لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (نههپنځوسمه برخه)
په اسلامي تمدن کې د باغونو پراختیا
د باغونو منظره په انسان کې خوښي او خوشالي راپیدا کوي، او د زړونو د راویښولو لپاره په همدې خوښۍ او ښکلا کې چې ژوندۍ او خوځنده بڼه لري تدبّر کول کفایت کوي. د باغونو د خلقت د څرنګوالي په اړه فکر کول انسان دې ته اړ کوي چې د خالق ستاینه یې وکړي؛ ځکه یوه ګل ته رنګ وربښل، نظم ورکول او په ښایست یې سمبالول د تر ټولو لویو انساني هنرمندانو له وس او توان څخه هم پورته کار دی. په یوه ګل کې د رنګونو لوبه، د کرښو پېچلتیا او د پاڼو نظم داسې یوه معجزه ده چې د تېر او اوسني هنر نبوغ یې په وړاندې عاجز او ناتوان دی، د ژوندیو ونو د ژوند راز درک کول خو لویه خبره ده. [۱]
قرآن کریم او نبوي سنت له روښانه انځورونو څخه ډک دی، او د اسلامي تمدن په جوړښت کې یې ښکاره انعکاس موندلی دی. د اسلامي نړۍ په ختیځ او لوېدیځ کې هیڅ داسې ښار نشته چې د ښکلو باغونو له شتون څخه دې خالي وي د اسلامي معمارۍ خاصې ځانګړتیاوې دې پکې نه وي موجودې. په اندلس، ترکیه، شام، فارس، مصر، سمرقند، مغرب، تونس، یمن، عمان، هند او نورو سیمو کې مشهور باغونه موجود وو.
په اندلس کې
قرطبه: عبدالرحمن داخل رحمهالله د الرصافه باغ تاسیس کړ، یاد باغ د لویو اسلامي باغونو له ډلې څخه و. نوموړي دا باغ د شام د «الرصافه» په شکل جوړ کړ، هغه څه چې د ده د نیکه «هشام بن عبدالملک» له لوري تاسیس شوی و. عبدالرحمن دې باغ ته له ټولې نړۍ ډول ډول عجیبه بوټي او نباتات راوړل، او له بېلابېلو سیمو څخه یې ارزښتناک نیالګي او ونې راټولې کړې. نوموړي حتا له شام څخه داسې نایابه دانې او تخمونه راوړل چې په کمه موده کې یې وده کوله او د حیرانتیا وړ مېوې یې ورکولې. همدا ونې ډېر ژر ټول اندلس ته ورسیدې او د نورو ډولونو په پرتله غوره وګڼل شوې.[۲]
غرناطه (گرانادا): د غرناطې ښار د دېوالونو په شاوخوا کې ګڼ شمېر باغونه موجود ول، داسې ښکارېده لکه د ښار لپاره چې دوهم دېوال جوړ شوی وي. د ښار په داخل کې د «قصر الحمراء» باغونه د اسلامي باغونو بېسارې بېلګه ګڼل کېږي. همدارنګه په غرناطه کې د «جنة العریف» په نوم یو بل باغ د یوې غونډۍ په لمنه کې د زینې په بڼه ډیزاین شوی دی؛ چې د هرې پوړۍ پراخوالی یې له دیارلسو مترو څخه زیات نه دی، او ټول شپږ پوړونه لري. په دې ډیزاین کې اوبو اصلي رول لوبولی دی: اوبه له پورته چینو څخه په نهرونو کې را تویېږي او د ونو له منځه تېرېږي. ښکاره خبره ده چې یاد باغ د قرآن کریم له دې آیت څخه په تاثیر ډیزاین شوی دی: «وَمَاءٍ مَسْكُوبٍ».
آن د قرطبې د زرین دور له پای ته رسیدو او د ملوکالطوایف د دورې له پیل وروسته «اکسپیر اثیون سانچز» د اندلس د باغونو په اړه لیکي: «کله چې خلافت له منځه ولاړ او د ملوکالطوایف پېر پیل شو، نو واکمنانو له هغو خلفاوو په تقلید چې له واک څخه لرې لرې شوي ول، په هره ماڼۍ کې ګڼ شمېر ازمایښتي باغونه جوړ کړل چې د کرنې د متخصصینو تر څارنې لاندې اداره کېدل.»[۳]
په اندلس کې باغونه تر دې کچې عام ول چې ان کوچنیو کورونو هم باغ درلود. «جیمز دِکي» د غرناطې د کوچنیو کورونو په توصیف کې وایي: «سره له دې چې ډېری کورونه کوچني دي، خو ټول یې روانې اوبه، ګلان، خوشبولرونکي بوټي او د اسانتیا وړ ټول وسایل لري. له دې داسې مالومیږي چې هغه مهال چې دا خاوره د مسلمانانو په لاس کې وه، د نن ورځې په پرتله یې حالت ډېر ښه و.»[۴]
په اسلامبول (قسطنطنیه) کې
د عثماني خلافت په پلازمېنه کې د اسلام له راتګ سره سم په ټوله سیمه کې باغونه عام شول. د اناضول د باغونو ځانګړنه دا وه چې لومړی به طرحه کېدل او وروسته به پرې ودانۍ جوړېدې. له همدې امله د استانبول ماڼۍ «باغونه» بلل کېدې. د ننه به یې ماڼې موجودې وې خو نوم به د باغ پرې پروت و. دا باغونه د تفریح او یا رسمي مراسمو لپاره کارېدل او ډېر کله به د سمندر پر غاړه جوړیدل.
د عثماني خلافت په دوارن کې شنې فضاوې د جوماتونو د معمارۍ برخه وګرځیدې ترڅو د اور لګېدنې له خطر څخه خوندي پاتې شي، لکه د استانبول «سلیمانیه جومات». ځکه په دې دوره کې به کورونه له لرګیو جوړیدل او امکان یې درلود چې د کورونو اور تر جوماتونو هم ورسیږي. د «سنان» په نوم یو معمار د دې خطر د مخنیوي لپاره له جومات څخه چهاردیوالي را تاو کړه او د چهاردویوالی او جومات ترمنځ یې پراخ تش ځایونه پرېښودل، په همدې تشو ځایونو کې یې دنګې ونې او ډول ډول ګلان وکرل ترڅو هم د اور د خپرېدو مخه ونیسي او هم ښایسته ښکاره شي.
په عثماني پېر کې دا دود و چې د لویو جوماتونو په انګړ کې به ونې کرل کېدې، لکه د مسجد نبوي او د ترکیې د بایزید جومات انګړ. د «توپکاپي» ماڼۍ باغونه (چې د محمد فاتح په وخت کې یې بنسټ کېښودل شو) او له لسمې هجري پېړۍ تر دیارلسمې هجري پیړۍ پورې د عثماني سلاطینو مرکز و، ۶۹ زره متره مربع مساحت درلود. د یادو باغونو په شاوخوا کې د تګ راتګ لپاره ازادې لارې جوړې شوې وې، میوې، سبزۍ او د ښکار لپاره یې پراخې سیمې درلودې.[۵]
په مصر کې
ابن سعید د «برکه الحبش» په توصیف کې چې د «فسطاط» (د مصر د لومړنۍ اسلامي پلازمېنې) یوه برخه وه وایي: دا حوض د آل طولون د وزیر «ابوبکر محمد بن علي مادرائي» ملک و چې ګڼې کروندې او باغونه یې درلودل. د حوض په ختیځ کې «وهب بن صدقه» ته منسوبو باغونو شتون درلود او د «الحبش» په نوم مشهور ول. د حوض په جنوب کې بیا د «قتاده بن قیس بن حبش صدفی» باغونو موقعیت درلود، نوموړی د مصر د فتحې له عیني شاهدانو څخه و.
د «طولوني» د حکامو د سلسلې د حاکم «خمارویۀ بن احمد بن طولون» په دوران کې «مقریزي» د مصر د پلازمینې «القطائع» په اړه لیکي: نوموړي د خپل پلار ماڼۍ پراخه کړه، د مخې میدان یې په یوه لوی باغ بدل کړ، ډول ډول ګلان او مېوهلروونکې ونې یې پکې کینولې. د باغ له څنګ څخه یو ښکلي نهر تېرېده. د خرما ونو ته د مسو پوښونو ورجوړ شوي وو، د دغو پوښونو له منځه به اوبه تېرېدې او د آوبو کوچنیو ډنډونو ته به تویدې. ریحان د ځانګړو نقشو په بڼه کرل شوی و، او باغبان به د ځانګړې قیچي په وسیله د ونو پاڼې په یوه اندازه قیچي کولې. سره، شنه او ژېړ رنګ لروونکي نیلوفر ګلان پکې کرل شوي وو. مقریزي یادې ټولې حیرانتیاوې په تفصیل سره بیان کړې دي.[۶]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱] سید قطب، فی ظلال القرآن، ج ۵، ص ۲۶۵۶، د نمل سورت په تفسیر کې.
[۲] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص ۶۲۵.
[۳] د غرناطې د باغونو په اړه د لسانالدین ابن الخطیب له اثر الإحاطة فی أخبار غرناطة، ج ۱، ص ۱۱۶ وروسته، د مکتبة الخانجی قاهره چاپ ته مراجعه وکړئ.
[۴] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص ۶۲۷.
[۵] یحیی وزیري، العمارة الإسلامیة والبیئة، ص ۲۲۴ – ۲۲۶، د خانۀ السیاسة، کویټ چاپ.
[۶] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص ۶۲۹.