دومره ژور دی چې جاپانیان یې د دین او ژوند نه بېلېدونکې برخه ګڼي. کامیان خپل مثبت او منفي اړخونه لري او د ګڼو جاپاني وګړو د پام وړ دي.
د کامي په وړاندې د شین‌تو د پیروانو احساس د هغه ماشوم د وېرې په څېر دی چې د ځنګل له یوې رڼې لارې تېریږي او ناڅاپه ځان د یوه تور او د صنوبر په ونو پټ غار کې ومومي. دوی خپل مړه شوي خپلوان او نیاکان هم د همدې وېرې او درناوي له مخې لمانځي.
الهه‌یان ـ هغه چې په اسمانونو کې دي ـ نه یوازې د قدسي ساه یا لوړ روح لرونکي بلل کیږي، بلکې د هغوی ځانګړنې یو ډول انتزاعي بڼه لري او دا ځانګړنې د همدې ټیټو دنیاوي صفتونو څرګندونه کوي. د کامیانو د اسطورو هڅې چې کامی ـ نو ـ میچي بلل کېږي، عموماً پر طبیعي او ظاهري پېښو راڅرخي او له باطني پېښو سره کار نه لري.
د جاپانیانو په اند د کامي ارزښت او مرتبه تر دې حده لویه ده چې باور لري انسان د کامي په وسیله رامنځته شوی دی. ټول انسانان د کامي اولادونه دي، خپل ژوند یې له کامي اخیستی او د هغه په مټ ژوند ته دوام ورکوي. د هر انسان په وجود کې د کامي د قداست یوه لمبه شتون لري.[۷]
د شین‌تو ریښتینی ایمان پر دې بنسټ ولاړ و او دی چې په کامي باور نېکمرغۍ ته د رسېدو لاره ده. د کامیانو له تکثر ور هاخوا بل هېڅ توحیدي حقیقت نشتون نه لري. کامیان انتزاعي وجودونه دي چې د انسان دعاوو ته ځواب ورکوي، او هر څوک کولای شي د خپلې اړتیا او غوښتنې لپاره له کوم کامي سره اړیکه ټینګه کړي.[۶]
کامیان که څه هم د جاپان د خلکو په ژوند کې ستر اهمیت لري او خلک یې مقدس ګڼي، کله ناکله د خپلو اړتیاوو او ستونزو د حل لپاره هغوی رابولي او اړیکه ورسره ټینګوي؛ خو باید وویل شي چې په کې ځینې کامیان د شر کامیان دي چې خلکو ته ستونزې جوړوي او له کړاوونو سره یې مخ کوي. خلک ترې وېره لري او د هغوی د دفع کولو لپاره ځانګړې دعاوې او مذهبي مراسم ترسره کوي.
ځینې کامیان شته چې کله انسان وغواړي د هغوی شر له ځانه لرې کړي او غوسه یې راکمه کړي، نو هماغه کامیان د انسان د ازار او تکلیف سبب کېږي. له همدې کبله د خلکو لپاره د دغو کامیانو د شر د دفع کولو او د هغوی د غوسې د ارامولو لپاره دود دی چې ډالۍ ورکړي، مذهبي مناسک ترسره کوي او د شین‌تو دین مذهبي مشران رابولي تر څو د دغو کامیانو د شر د دفع کولو لپاره ځانګړې مراسم ترسره کړي.[۹] هغوی باور لري چې ان منفي ځواک هم د سمو عبادتونو په وسیله د انسان په ګټه تمامیدلی شي. د دې باور پټ مفهوم دا دی چې د طبیعت ځواکونه [کامي، الهه او معبود] هم جوړوونکي او هم ویجاړوونکي دي، او ژوند هم سازګاري او هم یې ناسازګاري، هم جګړه کوي او هم سوله رامنځته کوي. د فوق‌العاده روحونو سلطنت د بشر د اخلاقي تعبیرونو له ساحې بهر دی.[۱۰]
کامیان لازماً ښه نه دي. د «مقدس» د کلمې د ابهام په سیوري کې کولای شي د خیر او شر دواړه ځواکونه په ځان کې ولري… کامیان یوازې «لوړ»، «شکوهمند» او «ښه» موجودات نه دي، بلکې د شر، خطرناکو، مرموزو او استثنايي موجوداتو په بڼو هم شتون لري.[۱۱]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] د جاپان فرهنګ، د ځینو انسان پېژندونکو او فرهنګپوهانو لیکنې: حمیده امیریزداني، بې‌نیټه، ص ۱۱۳.

[۲] دا چې د اماتراسو کامي څه ډول کامي دی، په اړه یې کومې افسانې موجودې دي، پر دې الهې (مزعومې) د جاپانیانو عقیده څه ډول ده او څنګه رامنځته شوی دی ان‌شاءالله په راتلونکي برخه کې به په تفصیل سره بیان شي؛ ځکه دا الهه (مزعومه) د دوی په نزد ډېر ارزښت لري او درناوی یې کوي.

[۳] کوجیکی، د شین‌تو دین مقدس کتاب، د ډاکتر احسان مقدس ژباړه، لومړۍ چاپ، د ۱۳۸۰ هجري لمریز کال ژمی، ص 19.

[۴] هماغه، ص ۱۹.

[۵] مهرسا، پروانه، کامی‌ها/ ایزدان ژاپن،  “صحنۀ آبی”، بې‌تا.

[۶] د جاپان فرهنګ، د ځینو انسان‌پېژندونکو او فرهنګپوهانو لیکنې: حمیده امیریزداني، بې‌تا، ص ۱۱۳.

[۷] التاعب، محمد شاهین، الشنتویة، خپور شوی په مدونة التاعب، بې‌تا.

[۸] ابراهیم، علیرضا، آیین شین‌تو؛ نگاهی از فراز، بې‌تا، ص ۹۲.

[۹] فراس السواح، موسوعة تاریخ الأدیان، څلورم ټوک، ژباړونکي: سیف الدین القصیر، محمود منقذ الهاشمي، عبدالرزاق العلي، وفاء طقوز، ۲۰۱۷، ص ۴۲۰.

[۱۰] میچیکو یوسا، د جاپان دینونه، ژباړه: حسن افشار، لومړۍ چاپ، ۱۳۸۲ هجري لمریز، ص ۲۲.

[۱۱] د جاپان فرهنګ، د ځینو انسان پېژندونکو او فرهنګي اندیشورانو لیکنه، د مقالې لیکواله: حمیده امیریزداني، بې‌تا، ص ۱۱۴.

اسلام دینونه شین‌تو دین
Previous Articleفرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (اتمه برخه)
Next Article فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (نهمه برخه)

اړوند منځپانګې

دینونه

شېن ‌تو دین (دولسمه برخه)

دوشنبه _20 _اکتوبر _2025AH 20-10-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

شین‌ تو دین ( يوولسمه برخه)

دوشنبه _20 _اکتوبر _2025AH 20-10-2025AD
نور یی ولوله
مډرنیزم

 د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (دیارلسمه برخه)

یکشنبه _19 _اکتوبر _2025AH 19-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD3 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD9 Views

لیکوال: ابو عائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د…

نور یی ولوله
متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD18 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.