ليکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دوه شپېتمه برخه)
د انسان ظاهري ښکلا
د هغو مهمو موضوعاتو له ډلې چې اسلامي شریعت پرې ټینګار کړی د انسان ظاهري ښکلا او جسم دی. الله تعالی غواړي چې موږ د خپلې ظاهري ښکلا په ساتنه کې هڅاند او جدي واوسو.
الله تعالی انسان ښکلی او منظم پیدا کړی او تر ټولو ښکلې بڼه او غوره صورت یې ورکړی دی. لکه څنګه چې فرمايي: «لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ» یعنې: په رېښتيا موږ انسان په ډېر ښه صورت کې پيداکړی دی. [۱]
همدارنګه الله تعالی فرمايي: «الَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّاكَ فَعَدَلَكَ فِي أَيِّ صُورَةٍ مَّا شَاء رَكَّبَكَ» یعنې: داسې ذات دی چې پیدا کړی یې ته، نو نیغ قد والا یې کړې په هره بڼه يې چې غوښتل سره ويې نېښلولې.[۲]
او همدارنګه الله تعالی د هغه زینت او ښکلا په توصیف کې چې د انسان لپاره یې په ځمکه کې مقرره ده داسې فرمايي:
«إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً» ژباده: څه چې پر دې ځمكه دي هغه مو د هغې لپاره ښكلا ګرځولې، تر څو هغوى وازميو چې كوم يو يې په عمل كې ډېر غوره دى.[۳]
په قرآن کریم کې د آراستګۍ او زینت حکم شوی دی او د الله تعالی له لوري چې په طبیعت کې د بندګانو لپاره کومې ښکلاوې او نعمتونه پیدا شوي دي د هغوی پټول او له کارولو يې منع کول په کلکه غندل شوې دي. لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: «يَا بَنِي آدَمَ خُذُواْ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُواْ وَاشْرَبُواْ وَلاَ تُسْرِفُواْ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللّهِ الَّتِيَ أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ قُلْ هِي لِلَّذِينَ آمَنُواْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ.» ژباړه: اې د آدم اولادې! د هر عبادت په وخت كې مو خپل د ښكلا لباس واخلئ او خورئ، څښئ خو اسراف مه كوئ، بې شكه هغه (الله جل جلاله) اسرافيان نه خوښوي ورته وايه: د الله هغه (د) ښكلا (سامان) چا حرامه كړې چې خپلو بندګانو ته يې را اېستلې او د روزي هغه پاكيزه شيان؟ ورته وايه: هغه خو په دنيايي ژوند كې هم (اصلاً) د مومنانو لپاره دي او د قيامت په ورځ خو به يوازې د دوى لپاره وي، په همدې توګه موږ هغو خلكو ته خپل آيتونه څرګند بيانوو چې پوهيږي.[۴]
کله چې اسلام انسان ته د آراستګۍ او ښکلا سپارښتنه کوي مقصد يې یوازې د ظاهري بڼې او د بدن د روغتیا ساتنه نه ده، لکه د جامو او بدن پاکوالی؛ بلکې تر دې وړاندې د اخلاقو او چلند ښکلا ته هم پوره پام کوي. دا هغه څه دي چې د اسلامي تمدن په انساني ژوند کې یې تحقق وموند او کمال ته ورسېد.
په همدې اساس د انسان ښکلا دوه ډوله ده: ظاهري ښکلا او معنوي ښکلا.
د بدن ښکلا
ښکاره خبره ده چې پاکوالی او طهارت، او ساتنه یې د بشري تمدن له ښکاره نښو څخه دي او په عین حال کې د حسي یا ظاهري ښکلا له غوره مظاهرو څخه ګڼل کېږي. په حقیقت کې اسلام په دې برخه کې د یوې معجزهناکې طریقې له مخې را داخل شو؛ داسې طریقه چې د بدن، روح، ټولنې او آن د بشریت سلامت تضمینوي. تر دې حده چې قرآن کریم فرمایي: «وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ» ژباړه: «الله همدغه پاكي غوره كوونكي خوښوي..»[۵]
او همدارنګه فرمایي: «وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ» یعنې: الله تعالی خوښوي ځان ساتونکي له (پلیتیو څخه). [۶]
حتی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «الطُّهُورُ شَطْرُ الإِيمَان» ژباړه: طهارت د ایمان نیمه برخه ده.
ځینې عالمانو د دې حدیث په تفسیر کې ویلي دي: «د طهارت ثواب د ایمان د نیمايي ثواب په اندازه دی.»
د یادونې وړ ده چې دا لارښوونې هغه ورکړل شوې چې په اروپايي ژوند کې کثافات او ناپاکي د ژوند له ښکاره ځانګړنو څخه شمېرل کېده. تر دې چې انسانانو به په ټول کال کې یوازې یو یا دوه ځلې غسل کاوه، او آن ځینې په دې باور وو چې هغه کثافات چې له بدن او جامو سره نښلي د برکت یوه نښه ده او د بدن د قوت سبب ګرځي.[۷]
په همدې وخت کې اسلام مسلمانانو ته د طهارت لارښوونه وکړه او د غسل وجوب يې لازم وګرځاوه، بلکې په ډېرو ځایونو کې يې د غسل استحباب هم بیان کړ. ځکه چې له غسل پرته د انسان بدن نه پاکېږي، او له اودسه پرته د مسلمان لمونځ صحیح نه دی.
غسل د جنابت او حیض په حالت کې واجب دی، او د اخترونو، احرام او نورو ځانګړو حالاتو په وخت کې مستحب ګڼل شوی دی. د جمعې د ورځې د غسل په اړه د علماوو تر منځ اختلاف موجود دی چې آیا واجب دی که مستحب؛ خو د ډېریو علماوو نظر دا دی چې د جمعې د ورځې غسل استحباب دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «غُسْلُ يَوْمِ الْجُمُعَةِ عَلَى كُلِّ مُحْتَلِمٍ، وَسِوَاكٌ، وَيَمَسُّ الطِّيبَ مَا قَدَرَ عَلَيْهِ» [۸] ژباړه: «د جمعې د ورځې غسل پر هر بالغ کس واجب دی، همدارنګه مسواک وهل، او د توان په اندازه د خوشبویۍ استعمال.»
اسلام طهارت او پاکوالي ته تر دې حده اهمیت ورکړ چې د دوو غسلونو تر منځ يې هم یو ټاکلی حد بیان کړ او ویې وفرمايل: «حَقٌّ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ أَنْ يَغْتَسِلَ فِي كُلِّ سَبْعَةِ أَيَّامٍ يَوْماً، يَغْسِلُ فِيهِ رَأْسَهُ وَجَسَدَهُ» [۹] ژباړه: «پر هر مسلمان لازم ده چې په هرو اوو ورځو کې یو ځل غسل وکړي، خپل سر او بدن ووینځي.»
ځینو فقهاوو د واجب او مستحب غسلونو ډولونه تر اوو لسو (۱۷) پورې رسولي دي، څو د غسل پر اهمیت نور هم ټینګار وکړي.
اسلام همدارنګه د بدن د بېلابېلو غړو د پاک ساتلو سپارښتنه کړې ده، په ځانګړي ډول د هغو غړو چې د کثافاتو او ناروغیو د انتقال احتمال په کې ډېر وي.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] سورۀ التین: ۴
[۲] سورۀ انفطار: ۷-۸
[۳] سورۀ کهف: ۷
[۴] سورۀ اعراف: ۳۱-۳۲
[۵] سورۀ توبه: ۱۰۸
[۶] سورۀ بقره: ۲۲۲
[۷] شمس العرب تسطع علی الغرب، ص:
۵۴
[۸] بخاري: ۸۴۰
[۹] بخاري: ۸۵۶


