Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلورشپېتمه برخه)
اسلامي تمدن پنجشنبه _25 _سپتمبر _2025AH 25-9-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلورشپېتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلورشپېتمه برخه)
د جامو ښکلا
د ښکلا د نورو برخو ترڅنګ د جامو ښکلا هم بله برخه ده چې اسلامي شریعت ځانګړې پاملرنه ورته کړې ده.
اسلام هغه څه ته چې انسان یې اغوندي ځانګړې پاملرنه کړې ده؛ ځکه پاکي او ښایسته جامې نه یوازې د اغوستونکي لپاره ګټور دي، بلکې د شاوخوا خلکو ته یې هم ګټه رسیږي؛ آن د هغوی په ګټه هم دي چې ورته ګوري، ولوکه که د لباس له اغوستونکي سره هیڅ بلد و نه اوسي.
قرآن کریم د جامو د نعمت په برخه کې څرګنده کړې چې جامې هم عیبونه پټوي او هم د ښکلا وسیله ده. د انسان طبیعت داسې پیدا شوی چې د حیواناتو او مرغانو خلاف په فطرتي ډول د عورت له پټولو سره مینه لري او همدا فطري تمایل که څه هم ذاتاً یو ضرورت دی خو په خپله یو ډول ښکلا هم ده. کله چې حضرت آدم او مېرمنې یې له منع شوي ونې خوراک وکړ، نو عورتونه یې ښکاره شول او کله چې متوجه شول نو د جنت پاڼې یې پر ځانونو را خورې کړې: “طَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِنْ وَرَقِ الْجَنَّةِ” [۱] ژباړه: «او (د خپلو شرمګاو د پټولو لپاره) یې د جنت د ونو پاڼې سره راټولې کړې او پر ځانونو یې واچولې. د دوی له دې کار داسې څرګندیږي چې موخه د جسمي عورتونو پټول وو چې انسان یې په طبیعي توګه د ښکاره کېدو له امله شرمېږي؛ او یوازې هغه وخت کله چې د انسان فطرت فاسد شي ښایي د بې‌سترۍ او لوڅوالي پروا ونه ساتي .[۱]
نو د جامو اغوستل د انسان فطري اړتیا ده، چې د الله تعالی له لوري یو ستر نعمت ده؛ خو الله تعالی زموږ پام یوازې د جامو ښکلا ته نه دی اړولی، بلکې موږ یې دروني ښکلا ته هم رابللي یوو. الله تعالی فرمایي: “یَا بَنِي آدَمَ قَدْ أَنْزَلْنَا عَلَیْکُمْ لِبَاسًا یُوَارِي سَوْآتِکُمْ وَرِیشًا وَلِبَاسُ التَّقْوَى ذَلِکَ خَیْرٌ” [۳] ژباړه: «اى د آدم اولادې! تاسو ته مو جامې در نازلې كړې چې ستاسو شرم ځايونه پټوي او ښكلا هم ده، او د تقوى جامه، دا ډېره غوره ده.»
د لومړنیو نازل شوو آیتونو له جملې یو یې هغه آیت دی چې الله تعالی پکې فرمایي “وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ” [۴] ژباړه: «او خپل لباس پاک وساته.»
او دا خبره څومره عالي ده چې اسلام له پیل څخه د انسان ظاهري اړخ ته هماغه شان ارزښت ورکړی څومره یې د باطني اړخ ته ورکړی؛ د ظاهر پاکي یې د توحید ترڅنګ راوړي: “وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ” او “وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ” [۵] ژباړه: «او د خپل پالونکي لويي بيان كړه او او خپلې جامې پاكې وساته.»
دلته طهارت هم د حسي پاکوالي (د جامو صفا) معنا لري او هم له ګناهونو او معاصیو څخه د پاکوالي معنا لري. امام ابن کثیر رحمه الله وایي: «دا آیت د زړه له طهارت سره یوځای دواړه معناوې په ځان کې رانغاړي، ځکه عربان ځینې وخت د “ثیاب” کلمه د زړه لپاره هم کاروي.» [۶]
الله تعالی موږ ته د ښکلا او زینت امر هم کړی دی او فرمایي: “یَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا” [۷] ژباړه: «اې د آدم اولادې! د هر عبادت په وخت كې مو خپل د ښكلا لباس واخلئ او خورئ، څښئ خو اسراف مه كوئ، بې شكه هغه (الله) اسرافيان نه خوښوي..»
الله تعالی وروسته له هغو کسانو انکار کړی چې له دې زینت څخه ګټه نه اخلي او فرمایي: “قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ” [۸] ژباړه: «(ورته وايه: د الله هغه (د) ښكلا (سامان) چا حرامه كړې چې خپلو بندګانو ته يې را اېستلې او د روزي هغه پاكيزه شيان؟»
ځینې اسلامي عالمانو د «خُذُوا زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ» د آیت په فهم کې دومره دقت کړی چې په ګلاب یې د جامو مینځل شرط ګڼلي دي. امام فخر رازي رحمه‌الله په خپل تفسیر کې روایت کوي چې علماوو ویل: کله چې الله متعال موږ د لمانځه لپاره راوبلي او لمونځ دعا ده، نو که یوازې د حکم پوره کول وای، کافي به وه؛ خو ددې لپاره چې په آیت راغلي دي: «خُذُوا زِينَتَكُمْ»، نو د زینت نهایت (په ګلاب سره منیځل شوې جامې) باید رعایت کړو. [۹]
کله چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم یو سړی په ککړو جامې کې ولید، نو ویې وفرمایل: «ایا دغه سړی اوبه نلري چې خپلې جامې پرې ومینځي؟» [۱۰]
د الله رسول صلی الله عليه وسلم سپین رنګ خوښاوه او تل به یې سپارښتنه کوله: «سپینې جامې واغوندئ، ځکه چې تر ټولو پاکې او ښې دي.» [۱۱]
د الله رسول صلی الله عليه وسلم په سیرت کې دوه ډېر ښکلي موقفونه موجود دي: یو د هغه سړي په اړه چې ښکلا یې خوښوله خو وېرېده چې دا مینه یې د تکبر له امله و نه اوسي؛ او بل د هغه سړي په اړه چې د خپل ظاهري حالت پروا به یې نه ساتله.
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روایت کوي چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «هغه څوک چې په زړه یوه ذره تکبر هم ولري، نو جنت ته به داخل نه شي.»
یوه سړي پوښتنه وکړه: «خو د انسان خوښېږي چې جامې او بوټان یې ښایسته واوسي.» د الله رسول صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «الله تعالی ښکلی دی او ښکلا خوښوي. تکبر د حق ردول او د خلکو سپکاوی دی.» [۱۲]
د ښکلا او زینت مراعتول دقيقه اسلامي معادله ده؛ خو په دې شرط چې د تکبر په دام کې و نه ولوېږې. تکبر دا دی چې انسان ځان لوی وګڼي او نور ته د ځان په پرتله ټیټ نظر وکړي. په دې کې ستونزه نشته چې ښکلی واوسي، ځکه الله تعالی ښکلا خوښوي، خو باید پام مو وي چې آن د تکبر یوه ذره هم په زړه کې ونه ساتو؛ ځکه هماغه یوه ذره کولی شي له جنت څخه مو بې برخې کړي.
په دې لړ کې له ښکلا څخه بشپړ لرې‌والی د ورع یا شرعي احتیاط په معنا نه دی. دلته د دوهم موقف یادونه کېږي: ابوالأحوص له خپل پلار څخه روایت کوي چې وايي: «زه د الله رسول صلی الله عليه وسلم حضور ته ورغلم ، حال دا چې زړې جامې مې اغوستې وې. د الله رسول صلی الله عليه وسلم وپوښتل: ایا شتمني لرې؟ ما وویل: هو. ویې وفرمایل: څه ډول شتمني؟ ما وویل: الله راته اوښان، پسونه، اسونه او غلامان راکړي دي. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: نو د الله تعالی د نعمت او کرامت نښې باید درکې ښکاره وای.» [۱۳]
اسلام په همدې ډول د افراط او تفريط او د تکبر او بدوالي تر منځ منځلاریتوب غوره کړی دی. الله تعالی ښکلی دی او ښکلا خوښوي، او غواړي چې په خپلو بندګانو کې د خپل نعمت نښې وویني؛ خو هغه څوک چې په زړه کې یې د تکبر ذره هم وي، له جنت څخه بې‌برخې کېږي.
د الله رسول صلی الله عليه وسلم به غوره او تر ټولو ښکلې جامې اغوستې. حضرت ابن عباس رضي الله عنه هغه مهال چې د حضرت علي رضي الله عنه له لوري د خوارجو د خبرو اترو لپاره واستول شو، خپلې تر ټولو ښکلې جامې واغوستې. امام ابوداود رحمه الله روایت کړی چې ابن عباس وویل: کله چې زه خوارجو ته ورغلم، هغوی وویل: ای د عباس زویه! دا څه ډول جامې دي؟ ما وویل: په دې کې څه ستونزه ده؟ ما پخپله د الله رسول صلی الله عليه وسلم پر بدن تر ټولو ښکلې جامې لیدلې دي.» [۱۴]
د جامو پاکوالي ته په اسلام کې دومره زیات اهمیت ورکړل شوی چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم به دا نه خوښوله چې یو مسلمان په ککړو جامو کې لمونانځه ته، په ځانګړي ډول د جمعې لمانځه ته حاضر شي. آن هغو کسانو ته چې په خپلو ورځینیو کارونو کې به یې له کثافاتو سره سروکار درلود، سپارښتنه کوله چې د جمعې لپاره دې ځانګړې پاکې جامې ولري. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «ولې داسې نه کوئ د کار له جامو پرته ټول د جمعې د لمانځه لپاره ځانګړې جامې ولرئ؟» [۱۵]
په اسلامي فقه کې که جامې د پیشاب، غایطې یا وینې په څېر شي په نجاستو سره ککړې شي، نو نجس ګڼل کېږي، او لمونځ پکې نه قبلېږي، مګر هغه مهال کله چې نجاست لرې شي. البته د مقدار او کچې په اړه یې د اسلامي مذاهبو د فقهاوو ترمنځ اختلاف موجوده دی.
امام مناوي رحمه الله تعالی دا موضوع داسې راټوله کړې: «د جامو او بدن پاکوالې هم د عقل، هم د شریعت او هم د عرف د حکم له مخې لازمي دی.» ویل کېږي چې د «شیخ الاسلام برهان بن ابي شریف» جامې دومره سپینې او پاکې وې چې په خپل وخت کې د پاچاهانو له جامو هم زیاتې پاکې بلل کېدې، داسې ښکارېده لکه د جامو ټوټې یې چې د رڼا یوه برخه وي.
پاکي د انسان په اړه د نورو په سترګو کې د هیبت لامل ګرځي او په زړونو کې د درناوي ځای پیدا کوي. ځینې اهل فقر په دې برخه کې سستي کوي؛ تر دې چې د هغوی د جامو حالت داسې وي چې د عقل او عرف له مخې ناوړه ګنل کیږي، آن کېدای شي له شرعي پلوه هم ناوړه وګڼل شي.
شیطان یو کس وسوسه وکړه چې: «لومړی خپل زړه پاک کړه، بیا خپلې جامې.» خو دا یې د نصیحت لپاره نه ویل، بلکې د دې لپاره چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم د حکم له عملي کولو او د خپلو ملګرو او ټولنې د حقونو له رعایت کولو چې نظافت پکز حتمي دی منع کړي. که په دقت سره وګورو نو ظاهري پاکي د باطن له صفا کولو سره هم مرسته کوي.
روایت دی چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم جامې هېڅکله نه دي ککړې شوې؛ لکه څنګه چې په «المواهب» او نورو سرچینو کې راغلي دي. ویل شوي چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه هېڅکله له پاکۍ او خوشبویۍ پرته بل څه نه صادرېدل. [۱۶]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] اعراف: ۲۲.

[۲] سید قطب، فی ظلال القرآن، ج ۳: ص ۱۲۶۹، دارالشروق، بیروت، لبنان.

[۳] اعراف: ۲۶.

[۴] مدثر: ۴.

[۵] مدثر: ۳-۴.

[۶] ابن کثیر، تفسیر القرآن الکریم، ج ۸، ص ۲۶۳، دار طیبه.

[۷] اعراف: ۳۱.

[۸] اعراف: ۳۲.

[۹] فخرالدین رازي، التفسیر الکبیر، ج ۱۴، ص ۲۲۹، دار إحياء التراث العربي، بیروت.

[۱۰] ابوداوود: ۴۰۶۲.

[۱۱] احمد: ۲۰۱۶۶.

[۱۲] مسلم: ۹۱.

[۱۳] نسائي: ۵۲۳۴.

[۱۴] ابوداوود: ۴۰۳۷.

[۱۵] ابوداوود: ۷۰۷۸.

[۱۶] المناوي، فيض القدیر شرح الجامع الصغیر، ج 2، ص ۲۲۵، المکتبة التجاریة، مصر.

Previous Articleد علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (درې‌شپېتمه برخه)
Next Article فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (لسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (نهه شپېتمه برخه)

یکشنبه _19 _اکتوبر _2025AH 19-10-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول ( برخه: ۶۸)

سه شنبه _14 _اکتوبر _2025AH 14-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰) د…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD8 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (اوله برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD6 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.