Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp Instagram Pinterest YouTube TikTok
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»د حجاب او عفت ش.ه.ید  ( برخه :   ۱  )
اسلامي علما شنبه _31 _اکتوبر _2026AH 31-10-2026AD

د حجاب او عفت ش.ه.ید  ( برخه :   ۱  )

AdminBy Adminڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال : قاري عبدالستار «سعید»
د حجاب او عفت ش.ه.ید  ( برخه :   ۱  )
(د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني ژوند ته کتنه)
دپیل خبرې
حامدا و مصليا و بعد:
د تدریسي مصروفیاتو په لړ کې څو کاله وړاندې د افغانستان د معاصر تاریخ د تدریس مسؤلیت راوسپارل شو. ما چې د تاریخ له علم سره کوم مسلکي تړاو نه درلود، همدې مسؤلیت اړ کړم چې د معاصر تاریخ په اړه یو څه مطالعه وکړم.
د مطالعې په لړ کې د ډېرو نورو تاریخي موضوعاتو تر څنګ دې ته هم متوجه شوم چې په تېره لمریزه پیړۍ ( ۱۳۰۰ ــ ۱۴۰۰ هـ ش) کې افغانستان د تودې فکري ــ فرهنګي نزاع میدان پاته شوی. که د افغانستان د تاریخ پخوانۍ داخلي جګړې د شاهي تخت او تاج لپاره وې، اما په وروستیو سلو کلونو کې  سیاسي کشمکشونو تر ډېره حده فکري او ایډیالوژیک عوامل درلودل.
د سل کلن تاریخ مطالعه راښيي چې په تېره لمریزه پیړۍ کې درې ځله په افغانستان کې د فکري، فرهنګي او ټولنیز بدلون د راوستلو هڅه شوې. که په نورو الفاظو ووایو په هیواد مو له بهرنيو پوځي تهاجمونو نه پرته درې ځله د غرب افکارو هم یرغل راوړی، چې هر ځل یې په وړاندې زموږ د ولس له منځه  دیني اصالت او اسلامي ارزښتونو ته متعهد مجاهدين او مبارزین دریدلي، د پردیو افکارو د ترویج او خپریدلو ممانعت یې کړی او د ولس دیني، عقیدوي، فکري او فرهنګي هویت يې ساتلی دی.
د فکري یرغلونو دا لړۍ د امیر امان الله خان له پاچاهۍ سره راپيلیږي. نوموړي په خپله لس کلنه پاچاهي کې دوه ځله هڅه وکړه چې د ریفورم یا اصلاحاتو تر عنوان لاندې یو لړ غربي قوانين، عادات او لېبرال فرهنګ په افغانستان کې ترویج کړي. لومړنۍ هڅه په ۱۹۲۳م  یا ۱۳۰۲ لمريز کال کې وه چې په مقابل کې یې د هیواد په مختلفو ښارونو کې له خالخال اعتراضونو سربېره د ملا عبدالله ( ګوډ ملا صاحب) تر مشرۍ لاندې په سمت جنوبي ( پکتیا) کې خورا لوی پاڅون وشو، چې نهه میاشتې یې د امان الله خان عسکري ځواک مصروف ساتلی و. د ملا عبدالله پاڅون که څه هم په نهایه کې د هغه په اعدام او شهادت سره پای ته ورسېد، خو امان الله خان یې مجبور کړ چې له قوانینو څخه هغه ۱۶ موارد حذف کړي چې له شریعت سره یې ټکر درلود.
د اماني ریفورمونو دوهمه څپه هغه وخت راوالوته کله چې د ۱۹۲۸ م یا ۱۳۰۷ لمریز کال په اوړي کې امان الله خان د اروپا له اوږده سفره راغبرګ شو او له غربي او غربزده هیوادونو څخه په تأثر یې په ډېره بېړه د ټولنیزو بدلونونو پروسه پیل کړه. د اماني ریفورمونو د دې دوهم پړاو په وړاندې که څه هم وروسته د هیواد له مختلفو ساحو څخه د اعتراض غږونه پورته شول، تر دې چې په نهایه کې د امان الله خان په سقوط منتج شول. اما د دې پړاو لومړنی رسا غږ د اماني حکومت د قاضي القضات شهيد مولانا عبدالرحمن پغماني وو.
قاضي عبدالرحمن چې د امان الله خان په حکومت کې له خورا لوړ مقام، حیثیت او امتیازاتو برخمن وو، اما کله يې  چې د دیني احکامو ماتېدل ولیدل، په لوړ غږ یې اعتراض وکړ، له ټولو فشارونو سره یې د پاچا هغه غوښتنې ونه منلې چې له ده یې د خپلو غیر شرعي کړنو تائید غوښت. قاضي عبدالرحمن د دیني ارزښتونو د ساتنې او شریعت د دفاع په لاره کې خپل ټول هست و بود په داو کړل او د خپلو غبرګو زلمیو زامنو په قربانولو سره د اماني اعدامګرو مرمیو ته په رسا قامت ودرېد.
خو څومره چې د قاضي عبدالرحمن ثبات او ایثار پرتمين و، متأسفانه په تاریخ کې یې په هغه اندازه یادونه نه دې شوې. نوموړی زموږ د هیواد د ډېرو نورو حقدارو مبارزینو غوندې د یو شمېر مؤرخینو د فکري حسادتونو ښکار شوی او هڅه شوې چې شخصیت او کارنامې یې تر خاورو لاندې او یا هم په تحریف شوي ډول بیان شي.
د دې لپاره چې زموږ د ولس د دیني او فکري حریم د دغه پاسدار حق پر ځای شوی او نوی نسل یې له شخصیت او کارنامو سره بلد شوی وي، له پخوا مې هیله درلوده چې په اړه یې یو څه ولیکم. تېرکال مې چې د شهید ملا عبدالله/ ګوډ ملا صاحب د شهادت د سلم تلين په مناسبت د هغه د شخصیت په اړه لیکنه کړې وه، لوستونکو ډېره خوښه کړه. له هماغه وخته مې د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني په اړه هم یوې ورته لیکنې ته سودا وه. اما کله مې چې لیکنه پیل کړه د موادو د ډېرښت له امله لیکنه وغځېده، تر دې چې حجم یې د کتابګوټي یا رسالې  حد ته ورسېد. د یاد وړ ده چې د لیکنې محتویات او معلومات ټول په مستند ډول له بیلابیلو کتابونو څخه را اخیستل شوي، چې په حاشیو کې ورسره ځينې حوالې هم یادې شوې دي.
په پای کې د شهيد قاضي عبدالرحمن پغماني د کورنۍ د غړي ( لمسي) استاد سید احمد قریب څخه ځانګړې مننه کوم چې د شهید قاضي صاحب په اړه ليکل شوې نایابه رساله ( مختصر البیان) اوځینې نور چاپي او مستند منابع یې راپیدا کړل چې له ماسره یې د دې رسالې په تکمیل کې ډېره همکاري وکړي. دغه راز د چارو ادارې د مطبوعاتو رئیس مولوي احسان الله بدر څخه هم منندوی یم چې خپله همکاري یې رانه ونه سپموله. دواړو ته له الله تعالی څخه اجر غواړم.
او خپلې خبرې په دې دعا رانغاړم چې الله تعالې دې دغه هڅه زما او زما د والدینو لپاره د آخرت توښه وګرځوي.
آمين یا رب العلمين
قاري عبدالستار سعيد
۱۴۴۸ هـ ق د محرم الحرام ۱۲ مه
۱۴۰۵ هـ ش د سرطان ۷ مه
دارالامان، کابل
د ش.ه.يد قاضي عبدالرحمن د کورنۍ په استازیتوب د نوموړي د لمسي استاد سید احمد قریب تقریظ
الحمد لله رب العلمين، والصلوة والسلام على سید المرسلین وعلى آله واصحابه أجمعين.
وبعد،
د امتونو فکري هویت یواځې د لویو پېښو په ثبتولو نه خوندي کېږي، بلکې هغه مهال خپل بشپړ انعکاس مومي چې د علم، دعوت، عدالت او قربانۍ څښتنان د علمي امانت، کره څېړنې او مستند تحلیل له لارې راتلونکو نسلونو ته وروپېژندل شي؛ ځکه د اشخاصو فزیکي نشتون د هغوی د اغېز د پای معنی نه لري؛ بلکې د دوی فکري او عملي میراث هغه مهال تلپاتې کېږي چې د قلم په ژبه د تاریخ حافظې ته وسپارل شي، له همدې امله د علمي شخصیتونو د ژوند، آثار او فکري میراث تدوین یواځې د تاریخي روایت یوه بڼه نه ده، بلکې د تاریخي حافظې د ساتنې، د علمي میراث د صیانت او د تاریخي شعور د پیاوړتیا یوه بنسټیزه وسیله ده.
په همدې سلسله کې، شهید قاضي سید عبدالرحمن رحمة الله علیه، د افغانستان د معاصر دیني، علمي او ټولنیز تاریخ له هغو اغېزناکو څېرو او شخصیتونو له جملې څخه دی چې د علم، قضاء، دعوت، اصلاح، حق‌محورۍ او استقامت بېلابېل ابعاد یې په خپل ژوند او عمل کې تمثیل کړي دي. دا علمي او مبارز شخصیت د علم او عمل د یووالي، د عدالت او تقوا د توازن، او د دعوت او ایثار د ژمنتیا روښانه بېلګه و، شهادت یې د یو انسان د ژوند پای نه؛ بلکې د هغو ارزښتونو د دوام نښه ده چې د دفاع لپاره یې خپل ژوند نذر کړی و.
 په پای کې کله چې د وخت حکومت د ځینو ریفورمونو له امله د دیني ارزښتونو او ټولنیزو دودونو په اړه پراخې نیوکې او اندېښنې راپورته شوې، قاضي عبدالرحمن رحمة الله علیه د هېواد د لوړپوړي قضایي مسؤول په توګه د اسلامي شریعت او دیني شعائرو د ساتنې په برخه کې مهم او اغېزناک رول ولوباوه. هغه په دې باور و چې د دولت هر ډول قانوني، اداري او ټولنیز اصلاحات باید د اسلامي شریعت له قطعي احکامو او د افغان مسلمان ولس له دیني هویت سره په بشپړه همغږۍ کې پلي شي. له همدې امله، نوموړي د خپل علمي نفوذ، شرعي استدلال، دینی مسؤولیت او قضایي موقف په مټ د هغو اقداماتو پر وړاندې دریځ خپل کړ چې د اسلامي شعائرو، دیني مقدساتو او د ټولنې د اعتقادي بنسټونو د کمزوري کېدو لامل ګرځېدل. د قاضي عبدالرحمن دغه دریځ یواځې د یو قضایي مقام رسمي موقف نه و، بلکې د یوه ژور دیني احساس، علمي مسؤولیت او شرعي مکلفیت څرګندویي يې کوله، چې له امله یې، نوموړی د خپل عصر د دیني ارزښتونو او اسلامي هویت له مخکښو مدافعینو څخه شمېرل کېږي او په دغه لاره کې د خپلې کورنۍ د ځینو غړو او متعهدو یارانو سره په شهادت ورسید.
 دروند عالم او پیاوړی څېړونکی او لیکوال، محترم قاري عبدالستار سعید ( د حجاب او عفت شهيد)  تر عنوان لاندې  د دې ستر مجاهد د ژوند، علمي شخصیت، دعوتي فعالیتونو او مبارزاتي کارنامو په اړه یو کتاب/رساله لیکلې چې د یوې مهمې تاریخي او علمي اړتیا ځواب دی، لیکوال پخپل اثر کې هڅه کړې چې د دې ستر شخصیت ژوند یواځې د پېښو د تسلسل په بڼه وړاندې نه کړي، بلکې د هغه علمي مقام، ټولنیز رسالت، فکري لیدلوری، اخلاقي ځانګړتیاوې او تاریخي اغېز د مستندو شواهدو، تحلیلي لید او منظمې څېړنې پر بنسټ تبیین کړي. همدا منهج، دې اثر ته هغه علمي اعتبار وربخښي چې له عادي ژوندلیکونو او روایتي خاطرو څخه یې ممتازوي.
د دې کتاب/رسالې له مهمو ځانګړنو څخه یوه دا ده چې لیکوال، سره له دې چې له موضوع سره ژوره فکري اړیکه لري، د علمي امانتدارۍ، د روایت د کره‌والي او د معلوماتو د منظم ترتیب اصل ته ژمن پاتې شوی دی. د دې شخصیت د ژوند د بېلابېلو پړاوونو مستند بیان، د علمي او ټولنیز رول تحلیل، د دعوتي او قضایي خدمتونو تبیین، او د هغه د مبارزې د فکري بنسټونو روښانه کول د دې کتاب علمي ارزښت لا لوړ کړی. له همدې امله، دا کتاب/رساله د افغانستان د معاصر دیني او ټولنیز تاریخ د مطالعې لپاره د اعتبار وړ مراجعو په قطار کې د ځای موندلو وړ دی.
بې له ‌شکه، هر علمي اثر د لا بشپړېدو او تکامل ظرفیت لري، او د علمي څېړنې طبیعت هم همدا ایجابوي چې راتلونکي څېړونکي د نویو اسنادو، روایتونو او تحلیلي لیدلورو په رڼا کې د موضوع نور اړخونه هم وڅېړي خو دا حقیقت نه شي پټېدلی چې لیکوال د دې اثر په لیکلو سره د یوې تاریخي تشې د ډکولو لپاره ارزښتناک ګام پورته کړی او د یو داسې عالم، قاضي، مجاهد او شهید ژوند یې مستند کړی چې یادول یې د علم، عدالت، تقوا او ایثار د ارزښتونو یادول دي.
دا کتاب/رساله یواځې د یو نامتوعالم  او مبارز د ژوند بیان نه دی؛ بلکې د یوې تاریخي دورې د علمي، دیني او ټولنیز وضعیت د درک لپاره هم یوه مهمه کړکۍ پرانیزي له همدې امله، تمه کېږي چې دا کتاب/رساله به د تاریخ، اسلامي علومو، ټولنیزو مطالعاتو او د افغانستان د معاصر فکري بهیر د څېړونکو لپاره د باور وړ مأخذ وګرځي او هم به ځوان نسل د هغو شخصیتونو له ژوند، فکر او مبارزې سره آشنا کړي چې خپل علم یې په عمل، ایمان یې په استقامت او باور یې په قربانۍ ثابت کړی و.
په پای کې، د شهید قاضي عبدالرحمن رحمة الله علیه د کورنۍ په استازیتوب د دې ارزښتناک اثر لیکوال او څېړونکي، محترم قاري عبدالستار سعید، ته د زړه له کومې مبارکي وایم او د نوموړي دا ستر علمي او تاریخي خدمت د ستاینې او قدردانۍ وړ ګڼم، د الله سبحانه وتعالی سپېڅلي ذات ته دعا کوم چې د نوموړي دا ستر خدمت، د صدقې جاریې په توګه قبول کړي.
 لوی رب دې لیکوال ته د علم، تحقیق او خدمت په ډګر کې د لا ډېرو بریاوو توفیق ورکړي، او شهید قاضي عبدالرحمن رحمة الله علیه ته دې د خپل بې ‌پایه رحمت په سیوري کې ځای ورکړي، درجات یې لوړ او جنت الفردوس یې وروستی استوګنځی وګرځوي، آمین یارب العلمین.
وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ  عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ
سید احمد قریب  د ۱۴۴۸ ه.ق کال د محرم الحرام ۱۵مه

 

دوام لري…

 

امان الله خان تقریظ حجاب عبدالرحمن پغماني عفت قاضي
Previous Articleابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۸)

سه شنبه _1 _سپتمبر _2026AH 1-9-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د حجاب او عفت ش.ه.ید  ( برخه :   ۱  )

شنبه _31 _اکتوبر _2026AH 31-10-2026AD8 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت ش.ه.ید  ( برخه :   ۱  )…

نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD73 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱) اووم بحث: د حرم احکام د بیت…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD47 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰) امام…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD57 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)  د اکثریتو حکومت؛ د اقلیتونو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د حجاب او عفت ش.ه.ید  ( برخه :   ۱  )

شنبه _31 _اکتوبر _2026AH 31-10-2026AD

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.