Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (درې‌شپېتمه برخه)
اسلامي تمدن چهارشنبه _24 _سپتمبر _2025AH 24-9-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (درې‌شپېتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (درې‌شپېتمه برخه)
د بدن ښکلا
د پاکوالي په اړه د اسلام تګلاره په دریو مرحلو کې خلاصه کېدای شي:
۱. له ککړتیا څخه مخنیوی؛
۲. پاکوالي ته رابلل؛
۳. او د زینت استحباب چې له نظافت نه پورته دی.
مسلمانان پوهیدل چې له طهارت څخه غفلت کول د عذاب لامل ګرځي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوو قبرونو له څنګ څخه د تېرېدو پر مهال وفرمایل: “إنهما لیعذبان وما یعذبان فی کبیر؛ أما أحدهما فکان لا یستتر من البول وأما الآخر فکان یمشی بالنمیمة” ژباړه: «دا دواړه کسان په عذاب کې دي، خو د کومې لویې ګناه له امله نه. یو یې په دې دلیل په عذاب کې دی چې له خپلو ادرارو څخه به یې ځان نه ساته، او بل په دې دلیل چې د خلکو خبرې به یې یو او بل ته رسولې.» [۱]
او کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولید چې د سر او ږیرې وېښتان یې ګډوډ کړي وو، نو په لاس یې اشاره ورته وکړه چې بهر لاړ شي؛ یعنې وېښتان دې سم کړي. سړي همداسې وکړل او بېرته راغی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “ألیس هذا خیرا من أن یاتی أحدکم ثائر الرأس کأنه شیطان”
ژباړه: «ایا دا غوره نه ده چې یو څوک ځان منظم کړي، تر دې چې د ګډوډو وېښتانو سره راشي، لکه شیطان چې وي؟» [۲]
رسول الله صلی الله علیه وسلم همدارنګه د هغو ځایونو د پاکوالي او صفا کولو سپارښتنه کړې چې عموماً په کې خوله کول او ککړتیا پېښېږي، او دا چاره یې د فطرت له سنتونو څخه ګڼلې ده: “خمس من الفطرة: الختان، والاستحداد، وتقلیم الأظفار، ونتف الإبط، وقص الشارب” ژباړه: «پنځه شیان فطري دي: ختنه کول، د شرمګاه وېښتان لرې کول، د نوکانو لنډول، د بغل وېښتان خریل، او د شونډو د پاسه وېښتان لنډول.» [۳]
رسول الله صلی الله علیه وسلم د غاښونو په پاکوالي دومره ټینګار کاوه چې ویې وفرمایل: “لولا أن أشق علی أمتی لأمرتهم بالسواک عند کل وضوء” ژباړه: «که مې امت ته سخته نه تمامیدلی، نو د هر اودسه پر مهال به مې د مسواک کولو امر ورته کړی وای.» [۲]
حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله عنه وایي: «موږ ته د مسواک کولو په اړه داسې امر کېده چې ګومان به مو کاوه په دې اړه به آیتونه نازل شي.» نو د تعجب وړ خبره نده چې د اسلامي هېوادونو په هر ګوټ کې حمامونه دود شول او د دغو سیمو د معمارۍ یوه ځانګړې برخه وګرځېده.
الماني خاورشناس «زیګرید هونکه» د مسلمانانو تمدن د هماغه وخت له اروپا سره پرتله کړی او لیکلې یې دي: «اندلسي فقیه «الطرطوشي» د فرانک سیمو ته په خپل سفر کې له داسې صحنو سره مخ شو چې انسان لړزوي. هغه چې یو مسلمان و او هره ورځ یې د اودس او غسل کولو مکلفیت درلود وایي: «ما هیڅکله دومره چټل قوم نه دی لیدلی؛ په ټول کال کې یو یا دوه ځله ځانونه مینځي، هغه هم په یخو اوبو؛ جامې هم تر هغه نه وینځي ترڅو چې پوسېدلې او شلېدلې نه وي.»
هغه زیاتوي: «دغه حالت د یوه منظم او پاک‌ عرب لپاره د منلو نه و؛ هغه عرب چې پاکوالي ورته نه یوازې د دیني دندې حیثیت درلود، بلکې د ګرمو سیمو په هوا کې یې د ژوند یوه اړتیا وه.»
وروسته لیکي: «په بغداد کې د لسمې میلادي پېړۍ پر مهال زرګونه عامه توده حمامونه موجود وو چې خدمتګاران او آرایشګران یې لرل.» [۵]
که څه هم ګرمه هوا خلک پاکوالي ته هڅوي، خو په ډېرو سیمو کې د سیندونو او د اوبو د سرچینو نشتون د دې لامل کېدای شو چې د نظافت په برخه کې نرمښت رامنځنه شي. خو اروپا سره له دې چې له ډېرو اوبو او سیندونو برخمنه وه، بیا یې هم برعکس کلتور درلود او آن ککړتیا یې ویاړ ګڼله.
اسلام وروسته له نظافت هم مخکې ولاړ او د «زینت» ارزښت یې مطرح کړ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “حبب إلی من دنیاکم النساء والطیب و جعلت قرة عینی فی الصلوة” «ستاسې له دنیا مې ستاسې ښځې او خوشبويانې خوښې شوې، او زما د سترګو نور په لمانځه کې کېښودل شو.» [۶]
او کله به چې خوشبويي ورته راوړل شوه، نو نه به یې ردوله، بلکې فرمایل به یې: “من عرض علیه ریحان فلا یرده، فإنه خفیف المحمل طیب الریح” ژباړه: «هر چاته چې خوشبويي وړاندې شي، نو نه دې یې ردوي، ځکه چې دا سبک او خوشبویي ده.» [۷]
کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره یوه توره عباء وګڼدل شوه او  ویې غوستله، نو کله چې پکې خولې شو او د وړۍ بوی یې احساس کړ، نو له ځان یې وباسله. [۸]
د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمتګار حضرت انس بن مالک رضي الله عنه د هغه په توصیف کې وایي: «ما هېڅکله د دیبا او ورېښمو داسې کالي نه دي لمس کړي چې د رسول الله له لاس څخه دې نرم وي، او هېڅکله مې داسې بوی نه دی حس کړی چې د رسول الله له بوی څخه دې خوږ وي.» [۹]
په دې ډول نظافت د مسلمانانو لپاره یو دیني مکالفیت و چې په ترسره کولو سره به یې د ثواب او اجر مستحق کېدل او په دې برخه کې یې د خپل پېغمبر صلی الله علیه وسلم د ژوند له طرز سره ځان تړلی ګاڼه. [۱۰]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] بخاري: ۲۱۳

[۲] موطا: ۱۷۰۲

[۳] بخاري: ۵۵۵۰

[۴] بخاري: ۸۴۷

[۵] شمس العرب تسطع علی الغرب، ص:

۵۴

[۶] نسائي: ۳۹۴۰

[۷] مسلم: ۲۲۵۳

[۸] سنن ابوداوود: ۴۰۷۴

[۹] مسلم: ۲۳۳۰

[۱۰] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۴۲

Previous Articleفرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (نهمه برخه)
Next Article د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلورشپېتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (نهه شپېتمه برخه)

یکشنبه _19 _اکتوبر _2025AH 19-10-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول ( برخه: ۶۸)

سه شنبه _14 _اکتوبر _2025AH 14-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰) د…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD8 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (اوله برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD6 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.