لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پینځه شپېتمه برخه)
د کور، سړک او ښار ښکلا
کور، سړک او ښار د چاپېریال هغه برخې دي چې انسان پکې ژوند کوي، او نن سبا همدا چاپېریال د انسانانو ترمنځ د «چاپېریال» یا «محیط زیست» په نوم پېژندل کېږي.
هغه څه چې د پام وړ دي دا دي چې الله تعالی د دغه چاپېریال ښکلا د انسان د ژوند د موخو له جملې څخه ګرځولې ده. څرنګه چې الله تعالی د خپل پیغمبر صالح علیهالسلام له قوله فرمایي: “هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فيها” ژباړه: «الله تاسې له ځمکې پیدا کړئ او د هغې د آبادولو (ښکلا او جوړونې) دنده یې تاسو ته وسپارله.»[۱]
ابن کثیر رحمهالله د آیت مراد داسې بیانوي: «الله تاسو د ځمکې اوسېدونکي وګرځولئ تر څو آباده یې کړئ او ګټه ترې واخلئ.»[۲]
همدارنګه حضرت زید بن اسلم رضياللهعنه ویلي دي: «یعنې تاسو ته حکم شوی چې د هر څه د ودانولو او کرلو ته اړتيا لرئ، نو ودان یې کړئ او ویې کرئ.» ځینو نورو بیا ویلي دي: «الله الهام درکړ چې ځمکه د کرهڼې، کرلو، د نهرونو ایستلو او نورو چارو په وسیله آباده کړئ.»[۳]
آن د ښکلا تر ټولو ټیټې مظاهرې هم چې د لارې په اوږدو کې شتون لري د مؤمنانو په زړونو کې له ایمان سره تړل شوې دي؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وینا له لارې څخه د اذیت رسوونکو شیانو لرې کول د ایمان برخه ده: “الإيمان بضع وَسَبْعُونَ، أَوْ بِضْعٌ وَسِتُّونَ شُعْبَةً فَأَفْضَلُهَا قَوْلُ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَدْنَاهَا إِمَاطَةُ الْأَذَى عَنِ الطريق” ژباړه: «ایمان له اویاوو، یا له شپېتو څخه ډېرې څانګې لري، غوره څانګه یې د «لا إله إلا الله» ویل دي، او تر ټولو ټیټه څانګه یې له لارې څخه د اذیت رسوونکو شیانو لرې کول دي.»[۴]
د «اذیت له لرې کولو» موخه دا ده چې هر هغه شی لکه ډبره، اغزی او نور خنډونه چې د خلکو د تګ راتګ لپاره مزاحمت کوي له لارې لرې شي.
حتی له لارې څخه د اذیت لرې کول د صدقې په څېر اجر لري؛ لکه څنګه چې د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت شوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “يُمِيطُ الْأَذَى عَنْ الطَّرِيقِ صَدَقَةٌ” ژباړه: «له لارې څخه اذیت لرې کول صدقه ده.»[۵]
تر دې هم زیات، رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې الله تعالی د یوه بنده ګناهونه یوازې د دې لپاره وبخښل چې له لارې یې یوه خارداره څانګه لرې کړه، او جنت ته یې داخل کړ. په حدیث کې راغلي دي: “بَيْنَمَا رَجُلٌ يَمْشِي بِطَرِيقٍ وَجَدَ غُصْنَ شَوْكٍ عَلَى الطَّرِيقِ، فَأَخَّرَهُ، فَشَكَرَ اللهُ لَهُ فَغَفَرَ لَهُ”
او د ابن ماجه په روایت کې راغلي: “كَانَ عَلَى الطَّرِيقِ غُصْنُ شَجَرَةٍ يُؤْذِي النَّاسَ، فَأَمَاطَهَا رَجُلٌ، فَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ” ژباړه: «یو سړی په لاره روان و، یوه خارداره څانګه یې ولیده چې خلکو ته یې اذیت رساوه، نو هغه یې لرې کړه، الله تعالی یې عمل وستایه ویې بخښلو.»[۶]
په یوه بل حدیث کې بیا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دغه عمل د امت د غوره کړنو له جملې څخه یاد کړی او فرمایلي یې دي: “عُرِضَتْ عَلَيَّ أَعْمَالُ أُمَّتِي حَسَنُهَا وَسَيْتُهَا، فَوَجَدْتُ فِي مَحَاسِنِ أَعْمَالِهَا الْأَذَى يُمَاطُ عَنِ الطَّرِيق” ژباړه: «د امت نیکې او بدې ټولې کړنې راته وښودل شوې، او د هغوی په غوره کړنو کې مې ولیدل: له لارې څخه د اذیت لرې کول.»[۷]
په رښتیا هم د حیرانتیا ځای دی چې ستر صحابي ابو برزه رضياللهعنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه چې هغه ته دې یو ګټور کار وښيي، نو رسول ګرامي صلی الله علیه وسلم وفرمایل “اعْزِلِ الأَذَى عَنْ طَرِيقِ الْمُسْلِمِينَ” ژباړه: «د مسلمانانو له لارې څخه اذیت لرې کړه.»[۸]
تر دې هم د تعجب وړ خبره دا ده چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم هغه چا ته سخت خبرداری ورکړی چې خلک په لاره کې ازاروي: “مَنْ أَذَى الْمُسْلِمِينَ فِي طُرُقِهِمْ، وَجَبَتْ عَلَيْهِ لَعْنَتُهُمْ”
ژباړه: «هر څوک چې په لاره کې مسلمانانو ته تکلیف ورسوي، نو د هغوی لعنت پرې واجب کېږي.»[۹]
ایا پام مو شو؟! یوازې له لارې څخه د اذیت د لرې کولو په اړه اووه احادیث را نقل شول، نه ټول روایتونه. موږ هیڅ داسې داسې شریعت، مکتب یا فلسفه نه پېژنو چې د لارې ښکلا او د خلکو آرامۍ ته دې یۍ دومره پاملرنه کړې وي. که فرضاً په کوم بل ځای کې داسې څه پېښ شي، ایا څوک شته چې ووايي: له لارې څخه د اذیت لرې کول به هلته د ګناهونو د بخښنې او جنت ته د داخلېدو په موخه ترسره کېږي؟!
دلته به لږ تم شو: یوه صحابي میرمن چې یوازینۍ ځانګړنه یې د جماعت پاکول وو، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ونه لیده، نو پوښتنه یې وکړه. کله چې خبر شو چې هغه مړه شوې ده، نو صحابه کرام یې ملامت کړل چې ولې یې دی خبر نه کړ، او ویې فرمایل: “أَفَلا كُنتُمْ آذَنْتُمُونِي … دُلُّونِي عَلَى قَبْرِهَا”
ژباړه: «ولې مو زه خبر نه کړم؟ … ماته یې قبر وښیاست.» نو کله یې چې قبر ور وښودل شو، نو په قبر یې ودرېد او لمونځ یې پرې وکړ.[۱۰]
یاده ښځه چې نوم یې د اسلام په تاریخ کې تل پاتې او د حدیثو په کتابونو کې ثبت شوه، یوازې یې د مسجد نظافت کاوه، خو په اسلامي مکتب کې د تلپاتې مقام وړ وګرځېده. رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې په مرګ صحابه ملامت کړل او تر وفات وروسته یې پر قبر لمونځ وکړ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلکو د تګ راتګ په ځایونو کې له قضای حاجت هم منع کړې ده: “اتَّقُوا اللَّعَانَيْنِ. قَالُوا: وَمَا اللَّعَانَانِ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: الَّذِي يَتَخَلَّى فِي طَرِيقِ النَّاسِ أَوْ فِي ظِلِّهِم” ژباړه: «له دوو لعنتي کارونو څخه ځان وساتئ.» صحابه کرامو وویل: «ای د الله رسوله، هغه کوم دوه کارونه دي؟» ویې فرمایل: «هغه څوک چې د خلکو د تګ او راتګ په لار یا د هغوی د سیوري لاندې قضای حاجت کوي.»[۱۱]
یعنې هر څوک چې د خلکو د تګ او راتګ په لاره یا د هغوی د ناستې په ځای کې قضای حاجت وکړي، نو خلک پرې لعنت وايي. امام ابو سلیمان خطابي رحمه الله وایي: د «لعانَین» مطلب هغه دوه کارونه دي چې د خلکو د لعنت سبب ګرځي، هغوی غصه کوي او دې ته یې اړ باسي چې لعنت ووایي.[۱۲]
څومره چې ځای مقدس وي، هماغومره یې پاکوالي ته زیات پام کېږي. مثالاً مسجد؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: “الْبُزَاقُ فِي الْمَسْجِدِ خَطِيئَةٌ، وَكَفَّارَتُهَا دَفْنُهَا” ژباړه: «په مسجد کې تف کول ګناه ده، او د هغې کفاره دا ده چې پټ کړل شي.»[۱۳]
یهودیانو ددې لپاره چې خپل کورونه یې نه پاکول رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو صحابهوو ته وفرمایل: “طَهِّرُوا أَفْنِيَتَكُمْ؛ فَإِنَّ الْيَهُودَ لَا تُطَهِّرُ أَفْنِيَتَهَا” ژباړه: «خپل انګړونه پاک کړئ، ځکه یهودیان خپل انګړونه نه پاکوي.»
او په بل روایت کې راغلي: “نَظُفُوا أَفْنِيَتَكُمْ؛ فَإِنَّ الْيَهُودَ أَنْتَنُ النَّاسِ” ژباړه: «خپل انګړونه پاک وساتئ، ځکه یهودیان تر ټولو بدبویه خلک دي.»
دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپارښتنه ښيي چې ښکلا او نظافت په اسلام کې یو اصیل اصل دی؛ نه د تودو اقلیمونو د اغېز پایله، لکه څه ډول چې ځینې لوېدیځ څېړونکي ګمان کوي او نه هم له پخوانیو ادیانو او مکتبونو څخه اخیستل شوی.
اسلام ډېر ټینګار کړی چې سنت لمونځونه دې په کور کې ترسره شي؛ لکه څنګه چې جابر رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “إذا قَضَى أَحَدُكُمُ الصَّلاةَ فِي مَسْجِدِهِ، فَلْيَجْعَلْ لِبَيْتِهِ نَصِيبًا مِنْ صَلاتِهِ؛ فَإِنَّ اللَّهَ جَاعِلٌ فِي بَيْتِهِ مِنْ صَلاتِهِ خَيْرًا” ژباړه: «کله چې له تاسو څخه څوک خپل لمونځ په مسجد کې ادا کړي، نو باید د خپل کور لپاره هم د لمانځه یو څه برخه وټاکي؛ ځکه الله تعالی د هغه د لمانځه خیر د هغه په کور کې پیدا کوي.»[۱۴]
په دې اساس کورونه د وړو مسجدونو په څېر شول، نو لازمه وه چې پاک وساتل شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم هم خپل امت ته اړه امر کړی و؛ لکه څنګه چې حضرت سمره بن جندب رضي الله عنه وایي: “أمرنا رسول الله أن نتخذ المساجد في ديارنا، وأمرنا أن ننظفها” ژباړه: «رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته امر وکړ چې په خپلو کورونو کې دې مسجد ولرو، او هغه دې پاک وساتو.»[۱۵]
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځان د مینځلو په ځایونو کې له ادرارو کولو څه منع کړې: “لا يَبُولَنَّ أَحَدُكُمْ فِي مُسْتَحَمِّهِ، ثُمَّ يَتَوَضَّأُ فِيهِ” ژباړه: «هیڅوګ دې د ځان د پاکولو په ځای کې ادرار نه کوي، چې بیا دې پکې اودس وکړي.»[۱۶]
دا د هغو نصوصو بېلګې دي چې د کور یا د لارې د ناپاکۍ د مخنیوي په اړه راغلي دي.
خو خبره یوازې د ناپاکۍ تر منع کولو نده محدوده؛ بلکې اسلام د ونو په کرلو هم ډېر ټینګار کړی. لکه څنګه چې له حضرت انس بن مالک رضي الله عنه روایت دی چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل“مَا مِنْ مُسْلِم يَغْرِسُ غَرْسًا أَوْ يَزْرَعُ زَرْعًا، فَيَأْكُلُ مِنْهُ طَيْرٌ أَوْ إِنْسَانٌ أَوْ بَهِيمَةٌ، إلا كَانَ لَهُ بِهِ صَدَقَةٌ” ژباړه: «هر مسلمان چې ونه کېنوي یا ځمکه وکري، او له هغې مرغان، انسانان یا حیوانات خپله اړتیا پوره کړي، نو د صدقې په توګه ورته لیکل کېږي.»[۱۷]
په صحیح مسلم کې روایت راغلی دی: «وَمَا سُرِقَ مِنْهُ لَهُ صَدَقَةٌ … وَلَا يَرْزَؤُهُ أَحَدٌ إِلَّا كَانَ لَهُ صَدَقَةٌ»؛ ژباړه: «که ترې څه غلا هم شي، بیا هم د هغه لپاره صدقه لیکل کېږي … او که څوک ترې څه کم کړي، نو هغه هم د ده لپاره د صدقې حیثیت لري.»
تر دې هم وړاندې رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم سپارښتنه کړې ده چې که د قیامت ساعت راورسېږي او د یو چا په لاس کې نیالګۍ وي، نو که وتوانېږي باید هغه کښینوي. لکه څرنګه چې حضرت انس رضیاللهعنه د اسلام له پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم څخه روایت کړی دی: «إِنْ قَامَتِ السَّاعَةُ وَفِي يَدِ أَحَدِكُمْ فَسِيلَةٌ، فَإِنِ اسْتَطَاعَ أَنْ لَا يَقُومَ حَتَّى يَغْرِسَهَا فَلْيَغْرِسْهَا» «که قیامت راورسیږي او له تاسې د کوم کس سره نیالګۍ وي، نو تر هغې چې توان یې لري، باید هغه وکري.»[۱۸]
د ونو د کښت لپاره تر دې قوي انګېزه نشته؛ ځکه دا حدیث مسلمان انسان داسې انځوروي لکه یو فعال، خیرخواه او سخاوتمند وجود چې د تلپاتې څاڅکي په څېر تل بهیږي او تر وروستۍ شېبې پورې له کار کولو لاس نه اخلي، حتی که پوهېږي چې له ده وروسته به څوک د هغه له مېوې ګټه وانخلي.
په اسلامي فقه کې د ځمکې ابادول د «احیاء موات» په نوم یادیږي. «موات» هغه ځمکه ده چې ویرانه او بېاوسېدونکي وي. دا اصطلاح د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له هغه حدیث څخه اخیستل شوې ده چې فرمايي: «مَنْ أَحْيَا أَرْضًا مَيِّتَةً فَهِيَ لَهُ» «هر څوک چې مړه ځمکه اباده کړي، هغه ځمکه د هغه ده.»[۱۹]
نو اسلام له یوې خوا د پاکۍ او طهارت امر کړی او له بلې خوا یې انسانان کرنې او ابادۍ ته هڅولې دي. همدا لامل و چې د اسلامي تاریخ د ودې او غوړیدا په دورو کې کورونه او ښارونه له ښکلا او خوښۍ ډک وو.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱]. سوره هود، آیه ۶۱.
[2]. ابن کثیر، ابوالفداء اسماعیل ابن عمر، تفسیر القرآن الکریم، ج۴، ص ۲۸۶، دارالکتب العلمیة، بیروت، لبنان.
[۳]. ابو حیان، محمد ابن یوسف، البحر المحیط، ج۶، ص ۱۷۵، دارالفکر، بیروت، لبنان.
[۴]. صحیح مسلم.
[۵]. صحیح بخاري او مسلم.
[۶]. صحیح بخاري او مسلم.
[۷]. صحیح مسلم.
[۸]. سنن ابی داود.
[۹]. صحیح مسلم.
[۱۰]. صحیح بخاري او مسلم.
[۱۱]. صحیح مسلم.
[۱۲]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 650.
[۱۳]. صحیح بخاري.
[۱۴]. صحیح مسلم.
[۱۵]. سنن ابی داود.
[۱۶]. سنن ترمذي.
[۱۷]. صحیح بخاري او مسلم.
[۱۸] مسند احمد.
[۱۹] سنن ابی داود.


