لیکوال: ډاکټر نور محمد محبي
قرآن، تلپاتې معجزه (۳۱ برخه)
حافظه – د انساني مغز د رازونو خزانه
الله جل جلاله فرمایي: وَفِيٓ أَنفُسِكُمۡۚ أَفَلَا تُبۡصِرُونَ [الذاریات: ۲۱] ژباړه: او پخپله ستاسې په خپل وجود کې (د عبرت نښانې دي) ایا تاسې په ځیر کتونکي نه یاست؟
خپله د انسان په وجود کې ناپایه او نامعلومه نړۍ پټه ده، چې د دې پټې او داخلي نړۍ یوه له حیرانونکو برخو څخه (حافظه) ده، یو ډېر پیچلی، دقیق او په زړه پورې نظام او سیستم چې له هغې پرته به انسان د ژوند، زده کړې او حتی د ځان پېژندلو وړتیا هم ونلري.
حافظه د درک او یاد ساتلو اساس
هر انسان حافظه لري، چې بې شمیره معلومات پکې ذخیره شوي دي، کور ته د تګ له لارې نیولې بیا دوکان یا بېرته په کور او بل ځای کې د توکو د اېښودلو تر ځای او موقعیت پورې. له حافظې پرته حتی بېرته کور ته راستنېدل هم نا ممکن دي.
په ټولګي کې، یو زده کونکی کولی شي د امتحان پوښتنو ته یوازې د حافظې په مرسته ځواب ووایي، نو ویلی شو حافظه هغه خزانه ده چې علم او پوهه ټول له ځان سره ساتي.
الله جل جلاله په دې اړه په سورت یس کې فرمايي: وَلَوۡ نَشَآءُ لَمَسَخۡنَٰهُمۡ عَلَىٰ مَكَانَتِهِمۡ فَمَا ٱسۡتَطَٰعُواْ مُضِيّٗا وَلَا يَرۡجِعُونَ [يس: ۶۷] ژباړه: که موږ وغواړو نو دوی به پر همدې خپل ځای په داسې شان مسخه کړي پرېږدو چې نه به د وړاندې تلو وس لري او نه به د بېرته ستنېدلو.
د حافظې حیرانونکې وړتیا
علمي او ساینسي څېړنو روښانه کړې ده، چې د انسان حافظه د شپیته کلونو ژوند په جریان کې کولي شي، چې له 60 میلیارده ډېر عکسونه او معلومات ذخېره کړي. که چېرې موږ وغواړو چې دا معلومات د کاغذ پر مخ ولیکو، نو موږ به پرې زرګونه ټوکه کتابونه ډک کړو. د دې دومره لویوالي او عظمت سره سره، د دې معلوماتو د ذخیره کولو دقیق موقعیت لاهم د ساینسپوهانو لپاره یو پټ راز پاتې شوی دی.
ځینې نوې نظریې په دې باور دي چې حافظه په مغز کې کوم مشخص او ثابت ځای نه لري، بلکې دا د (انسان رواني او عاطفي ژوند) سره تړلې ده.
د معلوماتو طبقه بندي او موقعیت
هغه معلومات چې د انسان مغز ته داخلېږي په مختلفو برخو کې ذخیره کېږي:
لنډه یا نږدې حافظه: په چټکۍ سره د معلوماتو د بیا ترلاسه کولو لپاره.
منځنۍ حافظه: د نیمه دایمي معلوماتو لپاره
لرې حافظه: د اوږدمهاله معلوماتو لپاره
ځینې نور معلومات: هېڅکله نه ذخیره کېږي.
هغه معلومات چې ذخیره کیږي، د خپل ډول له مخې د حافظې په ځانګړو برخو کې ځای پر ځای کېږي:
د معلوماتو ډول |
د حافظې ډول |
هر ډول بوی یا خوشبویي ګانې |
د بویولو حافظه |
عکسونه او رنګونه |
د لیدلو حافظه |
څېرې او بڼې |
د بڼې یا څېرې پېژندنې حافظه |
نومونه او عددي ارقام |
د نومونو او عددي شمېرو حافظه |
خوندونه |
د خوند د معلومولو حافظه |
کله چې موږ د یو پېژندل شوي شي بوی، د بویولو یا پوزې په واسطه بویوو، زموږ مغز دا د یوې چټکې او پیچلي پروسې په کارولو سره (کوډ کول/ رمز ورکول) (Encoding) په نوم د د ذخیره شويو معلوماتو سره پرتله کوي. که چېرته مخکې موږ لسګونه ډوله بویونه یا عطر بوی کړي وي، زموږ مغز ژر تر ژره همدې ته ورته بوی ومومي او د هغې نوم بېرته ترلاسه یا یاد ته راوړي.
دا کوډ کول یا رمز ورکول د انسان په ټولو حواسو کې شتون لري لکه: د لیدلو، اورېدل، بویولو، خوند او لمس کولو.
حافظه، د یو قاموس او ژباړونکي په بڼه
پوهان وايي: (حافظه د ژوندي قاموس په څېر ده، چې په یوه شېبه کې ژباړه کوي.)
یو بل د حیرانتیا ټکی: هغه عصبي حجرې چې د حافظې مسوولیت لري نه ویشل(تقسیم) کېږي او نه هم مړې کیږي. که چېرې دا حجرې له منځه لاړې او مړې شي، نو د انسان د ټول عمر ټولې تجربې او لاسته راوړنې او پوهه به له منځه لاړه شي.
د انسان کاري او مسلکي تجربې په حافظه کې د معلوماتو د تدریجي ذخیره کولو پایله ده. که حافظه له منځه لاړه شي، نو دا ټولې تجربې به هم له منځه لاړې شي.
حافظه د لوی خدای جل جلاله د لویوالی ښکارندوی
لنډه دا چې (حافظه) د خدای جل جلاله د لوی قدرت یوه له سترو نښو څخه ده. پرته له حافظې انسان نه یوازې دا چې د پېژندلو، زده کړې او فکر کولو وړتیا له لاسه ورکوي، بلکې د هغه هویت هم ورسره له منځه ځي.
د مغز دا برخه یوه داسې پټه خزانه ده چې په دوامداره توګه زموږ په خدمت کې ده لکه په خوب، په ویښه یا بیدارۍ کې، په کار، زده کړه، په احساس او همداسې ادراک یا ځان پېژندنه کې.[1]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
[1] موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ص1، ص 124-125.