Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»مډرنیزم»د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (دوهمه برخه)
مډرنیزم سه شنبه _9 _سپتمبر _2025AH 9-9-2025AD

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (دوهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (دوهمه برخه)
د مډرنېزم اصل او مفهوم
الف: لفظي معنی:
(مډرنېزم) د (مډرن) او (ایزم) د دو کلمو ترکیب دی. د (مډرن) کلمه په اصل کې یوه لاتیني اصطلاح ده چې د (زاړه) په مقابل کې د (نوي) او (عصري) معنی لپاره کارول کېږي.
خو د (Modernité) فرانسوي کلمه د (Mode) څخه اخیستل شوې، چې (سپک) (ښکاره بڼه) یا (د اوسني عصر سره سم چلند) معنی ورکوي. ځینې ژبپوهان لکه د لی رابرټ Le Robert قاموس مسوولین او ترتیب کوونکي په دې باور دي چې لومړنی کس چې دا کلمه یې کارولې مشهور فرانسوي لیکوال بالزاک(Balzac) و. هغه په لومړی ځل په ۱۸۲۳ ز کال کې د (موډرنیت Modernité) کلمه یا اصطلاح وکاروله.([1])
دا چې څنګه دا کلمه په یوه ځانګړې اصطلاح بدله شوه په دې اړه داسې راغلي دي: ( دا کلمه په پیل کې د تېر لرغوني روم او اوسني عصر عیسويت ترمنځ د توپیر لپاره کارول کېده او کله به د  ددې معنی په بدلون او تغیر باندې یو ډول اعتراف و. په تدریجي ډول، د Moderne کلمې کارول پراخه او عام شول، د فکري خلاصون او فکري آزادۍ یوه برخه وګرځېده، همدا رنګه دا د بدلون نښه او د تېرې زمانې څخه د یو متفاوت راتلونکي لپاره د هیلې او لېوالتیا نښه هم ګڼل کېده. د Modernité کلمه هم د 1850 ز کلونو په شاوخوا کې د یوې فلسفي اصطلاح په توګه په لویدیځو حلقو او مجلسونو کې مشهوره شوه.)([2])
ب: د مډرنېزم اصطلاحي معنی
د مډرنېزم یا عصري پالنه اصطلاح ( په عربي کې الحداثة) یو فلسفي، فکري او هنري خوځښت دی چې د دې یو جامع(هر اړخیز) او متحد تعریف وړاندې کول به ستونزمن وي، ځکه چې دا مفهوم له مختلفو لیدلورو او نظریو څېړل شوی او هره نظریه یې مختلف تعریفونه وړاندې کوي، دلته د مډرنېزم تعریف لپاره څو اصلي لارې چارې ذکر شوې دي، چې لاندې ترې یادونه کېږي.
۱. مډرنېزم د یوې نامعلومې پدیدې په توګه:
په دې نظریه کې مډرنېزم یو مبهم، پېچلی او څو اړخیز مفهوم ګڼل کېږي چې په سمه توګه پرې پوهیدل او ثابتول یې ستونزمن دي. دا انګېرنه دا ښکاره کوي چې مډرنېزم متنوع او ځینې وختونه متضاد نښې لري، په داسې ډول چې موږ نه شو کولی په اسانۍ سره پرې پوه شو، یا دا چې په یو واضح او روښانه تعریف پورې محدود کړل شوی وي.
۲. د مدرنیزم سره د طبیعت او عقل ګرایی اړیکه:
په دې تعریف کې مډرنېزم د یو داسې حرکت په توګه لیدل کېږي چې عقل په هستۍ، پوهې او انساني عمل باندې د تسلط بنسټیزه او اصلي وسیله ګڼي. دا نظریه د نړۍ په بیارغونه کې د عقلانیت رول او په طبیعت د انسان په تسلط باندې ټینګار کوي.
۳. مدرنیزم د دودیز میراث( فرهنګ) په وړاندې:
په دې نظریه، مډرنېزم یو داسې حرکت دی چې د مذهبي، کلتوري او تاریخي میراث سره په ټکر کې راغلی او هغه یې یوې خوا ته کړي دي. دا تعریف مډرنېزم د دود او دستور د له منځه وړلو لامل او د نوي فکري او کلتوري وضعیت بنسټ اېښودونکی ګڼي.
۴. د مډرنېزم کلیسا او په لویدیځ کې د دیني بحران سره تړاو:
په دې تعریف کې، مډرنېزم د قوانینو او نظریو د یوې ټولګې په توګه وړاندې کېږي، چې د ټولنیزو جوړښتونو، کلتوري تړونونو او د کلیسا د بیا ځواک ترلاسه کول غواړي. په اروپا کې دا خوځښت په منځنیو پیړیو کې د مذهبي او ټولنیزو بحرانونو په مقابل کې رامنځته شو، د کلیسا له واکه یې د ځان د خلاصولو او د نوي ټولنیز نظم د رامنځته کولو لپاره یې هڅه کوله.
۵. مډرنېزم د شرق او غرب ترمنځ د تمدني ټکر په چوکاټ کې:
په دې نظریه کې مډرنېزم ته د لویدیځ د یو ماډل یا نمونې، په ځانګړې توګه د امریکا لخوا په نړۍ باندې د تحمیل کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کتل کیږي. په دې چوکاټ کې مډرنېزم د نورو هېوادونو د تمدن او هویت د ننګونو له منځه وړلو او د لوېدیځ تسلط د ټینګولو لپاره د یوې هڅې په توګه وړاندې او معرفي کېږي.
ځینو عربي مفکرینو، د نظر خاوندانو او منتقدینو هم د مدرنیزم ګڼ شمېر تعریفونه وړاندې کړي دي، چې هر یو یې دې اصطلاح ته له یوې ځانګړې زاویې کتلي او په اړوند یې خپل نظر څرګند کړی دی:
عبدالعزیز حموده، چې یو مشهور عربي نقاد دی، مډرنېزم په لاندې ډول تعریفوي: (مډرنېزم که په خپله په عربي یا لویدیځ کې هره معنی ورکړي خو د دودیز سیسټم د بنسټونو او اساس د ویجاړولو په لور حرکت کوي.)([3])
په یوه بل تعریف کې محمد سبیلا مډرنېزم په لاندې ډول را پېژني: (مډرنېزم په لویدیځ کې یو فلسفي او فکري بنسټ دی چې په هغه کې د انسان او ژوند ارزښت عقل او پوهه ده. دا خوځښت د عقل ګرایی یا عقل پالنه، علمي وسایلو، عملي هڅو، د تجربوي او بشري علومو د پراختیا پر اساس او په عقلانیت او تجربې ولاړ دی.)([4])
دوام لري…

مخکنئ برخه

[1] موقف الحداثیین من قضایا العقیدة، ص ۳.

[2] همان، ص ۳.

[3] عبدالعزیز حموده، «المرایا الحدیثة من البنیویة إلی التفکیک»، ص ۲.

[4]  محمد سبیلا، «دفاعاً عن العقل والحداثة»، ص ۲۲.

Previous Articleقرآن، تلپاتې معجزه (۳۱ برخه)
Next Article قرآن تلپاتې معجزه (۳۲ برخه)

اړوند منځپانګې

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (لومړۍ برخه)

دوشنبه _8 _سپتمبر _2025AH 8-9-2025AD
نور یی ولوله
فرانکفورت مکتب

فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (دریمه برخه)

یکشنبه _7 _سپتمبر _2025AH 7-9-2025AD
نور یی ولوله
فرانکفورت مکتب

د فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قرآن تلپاتې معجزه (درې دېرشمه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD2 Views

لیکوال: ډاکټر نور محمد محبي قرآن تلپاتې معجزه (درې دېرشمه برخه) د انسان د لاسونو…

نور یی ولوله
متفرقه

د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (۶ برخه)

سه شنبه _9 _سپتمبر _2025AH 9-9-2025AD5 Views

لیکوال: غیاث‌الدین غوري د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (۶ برخه) د…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن تلپاتې معجزه (۳۲ برخه)

سه شنبه _9 _سپتمبر _2025AH 9-9-2025AD4 Views

لیکوال: ډاکټر نور محمد محبي قرآن تلپاتې معجزه (۳۲ برخه) د انسان د هډوکو یا…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (دوهمه برخه)

سه شنبه _9 _سپتمبر _2025AH 9-9-2025AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (دوهمه برخه)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قرآن تلپاتې معجزه (درې دېرشمه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD

د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (۶ برخه)

سه شنبه _9 _سپتمبر _2025AH 9-9-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.