لیکوال: محمدعاصم اسماعیلزهي
د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (لومړۍ برخه)
لنډیز
د واده اړیکه د یوې کورنۍ د ساتنې او ټینګښت تر ټولو مهم او اساسي رکن دی او د قرآن کریم د واضحو الفاظو له مخې د ښځې او مېړه تر منځ د مینې او رحمت سبب ګرځي. همدارنګه په دې اړیکه کې بل پټ حکمت د بشري نسل تولید دی.
واده او نکاح هغه مقدس سنت او د خالق په وړاندې محکمه او محبوبه رابطه ده چې د انسانانو د دین او عفت د ساتنې په برخه کې مؤثر او ګټور عامل ګڼل کیږي. نکاح د مینې او رحمت سرچینه او د نبوي سنت (صلىاللهعلیهوسلم) تعظیم او د حیا ترویج دی.
واده او نکاح د ورکو او سرګردانه روحونو لپاره آرام، له خپګان او اندېښنو د ډکو زړونو لپاره ژوند او د ګډوډو او پریشانو افکارو لارښود دی.
د اسلام متعالی مکتب نکاح ودې او کمال ته د رسیدو وسیله، د ټولنې د سلامتۍ تأمین او د نسل د بقاء لامل ګڼي. له همدې امله خپلو پیروانو ته له پاکو ښځو او نارینه وو سره د نکاح کولو او د تجرد د پرېښودو لارښوونه کوي.
په اسلامي فرهنګ کې واده د رحمت، محبت، مینې او مودت پیل دی او د انساني ژوند د تنظیم سبب ګرځي.
نیکې جوړې د ژوند په پېچلو سفرونو کې د یوه او بل غمشریکان او لاسنیوونکي او د خدای تعالی د اطاعت په لار کې د یو او بل مرستونکي دي. ښځه او میړه د کورنۍ د جوړښت ارکان او د ژوند د خیمې څلور مټې دي، د هغوی تعامل او ښې اړیکې د ماشومانو د ژوند نمونې او د لارې مشالونه دي.
اړین کلمات: واده، د کورنۍ ټینګښت، د شخصیت ثبات، د واده اړیکه، د ټولنې سلامتي.
مقدمه
انسان فطرتاً ټولنیز موجوده دی او له ټولنې پرته خپله بقا نشي تضمینولی. واده هغه اړیکه ده چې د ټولنیزو دودونو او د فزیکي او غریزي اړتیاوو تر پوره کولو محدوده نده. له دې ورهاخوا د واده تر ټولو لوی هدف د کورنۍ رامنځته کول، د نیک او بافضیلته اولاد روزنه او خدمت کول دي. سربېره پر دې واده د یو لوی تمدني او فرهنګي میراث برخه ده، یعنې د فرد او ټولنې وده او کمال، د فطرت غوښتنې او د پیغمبر اکرم صلیاللهعلیهوسلم سنت ته ځواب ورکول.
نکاح د خپلواکۍ او د مسئولیت د منلو وسیله، د پاکلمنۍ ساتنه، د تقوا پالنه او د مینې، رحمت او برکت سرچینه ده، سربېره پر دې واده شخصیتي تعادل او ثبات رامنځته کوي، آرامښت او سکون راولي، د ټولنې سلامتۍ او امنیت ته وده ورکوي او په پای کې ژوند ته معنا ورکوي.
واده د کورنۍ د جوړېدو پیل دی او په ژوند کې د تلپاتې ژمنې څرګندونه کوي. واده د میرمنې او ماشومانو د خدمت سربېره د فردي ودې او له ځانه د تېرېدلو لپاره فرصت برابروي. واده له فزیکي تړون څخه پورته دی، یعنې واده یوه عاطفي او معنوي اړیکه هم ده.
د واده اهمیت په دې کې دی چې د انسان بېلابېلې اړتیاوې پوري کوي لکه جنسي اړتیا، امنیت، مینه، توجه، درناوی او آن د پرمختګ اړتیا.
واده د (عاطفي، اقتصادي او…) امنیت د زیاتوالي سبب ګرځي. ځکه واده شوي کسان د ژوند په ستونزمنو شرایطو کې د یو او بل لاس نیسي.
واده د رواني ناروغیو په وړاندې له زوجینو ساتنه کوي. ښځه او نر دواړه په یوازې ځان نیمګړي موجودات دي.
د واده او نکاح تړون د طرفینو خفه زړونه آراموي او ګډوډ افکار یې د کورنۍ د رامنځته کولو په لور چې د مینې او مودت ځای دی سوق کوي.
واده چې مقدس ترین آسماني تړون دی یوازې د ښځې او نارینه فزیکي اړتیاوې نه پوره کوي؛ بلکې د نسل د بقاء په برخه کې هم حیاتي اهمیت لري. په همدې اساس د واده د اړیکې سلامتیا د طرفینو په فزیکي او رواني روغتیا مستقیم اغیز لري، ځکه د انساني روح د سلامتیا عنصر د پلار په ځانګړې ډول د مور له لوري برابرېږي.
د واده تاریخچه
واده یو لرغونی سنت دی او له بېلابېلو تحولاتو ډکه تاریخچه لري. مذهبي، دیني، سیکولر او عصري واده یوازې په مختلفو ټولنو کې د واده یو څو بېلګې دي.
د واده د تاریخچې څېړل د واده پر څرنګوالي د پوهېدو لپاره زمینه برابروي.
بابليان
د بابليانو په زمانه کې ښځه د سړي د شتمنۍ یوه برخه ګڼل کېده او د لور پلار د واده د ټاکلو مسؤل و. شواهد ښيي چې په هغه وخت کې پلار کولای شول چې خپلې لوڼې په هغه بیه وپلوري چې دی یې غواړي. په بل عبارت ښځه د بابليانو په دوره په کې یوازې یو توکی و.[۱]
چین
د چیني وادونو د څرنګوالي سرچینه د نووا او فوخي په نوم دوې اسطورهیي کیسې دي. د چین په لرغوني ټولنه کې خلکو له هغو کورنیو سره چې د کورنۍ نوم به یې مشابهت سره درلود له یو بل سره د واده کولو اجازه نه درلوده او دا کار له خپلوانو سره ناوړه اړیکه او زنا ګڼل کېده. خو د مور له خپلوانو سره واده کول له خپلوانو سره ناوړه اړیکه او زنا نه ګڼل کېده، ځکه د مور خپلوان نامحرم ګڼل کیدل. سره له دې کورنیو ځینې وخت د یو نسل له لوري له بل نسل سره واده کول هم روا ګڼل. د وخت په تېریدو سره د جغرافیايي ادلون بدلون سربېره د چین په خلکو کې د کورنۍ د غړو بیولوژیکي اړیکه په خپل ځای پاتې وه. کله به چې ښځه او مېړه مړه شول، نو په جلا ډول به د خپلې قبیلې په هدیره کې خاورو ته سپارل کیدل. په مورني واده کې سړي د ښځې په کور کې د زوی په توګه ژوند کاوه.
په ۱۹۵۰ کال کې د واده نوي قانون په چین کې د واده دودونه په بنسټیز ډول بدل کړل. له یو د زیاتو وادونو منع، د ښځو او سړیو ترمنځ د حقونو برابري، او د واده په انتخاب کې ازادي د یاد قانون مهم موارد وو.
تر هغه وخته په چین کې (arranged marriage) د واده تر ټولو عامه بڼه وه.[۲]
دوام لري…
راتلونکې برخه
سرچینې:
[1] رضوی، نجما و دیگران، «بررسی وضعیت ازدواج جوانان»،ص388، گزارش ملی جوانان، نشر سازمان ملی جوانان، سال 1381هـ تهران.
[۲] پناهی، علی احمد، همسرداری، ص 77، سال چاپ: 1391هـ، ناشر: دفتر نشر معارف (وابسته به نهاد نمایندگی مقام رهبری در دانشگاه)، تهران.


