Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»Blog»فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)
Blog چهارشنبه _17 _سپتمبر _2025AH 17-9-2025AD

فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: م. فراهي توجګي
فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)
د فرانکفورت مکتب اصول:
د انتقادي نظریې د مکتب غړو په عمومي ډول پر هغو محوري اصولو هوکړه درلوده چې باید د څېړنیزو فعالیتونو د اساسي بنسټونو په توګه ومنل شي او د مکتب د پلانونو په سر کې ځای ولري. تر ټولو مهم هغه یې په لاندې ډول دي:
۱. پانګوال نظام له جدي بحران سره مخ دی. د دغه بحران د دقیق درک غوره لار کومه ده او د سیاسي او اقتصادي چارو ترمنځ څه ډول اړیکه موجوده ده؟
۲. ټولنیز مناسبات د جدي بدلونونو په درشل کې دي. همدا بدلونونه کوم لوري ته روان دي او په فرد یې اغېز څه دی؟
۳. اقتدارپالنه (اتوریتاریانیزم) او د بوروکراتیکو نهادونو پراختیا په ظاهره د ورځني واکمن نظم په څېر ښکاري. دا پدیدې څه ډول درک او تحلیل کیدلی شي؟
۴. په اروپا کې د کارګري خوځښتونو مبارزې په نړۍ  کې د کارګرانو د واحدې مبارزې بڼه خپله نکړه. د دې کار عوامل او په وړاندې یې خنډونه کوم دي؟
۵. د کلتور بېلابېل ډګرونه تر مداخلې او سختې څارنې لاندې نیول شوي او د لوبې وسایل ګرځېدلي دي. ایا کومه نوي ایډیالوژي په جوړېدو ده؟ که ځواب هو وي، نو دا نوې ایډیالوژي څه ډول رامنځته کېږي او د افرادو په ورځني ژوند څه اغېز لري؟
۶. توتالیتاریانیزم څنګه وتوانېد چې د نازیسم او فاشیسم په چوکاټ کې د مرکزي او جنوبي اروپا ټوله سیمه تر خپل واک لاندې راولي؟
۷. په روسیه او لوېدیځه اروپا کې د مارکسیزم د ماتې په پام کې نیولو سره ایا لا هم د داسې ټولنیزو کارګرانو شتون ته هیله‌من کېدلی شو چې د مترقي بدلونونو د رامنځته کولو وړتیا ولري؟ ایا مارکسیزم یواځې یو وچ ارتودوکسي آیین نه دی؟
هېره دې نه وي چې په پیل کې د یاد مکتب د تیوریستانو د افکارو سرچینه مارکسیستي تفکر و او په بنسټیز ډول د مارکس له افکارو او نظریاتو اغېزمن وو (البته پر دوی د هګل اغېز هم له پامه نشي لویدلی)، خو په وروستیو پنځوسو کلونو کې یې له خپلو لومړنیو اصولو ډېر واټن اخیستی دی. د دوی اساس پر پانګوال نظام او لیبرال ډیموکراسۍ ولاړ و؛ خو د مکتب د لومړنیو کلونو له تېرېدو وروسته هېڅ داسې واحده تیوري پاتې نه شوه چې د ټولو غړو د موافقې وړ وګرځي.
د فرانکفورت مکتب د تیوریستانو موخه دا وه چې په پانګوالو ټولنو کې سیاسي، اقتصادي او کلتوري بدلونونه رامنځته کړي؛ هغوی غوښتل چې د خپلو آثارو او د طبقاتي ټولنو د بنسټیزو تضادونو د افشا کولو له لارې مثبت ټولنیز بدلونونه رامنځته کړي.
لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه د فرانکفورت مکتب لوری یو انتقادي لوری دی. یاد مکتب د ارتودوکسي مارکسیزم له تجربو څخه په استفادې هڅه کوي چې د قضایاوو پر نقادانه اړخ ډېر ټینګار وکړي او د ابزاري عقلانیت پر وړاندې له نقادانه عقلانیت څخه دفاع وکړي.
په ټوله کې د فرانکفورت انتقادي مکتب له نظره هغه عقلانیت چې پخوا یې د روښانفکرۍ رول لوباوه، په نننۍ مدرنه نړۍ کې یې د ابزاري عقلانیت بڼه غوره کړې ده؛ داسې عقلانیت چې په پرلپسې ډول د ټولنې د صنعتي کېدو په بهیر کې د فردیت د له‌منځ‌وړلو په لټه کې دی. هغه هم په داسې یوه نړۍ کې چې پر طبیعت د تسلط لپاره له اداري ـ سازماني پروسو ابزاري استفاده کیږي.
د فرانکفورت مکتب غړي
په دې برخه کې د فرانکفورت مکتب څلور تر ټولو مشهور غړي درپېژانو:
۱. ماکس هورکهایمر
ماکس هورکهایمر په ۱۸۹۵ ز کال کې د آلمان په زولینګن ښار کې زېږېدلی او په ۱۹۷۳ ز کال کې په نورنبرګ کې وفات شوی دی. نوموړی د فرانکفورت مکتب او انتقادي نظریې له بنسټ‌ایښودونکو څخه ګڼل کېږي. دی د کانتي او مارکسیستي فلسفې له مهمو څېرو څخه هم شمېرل کېږي.
هورکهایمر باور درلود چې ایډیالوژۍ خطرناکې کېدای شي؛ ځکه د فکرونو او اندونو چوکاټ ټاکي او په ټوله کې بحراني لیدلوری کمزوری کوي. ده همدارنګه ټینګار درلود چې فلسفه او ټولنیز علوم باید په بشپړ ډول دا درک کړي چې څه ډول ټولنیزې ایډیالوژۍ، اقتصاد او سیاست د افرادو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز لري.
د هورکهامیر د مهمو آثارو له جملې لاندې آثار یادولی شو: خسوف خرد، انتقادي نظریه او دودیزه نظریه او د روښانتیا دیالکتیک (وروستی اثر یې له آدرنو سره په ګډه لیکلی).
دوام لري…

مخکنئ برخه

Previous Articleفرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)
Next Article د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپېتمه برخه)

اړوند منځپانګې

ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۳)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپيټلېزم (برخه: ۲)

شنبه _31 _جنوري _2026AH 31-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰) سریزه موږ په تېره برخه کې…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD10 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې د…

نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.