Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)
متفرقه چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD

د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: غیاث الدین غوري
د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)
د دروزي فرقې تأسیس او مطرح شخصیتونه
۱. د «دُرُوزي» عقیدې محور خلیفه فاطمي «ابوعلي منصور بن عزیز بالله بن معزالدین‌الله فاطمي» دی چې د «حاکم بامرالله» په نوم پېژندل کېږي. نوموړی په ۳۷۵ هـ / ۹۸۵ زېږدیز کال کې وزېږېد او په ۴۱۱ هـ / ۱۰۲۱ زېږدیز کال کې وفات شو.
فاطمي د فکر، چلند او عمل له پلوه یو ناوړه او نامتعارف کس و؛ ډېر ظالم، متناقض او د خلکو په وړاندې کینه‌کوونکی و، او بې‌دلیله به یې په پراخه کچه انسانان وژل او شکنجه کول.
۲. د یادې فرقې ریښتینی بنسټګر «حمزه بن علي بن محمد زوزني» (۳۷۵ هـ – ۴۳۰ هـ) و. نوموړي په ۴۰۸ هجري کال کې اعلان وکړ چې د الله تعالی روح د «حاکم» په وجود کې حلول کړی دی او خلک یې همدې عقیدې ته راوبلل.
ده د «دُرُوزي» فرقې د عقایدو کتابونه هم تألیف کړل.
د اسماعیلیانو معاصر لیکوال مصطفی غالب وایي: «حمزه بن علي بن احمد زوزني په ۴۰۵ هجري کال کې مصر ته ولاړ او د هغو ایراني داعیانو حلقې سره یوځای شو چې دارالحکمه ته یې تګ راتګ درلود ترڅو د حکمت د تأویل په غونډو کې برخه واخلي. ډېری وخت تېر نشو چې د ایراني داعیانو له لوري د استازي په توګه وټاکل شو او د دوی او د الحاکم بأمرالله تر منځ د اړیکو کړۍ وګرځېد. الحاکم خپل دربار کې د غړي په توګه ومانه او خپله ماڼۍ کې یې ځای ورکړ. دی زیاتوي: په ځینو محرمو اسماعیلي اسنادو کې اشاره شوې چې حمزه د هغو داعیانو له ډلې څخه و چې هر ځای به د امام ملګری و او هېڅکله یې د هغه د قوماندې مرکز نه پرېښوده.»
حمزه په ډېرې چټکۍ سره د خپل اخلاص، وفادارۍ او فارس کې د هغو هلو ځلو له امله چې د دعوت د بنسټونو د ټینګښت او پیاوړتیا لپاره یې ترسره کړې د الحاکم باور او ځانګړی مقام ترلاسه کړ. ده په ديني مناظرو او مذهبي فلسفه کې چې پخپله یې ترویج کوله، فعاله ونډه واخیسته او وتوانېد چې پر ځان ګڼ شمېر داعیان راټول کړي او په پټه موافقه ورسره وکړي چې الحاکم بأمرالله د خدای په توګه ومني.
نوموړي خپل دعوت د نوو اصولو او احکامو له مخې ترسره کاوه او د اسماعیلي اصولو او احکامو له ژورو یې الهام اخیسته.
«محمد بن اسماعیل درزي» او «حسن بن حبیدره فرغاني» د هغو داعیانو په سر کې وو چې د حمزه شاوخوا راټول شوي وو. د دروزیانو د لیکونو له منځپانګې داسې څرګندېږي چې حمزه بن علي لکه څنګه یې چې له لیکنو په ډاګه کیږي له خپلو داعیانو سره هوکړه کړې وه چې د حمزه له مستقیم امر او اجازې پرته به هېڅوک د مذهب منځپانګه نه ښکاره کوي او پټه به یې ساتي.
خو مشهور درزي داعي (نشتکین) د دعوت د رازونو په افشا کولو کې بېړه وکړه، چې دې کار د حمزه غوسه او اعتراض راوپاروه. همدارنګه په دې کار سره عام ولس د همدې نوي دعوت پر ضد ودرېد، او ان ترکانو یې د وژلو هوډ وکړ. خو درزي د الحاکم ماڼۍ ته پناه یوړه او الحاکم شام ته ولېږدوه.
درزي شام کې د نوي مذهب تبلیغ پیل کړ او وتوانېد چې د «وادي تیم» د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکي ځان ته راجلب کړي؛ خو وروسته یې د حمزه اصولو ته شا کړه، او همدا انحراف د دې لامل شو چې حمزه یې د وژلو حکم صادر کړي.
که څه هم «دروزي» ووژل شو؛ خو تعلیماتو یې دومره جذابیت درلود چې پیروان یې وموندل، او له همدې امله دا اختلاف هېڅکله په بشپړ ډول ختم نشو.
تر نن ورځې پورې هم دروزیان په دوو ډلو وېشل کېږي: یوه ډله د حمزه پر تعلیماتو عمل کوي، او بله ډله یې د دروزي د نرم‌خیاله تعلیماتو پیروي کوي؛ که څه هم دواړه ډلې د الحاکم د الوهيت او د حمزه د مقام په اړه ورته نظر لري.
«حمزه هم د خپلې محالې په “ریدان” جومات کې په داسې حال کې د خلکو تر برید لاندې راغی چې یوازې دولس کسان ورسره ملګري وو. که چېرې د الحاکم له لوري د جګړې د درولو امر نه وی صادر شوی نو نږدې و چې ووژل شي.»
داسې ښکاري چې د حمزه او درزي ترمنځ اختلاف په حقیقت کې د مذهب د رهبرۍ او د دعوت د زعامت پر سر و.
خو د «حسن بن حیدره فرغاني» په نوم یو بل داعي چې په «أخرم» یا «أجدع» مشهور و د لیکونو په لېږلو سره خلکو ته د نوي عقیدې بلنه ورکوله. ده له عالمانو او د دعوت له مشرانو غوښتنه کوله چې لیکنو ته یې ځواب ورکړي. د دغو فعالیتونو له امله د الحاکم له لوري ځانګړي جامې او ځانګړې سپرلۍ ورکړل شوه، پر ښکلي آس یې سپور کړ او د خپلو ملګرو ترمنځ یې له درناوي څخه ډک مقام ورکړ.
خو څو ورځې نه وې تېرې شوي چې یوه سني مذهبه پرې برید وکړ او له خپلو دریو ملګرو سره یو ځای یې په قاهره کې وواژه.
الحاکم سخت غوسه شو او د قاتل د اعدام امر یې وکړ؛ او حکم یې وکړ چې د أخرم د ښخولو لګښت دې د ماڼۍ له مصارفو ورکړل شي.
د هغو کسانو له جملې چې د أخرم له لوري لیکونه ورته لیږل شوي وو یو یې هم اسماعیلي دعوت‌ګر «احمد حمیدالدین کرماني» و. أخرم نوموړي ته په یوه لیک کې خپله نوې عقیدې بیان کړې وه؛ خو کرماني یې په ځواب کې چې «الرسالة الواعظة» نومیږي عقاید رد کړل.
أخرم په خپلو لیکنو کې الحاکم په دې لقبونو او صفتونو یادوه:
«که د خپلې زمانې امام په سمه توګه وپېژانو، نو پوهیږو چې له ټولو تېر شوو انبیاوو، اوصیاوو او امامانو څخه لوړ دی؛ او څوک چې د الله تعالی عبادت وکړي، نو په حقیقت کې یې د یوه بې‌روحه موجود عبادت کړی دی. ستاسو قیامت رارسېدلی او د خپلو عملونو د پټولو وخت پای ته رسېدلی دی.»
د درزي او أخرم تر ورکېدو وروسته د دعوت ټولې چارې حمزه بن علي ته وسپارل شوې. نوموړي د ځان لپاره بېلابېل لقبونه غوره کړل، لکه: «هادي المستجیبین» (د ځواب ویونکو لارښود)، «قائم الزمان» (د زمانې پاڅوونکی) او ځینې نور لقبونه چې د هغه په لیکونو او آثارو کې راغلي او د ده د دیني اصولو او عقایدو څرګندونه کوي.
دروزي عقیده له الحادي باورونو ډکه فضا کې را وزېږېده؛ په همدې اساس دروزي عقیده د هغو توطئو او فتنو روښانه انځور وړاندې کوي چې د اسلام پر وړاندې د رامنځته کېدو په حال کې وې.
۳. محمد بن اسماعیل درزي چې د «نشتکین» په نوم مشهور دی له حمزه سره یو ځای د دروزي عقایدو په بنسټ ایښودلو کې ونډه درلوده؛ خو په ۴۰۷ هجري کال کې یې د الحاکم د الوهيت په اعلانولو کې بیړه وکړه. دغې کار د حمزه غوسه راوپاروله او خلک یې پر ضد راوپارول؛ نشتکین یې په پایله شام ته وتښتېد او هلته یې د خپل مذهب تبلیغ پیل کړ.
«درزي» فرقه همدلته راڅرګنده او په  دې نوم ونومول شوه، سره له دې چې پیروانو یې لعنت پرې وایه ځکه چې د حمزه له ښوونو یې سرغړونه کړې وه. ویل کېږي چې حمزه یې په ۴۱۱ هجري کال کې د وژلو پلان جوړ کړی و.
۴. حسین بن حیدره فرغاني چې په «أخرم» یا «أجدع» مشهور و خلک له حمزه څخه پیروی ته را بلل.
۵. بهاءالدین ابوالحسن علي بن احمد سموقي چې په «الضیف» مشهور دی د حمزه د غیبت پر مهال په ۴۱۱ هجري کال کې د دې مذهب په وده او پراختیا کې تر ټولو ډېر رول ولوباوه. نوموړي د رسالهٔ تنبیه، تأنیب و توبیخ رسالهٔ تعنیف و تهجین په شمول ګڼ شمېر آثار ولیکل. سموقي هغه څوک و چې په دې مذهب کې یې د اجتهاد دروازه وتړله ترڅو هغه اصول وساتل شي چې ده، حمزه او تمیمي یې بنسټ ایښی و.
۶. أبو ابراهیم اسماعیل بن حامد التميمي: د حمزه زوم او د هغه د دعوت ښي‌لاس و، او د مقام له پلوه له حمزه وروسته دویم کس ګڼل کېده.
دوام لري…

مخکنئ برخه

Previous Articleد اسلام په رڼا کې د مډرنیزم، تحلیل او نقد (دریمه برخه)
Next Article د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته پنځوسمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

قرآن تلپاتې معجزه (درې دېرشمه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (۶ برخه)

سه شنبه _9 _سپتمبر _2025AH 9-9-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قرآن تلپاتې معجزه (۳۲ برخه)

سه شنبه _9 _سپتمبر _2025AH 9-9-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته پنځوسمه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته پنځوسمه برخه)…

نور یی ولوله
متفرقه

د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD2 Views

لیکوال: غیاث الدین غوري د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم، تحلیل او نقد (دریمه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD3 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم، تحلیل او نقد (دریمه برخه)…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن تلپاتې معجزه (درې دېرشمه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD2 Views

لیکوال: ډاکټر نور محمد محبي قرآن تلپاتې معجزه (درې دېرشمه برخه) د انسان د لاسونو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته پنځوسمه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD

د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

چهارشنبه _10 _سپتمبر _2025AH 10-9-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.