Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږپنځوسمه برخه)
اسلامي تمدن شنبه _30 _اگست _2025AH 30-8-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږپنځوسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږپنځوسمه برخه)
د مسلمانانو ښکلي علمي اختراعات
په فني علومو کې د مسلمانانو وړتیا یوازې د جوماتونو، منارو، ګنبدونو، پلونو او بندونو تر جوړولو نه وه محدوده؛ بلکې مسلمانان له داسې نبوغ څخه برخمن و چې د مسلمان عالم د ښکلاپېژندنې حس او د دې پوهې د کارولو وړتیا یې په ډاګه کوله، او د خلکو په زړونو کې یې هوساینه او خوښي رامنځته کوله.
د اسلامي تمدن عالمانو د ګڼو داسې پېچلو میخانیکي اختراعاتو اساس کېښود چې فني اړخ یې درلود؛ خو ماهرو صنعتګرانو یوازې په دې بسنه نه کوله، بلکې د ښکلاپېژندنې اړخ هم به یې هم ور زیاتاوه چې له فني اړخ څخه یې ارزښت کم نه و. د دې اختراعاتو له جملې ځینې یې په لاندې ډول دي:
ساعتونه
امام ابن‌کثیر رحمه الله تعالی روایت کوي چې د دمشق د جامع جومات یوه دروازه یې «باب الساعات» بلله، ځکه په دې دروازه ګڼ ساعتونه لګول شوې وو. دا ساعتونه د ساعت جوړوونکي او انجینر «محمد بن علي» له لوري چې د «فخرالدین رضوان بن الساعاتي» پلار و  جوړ شوي وو. دغو ساعتونو د ورځې د هر ساعت وخت ښوده. په دې ساعتونو کې د برونزو مرغان، مار او زاغ ځای پر ځای شوي وو؛ د هر ساعت په تېرېدو سره به مار راوتلو، مرغانو به غږونه کول، زاغ به چیغې وهلې او یوه ډبرینه وړه ټوټه به په یوه لوښي کې لوېدله، تر څو خلکو ته معلومه شي چې یو ساعت تېر شو.
ابن الجزري هم دې ته ورته یو ساعت جوړ کړی و.[۱]
ابن‌جبیر د یاد ساعت په اړه وایي: «د «باب جیرون» د خروجي دروازې په ښي اړخ کې د مخامخ ماڼۍ په دېوال یوه کوچنۍ کوټه وه چې د یوه لوی او ګرد طاق په بڼه جوړه شوې وه، د خولې په څېر له برونزو جوړې شوې دانې یې درلودې چې د ورځې د ساعتونو په شمېر به کوچنۍ دروازې پرې پرانیستل کېدې. دا اله په داسې بڼه طرحه شوې وه چې د هر ساعت په پای کې به د «صنج» (فلزي پاڼو) دوه ټوټې د دوو برونزي بازانو له خولې چې پر دوو کاسو ایښې وې غورځېدې.»
یوه کاسه د اولې دروازې لاندې اېښودل شوي وه او دویمه د بلې دروازې لاندې، دواړه کاسې سوری وې؛ کله به چې دوه فلزي پاڼې پکې ولویدې، نو بېرته به د دېوال دننه خونې ته راګرځيدې، بازانو به د همدې فلزي پاڼو په لور خپلې غاړې ور اوږدولې او په چټکۍ سره به یې غورځولې. دا کار به د جادو په څېر په ډېره عجیبه بڼه ترسره کیده. کله به چې دوه فلزي پاڼې په دوو کاسو کې ولویدې، نو د لګېدو غږ به یې اوریدل کیده، او هغه دروازه چې له همدې ساعت سره به عیاره شوې وه، د یوې برونزي تختې په واسطه تړل کیده. دا چاره به د هر ساعت په پای کې تر هغې تکراریده چې ټولې دروازې به وتړل شوې او د ورځې ټول ساعتونه به پای ته ورسیدل، ورپسې به ټول سیستم بېرته خپل لومړني حالت ته راګرځيده. خو د شپې بڼه یې بیا بدله وه، د شپې مهال به د یادو دوو دهلیزونو پر سر د کمان‌دار طاق په منځ کې د مسو دولس سوری کړۍ موجودې وې. د هرې کړۍ د دېوال په دننه کې یو بوتل ایښودل شوی و، او د ټولو د کنټرول مسوول د همدې دوو دهلیزونو شاته و. د بوتل شاته یو څراغ و چې اوبه به په په ساعت‌وار ډول ورسره ګرځېدې، کله به چې ساعت پوره شو، نو د څراغ رڼا به بوتل روښانه کړ، او وړانګې به یې پر مخامخ کړۍ ولګېدې، او یوه سره کړۍ به راڅرګنده شوه. همدې رڼا به بله کړۍ روښانه کوله او تر هغې به یې دوام درلود چې د شپې ټول ساعتونه به تېر شول او ټولې کړۍ به روښانه شوې.
د دې کار لپاره یو ځانګړی کس ټاکل شوی و، او حالت به یې څارلو، د ساعت کړنې او حرکتونه به یې سمبالول، دروازې به یې پرانستلې او فلزي پاڼې به یې خپلو ځایونو ته بېرته راستنولې. یاده وسیله خلکو «منجنه» بلله.[۲]
په دوهمه هجري پېړۍ (نهمه ميلادي پېړۍ) شاوخوا ۸۰۷ ميلادي کال کې د عباسي خلافت خلیفه هارون‌الرشید خپل ملګري «شارلمانی» ته چې د فرانسوي فرانکانو پاچا و، یوه حیرانوونکې ډالۍ ولېږله. دا ډالۍ یو ستر ساعت و چې د خونې دېوال د لوړوالي په اندازه جوړ شوی و او د اوبو د ځواک په مرسته یې کار کاوه. د هر ساعت په پای کې د ساعتونو د شمېر په اندازه د فلزي ګولیو یوه ټاکلې اندازه یو په بل پسې ترې راوته او د مسو  پر یوې سترې  اډانې به لوېده. په لویدو سره به یې د زنګ غږ اورېدل کېده او په ټوله ماڼۍ  کې به خپریده. په عین وخت کې به له دولسو دروازو یوه یې چې د ساعت دننه برخې پر لور به پرانیستل کېدې، پرانیستل شوه او یو «شوالیه» به ترې راووت، د ساعت شاوخوا به ګرځېده او بېرته ته به خپل لومړني ځای ته ستنیده. کله به چې د دولسم ساعت وخت راورسېد، نو ټول دولس شوالیه به یوځای له خپلو دروازو راووتل، یوه بشپړه کړۍ به یې جوړه کړه او بېرته به د دروازو شاته ننوتل.
دا هغه تشریح ده چې په بهرنيو او عربي سرچینو کې د هماغه ساعت په اړه راغلې ده؛ چې په خپل وخت کې یې د یوه حیرانوونکي هنر حیثیت درلود، پاچا او د هغخ درباریان یې حيران کړې وو. خو د شارلمان ماڼۍ راهبانو ګومان کاوه چې د ساعت دننه کوم شیطان ځای پر ځای شوی او په حرکت یې راولي؛ یوه شپه په کمین کې ورته کېناستل، د تبرونو برید یې پرې وکړ او ټوټې ټوټې یې کړ، خو دننه یې هېڅ هم پکې ونه موندل. تاریخي منابع دې کیسې ته ادامه ورکوي او وایي: عربان د دا ډول وسایلو په وده کې دومره مخکې ولاړل چې ویې کولای شول چې وخت په دقیقه توګه اندازه کړي؛ تر دې چې د مأمون د خلافت په مهال یې د فرانسې پاچا ته تر دې هم پرمختللی ساعت ډالۍ کړ چې د اوبو پرځای یې د میخانیکي ځواک په مرسته او د ځوړندو ځنځیرونو او اوسپنیزو وزنونو په وسیله یې کار کاوه.
له دې څرګندیږي چې اسلامي ذهنیت د فکر او نوښت په برخه کې څومره لوړ مقام ته رسېدلی و؛ داسې نوښت چې هېڅکله یې د علمي اختراعاتو د عملي اړخ او ښکلا پېژندنې اړخ ترمنځ توپیر نه کاوه.[۳]
انسان‌آلي (روباټ)
نننۍ نړۍ چې «د انسان‌الي عصر» کومه دوره تجروبه کوي او د تېرو څو کلونو د روباټیکې ټکنالوژۍ د چټک پرمختګ پایله ګڼل کیږي، باید پوه شو چې اسلامي سرچینې څرګندوي چې د دې مسیر پیل د اسلامي تمدن دورې ته ورګرځي.
دا لاسته راوړنه د فني انجینرۍ عالم «بديع‌الزمان ابوالعز اسماعیل بن الرزاز الجزري» پورې تړاو لري چې په شپږمه هجري پېړۍ کې یې ژوند کاوه. نوموړی لومړنی کس و چې د کور د خدمت لپاره یې یو خوځنده روباټ اختراع کړ. خلیفه ترې غوښتې وړ چې داسې یوه وسیله جوړه کړي چې د اودس په برخه کې یې له خدمتګار څخه بې‌نیازه کړي. الجزري داسې اله جوړه کړه چې د یوه ولاړ غلام بڼه یې درلوده، په یوه لاس کې به یې د اوبو کوزه او په بل لاس کې به یې تاش نیولې وو او پر عمامه به یې یو مرغه ناست و. کله به چې د لمانځه وخت راورسېد، نو د مرغه غږ به پورته شو، غلام به وړاندې راغی او د ټاکلې اندازې اوبو په مرسته به یې د خلیفه لاسونه ور مینځل؛ وروپسې به یې تولیه ورکوله او خپل ځای ته به ستنېده، په داسې حال کې چې مرغه به اوازونه کول.[۴]
د مصحف برېښنايي لېږدونکی
په ۱۹۷۵ میلادي کال کې د فرانسه په «لورنین» کتابتون کې د «الأسرار في نتائج الأفکار» تر عنوان لاندې د ګټورو فنونو یوه لاسي نسخه وموندل شوه . دا اثر د اندلس د عربي تمدن دورې پورې اړه لري، په دې اثر کې د اوبیزو ژرندو او د اوبو د پرېس ماشینونو په اړه مهم فصلونه موجود دي. سربېره پر دې په دې کتاب له دېرشو څخه زیات د میخانیکي ماشینونو ډولونو ذکر شوي دي او د یوه ډېر پرمختللي لمریز ساعت تفصیل پکې بیان شوی دی.
د بارسلونا پوهنتون د عربي علومو د تاریخ استاد «خوان فرناندز» وايي: «د دې کتاب نسبت د اندلسي لیکوال «احمد (یا محمد) بن خلف المرادي» ته چې په پنځمه هجري (یوولسمه میلادي) پېړۍ کې یې ژوند کاوه تأیید شوی دی. د کتاب موخه د هغو میخانیکي وسایلو د جوړولو ښوونه ده چې ډېریو یې د اوبو د ساعت په توګه د کار کولو وړتیا درلوده.» نوموړی ټینګار کوي چې یاد کتاب له هغه اثر سره ډېر ورته والی لري چې «شمیللر» په ۱۹۲۲م کال کې په آلماني ژبه ژباړلی و، او همدارنګه فرانسوي معمار «ویلار دو هنکور» په دولسمه میلادي پېړۍ کې د اسلامي تمدن له حرکي ټکنالوژیو سره اشنایي درلوده.[۵]
د «المرادي» په کتاب کې د پرمختللو نمونو له جملې یوه یې «حامل المصحف» دی چې د قرطبې په جامع جومات کې جوړ شوی و. دغه ماشین د لاسونو له مستقیم تماس پرته د قرآن کریم د یوې نادرې نسخې د وړاندې کولو لپاره طرحه شوی و. جوړښت یې داسې و چې کله به ځانګړې کیلي د صندوق پر قلف کې دننه او تاوول کېده، نو دروازې به یې په اوتومات ډول پرانیستل کېدې او یوه خوځنده الماری چې قرآن کریم به پکې ایښودل شوی و، پورته کېده. په عین وخت کې به د قرآن کریم ساتونکی هم خلاصېده او د صندوق دروازې به تړل کېدې. خو که کیلي به برعکس تاوول کیده، نو یاد ټول حرکتونه به په معکوس ډول ترسره کېدل. یاد ټول عملیات به د هغو تسمو او میکانیزمونو په مرسته ترسره کېدل چې په سترګو به نه لیدل کیدل.
په دې نوښتونو سره مسلمانانو نړۍ ته داسې وسایل او اختراعات وړاندې کړل چې د دوی د تمدن ښکلا او د ذوق ظرافت څرګندوي.[۶]
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱] ـ ماذا قدّم المسلمون للعالم؟ ص: 613.

[۲] ـ ابن جبیر، محمد ابن احمد، رحلة ابن جبیر، ص: 216، دار و مکتبة الهلال، بیروت، لبنان.

[۳] ـ ماذا قدّم المسلمون للعالم؟ ص: 615

[۴] ـ التراث العلمي الإسلامي، شيء من الماضي أم زاد للآتي؟ ص: 31

[۵] ـ هماغه ماخذ، ص: 35-36

[۶] ـ ماذا قدّم المسلمون للعالم؟ ص: 616

Previous Articleفرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه)
Next Article سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (شلمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه‌پنځوسمه برخه)

چهارشنبه _27 _اگست _2025AH 27-8-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلورپنځوسمه برخه)

سه شنبه _26 _اگست _2025AH 26-8-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (درې‌پنځوسمه برخه)

چهارشنبه _13 _اگست _2025AH 13-8-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اته پنځوسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD2 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اته پنځوسمه برخه) د…

نور یی ولوله
لیبرالیزم

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتلسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD4 Views

ليکوال: مفتي عبيدالله نورزهي په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتلسمه برخه) د قران…

نور یی ولوله
دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (شلمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (شلمه برخه) د اسلام له نظره…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږپنځوسمه برخه)

شنبه _30 _اگست _2025AH 30-8-2025AD4 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږپنځوسمه برخه)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اته پنځوسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتلسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.