ليکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپېتمه برخه)
په اسلامي تمدن کې د باغونو پراختيا؛
په بغداد کې:
کله چې «ابوجعفر منصور» د (۱۴۵ – ۱۴۹) هجري کالونو ترمنځ د بغداد ښار جوړ کړ او د عباسي خلافت مرکز يې دې ښار ته را انتقال کړ، نو خپلې ماڼۍ ته يې د «الخلد» نوم ورکړ. خطيب بغدادي ليکي: «د خلد په نوم د دې ماڼۍ د نومولو دليل دا و چې د ابدي جنت په څېر جوړه شوې وه او ټولې ښکلي منظرې، نفيسې غوښتنې او عجيبه شيان پکې راټول شوي وو.»
بغداد د عباسيانو په دوره کې د نړۍ تر ټولو لوی ښار او د تمدن، کلتور او معمارۍ پلازمېنه وه. له بغداد وروسته قرطبه، قاهره او قسطنطينيه د نړۍ لوی او متمدن ښارونه وو.
صاحب «ياقوت حموي» د بغداد په اړه وايي: «بغداد د ځمکې جنت، د سولې ښار، د اسلام ګنبد، د دجلې او فرات د وصل نقطه، د هېوادونو ګاڼه، د عراق سترګه، د خلافت مرکز، او د ښکلاوو او خوشحاليو مرکز دی. دلته د هر فن استاذان او د زمانې لوی ستوري ژوند کوي.»
ابو اسحاق زجاج به ويل: «بغداد د دنيا پلازمېنه ده او له بغداد پرته د نړۍ بله هره سیمه دښته ده.» [۱]
قزويني د مقتدر ماڼۍ د باغ په اړه وايي: «د دې باغ له عجایبو يوه یې «دارالشجره» (د ونې کور) وه. یعنې د مقتدر د ماڼۍ باغ داسې جوړ شوی و لکه له ونو جوړ کور. یاد باغ د مقتدر بالله په زمانه کې جوړ شوی و؛ دې باغ ښکلي باغونه دلودل. د ماڼۍ د دروازو مخې ته د يوه لوی حوض په منځ کې د سرو زرو او سپينو زرو يوه ونه درول شوې وه چې اتلس څانګې يې درلودې. په هره څانګه کې یې له جواهراتو جوړې ميوې او د سرو او سپينو زرو مرغان کېنول شوي وو چې د باد په لږیدو سره به يې د چغېدو او نغمو غږونه اورېدل کېدل. د حوض په دواړو غاړو کې د پنځلسو آسسوارانو مجسمې ولاړې وې چې د وريښمو جامې يې اغوستې وې، تورې یې په لاس وې او داسې ښکارېدل لکه د يوه او بل پر لور چې د ځغاستې په حالت کې وي.» [۲]
په هند کې:
د هند باغونه د تاج محل د مقبرې په جوړولو کې چې شاهجهان د خپلې مېرمنې لپاره جوړ کړ خپل اوج ته ورسېدل. د دې سترې مقبرې باغ د اصلي او فرعي محورونو او لارو په بڼه طرحه شوی دی. مقبره د باغ په منځ کې جوړه شوې او د ودانۍ څلورو خواوو ته ډنډونه جوړ شوي دي. باغ په څلورو برخو وېشل شوی او هره برخه په چمنونو او ونو پوښل شوې ده.
له دې سبک څخه په دهلي کې د همايون په مقبره کې هم استفاده شوې ده؛ هلته هم د مقبرې ودانۍ د باغ په منځ کې موقعيت لري او باغ د حوضونو او نهرونو په وسيله پر برخو او محورونو وېشل شوی دی. [۳]
په مغرب کې:
د موحدينو د واکمنۍ په دوران کې د مراکش ښار د پلازمېنې په توګه د مغرب تر ټولو شين او له باغونو ډک ښار و؛ مراکش له باغونو، انګورو، مېوو او هر ډول ثمراتو ډک ښار و. د مراکش ښار د مشهورو باغونو له جملې «المسرة» او «الصالحیة» باغونه وو چې د «عبدالمؤمن بن علي» له لوري جوړ شوي وو، او همدارنګه «بحایر» (حوضونه او آبدانونه) چې يوه بحيره یې د «يعقوب المنصور» له لوري جوړه شوې وه. د دې بحیرې اوږدوالی ۳۸۰ ذراعه و، او په يوه غاړه یې څلور سوه د نارنج ونې کېنول شوې وې، او د هرو دوو ونو ترمنځ د ليمو يا ريحان یوه یوه ونه کرل شوې وه.
د مراکش باغونه د مغرب يوازيني باغونه نه وو، بلکې په «مکناس»، «فاس»، «مقرمدة»، «تازا»، «سلا» او «سبتة» کې نور باغونه هم موجود وو. [۴]
العمري د سبتة باغونو په توصيف کې ليکي: «په مقابل لوري (اندلس) کې د سیل او تفريح داسې ځايونه شتون لري چې زړونه را جلبوي او سترګې مسحوروي. په بلونس کې د سبتة مخې ته د بحر پر غاړه د سیل داسې ځای جوړی شوی چې اوبه په خوشآوازه غږ سره د ډبرو له منځه تېرېږي او ونې په ښکلي بڼه له یوې او بلې سره نښتي دي…» [۵]
د اسلامي تمدن د باغونو په منځ کې دا خوږ او لذتبښونکی سفر موږ دې پایلې ته رسوي چې د اسلامي تمدن په عظمت نور هم خپل يقين پوخ کړو؛ داسې تمدن چې تر نن ورځې یې د انساني او چاپېريالي پرمختګ نښې نښانې پاتې دي، او د هغه بشپړي همغږۍ روښانه ګواهي ده چې د اسلام دين او د انسان د فطرت ترمنځ شتون لري؛ هغه فطرت چې په طبيعي ډول د شنه رنګ، د ونو ترمنځ د همغږۍ او د مېوو د ښکلا په وسیله سکون او آرام ترلاسه کوي.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] هماغه ماخذ.
[۲] هماغه ماخذ، مخ: ۶۲۸.
[۳] العمارة الإسلامية والبیئة، ص: ۲۲۷–۲۲۸.
[۴] المنوني، محمد، حضارة الموحدین، ص: ۱۶۲، دار توبقال للنشر، مغرب، لومړی چاپ.
[۵] ماذا قدّم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۳۱.


