لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اوهشپېتمه برخه)
د انسان اخلاقي او سلوکي ښکلا
اسلامي تمدن د اخلاقو او سلوکو داسې ښکلاوې وړاندې کړې چې تر هغه مخکې په هېڅ شریعت کې نه وې او وروسته یې هم ساری نه دی پیدا شوی؛ لکه: ښه اخلاق، نرمي او ملایمت او ښې خبرې. تر دې چې موسکا صدقه وبلل شوه او د ټولنیزو آدابو مراعاتول ثواب وګڼل شو! د غوصې زغمل او د بدکارانو بښل د احسان او د خدای تعالی د مینې نښه وګرځېده.
د سلوک ښکلا، د وینا ښکلا، له انسان سره د انسان په توګه د چلند ښکلا، او له نورو سره په اړیکو کې ښکلا؛ د انساني اخلاقو د ښکلا حیرانوونکې څېره ده.
مسکا، ورین تندی او ښې خبرې
مسکا د انسانانو نړېواله ژبه ده، برتره ژبه او داسې چلند چې د منلو، صفا، خوښۍ او انساني مینې نښه ګڼل کېږي.
مسکا لکه څنګه چې لغتپوهانو ویلي دي د خندا پیل او د دروني خوښۍ له امله د غاښونو د ښکاره کېدو په معنا ده. مسکا د خالصې خوښۍ پر مهال ترسره کېږي، لکه څنګه چې د قرآن کریم په مبارک آیت کې راغلي دي: “وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُسْفِرَةٌ ضَاحِكَةٌ مُسْتَبْشِرَةٌ” ژباړه: «ځينې مخونه به هغه ورځ روښانه وي خندېدونكي خوشاله به وي.» (عبس: ۳۸-۳۹)
مسکا یوازې د انسان ځانګړنه ده په حیواناتو کې نه موندل کېږي؛ په همدې اساس مسکا د انساني اخلاقو او سلوک د ښکلا ځلانده انځور دی.
د مسکا او خوشرویۍ په برخه کې د اسلام د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم سیرت
د اسلام پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم په ټول ژوند کې د تبسم څښتن و؛ تر ټولو خلکو یې زیاته موسکا کوله، له خپلو اصحابو سره به یې شوخي کوله او په مهربانۍ به یې چلند ورسره کاوه؛ خو هېڅکله یې له حق پرته بله خبره نه کوله.
عبدالله بن حارث رضياللهعنه روایت کوي: “مَا رَأَيْتُ أَحَدًا أَكْثَرَ تَبَسُّمًا مِنْ رَسُولِ الله صلیاللهعلیهوسلم” ژباړه: «ما هیڅ داسې کس نه دی لیدلی چې له رسول الله صلیاللهعلیهوسلم څخه دې یې زیاته موسکا کړې وي.» (ترمذي: ۳۶۴۱)
جرير بن عبدالله رضياللهعنه روایت کوي: “مَا حَجَبَنِي النَّبِيُّ صلیاللهعلیهوسلم مُنْذُ أَسْلَمْتُ، وَلَا رَآنِي إِلَّا تَبَسَّمَ فِي وَجْهِي” ژباړه: «له کومې ورځې چې مسلمان شوی یم، رسول الله صلیاللهعلیهوسلم هېڅکله له خپل ځانه لېرې نه کړم او هر ځل به مې چې ورکتل، نو په موسکا به یې زما پر لور کتل.» (بخاري: ۵۷۳۹)
د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم ډېری خندا د تبسم په بڼه وه، او کله به یې چې موسکا کوله، نو د مخ غاښونه به یې د مرواریدو د دانو په څېر ځلیدل.
امام ابن قیم رحمهاللهتعالی د رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم د خندا په اړه ویلي: «د هغه صلیاللهعلیهوسلم ډېری خندا تبسم وه؛ بلکې ټوله خندا یې تبسم و. د خندا کچه به یې د مخ د غاښونو له ښکاره کیدو نه زیاتیده. د داسې شیانو له امله به یې موسکا کوله چې نور خلک به هم ورته خندیدل، یا داسې څه چې د حیرانتیا وړ به وو.»
امام ابن قیم رحمهاللهتعالی زیاتوي: «خندا بېلابېل لاملونه لري:
-
د حیرانتیا له امله خندا؛
-
د خوښۍ خندا، هغه وخت کله چې د خوښۍ وړ کوم شی وویني یا یې تجربه کړي؛
-
د غصې خندا، کله ناکله د شدید غضب پر مهال رامنځته کېږي، ځکه غصهناک کس د هغه کار له امله چې غصه کړی یې وي حېران پاتې کېږي او د مقابل کس په وړاندې د غلبې احساس کوي؛
-
ځینې وخت انسان د نفس د کنټرول او د غصهکوونکي څیز د عادي ګڼلو له امله موسکا کوي.» (زاد المعاد، ج۱، ص۱۷۵)


