لیکوال: م. فراهي توجګي
فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (اتمه برخه)
«تیودور آدورنو» د فرانکفورت مکتب تر ټولو مهم فکري شخصیت دی. نوموي د مارکسیسم او نورو فلسفي مکتبونو، او همدارنګه د فلسفې، ټولنپوهني او نورو فرهنګي مطالعاتو ترمنځ تړاو رامنځته کړ. د هېګل، هایډګر، هوسرل، کییرکګور او نورو مهمو فیلسوفانو په اړه یې نظریات دقیق او بېمثاله دي.
آدورنو د لویو فیلسوفانو لکه والتر بنیامین، ماکس هورکهایمر، هېګل، مارکس او نیچه تر اغیز لاندې و.[۱]
تیودور لودویګ ویزنګرونډ آدورنو د ۱۹۰۳ کال د سپتمبر په ۱۱ مه نېټه په فرانکفورت کې زیږیدلی و. نوموړی د «اسکار ویزنګرونډ» په نوم د یوه بډایه، فرهنګي او یهودي سوداګر یوازینی زوی و. د خپل زوی له زیږیدو څو میاشتې وروسته یې پلار د پروتستان عیسویت دین ومانه. مور یې «ماریا کالولي» د کرس یوه اشرافزاده کاتولیکه وه.
تیودور ویزنګرونډ په ځوانۍ کې د موسیقۍ په برخه کې د خپلې مور کورنۍ نوم (آدورنو) وکاروه او په پای کې یې په ۱۹۴۲ کال کې په متحده ایالاتو کې یاد نوم د ځان لپاره دایمي کړ. په ځوانۍ کې یې موسیقي زده کړه او په پیانو غږولو کې یې دومره مهارت درلود چې هر ځای به یې ستاینه کیده.
په ۱۹۱۸ میلادي کال کې زیګفرید کراکائر چې د آدورنو د کورنۍ یو دوست و او له تیودور څخه ۱۴ کاله مشره و، هغه ته د کانت، هېګل، مارکس، بلوخ او لوکاچ کتابونه ډالۍ کړل. آدورنو د هغه ډالۍ په دقت سره ولوستلې، همدې کتابونو یې له فلسفې او ټولنپوهني سره علاقه پیدا کړه.
په ۱۹۲۰ کال کې یې د لوکاچ «د رومان تیوري» ولوسته چې تازه په کتابي بڼه چاپ شوې وه او ډېر یې تر اغېز لاندې راوست. بل کال یې د مکتب دوره بشپړه کړه او د فلسفې د زدهکړې لپاره د یوهَن وُلګنګ ګوته پوهنتون ته داخل شو. درې کاله وروسته یې د فلسفې رشته د هوسرل د پدیدارشناسي په اړه د یوې رسالې په لیکلو سره پای ته ورسوله، آدورنو په دې وخت کې یوازې ۲۱ کلن و.
آدورنو د دکترا په دوره کې د خپل استاد کورنلیوس له لوري د نوکانتي فیلسوفانو له لیکنو سره آشنا شو او سیاسي چپگرایانه تمایلاتو یې وده ومونده. د کورنلیوس د درسونو په ترڅ کې په ۱۹۲۲ کال کې یې له هورکهایمر سره وپېژاندل او د ژوند تر پایه یې دوستی دوان وموند. آدورنو د هورکهایمر په هڅونې د ارواپوهنې مطالعات پیل کړل، او دې برخې یې په اثارو ډېر اغېز درلود.
آدورنو د موسیقۍ د زدهکړې د دوام لپاره په ۱۹۲۵ کال کې وین ته ولاړ او د ۱۹۲۷ کال په پسرلي کې فرانکفورت ته راستون شو. نوموړي په همدې موده کې د ټولنیزو مطالعاتو له موسسې سره یوځای شو، هغه وخت د موسسې مشري کارل ګرونبرګ کوله.
آدورنو د هماغه کال په دوبي کې د «برین په تیورۍ کې د ناخوداګاه د مفهوم» تر عنوان لاندې د خپلې دکترا له پایلیک دفاع وکړه. آدورنو له دې وروسته د فلسفې او موسیقۍ په برخه کې تدریس پیل کړ.
په همدې وخت کې یې د «ګرتل کارپلوس» په نوم په یوې نجلۍ زړه وبایله او د لیدلو لپاره به یې په پرلهپسې ډول برلین ته سفرونه کول. په دې سفرونو کې د ګرتل له ملګرو سره آشنا شو چې برتولت برشت او والتر بنیامین هم پکې شامل وو. له بنیامین سره دوستی یې د فکري فعالیت په برخه کې یوه نوې لار پرانیسته.
په همدې کلونو کې له هربرت مارکوزه سره هم چې د مارتین هایډګر شاګرد و آشنا شو. د هایډګر له فلسفې د مارکوزه د جلا کېدو یوه مهم علت هم د آدورنو بحثونه او نظریات بلل کېږي.
په ۱۹۳۱ کال کې کله چې هورکهایمر د ټولنیزو مطالعاتو د ټولنې مشر وټاکل شو، آدورنو هم په جدي ډول کار پیل کړ او د «موسیقۍ د ټولنیزو شرایطو» په نوم یې مقاله خپره کړه. مارکوزه هم په ټولنه کې خپل کار پیل کړ او آدورنو د مارکوزه په لارښوونه لومړني مارکسيستي آثار ولوستل، چې تازه چاپ شوي وو. وروسته یې له ځانه د پردیتوب مفهوم چې د لوکاچ له لوري په «تاریخ او طبقاتي شعور» کې د شیوارګي تر تعبیر لاندې وړاندې شوی و و، د آدورنو په اثارو کې ځانګړې ځای وموند.
آدورنو همدارنګه د هستۍ د فلسفې د ریښو په اړه جدي مطالعات وکړل، چې پایله یې هغه جنجالي کتاب «کییرکګارد: د ښکلاپوهنې بنسټونه» شو چې د ډنمارکي فیلسوف (کییرکګارد) د فکر انتقادي او چلنج کوونکې څېړنه ده.
د ۱۹۳۱ کال د مې په اتمه آدورنو د «فلسفې فعلیت» په نوم یو درس وړاندې کړ چې د ده د فلسفي فکر په ارزونه کې ځانګړې او استثنايي اهمیت لري. یاد متن د ده له مرګ وروسته خپور شو.
د هټلر واکمن کېدل او انګلستان او امریکا ته د آدورنو مهاجرت
د آدورنو د تدریس او لیکوالۍ فعالیتونه تر ۱۹۳۳ کاله پورې تر هغې کله چې نازيان په آلمان کې واک ورسیدل دوام وموند، د هټلر د لومړنیو کارونو له جملې یو یې دا و چې د فرانکفورت د ټولنیزو څېړنو انجمن یې وتاړه. د سیاسي فشارونو په زیاتېدو سره د انجمن غړي له آلمان څخه ووتل. هورکهایمر سویس ته لاړ او آدورنو آکسفورډ ته مخه کړه.
نوموړي څو ځله د جعلي پېژندپاڼې په مرسته آلمان ته سفر وکړ او وتوانېد چې د انجمن ډېر اسناد جنیوا ته ولېږدوي. د ۱۹۳۷ کال په وروستیو کې یې په برلین کې د یوې لنډې استوګنې پر مهال له ګرتل کارپلوس سره واده وکړ. دوی دواړه په ۱۹۳۸ کال د فبرورۍ په میاشت کې نیویارک ته ولاړل، هغه ځای ته چرته چې هورکهایمر انجمن د کولمبیا پوهنتون د یوې برخې په توګه بېرته پرانیستی و.
آدورنو له آلمان څخه تر وتو وروسته څه د پاسه څلور کاله په انګلستان کې د آکسفورډ په پوهنتون کې ژوند وکړ او په دغو کلونو کې یې د موسیقۍ په اړه خپلې ګڼې نظریې وړاندې کړې. په دې کلونو کې د ده د مهمو کارونو له جملې یو یې «د موسیقۍ د بتډوله طبعیت» لومړۍ نسخه وه چې د «د فرهنګ جوړونې صنعت» پر وړاندې د مخالفت په برخه کې د هغه تر ټولو مهمه مقاله ګڼل کېږي.[۳]
کله چې آدورنو امریکا ته داخل شو، نو د پرینسټن په پوهنتون کې یې له پل لازارسفلد سره په ګډه کار پیل کړ. خو طبیعي وه چې له لازارسفلد سره اوږده همکاري ونه شي زغملای، ځکه لازارسفلد پوزیتیویست و او د ټولنیزو څېړنو د کوچنیو سروېګانو او محلي څېړنو سرسخت پلوی و، کومې چې پر فردي پوښتنو ولاړې وې. له همدې امله یو کال وروسته د دوی همکاري پای ته ورسېده. د دې یو کلن کار یوازینۍ پایله څو مقالې وې چې د موسیقۍ د اغېز د له منځه وړلو په برخه کې د رادیو رول پکې څېړل شوی و.
په راتلونکو کلونو کې آدورنو کالیفورنیا ته لاړ. د ۱۹۴۰ او ۱۹۴۲ کلونو ترمنځ یې له لېو لووِنتال سره د «یهودیت ضد» په اړه په یوه څېړنه کې ګډون وکړ. د همدې پروژې لپاره یې «د یهودیت ضد او فاشیستي تبلیغاتو» په نوم یوه مقاله ولیکله چې په ۱۹۴۶ کال کې خپره شوه.
په ۱۹۴۲ کال کې هورکهایمر د «دیالکتیک منطق» په اړه خپل زوړ پلان بېرته راواخیست او د ترسره کولو لپاره یې د انجمن له غړو، په ځانګړي ډول له آدورنو، مرسته وغوښته. آدورنو د دې کار پر مهال دې نتیجې ته ورسېد چې دا طرحه یوازې په فلسفي ډول نه شي بشپړېدای، بلکې اړتیا ده چې تاریخي، ټولنیزې او فرهنګي څېړنې هم ورسره یو ځای شي.
د آدورنو باور دا و چې د دیالکتیک د تحلیل په برخه کې د تاریخ او مدرنیزم پر بهیر له دقت کولو پرته بله لاره نشته. دا انګیزه په ۱۹۴۳ کال کې په هغه کې نوره هم پیاوړې شوه او یو کال وروسته یې په سانتا مونیکا (د کالیفورنیا په جنوب کې) له هورکهایمر سره د مدرنیزم په اړه بحثونه وکړل. د هغه مېرمنې ګرتل، له دغو بحثونو یاداښتونه اخیستل، او دواړو به دغه لیکنې په دقت سره بېرته سمولې.
د دغو هڅو پایله درې کاله وروسته په امستردام کې د «روښانفکرۍ د دیالکتیک» تر سرلیک لاندې په کتابي بڼه خپره شوه. یاد اثر د مدرنې نړۍ، ابزاري عقلانیت او د فرهنګ جوړونې د صنعت پر وړاندې یوخ ترخه او بېرحمه نیوکه وه. د کتاب پلور ډېر کلونه وځنډېد، خو د ۱۹۶۰ لسیزې کې د رادیکالو خوځښتونو په بهیر کې دغه کتاب څو ځلې بیاچاپ شو او په بېلابېلو ژبو وژباړل شو.
په دې کتاب کې د آدورنو د بحث اصلي تمرکز پر مدرن عقلانیت، سرمایهسالاري، د پرمختګ د مفکورې پر ناسم درک، د علم او ټکنالوژۍ پر خطرونو، د فرهنګ صنعت، او له طبیعت څخه د انسان د سودجویانه برداشت پر وړاندې نیوکه وه.
آدورنو چې د لازارسفلد د همکارۍ پر مهال یې ویلي وو: څېړنه د شیکېدو، له ځانه د پردیتوب، د توکو د بتوارۍ او دروغجن شعور په اړه په تجربي میتودونو نه شي بریالۍ کېدای، او قربانیانو ته یواځې د پوښتنلیک لېږل د دوی درد نشي دوا کولای. د جګړې په وروستیو کلونو کې یې د «اقتدارپاله شخصیت» تر سرلیک لاندې پراخې څېړنې وکړې. په دې څېړنو کې یې د نژادي نفرت او د بیګانهستیزی مسایلو ته جدي پام وکړ. د ده او د هغه د همکارانو د څېړنو پایله د «اقتدارپاله شخصیت» تر عنوان لاندې په یوه لوی کتاب کې خپره شوه.
د هغو اثارو له جملې چې آدورنو په امریکا کې ولیکل، درې مهم کتابونه یادولی شو: «د فلم موسیقي»، «مدرنه فلسفه» او «کوچني اخلاق». د «کوچنيو اخلاقو» کتاب د ارسطو د «لويو اخلاق» په وړاندې لیکل شوی او د لنډو ټوټو یوه ټولګه ده. دا د آدورنو له مهمو اثارو څخه ګڼل کېږي چې د ۱۹۴۴ او ۱۹۴۷ کلونو ترمنځ لیکل شوی دی.
د کډوالۍ ځینې هغه سختۍ چې ځینې وخت د زغملو نه وې په دې کتاب کې انځور شوې دي. د روش له مخې د کتاب د بیان سبک او اسلوب ډېر غوره ګڼل شوی چې چې د نیچه د لیکنو د سبک یاد تازه کوي.
آدورنو د دې کتاب په یوه ټوټه کې لیکلي دي: «د ایډیالوژۍ او واقعیت ترمنځ د واټن د روښانه کوله لپاره هوښیارانه شوخي غوره وسیله.»[۴]
د آدورنو له دې کتاب د لیکلو موخه همدا وه چې همدا واټن ښکاره کړي.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] تیودور آدورنو: ۱۹۰۳–۱۹۶۹
[۲] احمدي، بابک. خاطرات ظلمت: د فرانکفورت د مکتب درېو فیلسوفانو په اړه.
[۳] احمدي، بابک. خاطرات ظلمت: د فرانکفورت مکتب د درېو فیلسوفانو په اړه.
[۴] احمدي، بابک. خاطرات ظلمت: د فرانکفورت مکتب د درې فیلسوفانو په اړه.


