لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه اویایمه برخه)
قرطبه (عصري ښار)
د هغو ځانګړنو او صفاتو له مخې چې په تېر بحث کې مو د قرطبې ښار په اړه بیان کړل، هېڅ د حیرانتیا وړ نه ده که ووایو چې دغه ښار د څلورمې هجري پېړۍ (لسمې میلادي پېړۍ) په نیمایي کې د یوه عصري ښار بڼه درلوده؛ داسې ښار چې د درېیمې زریزې له نړیوالو ښارونو سره د سیالۍ وړ و. دا خبره ځکه د تعجب وړ نه ده چې په قرطبه کې د زدهکړې لپاره ګڼ ښوونځي او پراخ عامه او شخصي کتابتونونه موجود و، تر دې چې د کتابونو شمېر په قرطبه کې تر بل هر هېواد زیات و او په ټولو علومو کې یې د یوه مهم علمي او فرهنګي مرکز حیثیت درلود.
بېوزله خلکو به په ځانګړو ښوونځیو کې د واکمنانو په لګښت وړیا زدهکړې کولې. له همدې امله دا هم د حیرانتیا وړ نه ده چې د ټولنې هر وګړی له لیک او لوست سره بلد و، ان دومره چې په قرطبه کې هېڅ نالوستی کس نه پیدا کېده. دا په داسې حال کې وه چې په همدې موده کې په اروپا کې ان ډېرو لوړپوړو اشخاصو (پر ځینو دیني کسانو سربېره) هم سواد نه درلود.[۱]
باید وویل شي چې په قرطبه کې دغه علمي او تمدني نهضت له اداري بدلونونو سره یوځای پیل شو. دا بدلون په پرمختللو حکومتي نظامونو او ادارو کې څرګند و، لکه امارت او وزارت. سربېره پردې، پرمختللي عدلي، پولیسي، حسابي او نور اداري بنسټونه هم فعال و. د دې ترڅنګ یو پیاوړی صنعتي حرکت هم راټوکېد؛ په دې ښار کې بېلا بېلو صنعتونو وده وکړه، لکه: د څرمنې صنعت، د کښتیو جوړول، کرنیز وسایل، درمل جوړونه او ګڼ شمېر نور مشهور صنعتونه. همدارنګه د سرو زرو، سپینو زرو او مسو کانکېندنه هم عامه وه.[۲]
د ښار د عصري بڼې او ښاري ژوند له مخې ویلای شو چې قرطبه په پنځو لویو برخو وېشل شوې وه. «شیخ احمد بن محمد مقری» وایي: «د هرې برخې تر منځ یو لوی او پیاوړی دیوال موجود و او هره برخه خپلواکه وه. په هره سیمه کې د خلکو د اړتیا په اندازه حمامونه، بازارونه او ضروري صنعتونه موجود و.»[۳]
همدارنګه قرطبه د بېلا بېلو توکو او ډکو بازارونو له امله مشهوره وه او د هرې برخې لپاره ځانګړی بازار موجود و.[۴]
د قرطبې د ابادۍ ځینې ارقام
-
د عبدالرحمن داخل په زمانه کې (۴۹۰) مسجدونه وو؛ وروسته دغه شمېر (۳۸۳۷) مسجدونو ته ورسېد.
-
(۲۱۳۰۷۷) د عامو خلکو کورونه.
-
(۶۰۳۰۰) د نخبګانو او اشرافو کورونه.
-
(۸۰۴۵۵) هټۍ او دوکانونه.
-
(۹۰۰) عامه حمامونه.
-
(۲۸) ربضونه (حاشیوي ابادۍ).[۵]
دا شمېرې ښايي د سیاسي حالت او تاريخ ليکونکو د روایتونو د اختلاف له امله یو څه زیاتې ښودل شوې وي، خو دا توپیرونه یوازې د قرطبې د ښکلا، پراخوالي او عظمت د بیان په کچه اغېز لري، نه د دې ښار د اصلي واقعیت په اړه.
په اسلامي دولت کې د قرطبې نفوس نږدې (۵۰۰) زره تنو ته رسېده. باید وویل شي چې نن ورځ د قرطبې نفوس شاو خوا (۳۱۰۰) تنه ښودل شوی دی.[۶]
قرطبه د پوهانو او ادیبانو له نظره
د (۳۵۰ هـ / ۹۶۱م) کال په شاو خوا کې، کله چې ابن حوقل (د موصل سوداګر) قرطبې ته داخل شو، د قرطبې ښار په اړه یې داسې بیان کړی دی: »د اندلس تر ټولو لوی ښار قرطبه ده. په مغرب کې د نفوسو د زیاتوالي او د مساحت د پراخوالي له پلوه هېڅ ښار ورسره سیالي نه شي کولای. ویل کېږي چې دا ښار د بغداد یوې څنډې ته ورته دی او که بشپړ ورته والی ورسره ونه لري، نو ډېر ورته نږدې دی. له قرطبې پیاوړي ډبرین دیوالونه را تاو دي. دوه دروازې لري چې دواړه د دښتو پر لور خلاصېږي. رصافه (شمالي برخه) د ښار لوړه سیمه ده چې له ښکته برخې ربض (د ونو ګڼ ځای) سره نښلول شوې ده. د ښار ودانيو له ختیځ څخه نیولې تر شمال، لوېدیځ او سوېل پورې ټول ښار نیولی دی. صحرا یې د بازارونو، پېر او پلور لپاره ځانګړې شوې ده او عامه کورونه په ربض کې اباد دي. د دې ښار خلک شتمن او په خپلو کارونو کې مسلکي دي. » [۷]
د قرطبې خلک ان د اشرافو، عالمانو او ټولنې د غوره طبقې په توګه پېژندل کېدل. «شیخ ادریسي» وایي: «قرطبه هېڅکله له لويو علماوو او غوره شخصیتونو څخه خالي نه وه. د دې ښار سوداګر شتمن خلک و، چې ډېر مال، پراخه ژوند، ښکلې کښتۍ او لوړې هیلې یې درلودې. » [۸]
امام حمیري وايي: «قرطبه د اندلس پلازمېنه، د اندلس د ښارونو مور او د اموي خلافت مرکز و. د اموي خلافت اثار په کې څرګند دي. د قرطبې فضیلتونه او د خلفاوو لوړ صفات بیان ته اړتیا نه لري. دوی د هېوادونو مشران او د خلکو اشراف وو. د سالمې عقیدې، پاک رزق، ښکلي لباس، لوړ همت او ښو اخلاقو له امله پېژندل کېدل. په قرطبه کې د لویو علماوو او فضلا وو مشران اوسېدل. » [۹]
«یاقوت حموي» د قرطبې په توصیف کې وایي: «قرطبه د اندلس لوی ښار دی، د اندلس په زړه کې پروت دی او د دې هېواد د سلطنت پلازمېنه وه. د بني امیه پاچاهانو پرې واکمني کوله او د فضیلت خاوندانو کان او د لویو شخصیتونو سرچینه وه. »[۱۰]
«ابوالحسن ابن بسّام» د قرطبې په اړه وايي: « [قرطبه] د کمال وروستۍ درجه، د ویاړ مرکز، ام القرى، د فضل او تقوا د خلکو ځای، د علم او پوهې د خاوندانو وطن، د اقلیم زړه، د علومو خوټېدونکې چينه، د اسلام ګنبد، د فکرونو د باران کور، د افکارو د مېوو باغ، د نبوغ د دُرو سمندر و. د ځمکې ستوري، د زمانې مشران او د نظم او نثر اتلان پکې راپیدا شول، خواږه تالیفات او ګرانبیه تصنیفات پکې ولیکل شول. په تېر او اوس کې د دې سیمې د خلکو د برترۍ لامل دا و چې د قرطبې افق د اهل تحقیق او د علم او ادب د طلبګارانو مرکز و. په ټوله کې د دې سیمې ډېری خلک (په ځانګړي ډول د قرطبې او په عمومي ډول د اندلس خلک) د ختیځ عربي اشراف وو؛ هغه عرب چې دا سیمه یې فتح کړې وه او د شام او عراق د پوځ مشرانو کورنۍ چې هلته مېشت شوې وې. په همدې اساس د هرې سیمې نسلونه له یوې اصیلې رېښې سره تړل کېدل، داسې چې په ډېره نادره توګه به په کوم ښار کې یو مهارت لرونکی لیکوال یا تکړه شاعر نه موندل کېده. »[۱۱]
امام ابن الوردي په «خریدة العجائب» کې د قرطبې او خلکو په اړه يې لیکي: «خلک یې د ښارونو مشران او د ټولنو سرداران دي؛ د خوراک، لباس، سورلۍ او لوړ همتۍ له پلوه غوره دي. په دې ښار کې د لویو علماوو مشران، د فضیلت خاوندان، زړور مجاهدین او د جګړو اتلان اوسېږي.» له دې وروسته د مسجد او پل په توصیف کې وايي: «د دې ښار ښکلا په الفاظو کې نشي بیان کېدای. »[۱۲]
قرطبه د اسلامي تمدن له سترو ښارونو څخه و، چې د بشري پرمختګ د کاروان په رهنمایۍ کې یې ستره ونډه درلوده. حقیقت دا دی چې قرطبه په دې برخه کې یوازینی مثال نه دی؛ که مو د بغداد، دمشق، قاهره، بصره او یا نورو ښارونو په اړه خبرې کړې وای، نو همدومره یا تر دې زیاتې حیرانوونکې به وای او دا هېڅ د تعجب وړ نه ده! ځکه دا د مسلمانانو تمدن دی؛ د نړۍ د لویو تمدنونو لوی تمدن او د بشریت د اوږده تاریخ پر تندي ځلېدونکې ګاڼه.[۱۳]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] حماده، محمد ماهر، المکتبات فی الإسلام، نشأتها وتطورها ومصائرها، مخ: ۹۹، موسسة الرسالة، بیروت، لبنان.
[۲] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: ۶۷۷.
[۳] المقری، احمد ابن محمد، نفح الطیب من غصن الأندلس الرطیب، مخ: ۴۵۸، دار صادر، بیروت، لبنان.
[۴] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: ۶۸۸.
[۵] نفح الطيب، ج۱، مخ ۵۴۰.
[۶] د مولف د زمانې د نفوسو شمېر دی؛ نن ورځ هم د ویکیپېډیا له مخې ډېر توپیر سره نه لري.
[۷] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ ۶۸۹.
[۸] شریف الادریسي، محمد بن محمد، نزهة المشتاق فی اختراق الآفاق، ج۱، مخ ۵۷۵، مکتبة الثقافة الدینیة، قاهره، مصر.
[۹] الروض المعطار، مخ ۴۵۶.
[۱۰] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ ۶۹۰.
[۱۱] هماغه منبع، مخ ۶۹۰.
[۱۲] خریدة العجائب وفریدة الغرائب، مخ ۶۲.
[۱۳] ماذا قدم المسلمون للعالم؟.


