لیکوال: ابو عائشه
شېن تو دین (برخه: ۱۳)
معبد
د شېنتو دین د عبادت او مذهبي مراسمو بل مهم عنصر «معبد» دی. د معبد موضوع پخوا په تفصيل سره بيان شوې ده دلته یې بيا تکرار ته اړتيا نشته.
کورني معبدونه
د جاپان خلک د لویو او مشهورو معبدونو او بت خانو تر څنګ په خپلو کورونو کې هم د عبادت ځانګړې خونې لري، چې د دعا او راز و نیاز لپاره پکې راټولېږي.
په دوديزو شېنتويي کورونو کې د ناستې خونې يو ځانګړی کونج د يوه کوچني محراب لپاره ځانګړی شوی وي او دغې ځای ته کامي دانا (Kami Dana) وايي. پر دې کوچني محراب، چې په حقيقت کې يو ډول کورنی معبد دی، د «کامي» نښې او سمبولونه ږدي، وخت ناوخت دعا ترې اخلي او نذر او ډالۍ ورکوي.[۱]
هر کور ځانته بېل شېنتويي محراب لري او په دې محراب کې د کورنۍ د اجدادو د روحونو يا د کورنۍ د «کامي» عبادت ترسره کېږي او د دیني دود له مخې د هغوی لپاره وريژې، ميوې او عود قرباني کېږي.[۲]
د عبادت عناصرو د شمېر په اړه جاپاني وګړي او څېړونکي په یوه خوله نه دي، ځينې ليکوالان یاد عناصر ډېر او ځينې نور یې کم ګڼي؛ يو ليکوال یې په دریو ټکو کې راټولوي:
-
طهارتاوپاکوالی.
-
دقربانۍوړاندېکول.
-
لمونځ،چېددعابڼهلري.[۳]
هغه ډله جاپاني نارينه او ښځینه چې دوديز سپين لباسونه اغوندي د معبد شاو خوا په چټکۍ طواف کوي، وروسته د ولاړو اوبو په یوه ډنډ کې غوټې وهي. دا دوديز عمل د شېنتو دین له اساسي مراسمو څخه شمېرل کېږي. له اتيا سلنې زيات جاپاني وګړي د همدې ايين برخه دي او د دې مذهب تاريخ له میلاد څخه ( ۱۳) پېړۍ وړاندې زمانې ته رسېږي.[۴]
لکه څنګه چې شېنتو دین خپله د جاپانيانو په باور ډېر عجيب او غریب مذهب دی، همدا ډول د هغوی د عبادت، مراسمو او ديني مناسکو طرز هم پېچلی او مبهم دی. د هغو کسانو لپاره چې غواړي عبادت ترسره کړي يا د معبد له ځانګړې دروازې (توري) تېر شي، ځانګړي شرطونه او اصول ټاکل شوي دي. زيارت کوونکي يا عبادت کوونکي بايد درې مهم پړاوونه تېر کړي چې معبد ته ورسېږي او د عبادت مراسم ترسره کړي:
۱. لومړی پړاو: معبد ته تلونکي کسان بايد د توري (د معبد ځانګړې دروازې) له مخې د تېرېدو پر مهال سر ټيټ او درناوی وکړي.
۲. دويم پړاو: د لارې له څنډې بايد تېر شي او د معبد کوچنيو حوضونو ته ورشي.
۳. درېيم پړاو: د حوض پر اوبو بايد خپله خوله او لاسونه ومينځي؛ د دې کار لپاره باید څمڅه/ قاشوغه په ښي لاس ونيسي او پر کيڼ لاس اوبه واچوي، وروسته په همدې ډول کيڼ لاس هم ومينځي او خپله خوله پټه کړي.[۵]
د جاپان خلک معبدونو او بت خانو ته د ډاليو او نذر وړلو ته هم ډېره پاملرنه کوي او په ځانګړي دود بت خانو او معبدونو ته ډالۍ وړي. دا ډالۍ او نذرونه بېلا بېل ډولونه لري، چې تر ډېره د خوراکي توکو په بڼه وي. د دې ډاليو ځينې ډولونه، لکه: وريژې، د وريجو شراب، ماهي، مېوې، سبزيجات، پيسې، پوښاک، زېورات، کاغذ، صنعتي توکي او داسې نور… ډالۍ هغه مهال وړاندې کېږي، چې کشيش په معبد کې د نوريتو (Norito) په نوم ځانګړې دعا وايي. دا دعا د خدایانو، امپراتورانو د اجدادو د روحونو، اتلانو او د ملت د لرغونو مشرانو د روحونو لپاره ويل کېږي.[۶]
د خدایانو لپاره د مادي نذرونو او ډالیو وړاندې کول هم د شېنتو د عبادت يوه بله برخه ده. په اوسني وخت کې هغه څه چې هره ورځ د «ايسه» په معبد کې د لمر د رب النوع او د خوراک د الهې لپاره وړاندې کېږي دا دي: څلور پيالې شراب، شپاړس قابه وريژې، څلور قابه مالګه، ماهي، د مرغانو غوښې، ميوې، د درياب واښه او سبزيجات. همدارنګه د لومړني ميکادو پر مزار کلني جشن کې د غرونو، سيندونو او نور محصولات، لکه: ماهي، کېک، مرغان او شراب د نذر په توګه وړاندې کېږي.[۷]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱]. ابراهيم، عليرضا، ايين شېنتو؛ نگاهی از فراز، بېتا، ص ۹۷.
[۲]. فرهنگ جاپن، د انسانپېژندنې او فرهنګي څېړونکو له لوري ليکل شوی اثر: حميده اميريزداني، بېتا، ص ۱۱۳.
[۳]. التاعب، محمد شاهين، مدونة التاعب، د مقالې عنوان: «الشنتویة»، د خپرېدو نېټه: ۱۴۰۴.
[4]. بشير، خالد، د مقالې عنوان: ماذا تعرف عن دیانة الشینتو الیابانیة؟، حفریات، د خپرېدو نېټه: ۲۰۲۵م.
[۵] د شېنتو مذهب تاريخچه، دين در جاپان – مذهب شېنتو، د اسپیلت البرز وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱۴۰۲ هـ.ش.
[۶] جان ناس، تاريخ جامع اديان، ژباړه د علي اصغر حکمت، درېيم چاپ، ۱۳۵۴ هـ.ش، د فرانکلين د انتشاراتو د مؤسسې په همکارۍ، ص ۲۸۹–۲۹۰.
[۷] وېبپاڼه: دائره المعارف طهور، د مقالې عنوان: «د شېنتو مذهب کې نيايش او مذهبي مراسم».


