Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته پنځوسمه برخه)
اسلامي تمدن چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته پنځوسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته پنځوسمه برخه)
په قرآن کریم او نبوي سنتو کې ښکلا
د ونو، بوټو او مېوو د پیدایښت حکمت یوازې د انسان او حیوان لپاره د خوراک د برابرولو او یا د چاپېریال د ساه اخیستونکو سږو په توګه د هغوی تر ظاهري او حیاتي ګټو محدود نه دی؛ بلکې الله تعالی په خپل کتاب کې د هغوی د پیدايښت ګڼې نورې ګټې هم ذکر کړې دي، لکه خوښي، سرور او هغه اشتیاق چې د انسان په زړونو کې یې را پیدا کوي. لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: “أَمَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنْزَلَ لَكُمْ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَنْبَتْنَا بِهِ حَدَائِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ مَا كَانَ لَكُمْ أَنْ تُنْبِتُوا شَجَرَهَا أَإِلَهُ مَعَ اللَّهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَعْدِلُونَ”[۱] ژباړه: «ایا هغه چا چې آسمانونه او ځمكه پيدا كړي او تاسو ته يې له آسمانه اوبه را اورولې دي بيا مو په هغو سره ښايسته باغونه را زرغون كړل چې د هغو د ونو زرغونول ستاسي په وس كې نه وو، آيا له الله تعالی سره كوم بل معبود شته؟ بلكې هغوى داسې خلك دي چې له سمې لارې كږيږي.»
د ښایست همدا ځانګړنه چې د طبیعت په هر عنصر کې ځای پرځای شوې، د یوې عمومي قاعدې له تحقق پرته بل څه نه دي؛ هغه قاعده چې الله تعالی په ټولو مخلوقاتو کې جاري کړې او په خپلو بنده‌ګانو یې لورولې ده. دا قاعده د ښکلا قاعده ده؛ لکه څنګه چې ابن مسعود له رسول الله ﷺ څخه روایت کړی دی چې ویې فرمایل: «الله تعالی ښکلی دی او ښکلا خوښوي.»[۲]
د پام وړ ټکو له جملو یو یې دا دی چې د قرآن کریم په مبارکو آیتونو کې د ونې، مېوې او باغ په څېر کلمې ډېر ځله تکرار شوي دي. د بېلګې په توګه د «شجر» او د هغې د مشتقاتو کلمه شاوخوا ۲۶ ځله، د «ثمر» کلیمه او مشتقات یې ۲۲ ځله، «نبت» او مشتقات یې ۲۶ ځله، «حدائق» درې ځله او د «جنة» کلمه (په مفرد او جمع بڼه) ۱۳۸ ځله ذکر شوې ده.[۳]
آن تر دې چې کله قرآن کریم له ونو او مېوو څخه د انسان او حیوان لپاره د خوراک په توګه یادونه کوي، په داسې ښکلاپېژندونکې او اغېزناکه بڼه یې وړاندې کوي چې د انسان پر ذهن او احساساتو اغېز کوي. لکه د الله تعالی دا قول: ﴿فَلْيَنْظُرِ الإِنْسَانُ إِلَى طَعَامِهِ أَنَّا صَبَبْنَا الْمَاءَ صَبًّا ثُمَّ شَقَقْنَا الْأَرْضَ شَقًّا فَأَنْبَتْنَا فِيهَا حَبًّا وَعِنَبًا وَقَضْبًا وَزَيْتُونًا وَنَخْلًا وَحَدَائِقَ غُلْبًا وَفَاكِهَةً وَأَبًّا مَتَاعًا لَكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ﴾[۴] ژباړه: «نو انسان دې خپلو خوړو ته وګوري، چې موږ ښې (پرېمانه) اوبه راتويې كړې دي، بيا مو زمكه چولې (څيرلې) ده، او په هغې كې مو (غلې) دانې را زرغونې كړې دي، او انګور او سابه، او زيتون او خرماوې، او ګڼ ګڼ باغونه، او مېوې او شينې ګیاوې، ستاسي او ستاسي د څارويو د ګټې اخيستنې لپاره.»
سربېره پر دې چې قرآن کریم د باغونو او ونو د خلقت د ښکلا حکمت په داسې شانداره بڼه بیانوي، د جنت انځور هم چې د مادي او معنوي نعمتونو ډولونه پکې ځای پر ځای شوي دي پر مسلمانانو ژور اغېز کړی او هڅولي یې دي چې له طبیعت او چاپېریال سره هم د همدې آرماني تصویر له مخې تقلیدي چلند وکړي.
د جنت د څرنګوالي په اړه په قرآن کریم کې راغلي دي: ﴿وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ جَنَّتَانِ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * ذَوَاتَا أَفْنَانٍ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * فِيهِمَا عَيْنَانِ تَجْرِيَانِ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * فِيهِمَا مِنْ كُلِّ فَاكِهَةٍ زَوْجَانِ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * مُتَّكِئِينَ عَلَى فُرُشٍ بَطَائِنُهَا مِنْ إِسْتَبْرَقٍ وَجَنَى الْجَنَّتَيْنِ دَانٍ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * فِيهِنَّ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * كَأَنَّهُنَّ الْيَاقُوتُ وَالْمَرْجَانُ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * هَلْ جَزَاءُ الإِحْسَانِ إِلَّا الإِحْسَانُ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * وَمِنْ دُونِهِمَا جَنَّتَانِ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * مُدْهَامَّتَانِ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * فِيهِمَا عَيْنَانِ نَضَّاخَتَانِ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * فِيهِنَّ خَيْرَاتٌ حِسَانٌ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * حُورٌ مَقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * مُتَّكِئِينَ عَلَى رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَعَبْقَرِيٍّ حِسَانٍ﴾[۵] ژباړه: «او د هغه چا لپاره چې د خپل پالونکي پر وړاندې له درېدلو ډاريږي، دوه جنتونه دي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ دواړه د ډېرو څانګو والا (باغونه) دي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ په هغو دواړو كې دوې چينې دي، بهيږي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ په هغو دواړو كې به له هرې مېوې دوه دوه ډوله وي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ پر داسې فرشونو به ډډه وهونكي (ناست) وي چې استرونه به يې د غټو ورېښمو وي او د هغو دواړو باغونو مېوې به لاس ته نېږدې وي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ په هغو كې ښكته كتونكې د خپل نظر (حورې) دي چې تر هغوى مخکې نه كوم انسان لاس وروړى او نه پېري، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ لكه هغوى چې (سره ګډ شوي) لال او مرجان وي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ آيا د ښېګڼې بدله ښېګڼه نه ده؟ پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ او له هغو پرته به دوه باغونه نور هم وي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ (له ډېر شينوالي به) دواړه تك تور وي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ په هغو دواړو كې دوې چينې دي راخوټېدونكې، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ په هغو دواړو كې مېوې، خرماوې او انار دي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ په هغو كې نېک خويه – ښكلې (حورې) دي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ په خېمو كې پټې (ناستې) حورې دي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ تر هغوى مخكې نه كوم انسان لاس وروړى او نه پېری، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ په شنو ډېرو غوره او ښو بالښتونو (يا فرشونو) به ډډه وهلې ناست وي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟»
د همدې مضمون په اړه ګڼ شمېر نور آيتونه هم شتون لري. د قرآن کریم تر څنګ د رسول الله ﷺ ويناوې دوهمه منبع ده چې مسلمانانو د چاپېريال او طبيعت د ښکلا د څرنګوالي په اړه الهام ترې اخیستی دی. د رسول الله ﷺ ځینې ويناوې په لاندې دول ډول دي:
حضرت ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله ﷺ ته مې وویل: ای د خدای رسوله! موږ ته د جنت د جوړښت په اړه خبر راکړه. رسول الله ﷺ وفرمايل: «د جنت خښتې له سرو او سپينو زرو جوړې شوې دي، سیمنټ یا خټه يې خالص مشك دي، جغل يې د مرواریدو او یاقوتو دي، خاوره يې زعفران ده، هر څوک چې ور داخل شي، نو د تلپاتې نعمت خاوند ګرځي، نه به تکليف ويني او نه مرګ، جامې به يې نه زاړیږي او ځواني به يې پای ته نه رسېږي.»[۶]
او له حضرت ابوموسی اشعري رضي الله عنه څخه روايت دی چې د خدای رسول ﷺ وفرمايل: «د مؤمن لپاره په جنت کې يوه خېمه ده چې له مرواريدو جوړې شوې ده، او شپېته ميله اوږدوالی لري، په دې خیمه کې ګڼې مېرمنې شتون لري، مؤمن به هرې یوې ته ورځي، خو يوه مېرمن به هم بله مېرمن نشي لیدلی.»[۷]
همدارنګه له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ وفرمايل: «په جنت کې داسې ونه شتون لري چې که سورلی یې سل کاله په سيوري کې مزل وکړي، بیا به یې هم سیوری پای ته ونه رسېږي.»[۸]
او حضرت انس بن مالک رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمايل: «کله چې زه په جنت کې ګرځېدم، يوه داسې سيند ته ورسېدم چې د دواړو غاړو ګنبدونه یې له مرواريدو جوړ وو. ما وپوښتل: ای جبرئیله! دا څه شی دي؟ هغه وويل: دا هغه کوثر دی چې ستا رب تاته درکړی دی او خاوره يې خالص مشك ده.»[۹]
یاد ټول آيتونه او احاديث چې له ښکلا او حسن څخه ډک دي، د اسلامي ټولنې عمومي وجدان له همدې نعمتونو سره د لېوالتيا پر بنسټ رامنځته شو؛ له همدې امله مسلمانانو هر هغه څه چې په وس کې يې وو بشري تمدن ته وړاندې کړل، ترڅو قرآن کریم او نبوي سنتو چې د جنت په اړه کوم تصویر وړاندې کړی، په عملي ژوند کې انځور کړي.
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱] نمل/ ۶۰.

[۲] مسلم، کتاب الإیمان، (۹۱).

[۳] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص ۶۲۲.

[۴] عبس/ ۲۴ – ۳۲

[۵] الرحمن/ ۴۶ – ۷۶

[۶] احمد، 8030

[۷] بخاري، 4598

[۸] بخاري، 3079

[۹] بخاري، 6210

Previous Articleد «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اوه‌پنځوسمه برخه)

دوشنبه _8 _سپتمبر _2025AH 8-9-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږپنځوسمه برخه)

شنبه _30 _اگست _2025AH 30-8-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه‌پنځوسمه برخه)

چهارشنبه _27 _اگست _2025AH 27-8-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته پنځوسمه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD2 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته پنځوسمه برخه)…

نور یی ولوله
متفرقه

د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD2 Views

لیکوال: غیاث الدین غوري د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم، تحلیل او نقد (دریمه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD3 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم، تحلیل او نقد (دریمه برخه)…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن تلپاتې معجزه (درې دېرشمه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD2 Views

لیکوال: ډاکټر نور محمد محبي قرآن تلپاتې معجزه (درې دېرشمه برخه) د انسان د لاسونو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته پنځوسمه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD

د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.