لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوشپېتمه برخه)
د اسلامي باغ ځانګړتیاوې
«جیمز دیکی» ټینګار کوي چې د اسلامي باغ ډیزاین د اسلامي معمارۍ په څېر د لویدیځ په اصطلاحاتو کې نه شي تشریح کېدای؛ ځکه دا نه یوازې د لویدیځ د هنر له تاریخي چوکاټ او تحولاتو څخه بهر دی، بلکې د یوه بېل فکري بستر زېږنده ده. نوموړی ګواهي ورکوي چې اسلامي هنر هېڅکله د هغو ښکاره تضادونو تر اغېز لاندې نه دی راغلی چې د اروپایي فکري الګوګانو بنسټ پرې اېښودل شوی دی.[۱]
ډاکټر «یحیی وزیري» په خپل کتاب «العمارة الإسلامية والبيئة» (اسلامي معماري او چاپېریال) کې د اسلامي باغونو یو شمېر ځانګړي خصوصیات بیان کړي دي، د دغو خصوصیاتو له جملې ځینې یې په لاندې ډول دي:
د جنت په توصیف کې له قرآن کریم او نبوي سنتو الهام
اسلامي باغونو د جنت له قرآني او نبوي توصیفونو الهام اخیستی و، حتّی د ونو د ډولونو، اوبو، تختونو، د ناستې ځایونو او خوشبویۍ جزئیات هم له قرآني او نبوي توصیفونو څخه په الهام وړاندې شوې دي. د هغو آیتونو له جملې یو یې چې مسلمانانو د باغونو لپاره د مناسب ځای د ټاکلو او د ځمکني جنتونو د جوړولو لپاره الهام ترې اخیستی د بقرې سورت ۲۶۵ ایت دی: ﴿مَثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَتَثبِيتًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ﴾.[۲] ژباړه: «او د هغو كسانو مثال چې خپل مالونه د الله د رضا په لټون او د خپلى ځاني ټينګښتيا په بنا لګوي، لكه په لوړه ځمكه يو باغ چې وي.»
مسلمانانو په دقت سره درک کړه چې یاد آیت دې ته اشاره لري چې د باغونو لپاره تر ټولو غوره ځای لوړ ځایونه دي؛ ځکه په دغو سیمو کې د ونو ریښې د ځمکې له لاندې اوبو سره نه نښلي (چې د ودې مخه نیسي) او همدارنګه ښه اوبهایستنه لري.
تر دې چې ځینې وخت به د ونو تنه د سرو زرو په پاڼو پوښل کېده. د بېلګې په توګه «خمارویه بن احمد بن طولون» به د کجورو د ونو تنې د سرو زرو په مسي پاڼو پوښلې. دې کار د نبي کریم صلیاللهعلیهوسلم له دې حدیث څخه الهام اخیستی و: «په جنت کې هېڅ داسې ونه نشته چې تنه یې په سرو زرو نه وي پوښل شوې.»
د فردوسسازۍ نظریه
اسلامي معماري د هغه څه لرونکې ده چې د «فردوسسازۍ نظریه» یې بللی شو؛ یعنې د ځمکې پر مخ د داسې باغونو جوړول چې له جنت څخه یې الهام اخیستی وي، او آن د سختو اقلیمي شرایطو پر وړاندې هم د مقاومت وړتیا ولري. کله چې اسلامي هنر او معمارۍ وده وکړه، نو د باغونو ډیزاین نور هم ورسره ښایسته او زړهراښکونکی شو، او د خوښۍ او سرور هغه نمایش یې وړاندې کاوه چې قرآن کریم د جنتي باغونو لپاره بیان کړی دی: ﴿حَدَائِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ﴾«باغونه چې شنه، ښکلي او د خوښۍ ډک دي.»[۳]
د باغونو پر دروازو او دېوالونو به د قرآن کریم آیتونه، احادیث او یا اسلامي جملې لیکل کېدې. باغونه به ډېری وخت د کورونو او داخلي انګړونو په منځ کې جوړېدل، ترڅو هم د شخصي حریم ساتنه وشي او هم د عامه میدانونو او باغونو پر ځای یوه خوږه بدیله فضا رامنځته شي.
د اسلامي باغونو تر ټولو مهمه ځانګړنه د خصوصي حریم ساتنه وه. له همدې امله به یې د لوړو دېوالونو یا د کجورو د ونو په وسیله خپل استوګنځی محاصره کاوه، ترڅو داخلي فضا له د باندې څخه و نه لیدل شي.[۴]
د باغ په اړه د اسلامي او لوېدیځ لید توپیر
په پای کې باید د باغ په اړه د اسلامي او لوېدیځ لیدلوري ترمنځ توپیر ذکر شي. اسلامي فلسفه یواځې پر ښکلا نه بلکې د ښکلا پر رول هم ټینګار کوي، په داسې حال کې چې لوېدیځ تمدن زیاتره یواځې مادي او عملي اړخونو ته پام کوي.
«جیمز دیکی» ویلي دي چې که چېرې د غرناطې سقوط د رنسانس دورې د ذوق له بدلون سره هممهاله نه وای رامنځته شوی نو له اندلس څخه د مسلمانانو (موروګانو) ایستل په هسپانیا کې د اسلامي باغدارۍ د پای په معنا وه.
د رنسانس په دوره کې باغونه یوازې د معمارۍ متمم ګڼل کېدل؛ خو په اسلامي تفکر کې ماڼۍ د باغ په خدمت کې وه، نه برعکس.[۵]
فوارې
فوارې له اوبو څخه د باغونو لپاره د استفادې په برخه کې د باغوان، انجینر او مسلمان هنرمند د مهارت یوه برخه وه.
په اسلامي باغونو کې په بېلابېلو بڼو له اوبو څخه کار اخیستل کیده:
-
د ونو تر سیوري لاندې به حوضونه جوړیدل؛
-
په داسې شکل د فوارو جوړول چې د اوبو پر سطحه به یې خوځښت رامنځته کاوه او د رڼا د بشپړ انعکاس مخه به یې نیوله؛
-
په لوړ ځای د اوبو د پایپونو نسبول چې په خواږه غږ به اوبه ترې راڅاڅیدې؛
-
د اوبو نرم او بریک بهیرونه.[۶]
په اسلامي هېوادونو کې د باغونو دود ته په کتو، آن د کورني باغونو په اړه تصور کېدلی شي چې په هر باغ کې به شاید بېحسابه فوارې موجودې وې.
آن د بېوزلو خلکو په کورونو کې به هم (لکه څنګه چې «ویل دورانت» یادونه ترې کړې) معمولاً یو مرکزي انګړ موجود و چې یو حوض او ځینې وخت به یې یوه ونه هم درلوده. د شتمنو خلکو کورونو به بیا لرګینې مټې/ ستنې درلودې او یوه مخه به یې خلاصه وه.
د عثماني خلافت په دوره کې په بلګراد کې له ۶۰۰ زیاتې عامه فوارې موجودې وې.
په مراکش کې بیا په دې وروستیو کې د فاس ښار د دودیزو فوارو د ترمیم یوه پروژه پلې شوه چې د احصایو له مخې شاوخوا ۷۰ عامه فوارې؛ او په زړو کورونو، جوماتونو او مدرسو کې بیا شاوخوا ۴۰۰ فوارې جوړې شوې دي.
د تاریخي سرچینو له مخې د یادو فوارو مخینه شپاړسمې میلادي پېړۍ ته رسیږي چې د څښاک د اوبو، کرهڼې او د حیواناتو اړتیاوې ور پورې تړلې وې. دې سیستم د اوبولګونې له هغې پېچلي شبکې سره تړاو درلود چې شاوخوا لس پېړۍ پخوانۍ وه.
له همدې امله فوارې یوازې د تجمل لپاره نه وې، بلکې د اسلامي تمدن د فلسفې یوه برخه وه چې په یو وخت کې به هم مادي او هم روحي ګټه ترې اخیستل کیده.[۷]
د غرناطې په «جنة العریف» باغ کې روانې اوبه د یوه ځانګړي مهارت له مخې د حوض شاوخوا برخو ته لېږدول کېدې او ښکلي نیمدایروي څپې به یې جوړولې. دا سبک یو ځانګړی ابتکار و چې تر دې مخکې نه و رامنځته شوی.
د حوضونو دننه به ځینې کبان، مرغان او ځینې نور هغه ژوي چې په اوبو کې به یې ژوند کاوه ساتل کېدل. فوارو به د اوبو پر سطحه د حشراتو د ودې مخه نیوله او د رذاذ (د اوبو د وړو څاڅکو) د جوړولو لپاره به هم کارېدې، چې د اوبو په کم مصرف سره به یې فضا یخوله.
عامه فوارې د معنا، ښکلا او عملي دندې ګډ ترکیب وو. غوره بېلګې یې د عثماني خلافت تر واک لاندې په بالکان کې د جوماتونو فوارې دي، لکه:
-
د محمد کُسکي پاشا جومات؛
-
د هرتدوس بای جومات؛
-
په کایینیچ کې د سنان بای جومات؛
-
په بایتشا کې د سلطان اسمي جومات؛
-
په اسکوپیه کې د مصطفی پاشا جومات؛
-
په سارایوو کې د غازي خسرو بګ جومات؛
-
په فوتشا کې د ألاجا جومات.
دغو فوارو به هم د څښاک پاکې اوبه برابرولې، او هم به د اودس او وینځلو لپاره کارېدې.[۸]
په قصر الحمراء کې د زمریانو د فوارې شاهکار
په اندلس، په ځانګړي ډول په قصر الحمراء کې د زمریانو فواره (ساحة الأسود) یوازې د اوبو د رسونې د شبکې یوه برخه نه وه، بلکې د اسلامي تمدن د حجاري هنر د ښکلا یو نښه هم وه. د دې فوارې لوښی د ۱۲ داسې زمریانو پر اوږو ولاړ دی چې د هر زمري له خولې اوبه بهیږي.
تر ټولو حیرانوونکې خبره دا وه چې دغه فواره په عین حال کې یو اوبیز ساعت هم و. ددغې ساعت څرنګوالی داسې و چې کله به یوه بجه شوه نو د یوه زمري له خولې څخه به اوبه بهېدې؛ او کله به چې ساعت دوو بجو ته ورسېد نو د دوو زمریانو له خولو څخه به اوبه بهیدې؛ همداسې تر دولسمې ګړۍ پورې، کله به چې ساعت ۱۲ بجو ته ورسېد نو د ۱۲ واړو زمریانو له خولو څخه به اوبه تویدلې.
د اندلس تر سقوط وروسته هسپانیایانو هڅه وکړه چې د دې فوارې پر میکانیزم ځانونه پوه کړي، خو په همدې هڅو کې یې خراب کړ.
لنډه دا چې فوارو یوازې ښکلا نه درلوده، بلکې کله ناکله د اسلامي باغونو ګټورې، علمي او ابتکاري برخې هم وې.[۹]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۳۲.
[۲] بقره: ۲۶۵.
[۳] نمل: ۶۰.
[۴] العمارة الإسلامیة والبیئة، ص: ۲۱۴ او وروسته.
[۵] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۳۴.
[۶] العمارة الإسلامیة والبیئة، ص: ۲۱۷.
[۷] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۳۶.
[۸] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۳۶، د «الآثار التاریخیة فی البلقان» له مخې، عبدالباقي خلیفه، مجلۀ الشرق الأوسط.
[۹] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۳۷، د «انعکاسات فلکیة فی العمارة الإسلامیة»، ولید احمد السید، مجلۀ الجزیرة السعودیة.


