ادورنو پیچلی لیکوال ګڼل کېږي. د ده د آثارو پېچلتیا تر یوه حده د هغه له نااشنا لحن سره تړاو لري. په ډېریو مواردو کې واضح نه ده چې د ده خبرې تر کومه بریده جدي دي. د هغه له طنزه ډک لحن چې د جالبې ټوکې په بڼه کارول کېږي د نیچه د نثر یاد تازه کوي. کله ډېر تریخ او ناامېده ښکاري او کله بیا بېپروا او بېخیاله وي.
دا ډول سبک د لوستونکي لپاره د ده د متن د مانا په اړه اټکل ستونزمنوي.
بابک احمدي د ادورنو د سبک په اړه وايي: «زما په څېر کسان چې په آلماني ژبه د آدورنو د آثارو د د لوستلو بخت نه لري، د ده په ژباړل شویو عبارتونو کې دومره بېلابېلې معناوې کشف کولی شو، نو د آلماني ژبې لوستونکي به څه خوند ترې اخلي؟ په خپله ادورنو هم د هایدګر په څېر باور درلود چې د فلسفي بیان او د آلماني ژبې ترمنځ یوه عجیبه او معما ته ورته همغږي موجوده ده.»
جالبه دا چې هابرماس له آلماني ژبې سره د هایدګر لېوالتیا او هغه نظر چې یوازې په آلماني او یوناني ژبو د فلسفې په اړه فکر کولی شو محکوم کړ او دا ډول ادعا یې د نازي فکر د نفوذ نښه وبلله؛ خو د ادورنو په اړه چوپ پاتې شوی دی.
ادورنو په خپلو آثارو کې هڅه کړې چې د ابژې ترمنځ هغه ناهمغږي واضح کړي چې څنګه په وقعیت کې ده او څه ډول د بیان پر مهال را څرګندېږي. نوموړي تل د عمومي او ټولیزو معناوو له وړاندې کولو ډډه کوله، ځکه دا ډول معناوې یې استبدادي بللې.
ادورنو تل د «استعارو»، «بڼو»، «انځورونو»، «منشورونو» او «الګوګانو» په اړه خبرې کولې، ترڅو څرګنده کړي چې هغه څه چې وایي، بشپړ او نهایي نه دي.
بابک احمدي د ادورنو ژبه او سبک د هګل په پرتله څو برابره پېچلی ګڼي. د ده په وینا: «که څوک وغواړي روښانه کړي چې ادورنو څه ویلي او هڅه وکړي چې د هغه خبرې رالنډې کړي، نو ډېر کله به له ناامیدۍ سره مخ شي. برعکس، هغه څوک چې د ده د نظریاتو تاویل وکړي یعنې د ده د متونو د باطني معناوو په لټه کې شي او همدا طریقه یې په خپله له ده زده کړې وي ، نو د ده د لیکنو د درک په بهیر کې به اړ شي چې په خپله د معناوو ابداع وکړي، او په دغو آثارو کې به د نظریاتو د څرګندولو بېلګې پیدا کړي.»
سره له دې کارل پوپر چې د پرانستې فلسفي مکالمې قهرمان او د منطقي استدلال مدافع بلل کېږي، ادورنو او هابرماس سره له یوې فلسفي مناظرې وروسته په خپل مقاله کې چې «خرد یا انقلاب» (۱۹۷۰) نومېده، د انتقادي تیورۍ پلویان وغندل او ویې ویل چې هغوی په ډېر شور او زوږ سره ډېرې ډېرې ساده او مبتذلې خبرې کوي.
حتی د هابرماس په اړه یې په همدې مقاله کې ولیکل: «ډېری هغه څه چې دی یې وایي زما په اند مبتذل او عادي دي. نور یې هم ډېر ساده دي.»
د کلتوري صنعت عمومي اغېز د روښانفکرۍ په ضد دی
ادورنو باور درلود چې د روښانفکرۍ ژمنه یعنې پر علمي او عقلاني پرمختګ او د انسان د ازادیو پر پراخېدو باور په یو کابوس بدله شوې ده، ځکه علم او عقلانیت د انسان د آزادۍ د له منځه وړلو لپاره کارول شوي دي.
دی وایي: «د کلتوري صنعت عمومي اغېز د روښانفکرۍ ضد اغېز دی، چې پکې روښانفکري ـ هماغه پرمختللی تخنیکي او فني واکمني ـ د خلکو د تېر ایستلو وسیله ګرځي او د هغوی د بیدارۍ د مخنیوي آله کېږي. روښانفکري د هغو خپلواکو او خودمختارو افرادو د ودې مخه نیسي چې په هوښیارۍ سره د ځان په اړه پرېکړې او قضاوت کوي. همدارنګه روښانفکري د انسان د ازادۍ د ترلاسه کولو د هڅو په لار کې خنډ ګرځي. خو انسان د ازادۍ لپاره تر هغې چې د دې دورې مثبت ځواکونه اجازه ورکوي، په بشپړه ډول چمتو دی.»