یاده فرقه د یونان له باطنپالنې، په ځانګړې ډول د ارسطو او افلاطون له افکارو څخه اغېزمنه شوې ده؛ دوی په ټوله کې د باطنپالنې تر اغېز لاندې دي او په ځانګړي ډول د فیثاغورس د پلویانو له افکارو څخه استفاده کوي او د خپلو مشرانو په سترګه ورته ګوري.
دروزیانو زیاتره باورونه له اسماعیلیه فرقې څخه اقتباس کړې دي. د ابدي ژوند د عقیدې په برخه کې د دهریانو (مادهپالو) تر اغېز لاندې دي. سربېره پر دې د دوی په ډیریو افکارو او باورونو د بودایزم اغېز پروت دی او د ایران، هند او لرغوني فرعونانو له ځینو فیلسوفانو هم اغېزمن شوي دي. دوی د بېلابېلو تاریخي دورو په اوږدو کې د خپل مذهب ریښې له پخوانیو فلسفي او عرفاني لارو او طریقو سره تړي. لکه څنګه چې «کمال جنبلاط» د «أضواء على مسلك التوحيد – الدرزية» په مقدمه کې لیکي: «زما په اند د توحید لار د تاریخ په بېلابېلو دورو کې (که موږ یې په اړه مالومات لرو او که نه) نشو کولی چې د حکمت او عرفان له مسیرونو څخه جلا وګڼو. یادې لارې چارې د لومړنیو موحدانو د ژوند برخه وه، له لرغوني مصر، هند، ایران، تبت، د دښتو شاتینیو سیمو، بابل، آشور، یونان، د مدیترانې ټاپوګانو او ساحلونو، وروسته په اسلام، له هغې مخکې په لومړني مسیحیت او آن تر هغې هم وړاندې (لکه څنګه چې د فلسطین د مرده سمندر په غارونو کې لیدل شوې دي) بڼه اخیستې وه. همدارنګه هغه عرفاني مذهبونه چې په ټوله لرغوني نړۍ کې خپاره شوي وو. زما په باور حکمت په هیڅ زمان او مکان کې له یوه او بله نه جلا کیږي.»
جنبلاط یوازې په دې خبره بسنه نه کوي؛ د یاد مذهب ریښې د هند له حکیمانو سره تړي، دی وایي: «د هغو حیرانوونکو مواردو له جملې یو یې چې په دغو نسخو کې مو وموند دا و چې د توحید دا لاره د هند او سند له حکیمانو سره تړاو لري. موږ تل په دې باور وو او اوس هم یوو چې حکمت په هر زمان او مکان کې یو شان دی؛ اصل یې نه بدلېږي، ځکه حقیقت یو دی، کشف یې یو دی، او د انسان روح او عقل هم یو دي.
موږ د هند له حکیمانو سره د موحدینو له اړیکې خبر وو، دوی هغوی ستایلي او د ځینو مبارکو څېرو یادونه یې کړې ده. په ځانګړي ډول مو د «بَلوهر حکیم» د کتاب کیسه تعقیب کړه، هغه کتاب چې د موحدینو ترمنځ ډېر مشهور او عام دی او د پند او نصیحتونو د کتابونو له جملې څخه شمېرل کېږي. موږ دې پایلې ته ورسیدو چې موحدین په دې سیمو کې پر حقه دي، ځکه د انساني حکمت باطني او ظاهري نړیواله بڼه ورسره ده.»
د دروزي مذهب په اړه کوم لنډیز چې وړاندې شو نه یوازې د اسلام پر وړاندې، بلکې د عقل او منطق پر وړاندې خورا عجیب بغاوت دی، او د افراط او انحراف تر ټولو جدي بڼه ګڼل کیږي.