Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اوه‌پنځوسمه برخه)
اسلامي تمدن دوشنبه _8 _سپتمبر _2025AH 8-9-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اوه‌پنځوسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اوه‌پنځوسمه برخه)
د صنايعو په برخه کې نوښتونه
د ښکلا په برخه کې  د مصنوعاتو ذاتي ارزښت ډېر کم دی؛ ځکه پام ښکلا ته کېږي، نه د ښکلا مادي جوړښت ته. په ډېرو ساده محصولاتو کې هم د خلکو د ژوند ډېر دقیق اړخونه او نښې نښانې موندل کېږي. همدا محصولات موږ سره مرسته کوي چې د جوړوونکو تخنیکي پوهه او د مصرفوونکو اړتیاوې وپېژنو.
د لویدیځ نامتو لیکوال ګوستاو لوبون وايي چې د عربو تر منځ د صنعتي هنرونو دود هر ځای عام و، دوی به هر شی په دومره ښایسته بڼه جوړوه چې آن تر ټولو کم‌ارزښته صنعت یې هم د هنري ذوق څښتن و.[۱]
هغه نمونې چې د اسلامي هنر په تزئیناتو کې کارول شوي دي هرځای شتون لري، او یوازې د قرآن کریم تر مزین شویو پاڼو چې د کوفي خط ښکلي بېلګې پکې لیدل کېږي نه دي محدودې؛ بلکې هغه نسخې هم چې د کیسو یا شعرونو په بڼه به خلیفه یا کوم امیر ته وړاندې کېدې په همدې سبک زینت شوي دي. یوازې تر جوماتونو هم ندي محدودې، بلکې مېلمستونونه، مدرسې او آن استوګنیز کورونه به هم پرې ښایسته کیدل. د اسلامي هنر نامحدوده تزئیني بیلګې د جومات د قرآن کریم تر راحل هم نه وې محدودې؛ آن په هغو لوښو کې چې مسلمانو به خواړه پکې خوړل، یا د عسکر په زغره او توره، او یا په هغه دستمال کې چې د سر د پټولو لپاره به کارول کیده، هم تر سترګو کېږي. له همدې امله ویلی شو چې اسلامي هنر د هنر ځانګړې او بې‌سارې بڼه ده چې ټول ښکلي او زینتي شیان په ځان کې رانغاړي.[۲]
یاده پدیده د اسلام له ظهور سره یو ځای راپیل شوې ده؛ د یوه روایت له مخې هغه توره چې رسول ﷺ د احد په ورځ حضرت ابو دجانه رضی الله عنه ته ورکړه، پر یوه څنډه یې داسې لیکل شوي وو: «وېره ننگ دی او حمله ویاړ؛ او انسان له الهي تقدیر څخه د وېرې له امله میدان نه پریږي.»
شعر هم هغه جادویي ځواک و چې د عربو زړونه یې په شور راوستل.
وروسته ټولو اسلامي صنایعو داسې پرمختګ وکړ چې د اسلامي تمدن له پراخېدو سره یو ځای د حیرانتیا او ښایست لوړو درجو ته ورسېدل. «ګوستاو لوبون» چې د اسلامي هنر په لیدو ډېر زیات حیران شوی، د جواهر جوړونې، زینتونو او مرصع‌کارۍ په اړه وايي: «دوی په ځینو برخو کې داسې مهارت درلود چې زموږ په وخت کې ورته رسېدل ستونزمن دي.»[۳]
نږدې ټول اسلامي مصنوعات د هنري آثارو په بڼه بدل شول؛ تورې، زغرې، نېزې، خنجرونه، خولۍ، د لیکونو د ساتنې استوانې، د کور سامانونه لکه څوکۍ، مېزونه، د جواهراتو بکسونه، د خوړو لوښي، کوزې، ګیلاسونه، دواتونه، دروازې، کړکۍ، کالي، ټوکران، د حیواناتو زینونه، د جومات څراغونه، منبرونه، شمع‌دانۍ، د وزن تلې، کیلۍ او قلفونه، د دروازو کړۍ، تبرونه، د لیکنې وسایل او طبي تجهیزات، قیلونونه او نور… . په دې ټولو شیانو کې ښکلا او زینت بنسټیز عنصر ګڼل کېده.
همدارنګه د زینت توکي لکه غوږوالۍ، غاړکۍ، ګوتمۍ، د عمامې غمي، د لاس بندونه او نور زینتي وسایل هم د دې ټولګې برخه ده.[۴]
«ویل دورانت» هم تاییدوي چې د مسلمانانو له لوري د پخوانیو هنرونو ترلاسه کولو یوازې تقلیدي بڼه نه درلوده، بلکې د جذب او دروني کولو یوه پروسه وه چې پایله یې اصالت او نوښت و. نوموړی وايي: «یاد هنر د بېلابېلو بڼو یو ماهرانه امتزاج و، په کومه بڼه چې له نورو ملتونو را کاپي کیده، د هغې بڼې ارزښت ته یې هیچ زیان نه رساوه. اسلامي هنر چې په اندلس کې تر قصر الحمراء او په هندوستان کې تر تاج محل خپور شو، د زمان او مکان پولې ماتې کړې، له نژادي او قومي توپیرونو سره یې مخالفت وکړ او یو ځانګړی او څو اړخیز سبک یې رامنځته کړ. دې هنر د انساني روح انځور په داسې بې‌سارې ظرافت سره وړاندې کړ چې په هغه وخت کې یې بېلګه نه وه لیدل شوې.»[۵]
د «اطلس تمدن اسلامي» د کتاب لیکوال هم پر دې باور دی چې اسلامي ښکلاپوهنه د خپلو بې‌پایانه بڼو په وسیله د توحید د مفهوم د څرګندولو هڅه کوي، او په هر څه کې یې خپرېدل د همدې فکر انعکاس دی چې مسلمان مکلفوي ترڅو خپلې ټولې کړنې د اسلامي تفکر پر بنسټ ترسره کړي.
له همدې امله مسلمان هنرمند آن هغه مهال کله به یې چې د لیکلو د وسایلو لپاره د لرګي یو ساده بکس جوړاوه، نو د ښکر، صدف او رنګینو لرګیو په وسیله به یې داسې زینتوه چې د لرګي اصل او اهمیت به پکې ورکیده تر دې چې تشخیص به یې ستونزمن کیده چې ایا دا د «بلوط» لرګی دی، که د «ساج» او که د «ماهون.»
د شانداره ماڼیو په برخه کې هم دا ټکی صدق  کوي، د ماڼیو اصلي مواد به په بشپړ ډول تر زینتي پوښونو لاندې پټ شوي وو. دا چاره د هغه فکر څرګندونه کوي چې د موادو مادي ارزښت بې‌اهمیته ګڼي او ښکلا له مادي ارزښت پرته په خپلواکه توګه تعریفوي؛ او همدا د اسلامي ساده او زاهدانه فلسفې جوهر دی. په همدې اساس ښکلا کولای شي تر ټولو ساده او بې‌ارزښته شیانو کې هم خپل عظمت ښکاره کړي، په دې ترتیب ښکلا د انساني وجدان لومړیتوب او اساسي مقام ګڼل کیږي.
دا ډول لیدلوری چې د اسلام د هنري فلسفې څرګندونه کوي د یوې ژورې او اوږدې څېړنې ارزښت لري؛ ځکه چې د اسلامي وجدان په جوړښت او د نړۍ، ژوند، طبیعت او خدای په اړه د انسان په لیدلوري ژور اغېز لري.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱]حضارة العرب، له 653 مخونو وروسته.

[۲] الفاروقي، اسماعیل راجي، اطلس الحضارة الإسلامیة، مخ 539، مکتبة العبیکان، ریاض، لومړی چاپ، 1419هـ.ق.

[۳] حضارة العرب، له ۶۶۴ مخونو وروسته.

[۴] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ 618.

[۵] هماغه منبع.

[۶] اطلس الحضارة الإسلامیة، مخ 540.

Previous Articleد اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (لومړۍ برخه)
Next Article قرآن، تلپاتې معجزه (۳۱ برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (نهه شپېتمه برخه)

یکشنبه _19 _اکتوبر _2025AH 19-10-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول ( برخه: ۶۸)

سه شنبه _14 _اکتوبر _2025AH 14-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)

یکشنبه _2 _نوومبر _2025AH 2-11-2025AD14 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD10 Views

لیکوال: ابو عائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د…

نور یی ولوله
متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD22 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)

یکشنبه _2 _نوومبر _2025AH 2-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.